مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اتم څپركى



د هغو په اړه چې د جنايت له لارې واك ته رسېږي

كه څه هم يو عادي سړى كېدى شي په دوو لارو پرمختګ وكړي او د ټولواكۍ مقام ته ورسېږي، خو هېڅ يوه يې له بخت او وړتيا سره بشپړ تړاو نه لري. سره له دې چې له دې دواړو لارو څخه يوه په ولسمشريزو حكومتونو پورې اړه لري، خو بيا هم غواړم چې وې څېړم.
له دې دواړو لارو يوه دا ده چې يو څوك د جنايت او بېرحمۍ له لارې د ټولواك څوكۍ ته ورسېږي او دويمه لاره يې دا ده چې يو عادي سړى د خپلو هېوادوالو يا همښاريانو په خوښه واكمنۍ ته رسېږي.
كه د لومړۍ لار په اړه خبرې وكړو، مخكې له دې چې د موضوع اصلي برخې ته ننوزم دوه بېلګې به راوړم، چې يوه يې لرغونې او بله يې اوسمهالې ده. او كه چېرې لوستونكي د موضوع په اړه زياتې څېړنې اړينې بولي، نو زما په اند دغه دواړه بېلګې به د هغوى لپاره بسنه وكړي چې دا مسئله بيا تر دې وروسته وڅېړي.
۱. د سيسيلې اګاتوكلس Agathocles, the Sicilian چې د سيراكوس ټولواك شو، نه يوازې دا چې يو عادي سړى و بلكې د وګړو له يوه سپك او ټيټ پوړ پورې يې اړه درلوده. دا سړى چې د يوه كولال زوى و، د خپل عمر په هر پړاو او د بخت په هر بدلون كې يې يو ډېر رټلى او فاسد ژوند درلود. خو له اخلاقي فساد سره سره هغه د دماغ او بدن پوره وړتيا هم لرله. چې له همدې امله يې خپل ځان پوځي مسلك ته وركړ او د رتبو په اخيستلو يې ځان د سيراكوس د لښكرو سالار ((سردار)) كړ. وروسته تر دې چې په دې څوكۍ كې يې ځان ټينګ كړ، هوډ يې وكړ چې ځان د ټولواكۍ مقام ته ورسوي او ويې غوښتل هغه څوكۍ چې بايد خلكو په خپل لاس ورسپارلې وى، په زور او پرته له دې چې د نورو حقوق يې رعايت كړي وي تر لاسه كړي. نو د دې موخې لپاره له اميلكار Amilcar سره چې د كارتاجينان Carthaginian په نامه مشهور او له خپلو لښكرو سره يو ځاى په سيسيلې كې په جګړه بوخت و، يوې پرېكړې ته ورسېد.
يو سهار هغه د سيراكوس خلك او سنا په دې پلمه راوبلل چې له هغوى سره د هېواد د يوې مهمې موضوع په اړه خبرې كوي او سلا يې اخلي. له راغونډېدو سره سم هغه خپلو لښكرو ته اشاره وكړه، لښكرو ټول سناتوران او د دې ښار مخور ووژل. تر دې وژنو وروسته پرته له دې چې د دې ښار د خلكو له كوم پاڅون يا مقاومت سره مخ شي، د ښار يوازېنى څښتن شو او سلطنت يې تر لاسه كړ. كه څه هم د كارتاژي لښكرو له لاسه يې دوه پلا ماتې وخوړه او په پاى كې يې ښار كلابند شوى هم و، خو سره له دې يې خپل نيمايي لښكر د ښار په دفاع وګوماره او د نيمايي په مرسته يې پر افريقا يرغل وكړ، چې په دې ډول يې د سيراكوس ښار په ډېر لږ وخت كې له كلابندۍ خلاص كړ. كارتاژيان چې ډېر تش لاسي شوي ول، اړ ول چې له اګاتوكلس سره سوله وكړي او د هغه شرايط ومني، چې له دې شرايطو سره سم يې د سيسيلې جزيره اګاتوكلس ته پرېښوده او په بدل كې يې يوازې د افريقا پر منلو قناعت وكړ.
كه څوك اوس د دې سړي پوهه او كړنې وارزوي، وبه ويني چې دې څوكۍ ته د هغه پرمختګ له بخت سره ډېر لږ او يا هېڅ تړاو نه درلود او نه يې د چا په مرسته ترلاسه كړې وه. يوازې ګام په ګام او په پوځي دنده كې د هغو رتبو په اخيستلو چې د بې شمېره ستونزو او ګواښونو تر ګاللو وروسته يې ګټلې وې له يو عادي سړي سرتېرى او بيا له هغه ځايه د ټولواك څوكۍ ته ورسېد، چې وروسته يې هم د دې څوكۍ د ساتلو لپاره ډېرې ربړې او ګواښونه وګالل او په ډېرو ناوړو اعمالو يې هم لاس پورې كړ. كه څه هم د هېوادوالو وژل، له ملګرو سره درغلتيا، بې وفايي، د حيثيت او شرافت نه لرلو، بېرحمۍ او بې دينۍ ته ښه لياقت او وړتيا نه شو ويلى. دا هغه ځانګړنې دي چې كېدى شي په مرسته يې څوك وچتو څوكيو او امپراتورۍ ته ورسېږي، خو هغه ته وقار، حيثيت او د سرلوړۍ وياړ نه ورپه برخه كوي.
خو كه جګړو او ګواښونو ته د ورننوتلو او بيا له هغو څخه د ځان ژغورلو پر مهال د اګاتوكلس زړورتيا، د ګواښونو او ستونزو په زغملو كې د هغه روحي ځواك په نظر كې ونيسو، هېڅ دليل نه پيدا كېږي چې هغه ته دې د ډېرو نومياليو مشرانو په پرتله لږ درنښت وركړل شي. خو له بلې خوا د هغه بې شمېره تېري، سخت زړيتوب، له وحشته ډكه بېرحمي او غيرانساني اعمال او ګڼ جنايتونه د دې اجازه نه راكوي چې د غوره اشخاصو په كتار كې وشمېرل شي. خو په هر حال، د هغه ټولې برياوې او هغه څوكۍ چې لاسته يې راوړې وه له بخت او وړتيا، مانا له دواړو سره يې تړاو نه درلود.
۲. زموږ په خپل پېر كې د شپږم الكسانډر د واكمنۍ پر مهال اوليوروټو دا فرموOliverotto da Fermo چې ډېر كلونه پخوا يتيم پاتې شوى و، د خپل ماما ګيواني فوګليانيGiovanni Fogliani له خوا لوى او وروزل شو او د خپلې ځوانۍ په لومړيو كلونو كې چې عمر يې لا دومره ډېر نه و، د پاګولو ويټيلي Pagolo Vetelli تر كوماندې او سرپرستۍ لاندې جګړې ته واستول شو، چې د نوموړي د تربيت لاندې پوځي فنونه زده كړي او وروسته تر دې چې پاګولو ومړ، د هغه د ورور ويټيلوتسو Vitellozzo تر سرپرستۍ لاندې د پوځي فنونو په زده كړه بوخت شو. اوليوروټو په ډېر لنډ وخت كې د ښه ذكاوت او د بدن او دماغ په غښتلتيا سره خپل مسلك كې لومړى شو او د خپل هېواد يو نوميالى سردار وګرځېد.
كله چې دې څوكۍ ته ورسېد، د نورو تر امر لاندې خدمت كول يې د ځان سپكاوى وګڼه. نو له دې كبله يې د خپل استاد ويتليشي Vitelleschi په خوښه او د فرمو Fermo د يو شمېر ښاريانو په مرسته چې د خپل هېواد تر خپلواكۍ يې مريتوب ته غوره والى وركوو، د فرمو د ولكې طرحه جوړه كړه. نو له همدې امله يې خپل ماما ته په يو استولي ليك كې وويل چې له خپل اصلي ټاټوبي څخه تر كلونو اوږد بېلتون وروسته غواړي خپل ماما او هېواد له نژدې وګوري، تر يوې كچې به په خپلو پلرنيو كارونو كې هم برخه واخلي او د دې تر څنګ به هېوادوالو ته دا هم وښيي چې خپل وخت يې په لټۍ كې نه دى تېر كړى او د عزت او سرلوړۍ د ترلاسه كولو پرته يې پر بل څه زيار نه دى ايستلى. نو هيله يې وكړه چې له هغو سلو تنو سرتېرو سره چې ملګري يې ول او د بدرګې لپاره ورسره دي، اجازه وركړي او له خپل ماما ، ګيواني، څخه يې د دې هيله هم وكړه چې داسې ترتيبات ونيسي چې د فرمو د ښار د اوسېدونكو له خوا يې بشپړ هركلى وشي چې د سرلوړۍ لامل يې وګرځي، او دا كار به نه يوازې د هغه اعتبار زيات كړي بلكې د ماما لپاره به يې هم ښه وي چې وښيي د خوريي په روزلو كې يې ګاللي زحمتونه بې نتيجې نه ول. له همدې كبله ګيواني فوګلياني د خپل خوريي د اعتبار لپاره د هېڅ ډول تياري له نيولو ډډه ونه كړ، هغه يې په ډېر شان او درناوي د فرمو ښار ته راوست او په خپل كور كې يې مېشت كړ.
د څو ورځني ارام او د ناوړه پلان لپاره يې د اړينو توكو له چمتو كولو وروسته په دې لټه كې شو چې هوډ ته يې عملي بڼه وركړي .
ځكه يې نو يوه پرتمينه مېلمستيا برابره كړه، ګيواني او د فرمو ښار مخور مشران يې راوبلل. كله چې خواړه او ګردې لوبې چې په داسې مېلمستياؤ كې دود وې، پاى ته ورسېدلې، اوليوروټو په ډېره هوښيارۍ د پاپ الكسانډر او د هغه زوى په اړه ټاكلې په زړه پورې خبرې پيل كړې. كله چې ګيواني او نورو برخوالو د هغه خبرو ته ځان ورګډ كړ او مجلس تود شو، نو اوليوروټو د مجلس له ګډون كوونكو هيله وكړه چې دا يوه ټوليزه خونه ده او د داسې خبرو لپاره مناسبه نه ده، دا خبرې بايد له دې هم په يوه ځانګړي ځاى كې وشي چې وكولى شو دغه موضوع په ازادانه ډول وڅېړو او له دې خبرې سره سم يوې خونې ته ننوت، چې ګيواني او نور ښاريان هم ورپسې ورغلل. هغوى لا ناست نه ول چې له پټو ځايونو څخه د هغه سپاره ملګري، چې په كمين كې ناست ول خواره شول، ګيواني او نور يې ووژل. تر دې وژنو وروسته اوليوروټو پر اس سپور او په ښار كې ښكته- پورته وګرځېد، د ښار د حاكم ماڼۍ يې كلابنده كړه، تر دې چې خلكو له ډاره هغه ته غاړه كېښوده او په دې توګه اوليوروټو د دې ښار واكمن شو.
هغه ټول ناراضيان، د خپلې عقيدې مخالفين او هغه څوك چې ممكن وروسته يې د لارې خنډ ګرځېدلي وى، ووژل او د يو كال په ترڅ كې چې د فرمو د ښار واكمني د هغه په لاس كې وه، نظامي او ملكي ترتيبات يې داسې سم كړي ول چې نه يوازې په واكمنۍ كې يې ځان ټينګ او كرار كړى و بلكې ګاونډيو هېوادونو ته هم يو ګواښ وګرځېد. كه د سيزار بورجيا د پلمو په دام كې نه وى بند شوى او له دې ډله ييزو وژنو يو كال وروسته يې مخه نه وى نيول شوې، راپرځول به يې د اګاتوكلس په څېر ستونزمن وى. خو سيزار بورجيا هغه له خپل استاد ويتيليتسو سره يو ځاى، چې په دې جنايت كې يې لاس درلود، ونيو او دواړه يې زندۍ كړل.
اوس كېدى شي ځينو ته د اريانتيا له مخې دا پوښتنه راپورته شي چې څنګه كېدى شي اګاتوكلس او د هغه په څېر نور له بې شمېره ټګيو او درغليو وروسته بيا هم په هېواد كې سوله ييز ژوند تېروي او پرته له دې چې د خپلو ښاريانو تر دسيسو لاندې راشي، له سختو بهرنيو يرغلونو ځان ژغوري، په داسې حال كې چې ګڼ بېرحمه او سفاك واكمن مو ليدلي، ان په دې نه دي بريالي شوي چې د سولې پر مهال خپل هېواد وژغوري او بيا د جګړې په شرايطو كې خو يې برى له دې هم شكمن بريښي.
زما په ګروهه دا كار دې پورې اړه لري چې وژنې او بېرحمي په ښه نيت ترسره شوي او كه په بد نيت. هغه چې په ښه نيت ترسره شوې وي دا ده چې يوازې يو ځل ترسره شي او هغه هم كه د خپل مقام او واكمنۍ د ټينګښت او امنيت لپاره وي، چې تر دې وروسته په هېڅ وجه بيا نه تكرارېږي، خو يوازې هغه وخت چې د خپل ولس په ښېګڼه او سمون يې پاى ته ورسېږي.
د ناوړه نيت په موخه عملي شوې بېرحمۍ او وژنې هغه دي چې كه څه هم په پيل كې لږ او كوچنۍ وي، خو د دې پر ځاى چې لا زيات كموالى په كې راشي، د وخت په تېرېدو زياتېږي. څوك چې د اګاتوكلس په څېر لومړني اصول كاروي، كېدى شي د پاك خداى او يا د خلكو په مرسته يې پايله نهيلي رامنځته نه كړي او لږ سزاوار وګڼل شي. خو د دويمې لارې لارويانو ته ناشونې ده چې د هغې له زيان رسونكو پايلو څخه ځان وژغوري.
نو اوس ممكن له دې ځايه زده كړو چې د يوه نوي هېواد د ولكې پر مهال ((فاتح)) ټولواك ټولې ژوبلې او زيانونه، چې د دې هېواد وګړو ته يې رسوي، بايد مخكې له مخكې وارزوي او په يو وار يې ورورسوي؛ داسې چې ورځني تكرار او بيا بيا ارتكاب ته يې اړ نه وي او بايد د دې وړتيا هم ولري چې د دې كار په پرېښودلو د خلكو فكرونه ډاډه او كرار كړي. څوك چې د وېرې يا ناوړه سلا له مخې بل ډول كړنې ترسره كوي، ورته په كار ده چې تل خپله توره تياره په لاس كې ولري؛ ځكه د هغه د پرله پسې او مكررو تېروتنو له امله نه خپله ټولواك پر رعيتونو زړه تړلى شي او نه رعيتونه د هغه ملاتړ كولى شي. نو هر تېرى او سختي چې ترسره كوئ، ښه ده چې يوازې يو وار ترسره شي. نو په دې صورت كې د هغه ترخې اغېزې، څرنګه چې يو ځل ترسره شوى دى، دومره دوام نه كوي او كه فاتح ټولواك له اوسېدونكو سره په تدريجي ډول لږ لږ مرستې وكړي او ګټې ورورسوي، مثبتې اغېزې يې تر ډېره د هغوى په يادښت كې پاتې كېږي او منفي اغېزې له منځه وړي.
پر دې سربېره، يو ټولواك بايد له خپل ولس سره داسې چلند وكړي، چې وروسته بيا په هر ډول ښو او ناوړه بدلونونو كې دې ته نه وي اړ چې د ولس په وړاندې خپل سياست ته بدلون وركړي او يا پرې له سره غور وكړي؛ ځكه كه چېرې د ناوړه پېښو، دښمنيو او بدبختيو په وخت كې د سياست او چلند د بدلون اړتيا پيدا شي، په دې وخت كې به د پرېكنده ګامونو پورته كول ډېر بې وخته وي او په دې مهال كې هر ډول سوله ييز ګام او يا د بدې رويې كارول هم بې ګټې دي؛ ځكه ښكاره ده چې دغه نرمښت ستاسو د مجبوريت له امله دى او هغوى به هېڅكله په دې رويه له خپل ټولواك څخه خوښ او خوشاله نشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery