مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ديارلسم څپركى


د مرستندويه، ګډو او ملي لښكرو په اړه

د ناکاره ځواكونو يو بل ډول مرستندويه لښكرې يا Auxiliaries دي او هغه وخت كارول كېږي چې يو ټولواك خپل بل سيال له لښكرو سره يوځاى خپلې مرستې او دفاع ته راوبولي. لكه چې په دې وروستيو كې د پاپ جوليوس له خوا ترسره شول. كله چې يې د فرارا په جګړه كې وليدل چې اجيرې لښكرې دومره اغېزمنې نه دي مرستندويه لښكرو ته يې مخه وكړه. د دې كار لپاره يې د اسپانيا له پاچا فرديناند سره تړون لاسليك كړ، يو شمېر پلې او سپرې لښكرې يې له سردارانو سره يو ځاى خپلې مرستې لپاره واخيستې.
مرستندويې لښكرې ښايي د خپل ځان لپاره ښې او ګټورې وي. خو د هغه چا لپاره چې د خپلې مرستې لپاره يې رابللې دي، له زيان او ګواښه ډكې دي. که هغوى ماتې خوري نو ښكاره ده چې تاسو جګړه بايلئ يا ماتې خورئ او كه هغوى جګړې ګټي، نو تاسو د هغوى تر اسارت لاندې راځئ.
كه څه هم لرغونى تاريخ له داسې بېلګو څخه ډك دى، خو زه د پاپ جوليوس د دې نوې پېښې يادونه كوم. دا هغه پېښه ده چې ډار يې تر اوسه هم زموږ په ذهن كې دى.
د فرارا ولكې ته د پاپ جوليوس دومره بيړه وه چې پرته له دې چې له ځانه سره څه فكر وكړي ځان يې د پرديو غېږ ته واچاوه. خو سره له دې بخت له هغه سره ملګرى شو او درېيمه پېښه شوه، نو له دې كبله يې د دې بې ځايه ټوپ تريخ خوند ونه څاكه. ځكه وروسته تر دې چې د هغه مرستندويو لښكرو په راونا Ravenna كې ماتې وخوړه، سويسي لښكرې د ناڅاپي بريد په ترڅ كې راپاڅېدلې او د پاپ او نورو د هيلو برخلاف يې فاتحين وشړل او له منځه يې يووړل او داسې پېښ شول چې كه څه هم د هغه ((پاپ)) لښكرو ماتې خوړلې وه، خو هغه د دښمن تر اسارت لاندې رانغى، ځكه هغه وتښتېد او څرنګه چې د نورو په مرسته بريالى شوى و، نو د مرستندويه لښكرو تر اسارت لاندې هم رانغى.
فلورېنسيانو په داسې حال كې چې ملي لښكرې يې نه درلودې، لس زره فرانسوي سرتېري يې راوستل او پيزا يې كلابنده كړه دې كار هغوى ته داسې ګواښونه پېښ كړل چې زغمل يې له بل هريوه ستونزمن حالت څخه سخت و. د دې لپاره چې د قسطنطنيې امپراتور ځان د ګاونډيو له شر څخه خلاص كړي، د تركيې له لښكرو څخه يې لس زره سرتېري د خپلې مرستې لپاره يونان ته راوبلل او څه وخت چې جګړه پاى ته ورسېده، د تركيې لښكرې له يونان څخه ونه وتلې او دا د لامذهبانو Infidels تر لاس لاندې د يونان د غلامۍ پيلامه وه.
نو هر څوك چې هيله لري له فتحې او بري څخه بې برخې پاتې شي، پرېږدئ چې له مرستندويه لښكرو څخه كار واخلي. ځكه د هغوى خطر او زيان د اجيرو لښكرو په پرتله څو ځلې ډېر دى. بلونكي ته تياره تباهي له ځان سره راوړي. ځكه هغوى ټول يو لاس دي او د خپلو سردارانو امر ته په بشپړه توګه غاړه ږدي. خو اجيرې لښكرې تر فتحې وروسته د مرستندويو لښكرو په پرتله ډېر اوږد وخت او مساعدو فرصتونو ته اړتيا لري، چې ناوړه ګام پورته كړي او تاسو ته زيان درورسوي. سربېره پر دې هغوى په يوې ټولنې پورې اړه نه لري، بلكې ډلې ډلې دي. هغوى له ټولواك څخه اجوره ترلاسه كوي، د ټولواك له خوا په كار اچول كېږي او د هغوى پر سر سرداران ټاكل كېږي. نو ممكنه نه ده چې په دې چټكتيا او اسانۍ دومره واك ترلاسه كړي چې ټولواك له ګواښ سره مخ كړي.
لنډه دا چې د ټولواك لپاره د اجيرو لښكرو خطر، د هغوى بې زړه توب او د مرستندويه لښكرو خطر د هغوى زړورتيا ده. هوښيارو ټولواكو تل له داسې لښكرو څخه ډډه كړې او يوازې يې پر ملي لښكرو ډډه وهلې او كه يې په داسې يو حالت كې ماتې هم خوړلې، هغه ماتې يې پر هغې فتحې پورته ګڼلې ده چې د پرديو لښكرو په مټ ورپه برخه كېږي. او ورته جوته شوې چې كومې فتحې د پرديو لښكرو په مرسته يو ټولواك ته ورپه برخه كېږي، حقيقي فتحې نه دي. نو پكار ده چې په دې ځاى كې سزار بورجيا او د هغه اعمال يو ځل بيا تكرار كړم:
ډيوك رومانيا ته د فرانسوي مرستندويه لښكرو په مرسته ننوت او د هغوى په مرسته يې ايمولا Imola او فورلي Forli ولكه كړل. خو وروسته ورته جوته شوه چې دا لښكرې د باور وړ نه دي او په دې فكر چې له اجيرو لښكرو له خوا ورته لږ خطر متوجه كېږي، خپل پام يې بيا اجيرو لښكرو ته واړاوه. او له اورسينيانو او ويټيليانو څخه يې اجيرې لښکرې جوړې کړې او مشري يې پر خپله غاړه واخيسته. كله چې يې عملاً وليدل دغه لښكرې هم شكمنې، بې وفا، درغلګرې او له ګواښه ډكې دي، نو له هغوى يې هم لاس واخيست. تردې وروسته يې يوازې پر هغو لښكرو باور كاوه چې له خپلو خلكو يې جوړې وې.
اوس كه تاسې د ډيوك بورجيا مقام او اعتبار د فرانسوي، اورسيني او ويټيلي سرتېرو په پېر كې ((چې مرستندويې او اجيرې يې نيولې وې)) او هغه مهال چې يوازې يې له خپلو كسانو څخه پر جوړو شويو لښكرو باور كاوه وارزوئ، نو وبه وينئ چې له دې لښكرو سره څومره توپير لري، هغه د ملي لښكرو پر وفادارۍ او رښتينولۍ وياړ ي او د نورو لښكرو په پرتله يې څو ځلې غوره بولي. اوس يې هر څوك د ملي پوځ په درلودلو څومره درناوى كوي.
ما نه غوښتل چې د ايټالويانو له پېښو او موضوع څخه ليرې لاړ شم، په تېره بيا هغه پېښې او بېلګې چې په نژدې وختونو كې ترسره شوي يا اوس هم روانې دي. خو د سيراكوس اتل Hero the Syracusan هم بايد د يوې بېلګې په توګه راولم چې له تېرو يادو شوو كسانو څخه دى.
دا سړى د سيراكوس د اوسېدونكو له خوا د لښكرو سردار وټاكل شو او سملاسي يې جوته كړه چې اجيرې لښكرې ((هغه لښكرې چې موږ يې په ايټاليا كې لرو)) بې ګټې دي. ځكه خو نه شو كولى د خدمت تمه ترې وكړو. نو څرنګه چې نه يې شو كولى هغوى وساتي يا يې منحل كړي، له ناچارۍ يې ټول له تورې تېر كړل او هوډ يې وكړ چې نور به له بل چا څخه د مرستې تمه نه كوي او بايد له خپلو خلکو څخه د جوړو شو لښكرو په كارولو سره جګړه پيل كړي.
په دې ځاى كې غواړم چې د لرغوني متن Old Testament ((د اوسني انجيل هغه برخه چې د يهودو ژوند ته بېله شوې ده)) يوې پېښې ته اشاره وكړم، چې مطلب يې زموږ له موضوع سره ډېر نژدې تړاو لري:
كله چې حضرت داودعليه السلام David په خپلخوښي توګه طالوت Saul ته ځان حاضر كړ چې له فلسطيني پهلوان جالوت Goliath سره به جګړه كوي. طالوت د تشويق لپاره هغه ته خپله وسله وركړه. خو حضرت داود عليه السلام دغه وسله وانه خيسته او ويې ويل: �له دې وسلې څخه چې تر اوسه پورې يې ازمويلې نه ده، نه شي كولى كار واخلي او پر دښمن برلاسى شي� او دا يې غوره وبلله چې د خپلې مچلوغزې او تورې په لرلو سره د دښمن په وړاندې ودرېږي.
نو دې پايلې ته رسېږو چې د نورو وسلې پر سړي غټې او يا درنې وي، يا سړى ډېر ټينګ نيسي چې په هر حالت كې ستاسو له عملياتو څخه مخنيوى كوي.
د يوولسم لوېي پلار اووم شارل، چې په خپلې زړورتيا او لښكرو يې انګريزان له فرانسې څخه وشړل، ښه ورته جوته شوه چې ترڅو ملي لښكرې ونه لري پر دښمن يې برلاسي ناشونې ده ، نو له همدې امله يې فرمان صادر کړ چې په ټول هېواد كې دې سپرې او پلې ملي لښكرې برابرې شي.
تر هغه وروسته يې زوى د پلار دود مات كړ، ملي لښكرې يې منحل كړې او له سويس څخه يې اجيرې لښکرې راونيولې چې د هغه ځاى ناستو هم همدا تېروتنه وكړه او اوس يو داسې حالت ته رسېدلي دي چې سلطنت يې له ګواښ سره مخ كړى او د خطر د يوې سرچينې حيثيت ورته لري.
ځكه هغوى دا ټول وياړ او شهرت سويسي اجيرو لښكرو ته ورپه برخه كړ او خپلې ملي لښكرې يې په بشپړه توګه بې ارزښته كړې او څرنګه چې يې پلي پوځونه په بشپړه توګه له منځه وړي او سپرې لښكرې يې د پرديو تر لاس لاندې وركړي. نو د فرانسې لښكرې د سويس له لښكرو سره ګډې ((څنګ په څنګ)) جګړې ته داسې روږدې شوې دي چې فكر كوي د سويسي يا نورو بهرنيو لښكرو له مرستې پرته يې برى ناشونى دى. ان تر دې چې د سويسي لښكرو سيالي هم نه شي كولى او له مرستې پرته يې هم د دې جوګه نه دي چې پر دښمن برلاسي شي.
په دې ډول د فرانسې لښكرې له دوو ډلو څخه جوړې شوې، چې نيمايي يې اجيرې او نيمايي يې ملي لښكرې وې. كه څه هم د دواړو ګډون له يوازې مرستندويه يا يوازې اجيرو لښكرو څخه څو ځلې ښه دى. خو بياهم د ملي لښكرو په پرتله ډېرې بې ارزښته او د ټيټې كچې دي.
ښكاره ده چې كه د فرانسې هېواد د ملي لښكرو په اړه د اووم شارل له مقرراتو څخه سرغړونه نه وى كړې او نوره يې هم پراختيا وركړې او ساتلي يې وى، نو هېواد به يې هېچاته غاړه نه وى ايښې. خو د انسان ناكافي عقل سړى په داسې چارو كې ښكېلوي، چې په پيل كې ښې او بريالۍ ښكاري، خو په هغو كې نغښتي زيانونه نه شي تشخيصولى. لكه مخكې چې مو اشاره ورته وكړه، دا د تودې تبې په شان دي چې نه شو كولى په اسانۍ سره يې تشخيص كړو.
له دې ځايه داسې ويلى شم: هوښيار ټولواك مصيبتونه تر ودې دمخه بېلوي او دا لرليد او ځيركتيا يوازې لږو خلكو ته وركړل شوې ده.
كه موږ د روم د امپراتورۍ د لومړي پېر راپرځېدنې علتونه وارزوو، وبه وينو چې اصلي علت يې د اجيرو ګوتې Goths لښكرو په كار وړل ول. چې له همدې ځايه د روم د امپراتورۍ نفوذ او قدرت د ضعف خوا ته لاړ او هغه ټوله مېړانه يا نېك صفتونه، چې روميان يې دې مقام ته رسولي ول، نورو ته ولېږدول شول او د روم د امپراتورۍ د له منځه وړلو اسباب يې برابر كړل. ځكه داسې لښكرې يې نه درلودې چې په وروستيو ورځو كې ترې دفاع وكړي.
لنډه دا چې له ملي لښكرو پرته هېڅ هېواد په امن كې نه دى. خو كه خپلې باوري ملي لښكرې او هغه زړورتيا چې له هېواد څخه د دفاع كولو لپاره يې په كار ده ونه لري، نو ځان دې خپل بخت ته وسپاري. د هغه چا اقتدار او شهرت ډېر لنډ عمرى او بې ثباته دى چې بنسټ يې پر يو حقيقي ځواك نه وي ولاړ. چې دا ځواك ملي لښكرې دي. له ملي لښكرو څخه هدف هغه لښكرې دي چې د ټولواك د خپل هېواد له اوسېدونكو، د ولكې لاندې وګړو او نورو تر لاس لاندې كسانو څخه جوړې شوې وي او له دې پرته نورې ټولې لښكرې يا اجيرې او يا مرستندويې دي.
كه پر هغو ارونو او مقرراتو چې ما يې وړانديز كړى دى، په كلكه عمل وكړئ په اسانۍ كولى شئ يو ملي لښكر چمتو كړئ او كه د لوى سكندر د پلار، فلېپ، ځانګړو طرحو ته چې د ملي لښكرو د چمتوالي لپاره يې په كار وړي پاملرنه وشي او هغو وسايلو څخه چې نورو سلطنتونو او جمهوري هېوادونو د خپلو ځانونو د سمبالولو او د لښكرو په جوړولو كې كارولي دي ګټه واخلئ، كولى شئ په اسانۍ ملي لښكرې تيارې كړئ. زه پر دې اصولو پوره باوري يم.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery