مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نهم څپركى


د متمدن سلطنت په اړه

خو چې دې بل ټكي ته راشو، كله چې د ناوړه چلند او نه زغمېدونكي تېري له لارې نه بلكې د هېوادوالو په خوښه او مرسته يو وتلى ښاري د خپل هېواد ټولواك ټاكل كېږي، دې ته متمدن سلطنت واېي.
دې څوكۍ ته د رسېدو لپاره نه وړتيا او نه هم بخت ته اړتيا شته بلكې يو ډول فطري ذكاوت په کار دى. نو داسې ويلى شم چې دا سلطنت د خلكو يا د اشرافيانو په مرسته رامنځته كېږي؛ ځكه دغه دوه مخالفې ډلې په ټولو هېوادونو كې شته دي او سبب يې دا وي چې خلك نه غواړي اشرافيان دې حكومت او يا تېرى پرې وكړي، خو اشرافيان غواړي چې پر خلكو ولكه ولري او تېرى پرې وكړي. نو د دې دوو مخالفو هيلو له امله له لاندېنيو پايلو څخه يوه رامنځته كېږي:
سلطنت Principality، خپلواكي Self-government او ځانځاني Anarchy.
يو سلطنت موقع ته په پام سره د خلكو يا اشرافيانو په مرسته رامنځته كېږي. ځكه كله چې اشرافيانو ته څرګنده شي چې د خلكو په وړاندې درېدى نه شي، په خپلو كې يو ټولواك ټاكي، چې د هغه تر سيوري لاندې خپلې واكپالنې ته دوام ورکړي. كله چې خلك وپوهېږي اشرافيانو ته د ټينګېدو نه دي، هغوى هم په خپلو كې يو واك ته رسوي چې د هغه واك يې له اشرافيانو خوندي كړي.
څوك چې د اشرافيانو په مټ واك ته رسېږي، د هغو ((واكمنو)) په پرتله چې د خلكو په مرسته واك ته رسېدلي دي، د واكمنۍ په ټينګښت او د څوكۍ په ساتلو كې ډېرې ستونزې لري. ځكه نور اشرافيان له هغه سره سربرابري كوي او ځانونه د هغه برابر ګڼي، نو له دې امله ټولواك نه پر اشرافيانو امر چلولى شي او نه يې خپلې خوښې ته را ماتولى او اداره كولى شي. هغوى چې د خلكو په مرسته واك ته رسېږي، ځان يوازېنى واكمن ګڼي(داکتاب د بېنوا پاڼي څخه کاپي شوی دی ) او په خپل چاپېريال كې هېڅوك يا د ګوتو په شمېر داسې څوك لري چې هغه ته غاړه نه ږدي. پر دې سربېره د عادلانه چلند او د نورو په نه ژوبلولو اشرافيان نه شو له ځانه خوښولى او كه د هغوى غوښتنې ومنو، نو د خلكو او د ټولواك په زيان دي. خو د خلكو غوښتنې پر ځاى او د ټولو په ګټه دي، چې تاسو كولى شئ هغوى په زياته اسانۍ خوښ وساتئ. ځكه اشرافيان تل غواړي پر خلكو تېرى وكړي، خو خلك يوازې دا هيله لري چې د هغوى له تېري څخه ځان خلاص كړي.
بايد دا هم زياته كړم چې يو ټولواك نه شي كولى خپله څوكۍ د نا خوښو خلكو په منځ كې وساتي. ځكه د هغوى شمېر ډېر لوړ دى، خو كېدى شي د اشرافيانو د مخالفت په وړاندې بې اعتنايي وښيي. ځكه د هغوى شمېر ډېر لږ دى.
خو بيا هم ناخوښه خلك به يوازې ستاسو له ملاتړ څخه لاس واخلي، ناخوښه اشرافيان نه يوازې دا چې له تاسې ملاتړ نه كوي بلكې په وړاندې مو درېږي. خلك يوازې د ستاسې د پلوۍ په نه كولو بسنه كوي. په بله وينا: تر ټولو ناوړه توقع چې ټولواك يې له ناخوښو خلكو لري، دا ده چې هغه به يوازې پرېږدي، خو له ناخوښو اشرافيانو څخه به نه يوازې پر نه ملاتړ وېرېږي بلكې له دې به هم وېرېږي چې اشرافيان به يې په وړاندې راپورته شي. ځكه هغوى په دې چارو كې ډېر ژور فكري او هوښيار دي. د خپلې څوكۍ او ځان د خونديينې او د هغه چا د پېرزونې د ګټلو لپاره، چې د هغوى په اند به واك ته رسېږي، تل پر وخت چمتووالى كوي. پر دې سربېره ټولواك تل كولى شي له ولس سره نژدې اړيكي وساتي او له خلكو سره يو ځاى ژوند وكړي، خو دا نه ده ورته په كار چې له ورته اشرافيانو يا د اشرافيانو له يو ځانګړي شمېر سره يو ځاى ژوند وكړي. ځكه ټولواك كولى شي چې د هغوى شمېر ډېر يا لږ كړي او هر وخت كه وغواړي، كولى شي د هغوى واك كم او يا يې ور ډېر كړي، چې يو ځواكمن ټولواك په دې كار كې له ستونزو سره نه مخامخ كېږي.
د دې لپاره چې دغه ټكى ښه روښانه كړم، وايم چې بايد اشرافيان دوه ټكو ته په پام سره وارزول شي. په دې مانا چې ايا هغوى خپل كړون ته داسې بڼه وركوي چې خپل برخليك د ټولواك هغه پورې وتړي او كنه. هغوى چې په دې ډول ځانونه ټولواك پورې وتړي، ډېر ځانپاله او لوټ مار نه وي، ټولواك بايد مينه ورسره وكړي او ويې نازوي.
خو څوك چې دغه ډول نه دي او خپل برخليك د ټولواك برخليك پورې نه تړي، نو دوه ډوله چلند يې په وړاندې ممكن دى. كېدى شي هغوى د جرئت د طبيعي نشتوالي او بې زړه توب له امله د ټولواك له ملاتړ څخه لاس وانه خلي او نه هم د هغه په وړاندې راپورته شي. په دې صورت كې ټولواك كولى شي چې ګټه ترې پورته كړي په تېره بيا له هغو څخه چې هوښيار او محتاط دي او ښې سلاوې وركولى شي.
په دې توګه، كله چې په نېكمرغۍ او خوښۍ كې د ستاسو درنښت كوي نو په بده ورځ مو هم په وړاندې نه درېږي او د هغوى له خوا تاسو ته كومه وېره نه ده متصوره.
خو هغوى چې د اخلاص له مخې نه بلكې د واكپالنې په موخه ځان ټولواك ته نژدې كوي، ښكاره ده چې له هغو سره د ټولواك د ګټو په پرتله د ځاني ګټو اندېښنه ډېره ده. نو په دې صورت كې بايد خپله ټولواك له هغوى څخه ځان وژغوري او داسې ترې ووېرېږي لكه هغوى چې يې ښكاره دښمنان وي. ځكه همدغه خلك به په بده ورځ كې د دښمنۍ له مخې ستاسو په له منځه وړلو كې ونډه اخلي.
نو هغه څوک چې د خلكو په مرسته واك ته رسېږي، ورته په كار ده چې تل له خلكو سره ښه اړيكي وساتي او له ولس سره د ښو اړيكو ټينګول، دومره ستونزمن کار نه دى. ځكه د خلكو هيله تل يوازې دا وي چې پر هغوى دې څوك ظلم او تېرى نه كوي. همداراز هغوى چې د اشرافيانو په مرسته واك ته رسېږي، تر ټولو لومړى دې له خلكو سره ښه اړيكي ټينګ كړي او دا كار هم په ډېره اسانۍ ترسره كولى شي. هغه داسې چې ټولواك د خلكو ملاتړ وكړي او د اشرافيانو له تېري څخه يې وساتي. ځكه هغو خلكو چې له خپل ټولواك څخه د ناوړه چلند او تېري تمه لرله، خوټولواك يې په وړاندې له ښه چلند څخه كار اخلي او ښېګڼې ورسره كوي، د خلكو ښه احساسات د هغه په وړاندې راپارېږي او نژدې تړاو ورسره ساتي. په دې توګه خلك د هغه ټولواك په پرتله چې د خلكو په مرسته واك ته رسېدلى وي، له هغه سره چې د اشرافيانو په مرسته واك ته رسېدلى دى ډېره مينه كوي او داسې يې ګڼي لكه په خپله خوښه چې يې ټاكلى وي.
ټولواك كولى شي د خلكو پېرزونه او ښې هيلې له بېلابېلو لارو ځانته راماتې كړي، خو څرنګه چې حالاتو ته په پام سره دغه كار توپير كوي او څوك يوه سمه پرېكړه نه شي پرې كولى نو زه هم دا بحث په همدې ځاى پاى ته رسوم.
خو بيا هم وايم چې يو ټولواك بايد له خلكو سره ښه اړيكي وساتي، كه نه په بده ورځ كې به هېڅ امنځاى ونه لري.
د سپارټ ټولواك، نبيس Nabis، د يونان د ټولو ډلو، توكمونو او د روم د برياليو لښكرو تر سختو يرغلونو لاندې راغى. دې ټولواك په يوازې سر او د پرديو لښكرو له مرستې پرته له خپلې څوكۍ، هېواد او واكمنۍ څخه دفاع وكړه. كله چې دا ګواښ نژدې و، د هغه په ولس كې يوازې د ګوتو په شمېر داسې خلك پيدا كېدل چې هغه ترې اندېښنه درلوده او وېره يې ترې كوله. خو پاتې ټول ولس د هغه پلوى و او كه چېرې ډېرى ولس د هغه پر ضد وى، نو هېڅكله به يې دومره برياوې نه وى ترلاسه كړې.
ښه به دا وي له هغې عقيدې سره چې زه يې لرم، نور مخالفت ونه كړئ، هغه لرغوني او ډېر استعمال شوي متل ته د اشارې په كولو، چې واېي: �څوك چې پر خلكو ډډه وهي، پر خام بنسټ ودانۍ جوړوي�، داسې وايم چې كېدى شي دا متل سم وي، خو يوازې د هغه چا په حق كې چې له يو عادي شخص څخه د ټولواك څوكۍ ته رسېدلى وي، او بيا د خلكو د ملاتړ او پلوۍ تمه كوي. كله چې د غليم د يرغل او ګواښونو يا قضايي قوې تر فشار لاندې راشي، نو خلك مخ ترې اړوي او يوازې يې پرېږدي چې راوپرځېږي. داسې خلك تل تېروتلي دي. د بېلګې په توګه: په روم كې د ګراكي Gracchi او په فلورېنس كې د ميسر ګيورګيو سكالي Messer Giorgio Scali برخليك همدا و. خو كه همدغه ټولواك يو وړ سړى، د نفوذ څښتن د ناوړه پېښو پر مهال زړور او د ټينګې ارادې څښتن وي او هراړخيز احتياط يې كړى وي، نو د ولس له خوا هېڅ ډول درغلتيا نه ورسره كېږي او په ناوړه حالاتو او پېښو كې به ورته جوته شي چې خپلې واكمنۍ ته يې پياوړى بنسټ ايښى و.
دا ډول سلطنتونه هغه وخت له ګواښ سره مخ كېږي چې ټولواك وغواړي خپل مدني سلطنت يو مطلق سلطنت ته واړوي. ځكه په دې ډول سلطنتونو كې د هېواد چارې يا خپله ټولواك اداره كوي، يا دا چې د ټولواك فرمانونه قاضيان يا حاكمان پلي كوي. كه په دويمه بڼه وي، نو د ټولواك واك لږ او حكومت يې خورا كمزورى، ناكرار او له ستونزو ډك دى. ځكه ټولواك په بشپړه توګه د خلكو د هغې طبقې تر نفوذ لاندې دى او پر پېرزونه يې ډډه لګوي چې د هېواد قضاوت او حكومت ورته سپارل شوى. دا خلك كولى شي په ناوړه حالاتو كې په ډېره اسانۍ له ټولواك څخه واك او اقتدار شنډ كړي. په داسې حالاتو كې ټولواك ته ستونزمنه او ان ناممكنه ده چې مطلق واك ترلاسه كړي. ځكه هغه ولس او وګړي چې د حاكمانو له فرمانونو سره روږدي شوي، هېڅكله چمتو نه دي چې په ناوړه حالاتو كې د ټولواك احكام ومني چې په داسې شكمنو، غيرعادي او له ګواښه ډكو حالاتو كې به له څو ټاكلو وګړو پرته نور څوك د ټولواك د باور وړ نه وي. نو پكار ده چې ټولواك په هغه حالاتو چې په كرارۍ يا سمو شرايطو كې يې لري او په هغه وخت چې وګړي خپلو اړتياؤ ته په پام سره د يوه حكومت غوښتونكي وي باور ونه كړي. ځكه كله چې وګړي اړتياوې ولري په خپلخوښي توګه مخكې كېږي او د سرښندنې ژمنې كوي. كله چې ګواښ ليرې وي د هېواد لپاره د ځان قربانۍ ته هم ټټر وهي. خو كله چې عادي اوضاع بدلون وكړ، اړودوړ رامنځته او داسې حالات رابرسېره شول چې هېواد د ژغورنې لپاره ولس ته اړتيا پيدا كړه، ټول څنګ ترې كوي او له يو څو كسانو پرته نور په لاس نه ورځي. كه څه هم د دې ازموينې ګواښ له اټكله بهر دى، خو بيا هم كولى شو چې يوازې يو ځل يې وازمايو.
نو يو هوښيار ټولواك بايد داسې تګلاره غوره كړي چې ولس په هر ډول ښو او ناوړه شرايطو كې هغه او دولت ته يې اړتيا ولري. بيا به تل هغه ته وفادار وي. په بله وينا: كه يو هوښيار ټولواك د خپلې واكمنۍ د تلپاتېوالي هيله لري او غواړي چې ولس يې په وړاندې وفادار پاتې شي، نو تل بايد داسې شرايط او حالات رامنځته كړي، چې ولس هغه ته محتاجوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery