مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اووم څپركى


د هغو نويو هېوادونو په اړه، چې يو چا د ښه بخت او يا د نورو په مرسته ترلاسه كړي وي

څوك چې د ښه بخت په ملګرتيا له يوې عادي څوكۍ تر ټولواكۍ رسېږي، كولى شي دا مقام په ډېره اسانۍ ترلاسه كړي او په خپل پرمختګ كې له ډېرو لږو ستونزو سره مخامخ كېږي. خو په دې مقام كې د ځان ټينګول ورته ستونزمن وي. داسې خلك د موخې پر لور په خپله لار كې هېڅ ستونزې نه لري. ځكه هغوى داسې مثال لري لكه مخ پورته چې روان وي. خو كله چې لوړې څوكې ((اوج)) ته ورسېږي، ځان نه شي ټينګولى او لاندې رالوېږي. دا ډله هغه څوك دي چې يا د نقدي لاملونو ((شتمنۍ)) په بدل كې او يا د يو ټولواك د مرستې او پېرزونې په ترڅ كې ځينې ايالتونه وربښل شوي وي، لكه يو شمېر چې د يونان په ايونيا Ionia او هليسپانت Hellespont ښارونو كې د داريوس د پېرزونې په پايله كې واكمن وټاكل شول. داريوس دغه ښارونه هغوى ته د ښه امنيت په ټينګولو او د هغوى وفادارۍ ته په پام سره د خپل ځانګړي واك د تلپاتېوالي لپاره وربښلي ول.
همدارنګه د هغو امپراتورانو مثال هم دى، چې د يو هېواد د لښكرو د بېلارۍ او فساد له كبله له يو عادي وګړي تر امپراتورۍ ورسېږي. دا ډول ټولواك په بشپړه توګه د هغه چا پر پېرزونه او بخت ډډه لګوي، چې دى يې نوموړې څوكۍ ته رسولى دى. خو دا (پېرزونه او بخت) دوه بې ثباته او اوښتونكي څيزونه دي چې هېڅكله باور پرې نه شي كېدى. دغه ډول ټولواكي نه اړينه پوهه لري او نه هم هغه مهارت، چې دغه څوكۍ ورته اړتيا لري. نو له كبله يې نه شي كولى دغه څوكۍ وساتي. ځكه تر هغې چې دغه كسان د يوې سترې وړتيا څښتنان نه وي، په داسې حال كې چې ټول ژوند يې د يو عادي شخص په توګه تېر كړى دى، د دې څوكۍ د پر مخ بېولو هيله ترې نه شي كېدى. دا خلك د ځواك په كارولو هم ځان نه شي ساتلى. ځكه هغوى داسې ځواكونه نه لري چې په وفادارۍ او مرستې يې زړه وتړي.
هغه هېوادونه چې په چټكۍ تر ولكې لاندې راځي د ټولو طبيعي شيانو په څېر چې په چټكۍ وده كوي، رېښې او له نورو هېوادونو سره اړيكي يې دومره ټينګې نه وي چې د ناوړه پېښو لومړى توپان يې له بېخه ونه باسي.
لكه څنګه چې وويل شول، تر هغې چې ټولواك د دې وړتيا ونه لري چې په چټكۍ زده كړي، له هغه هېواده به څنګه ساتنه كوي چې ښه بخت پرې پېرزولى دى، همداراز تر ولكې وروسته د خپلې واكمنۍ بنسټ داسې كلك كړي لكه نورو چې د خپل امنيت او واكمنۍ د تلپاتېوالي لپاره كلك كړى دى، نه شي كولى خپلې لاسته راوړنې خوندي كړي.
د دې دوو لارو، يانې وړتيا او بخت په اړه به زه دوه بېلګې راوړم چې تر اوسه هم زموږ په يادښتونو كې پاتې دي. هغه فرانسېسكو سفورتسا او سيزار بورجيا دي. فرانسېسكو سفورتسا چې يو عادي وګړى و، پرمختګ يې وكړ د ميلان ټولواك شو او په ډېره اسانۍ او لږو ستونزو يې وكولى شول دا هېواد وساتي. په داسې حال كې چې د هېواد د ترلاسه كولو په لار كې يې ډېرې ربړې او ستونزې وګاللې.
له بلې خوا سيزار بورجيا Cesar Borgia، چې د خلكو په منځ كې د ډيوك ولنټينو Duke Valentino په نامه مشهور و، د خپل پلار په واكپېر كې يې دولت ترلاسه كړ او د هغه د واك او نفوذ په پرېوتنه يې له لاسه وركړ. كه څه هم هغه له خپلې وړتيا سره سم ټول ترتيبات ونيول او ټولې هڅې يې وكړې چې د دې څوكۍ د ساتنې لپاره اړينې وې او يو وړ او هوښيار ټولواك يې د هغې واكمنۍ د بنسټ د ټينګولو لپاره كوي چې د نورو بخت پرې لورولى وي، خو هېڅ نتيجه يې ورنه كړه او هېواد يې له منګولو ووت.
لكه څنګه چې مو مخكې يادونه وكړه، هغه چا چې له پيله د خپلې واكمنۍ د ټينګښت لپاره بنسټ نه وي كلك كړى، كه د ښه ځواك او فطري وړتيا څښتن وي، ښايي وروسته يې د ټينګولو هڅه وكړي، خو دا وروسته والى بنسټ ايښودونكى له ډېرو ستونزو سره مخ كوي او كېدى شي ودانۍ پرې ړنګه شي.
كه د ډيوك ولنټينو ټول تدابير وارزول شي، نو وبه ليدل شي چې هغه د خپلې واكمنۍ د راتلونكي لپاره ډېر پياوړى بنسټ ايښى و او زه يې په اړه دا څېړنه بې ګټې نه بولم. ځكه د هغه ټولواك لپاره چې نوى واك ته رسېدلى وي، د ډيوګ ولنټينو له كړون څخه پرته بله ښه بېلګه زما نظر ته نه راځي. خو كه د هغه ټول كړون او په واك كې د پاتې كېدو لپاره وچت شوي ګامونه بې نتيجې شول دا د هغه ګناه نه وه بلكې د هغه د بخت له پوره شومتيا څخه يې بايد وګڼو.
شپږم پاپ الكسانډر د خپل زوى په سترتوب او واك ته په رسولو كې له ډېرو بېړنيو او ځنډنيو ستونزو سره مخامخ شو. لومړى هغه ونه شو كولى خپل زوى د يوه داسې ايالت واكمن كړي چې د كليسا په واكمنۍ پورې يې اړه نه درلوده او كه يې غوښتي وى په كليسا پورې اړوند ايالت هغه ته وركړي، نو د ميلان ډيوك او وېنېسيانو به د دې كار مخالفت كړى وى. ځكه د فاينزا Feanza او ريميني Rimini ايالتونه په هغه وخت كې د وېنېسيانو په واك كې ول او د پاپ د واك او نفوذ له پراختيا څخه يې وېره درلوده. د دې ترڅنګ هغه ايټالوي ځواكونه چې ممكن هغه د خپل ملاتړ لپاره كارولي وى د داسې خلكو په واك كې ول چې د كليسا له سترتوب او پراختيا څخه يې وېره درلوده لكه اورسيني Orsini، كولونيسي Colonesi او نور. نو له همدې كبله يې پريكړه وكړه چې د هغوى په اوسني حالت كې بدلون راولي او په يوې ګډوډۍ يې بدل كړي چې وكولى شي پرته له كوم ګواښ څخه ځان د دې هېوادونو د څو ايالتونو څښتن كړي او دا كار د هغه لپاره سخت نه و. ځكه هغه د وېنېسيانو په يون پوه شوى و چې د خپلو ځانګړو ګټو لپاره په نويو دسيسو بوخت دي او غواړي چې د فرانسې پاچا يو ځل بيا د ايټاليا خاورې ته راوبولي.
پاپ نه يوازې دا چې د دې كار مخالفت ونه كړ بلكې د لوېي د پخوانۍ نكاح له لغوه كولو سره يې نوره هم لار ورته اواره كړه. له دې كبله د فرانسې پاچا د وېنېسيانو په مرسته او د پاپ الكسانډر په رضايت د ايټاليا خاورې ته ننوت.
ميلان ته د پاچا له رسېدو سره سم پاپ له نوموړي څخه د لښكرو مرسته واخيسته او د رومانيا Romagna پر لور يې لښكر وايست. دغه ايالت چې د فرانسې د ځواكونو له نوم او غښتلتيا څخه خبر شو، نو سمدلاسه يې پاپ ته ځان وسپاره.
د رومانيا د نيولو او د كولونيسي تر ټكولو وروسته د پاپ زوى ډيوك ولنټينو هوډ وكړ چې خپل برى پراخ او نيول شوې سيمې هم ټينګې كړي. خو دوه لامله ول چې هغه يې له كبله ونه شو كولى دغه كار ترسره كړي:
لومړى دا چې هغه ته خپلې لښكرې وفاداره نه ښكارېدې او دويم دا چې د فرانسې د پاچا پر مرستو يې باور نه درلود.
هغه چې د اورسيني له اوسېدونكو څخه د لښكرو په توګه كار اخيست، په دې وېره كې شو، چې نه يوازې به دغه ځواكونه تر پايه د هغه ملاتړ نه كوي بلكې د هغه په وړاندې به يو لاس شي او هغه خاوره چې ده تر ولكې لاندې راوستې، له لاسه به يې وركړي، چې د فرانسې له پاچا هم د همدې كار تمه كېده. د اورسيني پر لښكرو يې هغه وخت د بې باورۍ ګومان وكړ، چې د فاينزا د ايالت تر ولكې وروسته يې هغوى د بولونا ايالت د نيولو لپاره ولېږل، خو ويې ليدل چې دغه لښكرې په دې كار كې زړه نا زړه دي او فرانسې د پاچا په هوډ هم ښه پوهېدلى و؛ كله چې يې د اوربينو هېواد ولكه كړ غوښتل يې پر ټوسكانې يرغل وكړي، خو د فرانسې پاچا هغه له دې كاره ستون كړ او د كړنلارې خنډ يې وګرځېد. همدلته ډيوك نور له پرديو لښكرو او پردي بخت څخه نهيلى شو، پر هغوى يې د بې وفايۍ شك راغى او د ده په وړاندې يې اعتماد له لاسه وركړ. نو لومړى كار چې هغه وكړ دا و چې په روم كې يې د اورسيني او كولونيسي ډلګۍ ((دواړه)) كمزورې كړې او هغه دا سې چې د هغوى ملاتړي يې چې اشرافيان او مخور ول، ځانته راواړول او د خپلو اشرافيانو او مخورو يوه برخه يې وګڼل... هغوى ته يې ښې تنخواوې وټاكلې، هر يو يې له رتبې او شان سره سم په لويو لويو څوكيو او دندو ونازاوه او په دې كار يې د څو مياشتو په ترڅ كې ټول هغه كسان چې د هغه مخالف ول، ځانته راواړول او د هغوى ټول تړاوونه يې له خپلو ډلو ټپلو سره وشلول چې تر دې وروسته يې خپلې هيلې يوازې په ډيوك ولنټينو پورې وتړلې. له دې وروسته ډيوك د يوې بلې مناسبې موقع په انتظار كېناست، چې د اورسيني اشرافيان او نور مخور له ښې وباسي او ټوټه يې كړي. ځكه هغه د كولونيسي د ملاتړو په وېشلو بريالى شوى و، چې په پاى كې د اورسيني وار هم راورسېد او له دې مناسبې موقع څخه يې هم ښه او پر ځاى ګټه پورته كړه. همدلته بيا د اورسيني وګړو پام شو چې د ډيوك سترتوب او د كليسا د واكمنۍ پراختيا د هغوى د تباهۍ لاملونه دي. همدا و چې د پرورجيا Prurgia د ماجيون Magione په ښار كې يې يوه غونډه راوبلله، چې د همدې ناستې په پاى كې پاڅونونه وشول، رومانيا د اړودوړ شاهده وه او ډيوك له سترو ګواښونو سره مخ و، چې بيا د فرانسې په مرسته پر دې ټولو ګواښونو برلاسى او د پخواني اعتبار څښتن شو. خو دا ځل يې نه شو كولى پر فرانسې يا كوم بل هېواد د باور له امله خپلې دغه لاسته راوړنې بيا له ګواښ سره مخامخ كړي. نو له هغوى سره يې پلمې پيل كړې. ځكه هغه نه شو كولى چې په ښكاره ډول مخالفت ورسره وكړي، نو دې ته اړوت چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له ځيركتيا، هوښيارۍ او مهارت څخه كار واخلي نو داسې سياست يې غوره كړ چې د سينور پاګولوSignor Pagolo له منځګړيتوب څخه كار واخلي. سينور پاګولو له هغو كسانو څخه و چې د راماتولو لپاره يې ډيوك له هېڅ ډول پاملرنې او مرستو څخه درېغ نه و كړى، هغه ته يې ډېر بخشيشونه لكه پيسې، جامې، اسونه او نور اسباب ډالۍ كړي ول. هغه اورسيني پخلا كړل ان تر دې چې د هغوى سادګۍ هغوى سينيګاليا Sinigalia كې د ډيوك لومو ته راوړل او بيا چې كله ډيوك د هغوى مشران ووژل او د هغوى ملاتړي يې ځان ته راواړول د خپلې راتلونكې واكمنۍ د ټينګښت لپاره يې ښه پوخ بنسټ كېښود، چې د اورسينو هېواد او رومانيا ټول هغه ته تسليم شول، ټول اوسېدونكي يې د هغه پلويان شول او د هغه برياليتوب يې د خپلې سوكالۍ يوازېنۍ لار وبلله.
څرنګه چې د هغه د كړنو دغه برخه د ځانګړې پاملرنې وړ ده او د دې لپاره چې د نورو له خوا تقليد شي، نه غواړم همداسې يې پرېږدم. نو اړ يم چې په لنډه توګه يې وڅېړم.
وروسته تر هغې چې ډيوك رومانيا ونيوله، ويې ليدل چې دغه هېواد تر دې وړاندې د كمزورو او ناوړه واكمنو له خوا اداره كېده. واكمنو د دې هېواد د وګړو او ادارې د سمون پر ځاى د هغوى لوټ- تالان ته زړه ښه كړى او د هغوى تر منځ يې يووالى له منځه وړى و. چې له كبله به يې تل د دې هېواد پر وګړو ډول ډول تېري كېدل؛ لوټ ماري، شخړې او نور يې نه دي سپمولي.
د دې لپاره چې په هېواد كې كراري او يو عادلانه حكومت وي، خلك قانون ته غاړه كېږدي او د پلي كېدو لپاره يې لار پرانيزي، اړينه يې وبلله چې هلته يو پوه او لايق واكمن وټاكي. ځكه يې نو ميسر ريميرو داركوMesser Remiro d�arco چې يو پرېكنده او ظالم سړى و، هلته وګوماره او بشپړ واك يې وركړ. دې سړي په ډېره لنډه موده كې ټول هېواد ته بيا ټيكاؤ او يووالى راستون كړ.
وروسته د ډيوك پام شو چې يو چاته دومره واك وركول ښه كار او د سلا وړ نه دى. ځكه هغه وېرېده چې وګړي به يې بيا كركه ترې كوي. نو له ځان سره يې پرېكړه وكړه چې د ميسر ريميرو واك ته د پاى ټكى كېږدي. ځكه يې نو د هېواد په مركز كې د يو لايق او غوره مشر تر څارنې لاندې يوې محكمې Court of the Judgment ته دنده وسپارله چې اړوند استازي د خپلو ښارونو د ګټو او روانو چارو په اړه ويناوې وكړي. دې استازو ځانونه د خپلو ښارونو د ګټو ساتندويان بلل. همدا و ډيوك ته جوته شوه چې د تېر حكومت ناوړه چلند د وګړو په زړونو كې كركه پيدا كړې او د هغه په وړاندې ښه احساسات نه لري. نو په دې پلمه چې ځان خلكو ته پاك وښيي او د وګړو تر منځ د ده په وړاندې ناسم احساسات په ښو واړوي او وښيي پخواني حكومت چې په دې هېواد كې هر څه كړي، په ټولواك پورې تړاو نه لري بلكې خپله د واكمنو له بد چلند څخه رامنځته شوي ول، ميسر ريميرو يې ونيو او يو سهار يې د هغه د وژلو حكم وركړ، د هغه مړى يې له يوه پنډ لرګي سره چې په وينو لړلې چاړه يې هم تر څنګ پرته وه، د سيسنا Cesena په پياتسا Piazza نومې لويه لار كې د عامو خلكو تماشې ته كېښود چې يوه وېروونكې او وحشتناكه ننداره رامنځته كړي او خلك بې زړه كړي چې زړونه او رضايت يې ځانته راواړوي.
خو راځئ بېرته هغه ځاى ته وګرځو چې پيل مو يې كړى و. وروسته تر هغه چې ډيوك تر يوه ځايه غښتلى شو، تر يوې كچې يې له بېړنيو ګواښونو څخه ځان په امن كړ، د ځان لپاره يې منظمې او خپلې خوښې سره سمې لښكرې تيارې كړې، له هغو مخالفو ځواكونو څخه، چې د هغه په ګاونډ كې پراته ول او كولى يې شول د پرمختګ مخه يې ونيسي، بېغمه شو، ورته پكار و چې خپل پام نور د فرانسې پر لور وګرځوي. ځكه د فرانسې پاچا تر يو ځايه په خپلو پخوانيو تېروتنو پوه شوى او ډيوك هم په دې باور و چې فرانسه به نور د هغه مرسته او ملاتړ نه كوي. نو له همدې ځايه په دې لټه كې شو چې نوي متحدين ونيسي او له فرانسې سره د وخت له غوښتنې سره سم جوړ جاړى وكړي. ځكه نو له فرانسې سره د ناپل هېواد پر لور وخوځېده چې پر اسپانويانو چې په هغه وخت كې د ګيتا پر كلابندۍ بوخت ول يرغل وكړي. او له دې يې موخه دا وه چې ځان له هغوى څخه په امن كړي. كه په دغه وخت كې د هغه پلار، پاپ الكسانډر نه وى مړ شوى، نو په دې طرحه كې به هم بريالى شوى وى.
دا د هغه تګلاره وه چې د چارو د ترسره كولو لپاره يې خپله كړې وه. خو دى د راتلونكي لپاره ډېر اندېښمن و او وېرېده چې نوى پاپ، چې د هغه د پلار تر مرګ وروسته ټاكل كېده، ښايي نه يوازې دا چې د هغه ملګرتيا به نه كوي بلكې له هغه څخه به هغه لاسته راوړنې هم بېرته واخلي چې پلار يې، پاپ الكسانډر وربښلې وې. نو په وړاندې يې د ممكنه پېښو د مخنيوي لپاره د څلور ډوله چارو د ترسره كولو هوډ وكړ:
۱. د ټولو هغو ټولواكو د كورنيو له منځه وړل، چې هېوادونه يې ترې ولكه كړي ول، چې پاپ ته په دې هېواد كې د لاسوهنې پلمه برابره نه شي.
۲. د روم ټول اشرافيان او مخور ځانته راواړوي، چې د نوي پاپ مخه ونيسي او همداسې وشول.
۳. د كارډينالانو ډلې تر كېدوني بريده ځانته راواړوي.
۴. د پلار د ژوند پر مهال د خپلې واكمنۍ د بنسټ پر كلكوالي د هغو پېښو پر مخنيوي بريالى شي چې د پلار تر مرګ وروسته يې اټكل كړې وې.
هغه نژدې ټول هغه ټولواكي، چې هېوادونه يې ترې نيولي و، ووژل. يوازې يو څو تنه ترې په تېښته بريالي شول. د روم ټول اشرافيان يې ځانته رامات كړل، د كارډينالانو ډله يې هم خپلې ملګرتيا ته چمتو كړه او د هرې نوې لاسته راوړنې په څېر يې هيله دا وه چې د ټوسكانې ايالت يوازېنى څښتن شي، چې په دې وخت كې نوموړي پروجيا Perugia او پيومبينو خپل كړي او له پيزا د دفاع په حالت كې و، چې دا هم ولكه كړي.
فرانسه نوره هغه ته د پام وړ نه وه؛ ځكه له ناپل څخه د فرانسويانو لاس وار له مخه د اسپانويانو له خوا لنډ شوى و او دواړو د ډيوك پېرزونې ته اړتيا درلوده او له هغه سره د ملګرتيا او ټلوالې د جوړولو غوښتونكي ول.
هغه ناببره پر پيزا يرغل وكړ او لوكا Lucca او سينا Seina سمدلاسه ورته غاړه كېښوده. ښايي يو څه به د فلورېنسيانو له وېرې و او يو څه به هم د سيالۍ او كركې له امله و چې د ډيوك په خوا كې ودرېدل. فلورېنسيانو به هم د هغه په وړاندې څه چاره نه درلوده، كه ډيوك په خپلو طرحو كې هسې بريالى وى لكه د پلار د مړينې په كال چې يې و نو هغه به په رښتيا دومره نفوذ او ځواك درلودى چې وروسته په يوازې سر د هرې ناوړه پېښې په وړاندې ودرېږي، پر خپلو لښكرو ډډه ووهي او ځان به يې داسې پياوړى كړى وى چې د خپل ځواك او بخت پرته به يې د بل چا پر ځواكونو او بخت زړه نه وى تړلى.
خو پاپ الكسانډر تر پنځو كلونو وروسته، چې زوى يې ډيوك ولنټينو د لومړي ځل لپاره خپله توره راويستلې وه، ومړ او خپل زوى يې يوازې له يوه ايالت رومانيا سره، چې ډيوك ته يې وګړي وفادار ول، پرېښود او نور ټول يې دښمنان ول. ډيوك د دوو ډلو دښمنو لښكرو تر منځ راګير، له ناڅرګند راتلونكي سره مخامخ پاتې و او د ناروغۍ پر بستر يې د مړينې انتظار كوو. خو په دې حال كې هم ډيوك د داسې وړتيا او د زړورتيا څښتن و چې ښه پوهېده له خلكو سره څه ډول چلند كول پكار دي، د دې وړتيا يې درلوده چې پوه شي د خلكو زړونه څه ډول راخپل او ښه اړيكي ورسره ټينګ كړي او په دې توګه يې زړونه ځانته راواړوي او يا يې څه ډول مات او له لاسه وركړي؟
ټول بنسټونه چې ډيوك د خپلې واكمنۍ د راتلونكې لپاره ايښي ول، په ډېر لنډ وخت كې يې داسې ټينګ كړي ول چې كه دغه دښمنان د هغه د لارې خنډ نه وى شوي او يايې روغتيايي حالت ښه وى نو ټولې ستونزې به يې له منځه وړې وى. د واكمنۍ كلك بنسټونه يې له دې ځايه ښه څرګندېږي چې رومانيا تر يوې مياشتې هغه ته سترګې په لار وه، ان كه د باګليوني Baglioni، ويټيلي Vetelli او اورسيني وګړي يې هم په وړاندې د جګړې لپاره روم ته راغلي وى، د ملاتړو د شتون له امله يې د هغه پر واكمنۍ هېڅ اغېز نه شينده او ناكامه به ګرځېدلي وى.
كه ډيوك نه شو كولى هغه څوك چې په زړه يې و پاپ وټاكي، لږ تر لږه يې كولى شول د هغه چا له ټاكنې مخنيوى وكړي چې په زړه يې نه و. كه هغه د خپل پلار تر مړينې وروسته ښه روغتيايي حالت درلودى، بيا به هم هر څه ورته اسانه وى، خو د پاپ الكسانډر مړينې د هغه لپاره ټول كارونه ستونزمن كړل.
هغه ورځ چې دويم جوليوس Julious II د پاپ په توګه ټاكل كېده، خپله ډيوك راته وويل چې د هغو ټولو پېښو وړاندوينه يې كړې وه چې د پلار تر مړينې وروسته به يې پېښېږي او د مخنيوي لپاره يې هم لار لټولې وه. خو د يوه شي وړاندوينه يې چې د خپل پلار د مړينې پر مهال نه وه كړې دا و چې خپله به هم د مرګ په وره كې د ناروغۍ پر بستر پروت وي.
كله چې د ډيوك ټولې كړنې وارزووم، زه نه پوهېږم چې څه ډول يې پړ كړم؟ ځكه زه د هغه په تګلارو كې هېڅ ډول تېروتنې نه وينم او زما په نظر خو د هغه ټولې كړنې له هوښيارۍ ډكې او پر ځاى وې. ماته خو داسې بريښي چې د هغه تګلارې د تقليد لپاره ټولو هغو ټولواكو ته د يوې بېلګې په توګه وړاندې كړم چې د نورو پر بخت يا مرسته واك ته رسېږي. ځكه هغه وچته روحيه او پراخه موخې چې د هغه په پام كې وې نه يې شو كولى خپله كړون او تګلاره په بل ډول تر سره كړي. ځكه دا د وخت غوښتنه وه. يوازېنى خنډ چې د هغه په وړاندې رامنځته شو، د هغه خپله ناروغي وه چې ټولې طرحې يې بې اغېزه كړې او د دې وخت يې ورنه كړ چې هيلې يې بشپړې كړي او په كې بريالى شي.
له دې امله، هغه څوك چې غواړي يوه نوي نيول شوي هېواد ته د ننوتلو پر مهال له دښمنانو په كرار وي او نوي دوستان پيدا كړي، د ټګۍ يا ځواك په مرسته برلاسى شي، وګړي په يوه وخت كې هم ترې وېره او هم مينه ورسره وكړي، لښكرې يې اطاعت او درناوى وكړي، هغه څوك چې ممكن هغه ته زيان ورسوي له منځه يوسي، زاړه ترتيبات او اصول په نويو بدل كړي، په يوه وخت كې بدچلنده او زړه سواندى وي، لوړفكرى او ازادخيالى وي، خاينې او ياغي لښكرې منحل او د هغوى پر ځاى نوې لښكرې جوړې كړي او له ټولواكو سره داسې دوستانه اړيكي ټينګ كړي چې مرستې ته يې په لېوالتيا تيار وي او خپلې ټولې ګټې په همدې مرسته كې نغښتې ګڼي او پر هغه د تېري په برخه كې محتاط وي، د دې ټولواك له كړنو پرته نورې ښې او ژوندۍ بېلګې نه شو پيدا كولى. هغه يوازې د دويم جوليوس لپاره چې د پاپ په توګه وټاكل شو پړ كېدى شي او دا يوه ډېره ناوړه ټاكنه وه؛ ځكه لكه وړاندې چې مو وويل كه هغه نه شو كولى د خپل زړه سړى وټاكي او دې كار ته يې ميلان هم نه درلود، دا خو يې كولى شول چې د خپلو مخالفينو له ټاكنې مخنيوى وكړي او بايد هېڅكله نه وى خوښ چې له هغو كارډينالانو څوك د پاپ څوكۍ ته وټاكل شي چې د ډيوك له لاسه يې زيان ليدلى و، او نه يې بايد د هغه چا ټاكنې ته خوښي څرګنده كړې وى، چې د پاپ څوكۍ ته له رسېدو سره سم يې هغه ته د وېرې اسباب برابرول؛ ځكه وېره هم د غضب او قهر په څېر د انسان له ګواښه ډكه دښمنه ده.
ګڼ كارډينالان داسې ول چې ډيوك د خپل سياست د ترسره كولو پر مهال زيان وررسولى و، چې په هغوى كې سان پيټرو اډوينكولا ((پاپ جوليوس)) San Pietro Advincula، كولونا Colonna، سان جارجيو San Giargio او اسكانيو Ascanio هم شامل ول. يوازې روين او اسپانوي كارډينالان په دې ډله كې نه راتلل او كه له دې دواړو څخه پرته هر څوك د پاپ څوكۍ ته ټاكل كېدل، د ډېرو دلايلو له كبله بايد ډيوك له هغوى وېره كړې وى.
هغه بايد په لومړي ګام كې له اسپانوي كارډينالانو څوك د پاپ په توګه ټاكلى وى او كه شونې نه وه نو بايد د روين ټاكنې ته يې خوښي ښكاره كړې وى او د سان پيټرو اډوينكولا له ټاكنې خوښ نه وى. ځكه څوك چې په دې ګروهه دي چې نوې مرستې او نوې ښېګڼې به د سترو او نامتو څېرو له يادښته پخواني زيانونه هېر كړي، ځان يې تېرايستلى دى. له دې كبله ډيوك د پاپ جوليوس په ټاكنه كې تېروت او همدې تېروتنې راوپرځاوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery