مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شپږم څپركى



د هغو نويو هېوادونو په اړه چې يو چا د خپلې وړتيا يا خپلو لښكرو په مرسته تر ولكې لاندې راوستلي وي

ښه ده چې هېڅ تعجب ونه كړئ، كه زه د بشپړو نويو هېوادونو په اړه خپلو خبرو كې د هغو هېوادونو تر ټولو مهمې بېلګې وڅېړم، چې هم خپله نوي تر ولكې لاندې راغلي او هم يې ټولواكي نوي او تازه واك ته رسېدلي وي. كه څه هم هغه وګړي چې د نورو پر پله پښه ږدي او غواړي چې د هغوى د ښو كړنو تقليد وكړي، نه شي كولى خپل منزل ته ورسېږي، د هغوى لارې په سمه توګه ووهي او د تقليد كړى شويو وړتيا او استعداد ته ورسٍېږي. خو يو هوښيار بايد تل پر هغو لارو تګ وكړي چې اوچتو او نومياليو څېرو په برياليتوب وهلي دي او د هغو خلكو تقليد وكړي چې په نړۍ كې ((د فكر او عمل له نظره)) نوميالي او مشهور ول. كه د هغوى په انډول وړتيا ونه لري، نو د هغوى له ممتازو كړنو خو به څه ګټه پورته كړي.
پرېږدئ چې هغه خپلې كړنې د يو ماهر غشي وېشتونكي په څېر ترسره كړي چې د نښې واټن له ليرې ځايه ارزوي، د خپلې ليندۍ د وېشتونكي ځواك كچه هم ښه ورته څرګنده وي او د نښې د وېشتلو پر مهال خپله نښه له هدف څخه ډېره پورته نيسي، خو له دې يې موخه دا نه وي چې خپل غشى دومره جګ لوړوالي ته ورسوي بلكې غواړي چې د جګې نښې په نيولو خپل غشى هغه هدف ته ورسوي چې د وېشتلو هيله يې لري.
نو وايم، د يو هېواد په ساتلو كې چې ټولواك يې هم نوى واك ته رسېدلى وي، د ستونزو لږوالى او ډېروالى د هغه هېواد د نوي ټولواك په لږې- ډېرې وړتيا پورې اړه لري.
اصلاً، څوك چې مخكې ټولواك نه و او همدا اوس له يو عادي سړي يا له شخصي مقامه پر ګدۍ ناست وي، بايد له ذاتي وړتيا او يا ښه بخت او تقدير څخه برخمن وي. له دې دواړو د يوه شتون به هغه ته د برياليتوب لاره اواره كړي او موخې ته د رسېدو لپاره به د هغه ستونزې حل كړي. خو هغه چا چې په بخت پورې لږ زړه تړلى، زياتره ډېر بريالي شوي او ځواكمن دولتونه يې رامنځته كړي دي. كه داسې ټولواك بل ايالت يا هېواد ونه لري، نو ورته په كار ده چې په خپله په دې هېواد كې، چې نوى يې تر ولكې لاندې راوستلى دى، ميشت شي، چې دا به د هېواد په ساتنه كې د هغه كار نور هم اسانه كړي.
اوس كه هغه چاته راشم، چې د بخت او تقدير له لارې نه بلكې د وړتيا او استعداد له مخې د ټولواكۍ مقام ته رسېدلي دي او په اړه يې خبرې وكړم، نو په كار ده ووايم چې حضرت موسى عليه السلام Moses، لوى كوروس Cyrus، رومولوس Romulus، تيسيوس Theseusاو د هغوى په څېر نور يې تر ټولو ښې او اوچتې بېلګې دي. كه څه هم كېدى شي حضرت موسى عليه السلام په دې بحث كې وانه خلو. ځكه هغه د پاك خداى استازى و، خو بيا هم په هغه غوره والي يا برترۍ د ستاينې وړ دى، چې له خداى جل جلاله سره يې د مخامخ خبرو مستحق وګرځاوه. خو كه لوى كوروس او نور په پام كې ونيسو، چې پراخه هېوادونه يې تر ولكې لاندې راوستلي او لوى سلطنتونه يې رامنځته كړي دي، وبه وينو چې هغوى ټول د ستاينې وړ دي، د هغوى كړنې او په تېره بيا كه د هغوى لوى دولتونه، چې رامنځته كړي يې ول، په غور وارزول شي، جوته به شي چې هېڅ يو د دولت په اداره كې له حضرت موسى عليه السلام څخه كم نه و، سره له دې چې حضرت موسى عليه السلام د لوى خداى جل جلاله په شان يو بې سارى لارښود درلود.
پر دې سربېره كه د هغوى ژوند او كړه وړه په ځير سره وارزوو، وبه وينو چې هغوى له بخت او تقديره هم پوروړي نه ول، پرته له هغو فرصتونو، چې هغوى ته يې داسې خام توكي راوړل، چې وكولى شي له خپلې خوښې سره سم يې هغه ډول قالب كړي، چې ورته ښه برېښېدل. په بله وينا: پرته له هغو مناسبو مهالويشونو څخه چې په مرسته يې وكولى شول د خپلو عصرونو تر ټولو ستونزمنې مسئلې له خپلې خوښې سره سمې اوارې كړي. ښايي له دې مناسبو فرصتونو پرته د هغوى دماغي ځواك بېځايه لګېدلى وى او له بلې خوا د هغوى د فطري او ذاتي وړتيا په نشتوالي كې به هغه مساعد فرصتونه بې ګټې شوي وى. ځكه نو په كار وه چې حضرت موسى عليه السلام بني اسرائيل د مصريانو تر تعقيب او غلامۍ لاندې پيدا كړي او بني اسرائيل د مصريانو د راز راز تېريو له كبله پوزې ته راشي چې د پاك خداى د پيغمبر اطاعت ته غاړه كېږدي او په دې توګه د مصريانو له غلامۍ خپلواك شي.
همدارنګه ددې لپاره چې د روم د تاريخي ښار بنسټ كېږدي، اړينه وه چې رومولوس په البا كې هېڅ استوګنځى ونه لري او بايد د زوكړې پر مهال د بې كوره ماشومانو په څېر چېرته يوازې پرېښودل شي.
لوى كوروس ته پكار وه چې د فارسيانو ناخوښي د ماديانو Medes د حكومت په وړاندې څرګنده كړي او همداراز پوه شي چې ماديانو د سولې پر مهال د اوږد راحت له امله د اتلولۍ هغه ځانګړې روحيه له لاسه وركړې او ښځني شوي دي. تيسيوس هم كه د اتن وګړي بې اتفاقه او پراګنده نه وى پيدا كړي، هېڅكله يې نه شو كولى خپله پرېكنده او ځانګړې وړتيا ښكاره كړي. كه څه هم دغه فرصتونه چې د هغوى لاسته ورغلي، هغوى يې نېكمرغه كړي ول، خو دا د هغوى فطري وړتيا وه چې دوى يې د دې وړ وګرځول چې دغه مساعد فرصتونه وپېژني او د خپلو هېوادونو د وياړ، لوړتيا او مشهورتيا لپاره يې وكاروي. څوك چې د دې ډول خلكو په څېر په مېړانه او زړورتيا سلطنت ته رسېږي، په پيل كې له ډېرو ستونزو سره مخ كېږي او په سختۍ يې ترلاسه كوي، خو وروسته د هغه هېواد ساتنه خورا اسانه وي.
له كومو ستونزو سره چې هغوى بيا د ولكې پر مهال مخ كېږي، له هغو قوانينو او تشكيلاتو څخه رامنځته كېږي چې يو ټولواك يې د خپلې واكمنۍ د بنسټ كلكوالي او تلپاتېوالي لپاره له ناچارۍ پلي كوي.
په كار ده يادونه وكړم چې يوه مسئله هم په پلي كولو كې داسې ستونزمنه، په اداره كولو كې داسې له ګواښه ډكه او په بري كې داسې شكمنه نه ده، لكه د نويو قوانينو او اصلاحاتو مشري چې يو څوك پر غاړه واخلي. ځكه هغه څوك چې د دې بدلونونو او اصلاحاتو نوښت يا مشري پر غاړه لري، په ټولنه كې د هغو شمېر خلكو دښمني پر غاړه اخلي چې په تېرو شرايطو كې يې سوكاله ژوند درلود، او دغه اصلاحات به يوازې يو څو بې پرې ملاتړي ولري او دا به هغه څوك وي چې له دې بدلونونو او اصلاحاتو سره يې ژوند ښه شوى دى.
د هغو دغه بې پرېوالى هم تر يوځايه له هغو مخالفينو د وېرې له كبله دى، چې قانون يې ملاتړ كوي او تر يوې كچې د وګړو د بې اعتباره روح له كبله دى چې هېڅكله چمتو نه دي يو نوى شى ومني، تر هغو چې اوږده تجربه يې ونه لري او وروستۍ پېښې يې رښتينولي او ګټې ورته په زبات نه كړي. هركله چې د نويو اصلاحاتو او بدلونونو مخالفين پر تاسو د يرغل او پاڅون موقع پيدا كړي، د هغوى يرغل يا پاڅون به له يوې پرېكندې روحيې سره ملګرى، له تعصبه ډك او يو لاس وي. د نوي ټولواك پلويان به په ډېرې ضعيفۍ او بېوسۍ د هغوى دفاع ته وردانګي، چې له كبله به يې هم خپل ځان او هم ټولواك له ګواښ سره مخ كوي.
د دې لپاره چې دغه برخه په بشپړه توګه روښانه كړو، په كار ده چې وګورو ايا د نويو اصلاحاتو نوښتګر كولى شي په يوازې سر دغه اصلاحات پلي كړي كه په دې برخه كې د نورو مرستې ته اړتيا لري؟ په بله وينا: ايا هغه د خپل پلان د عملي كولو لپاره له سوله ييزو منډو- ترړو څخه كار اخلي، كه له ځواك څخه؟...
كه لومړۍ لار غوره كړي، هېڅكله په دې ازموينه كې نه بريالى كېږي او له دې لارې څوك خپلې موخې ته نه رسېږي بلكې پايله يې هم زيان رسوونكې او ناوړه ده. خو كه هغه پر خپلې وړتيا ډډه لګوي او د ځواك په كارولو خپلې موخې ته ځان رسوي، په دې صورت كې ډېر لږ له ګواښ سره مخ كېږي.
نو دلته دې پايلې ته رسېږم: ټول هغه پيغمبران، چې وسله وال ول، بريالي شوي او برى يې ترلاسه كړى دى، خو هغوى چې وسله وال نه ول، ((د فتحو په لاسته راوړلو كې له ستونزو سره مخ شوي او)) وژل شوي دي.
سربېره پر دې دا هم د يادونې وړ ده چې د خلكو طبيعتونه په ډېره اسانۍ اوښتونكي دي، لكه څنګه چې يې يو كار ته راماتول اسانه دي په هماغه كار كې يې درول، ستونزمن هم دي. له دې امله بايد چارې داسې ترتيب كړو چې كه خلك په خپله خوښه او مينه پر هغوى باور پيدا نه كړي، نو د ځواك په كارولو يې بايد دې ته اړ كړو چې باور او اعتماد پيدا كړي.
كه د تاريخ دغه سترې څېرې، لكه: حضرت موسى عليه السلام، لوى كوروس، رومولوس او تيسيوس وسله وال نه وى، هېڅكله به نه وى بريالي شوي چې خپل اصول او مقررات تر ډېره او په هرې موقع كې پلي كړي، لكه زموږ په پېر كې چې فراګيرولامو ساوونارولا Fragirolamo Savonarola ته ورپېښ شول، د هغه ټول نوښتونه، نوي اصول، قوانين او مقررات بې ګټې شول او د هغه په ړنګېدو پاى ته ورسېدل، زيات شمېر خلك له هغه څخه واوښتل او پرې بې باوره شول. په دې وخت كې هغه نه داسې وسايل درلودل چې ملاتړي يې هماغسې د پخوا په څېر وفاداره وساتي او نه يې كولى شول چې بې اعتماده كسان دې ته اړ كړي، چې پر ده باور وكړي او له ځان سره يې ملګري كړي.
نو له دې كبله اوچتې څېرې، چې پورته يې يادونه وشوه، يوازې د نويو اصلاحاتو په پلي كولو او په اداري اصلاحاتو كې ستونزې لري او له ګواښونو سره مخ كېږي. هغه څه چې د هغوى لپاره اړين دي زړورتيا ده، چې كولى شي هغوى پر ستونزو برلاسي كړي. كله چې پر ستونزو برلاسي شول، د پاملرنې او درناوي وړ وګرځېدل، له هغو څخه چې د دوى له واك او ځواك سره يې رخه درلوده، بې غمه شول، نو بيا به ځواكمن، د درناوي وړ، سرلوړي، كرار او نېكمرغه پاتې شي.
غواړم پورتنيو لاسوندونو ته دا يو هم ورزيات كړم. كه څه هم زيات مهم نه دى خو له هغو سره يو څه ورته والى لري او موضوعګانې يې سره نژدې دي. هيله لرم چې د يادو شويو خبرو لپاره به بسنه وكړي. هغه د سيراكوس اتل Hero the Syracusan دى چې له عادي مقام څخه ټولواكۍ ته ورسېد او له بخت څخه پوروړى نه و. يوازې مناسبې موقع دا وخت وركړ چې ګټه ترې پورته كړي او خپلې موخې ته ورسېږي.
د سيراكوس اوسېدونكي چې د تېريو له كبله له زياتو فشارونو او ستونزو سره مخامخ شول، دغه سړى يې د خپل مشر په توګه وټاكه او هغه بيا دغه چارې په داسې ښه توګه ترسره كړې چې وروسته د دې وړ وګرځېده چې د هغوى ټولواك شي.
كله چې هغه يو عادي وګړى و او سلطنت ته لا نه و رسېدلى زياته وړتيا يې درلوده چې يو ليكوال يې په اړه داسې ليكي:" د عادي وګړي په توګه مخكې تر دې چې پاچايۍ ته ورسېږي، له يوه ټولواك څخه يې له تخت پرته بل څه نه و كم."
دا سړى چې ټولواكۍ ته ورسېد پخوانۍ لښكرې يې له منځه يووړې او پر ځاى يې نوى پوځ رامنځته كړ. ټول پخواني متحدين يې پرېښودل او پر ځاى يې له خپل سياست سره سم نوي متحدين ونيول. له نوي ملي پوځ او نويو متحدينو سره هغه په دې وتوانېد چې پر همدې بنسټونو خپله واكمني په هر ډول چې يې خوښه وه ټينګه كړي. كه هغه د واك او دې څوكۍ د ګټلو لپاره ډېرې ستونزې وګاللې، ساتل يې ورته ډېر اسانه و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery