مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

درېيم څپركى



د هغو سلطنتونو په اړه چې څو هېوادونه يې تر ولكې لاندې وي يا څو هېوادونه په كې پېيل شوي وي

په داسې هېوادونو كې ستونزې ډېرې راولاړېږي. كه هېواد نوى نه وي او په يوه ټولواك پورې اړه ولري او ميراثي سلطنتي هېواد ته د يوې نوې برخې په توګه وپېيل شي، چې په ټوليز ډول يو هېواد جوړ كړي، دې ډول دولت ته مركب واېي.
په داسې هېوادونو كې بدلونونه د ځينو لاملونو له كبله چې په ټولو دا ډول نويو هېوادونو كې طبيعي دي، رامنځته كېږي. خلك د دې لپاره چې خپل حالت ښه او د پرمختګ پر لور كړي تل دا هڅه كوي چې واكمن بدل كړي او په همدې هيله د خپل ټولواك په وړاندې وسلې ته لاس اچوي. خو د هغوى دا هيلې سمې نه راوځي او خپل ځان تېرباسي. وروسته بيا تجربې ورته په زباتوي چې د هغوى غوښتنې او له وسلې څخه يې هيلې ناسمې وې او په هېواد كې يې حالت كړكېچن شوى دى.
چې دا هم د يوې بلې ناخوالې لامل ګرځي؛ هغه چې تل يو ټولواك دې ته اړ باسي چې دهغو پيټي پر اوږه واخلي چې د ((نوي هېواد)) د لاس ته راوړلو لپاره يې په پوځ كې دنده اخيستې او نورو بې پولو سختيو ته يې غاړه ايښې. دا په دې مانا چې د ((نوي)) ټولواك له وسه پورته ده چې د نوو وګړو يا اتباعو له كړېدنې او رټنې مخنيوى وكړي. ځكه ټولواك د نوي هېواد په لاسته راوړلو كې د خپلو خلكو پوروړى دى. هغوى چې د نوي هېواد له وګړو سره هر ډول ناوړه چلند كوي، ټولواك اړ دى چې ويې زغمي او په دې حالت كې ټولواك د هغو وګړو له دښمنيو سره مخامخ كېږي چې سرتېري د هغوى پر شتمنيو ځاى پر ځاى كوي او د نيواك پر مهال زيانمن كېږي. دغه راز ټولواك نه شي كولى له هغو وګړو سره ښه اړيكي وساتي چې د نوي هېواد د نيولو پر مهال يې له ټولواك سره مرسته كړې؛ ځكه ټولواك به ونه شي كړى چې د هغوى غوښتنې د هغوى له هيلو سره سمې بشپړې كړي.
څرنګه چې ټولواك د هغوى د مرستو پوروړى دى، نه شي كولى په وړاندې يې پرېكنده ګامونه اوچت كړي. سره له دې چې ټولواك به غښتلي ځواكونه لري، خو بيا هم تر هر څه وړاندې هغه د نوي هېواد د وګړو ښې پېرزونې او ښه نيت ته اړتيا لري. له همدې كبله د فرانسې پاچا، چې دوولسم لوېي Louis XII يې باله، په ډېرې چټكۍ وكولى شول د ميلان هېواد ونيسي او په هماغومره اسانۍ يې له لاسه وركړ.
په لومړي ځل چې يې د ميلان هېواد تر ولكې لاندې راوست، د دې هېواد پخواني ټولواك لوډوويكو سفورتسا Lodovico Sforza په ډېرې اسانۍ وكولى شول چې د خپلو ځواكونو په مټ خپل هېواد د فرانسې د پاچا له ولكې وباسي او بيا يې ترلاسه كړي. ځكه هغو خلكو چې د فرانسې د پاچا پر مخ د ميلان دروازې پرانيستې وې، وروسته بيا پوه شول چې تېرايستل شوي دي. د فرانسې پاچا د هغوى ځانګړې ګټې ترسره نه كړى شوې او نور يې د هغه ناوړه چلند هم نه شو زغملى. همدا و چې د ميلان ښار يې بيا پخواني ټولواك ته وسپاره.
ښكاره ده چې کله يو هېواد تر پاڅون وروسته بيا كرار شي، د ټولواك له ولكې په داسې اسانۍ نه وځي. دا په دې چې ټولواك له وخت څخه ګټه پورته كوي او هغه كسان چې د هغه د واكمنۍ په وړاندې يې په پاڅون كې لاس لرلى او يا تورن وي، نيسي، محكمې ته يې سپاري او له هغو امکاناتو څخه دګټې په اخيستلو چې په لاس كې يې لري، خپل واك په ټولو هغو ځايونو كې چې كمزوري بريښي، پياوړى كوي. د بېلګې په توګه: د دې لپاره چې د ميلان پخوانى ټولواك لوډوويكو سفورتسا خپل هېواد له فرانسې څخه بيا ونيسي، يوازې يې پر دې بسنه وكړه چې د دې هېواد په پولو كې اړودوړ رامنځته كړي او ((خپل هېواد)) بېرته ترلاسه كړي. خود دې لپاره چې د فرانسې پاچا په دويم ځل له هېواده وباسي، د ميلان ټولواك دې ته اړ وت چې ټوله نړۍ د هغه په وړاندې راوپاروي، ځواكونو ته يې ماتې وركړي او له ايټاليا څخه يې وشړي.
دغو نيمګړتياوو ته په پام سره د فرانسې پاچا د ميلان هېواد تر دويم نيواك وروسته بيا هم دې ته اړ وت چې لاسته ورغلى نوى هېواد له لاسه وركړي. د ميلان هېواد په لومړي او دويم پېر د فرانسې له ولكې ازاد كړل شو، خو د لومړۍ ماتې اصلي لاملونه روښانه شول، او د دويمې ماتې هغه يې لا پاتې دي، نو پكار ده چې وڅيړو: د فرانسې پاچا بايد څه تدابير نيولي وى؟ او يا نورو ټولواكو به په ورته ناوړه حالاتو كې د خپلې ولكې د ټينګولو لپاره له كومو ځانګړو لارو چارو څخه كار اخيستى وي، چې خپلې لاس ته راوړنې يې د فرانسې د پاچا په پرتله په برياليتوب خوندي كړي دي.
نو پكار ده ووايم چې: د هغو ايالتونو وګړي چې يو ټولواك يې له نيواك وروسته خپلې ځواك سيمي ته ور ګډوي، يا له يوې سيمې وي او د ټولواك په واك سيمې كې د مېشتو وګړو په څېر ګړېږي او يا نه وي. كه وي د هغوى ساتل ډېر اسانه او ساده دي په تېره بيا هغه وخت چې خپلواك ژوند او خپلواكۍ ته روږدي شوي نه وي. ددې لپاره چې له هغوى څخه ښه ډاډمن شو دا بسنه كوي چې د هغه ټولواك كورنۍ له بنسټه له منځه يوسو چې پر هغوى يې واكمني كوله. ځكه كه دوه ډوله ولسونه چې د ژوند ټول اړخونه يې په پورتنيو شرايطو برابر وي خو په دودونو كې يې څه توپير رامنځته نه شي، په بشپړه كرارۍ به په خپلو كې سره ګډ ژوند كوي، لكه چې موږ په بريټانېBrittany، ګاسكونېGascony ، بورګنډېBorgandy او نورمانډې Normandyكې وليدل چې تر ډېره فرانسې ته پېيل شوي پاتې شول. كه څه هم هغوى ژبنى توپير درلوده خو څرنګه چې دودونه يې سره ورته ول، په اسانۍ يې وكولى شول چې په خپلو كې سره ژوند وكړي. نو هغه څوك چې د پورتنيو ځانګړتياوو لرونكي هېوادونه خپلې خاورې پورې پېي او غواړي چې د تل لپاره يې خپل كړي، دوه ټكي دې په پام كې ونيسي: لومړى دا چې د هغوى د لومړني واكمن ټبر يا كورنۍ له منځه يوسي او دويم دا چې د هغوى په قانون او مالياتو كې هېڅ ډول بدلون را منځته نه كړي. په دې توګه به لاسته ورغلى نوى هېواد په خورا چټكۍ له پخواني هېواد سره په بشپړه توګه يو ځاى او يو ه نقشه شي.
خو چې دغه ډول نيول شوي هېوادونه د نيواكګر ټولواك د خاورې له دود، ژبې او قانون سره توپير ولري په هغه كې ستونزې لس وارې زياتې وي. نو په داسې حالاتو كې زښت ډېر ځواك او ښه بخت ته اړتيا لري چې پر هغوى لاس برى شي او يوه تر ګردو اغېزمنه او له ګټې ډكه لار يې چې له ټولواك سره په رښتينې مانا مرسته كوي داده چې نوموړى ((نيواكګر)) هلته د هستوګنې لپاره ورشي او د هغوى تر منځ ژوند وكړي. دا كار به د هغه لپاره د نوموړي هېواد تلپاتېوالى كره كړي او هغه هېواد به د تل لپاره خپل كړي، لكه چې تركانو په يونان كې همدا لار وكاروله؛ كه ترك ټولواك له نورو تدابيرو سره سره چې د هغه هېواد د خوندي ساتنې لپاره يې نيولي ول خپله هم هلته نه وى اوسيدلى، د يونان په ساتنه به بريالى شوى نه وى.
دا يو جوت حقيقت دى چې كله يو څوك په سيمه كې وي پر ګډوډيو له راپورته كېدو سره سم پوهېږي او كولى شي په چټكتيا او اسانۍ سره يې مخه ونيسي، پرته له دې چې حالت يې له وسه بهر شي چاره يې كوي، او كه ټولواك يې له مركز څخه لرې وي له ګډوډيو او اړودوړه هغه وخت خبرېږي چې پاڅون يې په وړاندې ډېر ستر شوى وي او مخنيوى يې د هغه له وسې بهر وي مانا د مخنيوي وخت يې زياتي تېر وي. سربېره پر دې، د ټولواك له مېشتېدو سره په هغه هېواد كې، د هغه منصب داران او ملاتړي لوټمارۍ او شوكې ته زړه نه ښه كوي او په دې توګه به ددې ايالتونو يا هېوادونو وګړي له ټولواك سره نږدې اړيكي ساتي، او که داسې هم و نه شي، تر يوې کچې به د ټولواك د شتون له امله چې هغه ځاى کې اوسي په وېره کې وي. كه ښه چلند ورسره وشي او كراره وي، هغوى به په ټوله مانا له ټولواك سره مينه كوي، خو كه ټولواك ترې لرې وي ډېر ژر به د وېرې اسباب وربرابر كړي. همدارنګه كه كوم بهرني دښمن دې ((نوي)) هېواد ته سترګې پټې كړې وي، د ټولواك د شتون له امله په دې هېواد كې به دغه يرغلګر ددې كار په ترسره كولو كې ډېر ځانساتى (محتاط) وي. لنډه يې دا چې په كومه سيمه كې چې خپله ټولواك ميشت وي له هغه ځايه به يې وېستل له ستونزو ډك كار وي.
بله او ښه لار يې داده چې يوه ډله كډوال Colonies چې خپل اريز ((اصلي)) تابعيت يې هم ساتلى وي ددې هېواد څو سيمو ته د هستوګنې لپاره واستول شي، دا كډوال به په رښتينې مانا د هغه هېواد د كيلي ((چابي)) په څېر وي چې هر وخت به پكار راځي.
خو په هر حال، يا بايد دا كار وكړي او يا يو شمېر پلي او سپاره سرتېري ولېږي چې هلته د چاوڼيو په بڼه واړوي، خو د كډوالو لېږل پر ټولواك هېڅ لګښت نه راولي او كولى شي چې هغوى په ډېرو لږو مصارفو هلته وساتي او يا كېدى شي هېڅ لګښت پرې رانه شي. په دې كار كې كېدى شي ډېر لږ خلك زيانمن شي او دا به هغه خلك وي چې كورونه او شتمنۍ يې دغو كډوالو ته وركړل شوي دي. دا ډول ځپل شوي خلك چې شمتنۍ او كورونه يې له لاسه وتلي دي په ټولنه كې د بې وزلو يوه كوچنۍ ډله جوړوي او په ټول هېواد كې خواره واره تيت او پرك وي. نو ددې وړتيا به ونه لري چې ټولواك ته ګواښ پېښ كړي. او پاتې وګړي چې تېرى پرې نه دى شوى د وخت په تېريدو سره كرارېږي. ځكه دوى به په وېره كې وي چې كومه تېروتنه ترې ونه شي او په هغه بلا وانه وړي چې نور ورسره مخامخ شول او له خپلو شتمنيو او ځايونو بې برخې شول.
نو لنډه دا چې كډوال د سرتېرو په پرتله پر ژمنه ولاړ ((وفادار)) وي، د هغوى لګښت لږ وي او ډېر لږ اوسېدونكي د هغوى له كبله ځپل كېږي او لكه چې مخكې ورته نغوته وشوه، هغوى چې ځپل كېږي بېوزلي خلك دي او يو له بله بېل په هېواد كې تيت اوپرك دي. له دې كبله هومره د ګواښ لامل نه ګرځي.
پر دې سربېره دا هم بايد ووايم چې له خلكو سره بايد په خواخوږۍ او مهربانۍ ((مينه ناك)) چلند وشي او يا په بشپړه توګه له منځه يوړل شي. ځكه خلك كولى شي چې د كوچنيو زيانونو كسات ((انتقام)) واخلي، خو د لويو زيانونوكسات نه شې اخيستلى، له دې كبله كوم زيان يا ژوبله چې ټولواك يې خلكو ته اړوي، بايد داسې درنه وي چې بيا يې د سترګو په وړاندې د كسات وېره نه وي ولاړه.
كه د كډوالو پرځاى وسله وال سرتېري ځاى پر ځاى شي، د هغوى د ساتنې لګښت به ډېر زيات وي او ټولواك دې ته اړ دى چې د هغوى د ساتنې لپاره د خپل هېواد ټولې اقتصادي لاسته راوړنې ((عايدات)) ولګوي، چې د ټولواك ګټې په زيان بدلوي او د وګړو وټيزو ((اقتصادي)) او نورو زيانونو ته لاره اواروي او همدارنګه د لښكر ځايونو د بدلون پر مهال له لا زياتو اقتصادي زيانمنيو سره مخامخ كېږي. نو څرنګه چې ورته زيانونه ټولو ته رسېږي نو له كبله به يې د وګړو تر منځ د ټولواك مخالف احساسات راوپارېږي، دا ډول دښمنان چې په خپلو ځايونو كې مېشت دي، كه څه هم په خپل ډګر كې يې ماتې خوړلې ده خو بيا هم نوي ټولواك ته زيان رسولى شي. نو له دې امله د هېواد ساتل د وسله والو سرتېرو په مټ هومره بې ګټې ((مضره)) دي څومره چې د كډوالو ځاى پر ځاى كول ګټور دي.
هغه ټولواك چې د خپل سلطنت مركز د هېواد په يو داسې ښار كې ځاى پر ځاى كوي چې د اوسېدونكو ژبه او قوانين يې د خپل ولس له قوانېنو او ژبې سره توپير ولري نو په داسې حالت كې ټولواك بايد ځان ددې هېواد د بېوزلو ګاونډيو هېوادونو ګټندوى وښيي او پر ځاى يې هڅه وكړي چې ((ددې هېواد)) غښتلي ګاونډي هېوادونه وځپي او له بې وزلۍ سره يې مخ كړي، دې ټكي ته بايد ځير وي چې هر هغه هېواد چې د هغه ((نيواكګر)) د هېواد په انډول غښتلى او ځواكمن وي، دټولواك په نوي نيول شوي هېواد كې ځان ته د پښو ځاى پيدا نه كړي. ځكه تل داسې پېښېږي چې ناخوښه وګړي د زياتې رخې ((بخيلۍ)) يا د ځان پالنې او يا هم د وېرې له كبله له دې ډول هېوادونو سره يو ځاى كېږي او د هغوى ځواك ته د راتګ لار ورښيي. لكه ايټوليانو Aetolians چې يونان ته روميان راوستل.
روميانو چې په هر هېواد كې لاس وهنه كړې، لومړى د هغه هېواد مات شوي ولس هغوى خپل هېواد ته رابللي او لار يې ورته پرانستې ده.
او چارې هم په دوديز ډول همداسې وي. كله چې يو غښتلى بهرنى ځواك يوه هېواد ته ننوزي ټول بېوزلي او ناخوښه هېوادونه چې د خپلو واكمنو په وړاندې د كركې احساس كوي د هغه په چاپيريال كې راټولېږي، له دې كبله ددغو وړو او بېوزلو هېوادونو رانږدې كول او راماتول څه زحمت نه غواړي؛ ځكه هغوى په ډېره مينه او خوښۍ خپل برخليك له هغه نوي او بېوزلي دولت سره شريكوي چې ځواكمن ټولواك ((نيواكګر)) هلته تر ولكې لاندې راوستى دى.
نوى ټولواك بايد يواځې د دوى كړه وړه وڅاري او ددې مجال ورنه كړي چې هغوى ډېر ځواك او واك تر لاسه كړي په بله مانا ډېر غښتلي او ځواكمن شي. په دې توګه د خپلو لښكرو او د اوسېدونكو د پېرزونې او ښه نيت په مرسته كولى شي تر ټولو ځواكمن سيال مات كړي، پرې لاس برى شي او خپله واكمني په هغه هېواد كې پراخه او كلكه كړي. كه هغه دا چارې په هوښيارۍ او سمه توګه پر مخ بولى ونه شي، په ډېره چټكتيا به خپلې لاس ته راوړنې له لاسه وركړي او كه وې ساتلى هم شي په چارو كې به له ډېرو ستونزو او ربړو سره مخ شي.
د روميانو چلند له هغو هېوادونو سره چې د ولكې لاندې يې ول ډېر په هوښيارۍ و او ټول پورتني تدابير يې په خورا دقت تر سره كول. روميان چې به يو هېواد ته ننوتل نو لومړى به يې خپل كډوال هلته مېشتول، او بيا پرته له دې چې د هغوى ځواك پياوړى كړي، له بې وزلو ګاونډيو هېوادونو سره يې ښه اړيكي ټينګول او د نوي هېواد ځواكمن ګاونډي هېوادونه يې ځپل او بې ځواكه كول او د هېڅ يوه غښتلي بهرني هېواد ځواك او نفوذ ته يې په هغه هېواد كې د راننوتلو اجازه نه وركوله.
په يونان كې د هغوى د سياست يوه بېلګه زموږ د موخې روښانه كولو لپاره بسنه كوي: روميانو په يونان كې له اكيانيانو Achaiansاو ايټوليانو سره ښه اړيكي وساتل او له هغوى سره يې مالي مرستې وكړې او د مقدونيې د سلطنت په وړاندې يې بې اعتينايي وكړه او هغه يې بې ځواكه كړ او ان انتيو كوس Antiochus يې هم له هېواده بهر وشاړه.
كه څه هم اكيانيان او ايټوليان د روميانو په چوپړ كې ول، ډېر خدمت يې وكړ او هغوى ته يې د راتګ لاره اواره كړه، خو هېڅ يوه ته يې د واك په زياتوالي كې ګټه ونه كړه او هغه ټولې هڅې چې د فلېپ له خوا ترسره شوې، روميان يې دې ته چمتو نه شو كړى چې د هغه د ځواك د له منځه وړلو مخنيوى وكړي او روميان د هغه خواخوږي كړي. تر دې چې انتيوكوس ته يې د دې اجازه ورنه كړه چې پر هغه هېواد خپله واكمني وچلوي.
په دې كې روميانو د سياستواله او ځيركو ټولواكو په څېر نه يوازې د خپلو اوسنيو ستونزو د اواري لپاره له بشپړ دقت څخه كار واخيست بلكې د راتلونكو ستونزو د اواري لپاره يې هم ژورې اندېښنې درلودې او په پوره هوښيارۍ سره يې د دواړو اوسنيو او راتلونكو ستونزو د اواري لپاره هڅه كوله او چاره يې مخكې له مخكې سنجوله؛ ځكه هغه ستونزې چې لا پېښې شوې نه وي او يوازې وړاندوينه يې شوې وي، په اسانۍ يې چاره او مخنيوى كېدى شي. خو چې رانژدې شي بيا يې چاره ناوخته وي. ځكه رنځ هغه ځاى ته ننوتلى وي چې نه رغېدونكى وي او ورځ په ورځ خپلې منګولې په وجود كې خښوي. لكه درملګر چې د تودې تبې په باب واېي چې كه په پيل كې يې څرګندونه ((تشخيص)) او درملنه وشي، نو په اسانۍ سره يې چاره كېدى شي. خو د رنځ په پيل كې چې يې نه درملنه او نه هم د رنځ څرګندونه شونې وه، د وخت په تېرېدو يې څرګندونه اسانه كېږي خو درملنه يې له ستونزو ډكه وي.
د يوه هېواد چارې هم همداسې درواخلئ. د هېواد د چارو بدمرغي بايد په پيل كې څرګنده او مخنيوى يې وشي؛ ځكه د يو هوښيار ټولواك په لاس د هغې مخنيوى ډېر ژر كېدى شي. خو كله چې د غفلت له كبله تاوتريخوالى په هېواد كې داسې پراختيا ومومي چې د هر چا پام وراوړي نو بيا يې چاره ناشونى كار وي. له همدې كبله، كله چې به روميانو ته د كېدوني ((احتمالي)) تاوتريخوالي په اړه لږ څرك ولګېد، نو د هغه چاره به يې مخكې له مخكې كوله او چمتووالى به يې هم ورته درلود. په بله وينا: روميانو به ګواښونه له ليرې څارلي ول، وړاندوينې به يې كولې، د هغوى لپاره به يې مخكې له مخكې تدابير نيولي ول او د دې لپاره چې د جګړې مخنيوى وكړي، هېڅكله يې د دغو ګواښونو د زغملو توان په ځان كې نه ليده؛ ځكه هغوى پوهېدل چې د جګړې مخه نشي نيول كېدى، خو وروسته والى يې ښايي د نورو په ګټه پاى ته ورسېږي. نو له دې امله مخكې تر دې چې فلېپ او انتيو كوس ته په روم كې د جګړې د پيل كولو وخت وركړي، په يونان كې يې پر هغوى د جګړې د پيل هوډ وكړ. كه څه هم شونې وه چې دواړو خواوو جګړه نه وى پيل كړې او تر يوه مهاله ځنډول شوې وى، خو هغوى په دې خوښ نه ول او هغه متل ته يې هم پام ونه كړ چې د هر پېر د پوهانو پر ژبه وي، هغه دا چې: � پرېږدئ وخت د دې پرېكړه وكړي�، بلكې پر خپل زور او ځواك متكي ول، يوازې له خپل نوښت او وړاندوينو څخه خوښ او په دې باور ول چې وخت هر څه له ځان سره مخته راوړي او كېدى شي چې د ښو په شان بدي هم له ځانه سره ولري.
اوس راځئ چې فرانسې ته سر ورښكاره كړو او وګورو چې ايا د فرانسې پاچا ياد شوي دودونه پلي كړي دي كه نه؟ زه به يوازې د لوېي په اړه وغږېږم، نه د شارل Charles په اړه؛ ځكه لوېي پر ايټاليا تر ټولو اوږده واكمني درلوده او كړه وړه يې د شارل په پرتله ښه روښانه دي او دا دى وبه يې وينئ چې ايا د هغه چلند د هغو رښتينو الواكونو ((نظرياتو)) پر خلاف دى كه څنګه؟ چې د يو داسې هېواد د ټينګولو او خوندي كولو لپاره، چې له څو نورو هېوادونو څخه جوړ شوى وي، په پام كې ونيول شي.
لوېي ايټاليا ته د ځانپالو او واكپالو وېنېسيانو له خوا راوبلل شو او له پورتنۍ بلنې د هغوى موخه دا وه چې د لمبارډې Lombardy ايالت يوه برخه راخپله كړي.
زه پاچا په دغه كړنلاره نه پړ كومه. ځكه فرانسه يو داسې هېواد و چې غوښتل يې په ايټاليا كې ځانته د پښو ځاى پيدا كړي او هلته يې هېڅ يو نژدې ملګرى نه درلود، ان تر دې چې د شارل ناوړه چلند د ايټاليا ټولې دروازې د هغه پر مخ تړلې وې نو اړ و چې دا بلنې ومني. د لوېي ټولې طرحې به په ډېره چټكتيا بريالۍ شوې وى خو كه هغه له نورو مسايلو سره په كړون كې تېروتنې نه وى كړې.
لوېي د لمبارډې ايالت تر نيولو وروسته هغه اعتبار او واك، چې شارل له لاسه وركړى و بيا ترلاسه كړ او بيا جنوا Genoa ورته تسليم شوه، له فلورېنسيان slorentineF سره يې هم اړيكي ښه شول او نور لكه د مانتوا ماركس The Marques of Mantua، د فرارا ډيوك The Duke of Ferrara ، بنتي وګليThe Bentivogli ، د فورلي ملكه My lady of Forli، د فاينزا Faenza، پزارو Pesaro، ريميني Rimini، كامرينو Camerino او پيوم بينوombinoPi واكمنانو او د سينا The Sienese ، پيزا The Pisans او د لوكا Lucchese اوسيدونكو هر يوه د خپلې ملګرتيا ټټر وواهه.
له دې وروسته بيا وېنېسيانو ته خپله تېروتنه جوته شوه، چې هغوى په دې هڅه كې چې يوازې لمبارډې تر ولكې لاندې راولي، د ايټاليا دوه پر درې خاوره د فرانسې په واك كې وركړې ده.
اوس يې وارزوئ چې پاچا په څومره اسانۍ خپله تګلاره له هغو ارونو او اندونو سره سمه برابره كړه، چې وړاندې مو نغوته ورته وكړه او هغو ټولو بېوزلو دوستانو ته يې چې ډارن ول، د كرارۍ ډاډ وركړ او ويې ژغورل. ځكه سره له دې چې د هغوى شمېر زيات و، خو ډېر كمزوري ول او ځينې يې د كليسا د واكمنو او ځينې نور يې د وېنېسيانو له وېرې دې ته اړ ول چې د پاچا د هر اړخيز ملاتړ د ترلاسه كولو لپاره دهغه مرسته وكړي او پاچا په ډېره اسانۍ كولى شول چې خپلې لاسته راوړنې د دغو خلكو په مرسته د هر پاتې ځواكمن په وړاندې وساتي او په ايټاليا كې خپل واك داسې ټينګ كړي چې هر ډول ځواك يې د له منځه وړلو جوګه نه وي.
خو دا يې ونه كړل؛ له سمې لارې وګرځېد؛ ميلان ته له رسېدو سره سم يې له پاپ الكسانډر Pope Alexander سره مرسته وكړه چې رومانيا Romagna ونيسي. خو لوېي دا فكر نه ؤ كړى چې په دې كړون سره به كمزورى كېږي؛ ځكه د لوېي هغو ملګرو چې د هغه غېږې ته يې ځانونه وراچولي ول، له پاپ سره د ملګرتيا له امله يې له هغه څخه مخ وګرځاوه او له بلې خوا يې دې كړون د كليسا روحاني ځواك ته د دنياوي ځواك Temporal power په ورزياتولو نوره هم پياوړتيا او وده وركړه.
له هغه چې يو ځل دا تېروتنه وشوه، نو نه يې شو كولى ځان ترې وژغوري او اړ وچې په همدې لاره پرمخ ولاړ شي تر هغې چې د پاپ الكسانډر د واكپالنې د ماتولو پرېكړه يې وكړه. په دې مانا چې هغه پرې نه ږدي چې د ټوسكانېToscany ايالت خپل كړي او له كبله يې اړ شو چې خپله ايټاليا ته ولاړ شي.
داسې ښكارېدل چې د كليسا د واكمنۍ پراختيا او د ملګرو خپګان هغه ته بسنه نه كوله، چې ويې غوښتل د ناپل هېواد هم ونيسي او بيا يې له اسپانيې سره ووېشي چې په دې كار يې يو بل ځواكمن ټولواك د ايټاليا خاورې ته دننه كړ، ترڅو ددې ايالت ناراضيانو ته يوه بله پناه ګاه پيدا كړي. په داسې حال كې چې د فرانسې ټولواك د ايټاليا د هېواد يوازېنى متنفذ ګڼل كېده او د دې پر ځاى چې د ناپل په هېواد كې خپل يو لاسپوڅى وټاكي، هغه يو غښتلى ټولواك ايټاليا ته راوست، چې ان كولى يې شول خپله لوېي د ايټاليا له خاورې وباسي.
واک ته د رسېدو هيله په رښتيا هم انسانانو کې يو طبيعي او ګډ حس دى؛ هغه وخت چې يو څوک يې د ځواک په كچه يو کار ته لاس اچوي تل د ستاينې وړ دى نه د ملامتۍ او سزا، خو کله چې له وسې پورته كار ته لاس اچوي نو د سزا او ملامتۍ وړ ګرځي. که لوېي د خپلو لښکرو په کارولو د ناپل پر هېواد يرغل کړى وى نيول يې هغه لپاره څه ستونزمن كار نه و او كه دا كار يې له وسه پورته ګاڼه نو له اسپانيې سره يې بايد نه وى وېشلى. كه څه هم له وېنېسيانو سره د لمبارډې وېش يوه موخه درلوده چې په ايټاليا كې ځان ته د پښو ځاى پيدا كړي خو په دې وېشنه كې هېڅ موخه نه وه نغښتې؛ ځكه دلته ددې پلمې اړتيا نه ليدل كېده نو لوېي پړ دى.
لوېي دغه پنځه تېروتنې وكړې:
۱. خوار او بېوزلي هېوادونه يې له منځه يووړل.
۲. په ايټاليا كې يې يو ستر ځواك لا پسې پياوړى او په يوه زبرځواك بدل كړ.
۳. يو بهرنى غښتلى ځواك يې ايټاليا ته دننه كړ.
۴. خپله په هغه هېواد كې پاتې نه شو.
۵. هغه بايد ايټاليا ته كډوال استولي وى.
خو له دې سره سره به نوموړي ته دغه تېروتنې زيان اړوونكې نه وى پرېوتي، كه هغه شپږمه تېروتنه نه وى كړې؛ مانا وېنېسيان يې له خپلو لاسته راوړنو نه وى بې برخې كړي. له اره كه هغه د كليسا واكمنۍ ته پراختيا نه وى وركړې او پياوړې كړې يې نه وى او د اسپانيې پر مخ يې ايټاليا ته د ننوتلو لار نه وى پرانستې نو اړينه او معقوله وه چې وېنېسيان وځپي او كمزوري يې كړي، خو يو ځل چې له هغه دا تېروتنه و شوه هغه بايد نور د وېنېسيانو له منځه وړلو ته زړه نه وى ښه كړى؛ ځكه كه وېنېسيان همداسې پاتې وى كولى يې شول د هر بل هېواد په وړاندې، چې پر لمبارډې يې د يرغل هوډ درلود، په بشپړه زړورتيا دفاع وكړي. او هېڅكله به يې دې ته زړه نه و ښه كړى چې له هغو پرته دې بل څوك د لمبارډې واكمن شي او دا هم شونې نه وه چې بل څوك دې راشي او د لمبارډې هغه برخه چې د فرانسې په لاس كې وه تر ولكې لاندې راولي او بيا يې وېنېسيانو ته وركړي او نه هم شونې وه چې يو دريم ځواك دې د فرانسې او وېنېسيانو په وړاندې ګام واخلي او لمبارډې دې تر ولكې لاندې راولي.
نو سړى ويلى شي چې دوولسم لوېي، رومانيا په لوى لاس پاپ الكسانډر ته وسپارله او ناپل يې په دې اسپانيا ته پرېښود چې د جګړو مخنيوى وكړي.
زه پورتنيو دلايلو ته په پام سره وايم: هغه ته په كار نه و چې له جګړې د مخنيوي په پلمه يې دې ته زړه ښه كړى وى چې نور څوك دې د هغه نقشې او پلانونه له منځه يوسي. ځكه جګړه د مخنيوي نه ده پرته له دې چې وځنډول شي او ځنډول يې هم د ټولواك په زيان دي.
كه بل څوك هغې ژمنې ته اشاره وكړي چې پاچا پاپ ته وركړې وه او هغه دا وه چې: �كه پاپ د فرانسې د پاچا په مرسته لښكر وباسي، نو په بدل كې به يې پاپ د پاچا د لومړۍ مېرمنې د طلاق خبره او د ((كارډينال)) په توګه د روئين ((D�amboise)) Rouen د ټاكلو ژمنه سرته ورسوي�، نوځكه هغه دې ته اړ و چې دا كار وكړي. داسې خلكو ته په ځواب كې، زه د هغوى پام، د دې كتاب هغې برخې ته چې لږ څه وروسته به يې د ټولواك د ژمنې د ساتلو په اړه راولم، ورواړوم چې دغه ژمنې څنګه بايد وساتل شي؟
د فرانسې پاچا دوولسم لوېي، لمبارډي ځکه له لاسه ورکړه چې هغه پورتني ارونه، چې نورو ((ټولواكو)) د نيول شويو هېوادونو د ساتلو لپاره پکار وړي ول، ونه كارول او هغه څه چې پېښ شول د اريانتيا وړ نه دي. ځکه ددې کارونو پايلې حتمي او طبيعي وې او ټولو ترې همدا تمه كوله.
زه پدې اړه په نانټ Nantes كې له روئېن سره وغږيدم، او دا هغه وخت و چې سېزار بورجيا Cesar Borgia د رومانيا په نيولو بوخت و. کارډينال روئېن په ځواب کې راته وويل چې د ايټاليا خلک ((په سياست)) نه پوهېږي. که هغوى پوهيدى هېڅکله به خوښ نه وى چې د کليسا واکمني دومره غښتلې او ستره شي.
وروستنيو پېښو بيا و ښودله چې د کليسا د واکمنۍ د پراختيا او په ايټاليا کې د اسپانيې د لاس وهنې لامل هماغه فرانسه وه. او د فرانسې د بربادۍ لامل هم همدا دواړه، کليسا او اسپانيا شول.
او له همدې ځايه دې رښتيني حقيقت ته رسېږو چې هېڅكله ناسم نه خيژي: هغه څوک چې د بل چا د سترتوب او پياوړتيا لامل ګرځي خپله له منځه ځي.
څرنګه چې دا ډول سترتوب او غښتلتيا د پلمې او يا د ځواک په پايله كې رامنځته كېږي، نو دا دواړه په هغه چا کې چې سترتوب ته رسېدلى دى د بې باورۍ حس را پورته کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery