مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لسم څپركى


څنګه كولى شو د ټولو سلطنتي هېوادونو ځواك وارزوو؟


اوس پكار ده چې د سلطنتي هېوادونو د ځانګړتياؤ په ارزولو كې يو بل ټكى هم په پام كې ونيسو، هغه دا چې ايا ټولواك كافي وس لري چې د ګواښ او اړتيا پر مهال د خپلو تدابيرو په كارولو سره د دښمن په وړاندې ځان وساتي او كه تل د پرديو مرستې ته اړ وي؟
د دې لپاره چې دا ټكى يو څه روښانه كړو، نو وايم هغه ټولواكي په يوازې سر يا د پرديو له مرستې پرته د مقاومت جوګه دي او ځان ساتلى شي، چې د خپلو ډېرو وګړو يا پانګې په مرسته يو داسې لښكر تيار كړي چې د يرغلګر دښمن په وړاندې د جګړې ډګر ته ودانګي او په پوره زړورتيا د غليم په وړاندې د خپل هېواد دفاع وكړي. خو برعكس؛ هغه ټولواكي تل د پرديو لښكرو مرستې ته اړتيا لري، چې دښمن ته د جګړې په ډګر كې ځان نه شي ښودلى او تل اړ دي چې د ښار دېوالونو او سنګرونو ته پناه يوسي او په دفاع بوخت شي.
لومړى حالت يو څه وڅېړل شو، چې په هر ځاى كې مناسبه وه، بيا به هم خبرې پرې وكړو.
د دويم حالت په اړه څه ويل لازم نه بولم، پرته له دې چې دغه ډول ټولواكي د امکان تر بريده د ښار په منځ كې د زېرمو، خوراكي توكو د راغونډولو، په ښار كې د برجونو او نظامي كلاګانو جوړولو ته وهڅوم، په تېره بيا هغه ښار، چې ټولواك په كې استوګن دى او د هېواد نورو سيمو ته دومره پاملرنه ونه كړي. ځكه ټولواك چې خپل ښار په لښكركوټونو، سنګرونو او کلکو برجونو سنبال كړى وي، له خپلو وګړو سره يې چلند او اړيكي ښه وي، هېڅكله به د يرغلګر له خوا د پوره احتياط او غور پرته تر يرغل او تېري لاندې نه راځي. ځكه بشر تل د هغو ګامونو مخالف دى چې ستونزې او ربړې رامنځته كوي، چې ممكنه نه ده پر يو داسې ښه سنبال شوي ښار تر يرغل كولو وړاندې يرغلګر له ځان سره د ستونزو او ګواښونو وړاندوينه ونه كړي، په تېره بيا هغه وخت چې ټولواك په ولس كې ښه محبوبيت ولري.
د جرمني ښارونه په بشپړه خپلواكۍ كې ژوند كوي او د ښار په چاپېريال كې ډېرې لږې داسې سيمې لري چې په ښار پورې تړلي او كله چې مناسبه ورته برېښي، د خپل امپراتور اطاعت كوي، په داسې حال كې چې نه له امپراتوره وېرېږي او نه په خپل ګاونډ كې له كوم بل غښتلي ځواك څخه وېره لري. ځكه هغوى خپل ښارونه داسې سنبال كړي چې هر غليم ته ښكاره ده د دې ښارونو نيول څومره ستونزمن او ستومانوونكي دي. هغوى خپل ښارونه په ژورو خندقونو، كلكو دېوالونو، حصارونو او درنو توپخانو سنبال كړي او ټولې ډيپوګانې يې د يو كال لپاره د خوراك، څښاك او سون توكي لري. پر دې سربېره د دې لپاره چې خلك غلي او پرته له كوم زيانه وساتي، ټولنې ته پېټي نه وي، له ټوليزې پانګې څخه يې د ټولنې هغو كارګرو ته، چې د ښار روح او ځواك دى، د كار وسايل او اړين توكي برابر كړي دي، چې له امله يې خلك په كارونو بوختېږي او د دې تر څنګ هغوى د پوځي فنونو ډېر درناوى كوي، تل په تمرين كې وي او د دې مشقونو لپاره ځانګړي اصول او مقررات لري، چې په كلكه يې پلي كوي.
نو داسې پرېكړه كولى شو هغه ټولواكي چې ښارونه په حصارونو او سنګرونو پياوړي كړي او په خپلو وګړو كې هم كرغېړن نه وي، يرغل پرې شونى نه دى. خو كه بيا داسې دښمن پيدا هم شي چې يرغل پرې وكړي، يرغلګر به په خورا مختورۍ پر شا شي او ښه پايله به ترلاسه نه كړي. خو بيا هم څرنګه چې د دې نړۍ چارې تل د بدلون په حالت كې دي، ممكنه نه ده چې يوازې دې يو كس لښكر د يو كال لپاره په ډګر كې تر كلابندۍ لاندې وساتي او هېڅ ډول ګډوډي په كې رامنځته نه شي.
كېدى شي پوښتنه راپورته شي چې د كلابند شوي ښار وګړي ممكن له ښار څخه په بهر سيمه كې كښت او شتمني ولري. كله چې وويني د غليم لښكرې د هغوى ټوله شتمني سوځي، زغم به يې پاى ته ورسېږي، له يوې خوا د ځاني ګټو لپاره او له بلې خوا د ښار د اوږدې كلابندۍ له امله به تر ډېرو ستونزو او ربړو وروسته باالاخره ستړي شي او خپل ټولواك به هېر كړي.
زه ځواب وركوم چې يو غښتلى او زړور ټولواك به دغه ټولې ستونزې خپل رعيت ته د دې هيلې او ډاډ په وركولو چې دا ستونزې به تر ډېره همداسې نه وي، په ډېرې اسانۍ اوارې كړي او په بل وار بيا د دښمن د تېري يادونه ورته وكړي چې ځان ټينګ او خپلې مبارزې ته دوام وركړي. او بيا په ډېر مهارت له هغو وګړو څخه ځان خوندي وساتي چې ډېر زړور دي او يا زيات ناخوښه ښكاري او په خورا مهارت يې كرار كړي.
پر دې سربېره دښمن له لومړي يرغل سره ښار او د ښار شا و خوا سيمه سوزي او ړنګوي، څرنګه چې دا كار د جګړې په پيل كې رامنځته كېږي نو د ښار د اوسېدونكو روحيه په دې وخت كې لوړه وي نور هم هڅول كېږي او له خپل هېواد يا ښار څخه په ښه ډول دفاع كوي. خو كه اوس يې روحيې سړې هم شي، هر ورانى چې د ښار په چاپېره سيمه كې كېدونكى و، دمخه پېښ شوى دى، هر زيان چې بايد رسېدلى وى ورسېد، شوى كار بېرته نه راګرځي، نو خلك بله لار نه لري، پرته له دې چې له خپل ټولواك سره يو لاس شي او خپل برخليك د ټولواك هغه پورې وتړي. لكه څنګه چې د هغوى كورونه او شتمنۍ د هېواد او د ټولواك له څوكۍ څخه د دفاع په لار كې سوځول شوي او له لاسه يې تللي دي، نو پوهېږي چې ټولواك له هغوى څخه ډېر خوښ او د هغوى پوروړى دى. ټولواك هم اړ دى چې تر دې وروسته د هغوى په وړاندې خپله مينه وښيي، ځكه بشر يو داسې طبيعت لري چې تل د كړي خدمت بدل كې د يو څه تمه كوي، نو ټولواك بايد هغوى ته د ګټو په وررسولو يا د هغوى د ملاتړ په كولو هغوى ته بدله وركړي. نو كه په دې موضوع كې ښه دقت وكړو، يوه هوښيار ټولواك ته به ستونزمنه نه وي چې له پيله تر پايه پورې د خپل ولس روحيه پياوړې او اراده يې ټينګه وساتي، خو په دې شرط چې خوراكي توكي او د دفاع نور وسايل يې زيات او منظم وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery