مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څوارلسم څپركى



د جګړه ييز هنر په برخه كې د ټولواك دنده

يو ټولواك بايد تل د جګړې د وسايلو د نظم او ترتيب په اړه فكر وكړي. ځكه چې دا كار د يوه ځواكمن لښكر د رامنځته كولو لپاره اړين دى. او له دې پرته نور څه د خپلې زده كړې لپاره ونه ټاكي او نه بل هوډ ولري. ځكه دا يوازېنى فن دى چې له هر يوه ټولواك څخه يې د زده كړې تمه كېږي. دا فن له داسې ارزښت څخه برخمن دى چې نه يوازې ميراثي ټولواكي په خپله څوكۍ هماغسې ټينګ ساتي بلكې عادي خلكو ته يې هم د يوې اغېزمنې وسيلې په بڼه دا توان وركړى چې پرمختګ وكړي او دا څوكۍ ترلاسه كړي.
له بلې خوا موږ په وار وار ليدلي هغو ټولواكو چې خپل وخت د دې پر ځاى چې د لښكرو په ترتيب او تنظيم كې تېر كړي، په هوساينې او راحت كې تېر كړى دى، خپل هېواد او څوكۍ يې له لاسه تللې او نورو ته ورپه برخه شوې ده. څرنګه چې له دې هنر څخه غفلت كول د دې بدمرغۍ يوازېنى سبب دى، نو په دې هنر كې مهارت هم د ټولواكۍ مقام ته د رسېدو ډاډمنه لار ده.
فرانسېسكو سفورتسا د لښكريزو چارو په فن كې د خپل مهارت له امله له يوه عادي او ساده سړي څخه پرمختګ وكړ مارشال شو او د ميلان هېواد د ټولواكۍ مقام ته ورسېد. زامنو يې چې د پوځي ژوند له ستونزو او سختيو څخه ډډه کوله، په داسې حال كې چې د يوه ټولواك زامن ول، له دې څوكۍ څخه عادي وګړو ته راټيټ شول.
د بدمرغۍ له نورو لاملونو سره سره، چې د لښكرو او وسلو د نه لرلو له امله رامنځته كېږي، يو دا هم دى چې ټولواك له حقارت او كركې سره مخ كوي او دا له هغو بلاګانو څخه ده چې بايد ټولواك پخپله ترې لكه لاندې چې ويل شوي، په كلكه ځان وساتي.
بې وسلې له وسله وال سره ډېر توپير لري او معقوله نه ده چې وسله وال سړى دې په مينه او خوښۍ بې وسلې ته غاړه كېږدي، يا دا چې بې وسلې دې د خپلو يو شمېر وسله والو پلويانو تر منځ سوله ييز ژوند ولري. ځكه يوه خوا په خواره سترګه ګوري او بله بې اعتماده وي، چې ممكنه نه ده په دې توګه په خپلو كې سره يو ځاى په ښه ډول كار وكړي. له دې امله د جګړې له هنر څخه ناخبره ټولواك له نورو بدمرغيو او نيمګړتياوو سره سره چې وړاندې يې يادونه وشوه، د خپلو لښكرو په منځ كې د درناوي وړ نه دى او خپله ټولواك هم نه شي كولى چې په دې توګه پر هغوى اعتماد وكړي او زړه ورپورې وتړي. نو ټولواك ته په كار نه ده چې له جګړې او لښكريزو چارو پرته خپل فكر په نورو مسايلو بوخت كړي او د جګړې له وخت څخه ورته ښه ده چې د سولې او كرارۍ پر مهال ډېر ارزښت وركړي او له تمرين سره يې ځان روږدى كړي، او دا كار هغه له دوو لارو ترسره كولى شي: لومړى د عمل له لارې او دويم د تيورۍ له لارې.
د عمل په طريقه كې خپله ټولواك اړ دى چې خپلې لښكرې په مشق او بدني روزنه كې منظمې او چابكې وساتي، تل له لښكرو سره په ښكار كې واوسي او تعقيب يې كړي، چې له دې لارې يې بدن له سختيو، ستونزو او زغم سره روږدى كېږي او بيا له خپل سيمه ييز طبيعت څخه پوره ځان خبر كړي.
هغه بايد مطالعه كړي چې غرونه څومره هسك، واديانې څومره پراخې او دښتې يې څه ډول پرتې دي؟ او بيا د ټولو ځايونو موقعيتونه په بشپړ دقت وارزوي. ځان له سيندونو، ځنګلونو او جبه زارو ځمكو سره ښه اشنا كړي، د خپل هېواد د ځمكې په اړه پوره جزيات او اړين معلومات پيدا كړي.
دغه ډول معلومات ټولواك ته د دوو ټكو له مخې ارزښت لري: لومړى دا چې خپل هېواد به په ښه توګه وپېژني او دا ځواک به وركړي چې په ښه توګه يې دفاع وكړي.
دويم دا چې د هېواد ټولو نقطو، سيمو او د هغوى له وضعې سره تر اشنايۍ وروسته په اسانۍ كولى شي د نورو ايالتونو او هېوادونو موقعيت او څرنګوالى نظر ته راولي. ځكه د ټوسكاني تپې، درې، دښتې، سيندونه او جبه زارې ځمکې نژدې له هغو سره، چې په نورو هېوادونو كې پرتې دي څرګند ورته والى لري.
نو له دې امله د يوه هېواد د سيمه ييز طبيعت او څرنګوالي د څرګندې بڼې په اړه له پوهې او خبرتيا څخه كولى شو په ډېرې اسانۍ د يو بل هېواد سيمه ييز طبيعت او څرنګوالى سم اټكل كړو او د نورو هېوادونو په مطالعه كې هم اسانتياوې رامنځته كوي.
نو هغه ټولواك، چې دغه ډول معلومات او مهارتونه نه لري، د يوه وړ ټولواك له مهمو ځانګړنو څخه بې برخې دى. ځكه د دغو معلوماتو په لرلو كولى شي د خپل دښمن لښكرې په ناببره بريد هكې پكې كړي او پر هغوى برلاسى شي.
د خپل پنډغالي ((کيمپ)) لپاره يو مناسب ځاى وټاكي، لښكرې له جبه زارو او ځنګلونو څخه په امن ځاى كې تمې كړي، لښكرو ته څه ډول لارښوونه وكړي، په څه ډول او چېرته لښكرې په ليكو كې ودروي او جګړه سنبال كړي، څه ډول، كوم ځاى كې، په كومه لار له دښمن څخه كړۍ راتاو كړي او په جګړه كې پرمختګ وكړي؟
د اكيانيانو د واكمن فيلوپويمين Phillopeomen، له نورو ستاينو سره سره چې مؤرخينو پرې پېرزولي دي، يوه دا ده چې هغه به تل د سولې پر مهال د جګړه ييزو نقشو پر مطالعه بوخت و او د جګړې د اړوندو چارو پرته به يې بل څه ته په ذهن كې ځاى نه وركاوه. او څه وخت چې به له خپلو ملګرو سره د خپل هېواد پر سيمو ګرځېده، زياتره به درېده او له هغوى سره به يې دلايل ويل او پوښتنې به يې ترې كولې، چې كه دښمن د هغې تپې پر سر ځاى پر ځاى شوى وي او موږ له خپل لښكر سره په دې ځاى كې تم يو، له دې دوو ډلو څخه كومه يوه د جګړې د ارونو له مخې ښه موقعيت لري او د پرمختګ په حال كې ده؟ څنګه كولى شو پرته له مرګ- ژوبلې پر هغوى بريد وكړو؟ او كه هغوى پر شاتګ ته اړ شي، څنګه كولى شو هغوى پسې واخلو؟ په دې توګه يې ټول نظامي مسايل له خپلو ملګرو سره رابرسېره كول او د ټولو پېښو په اړه، چې ممكن د جګړې پر مهال رامنځته شي، له هغوى سره خبرې كولې، او په خورا دقت يې د هر يوه نظر اورېده، بيا يې خپل نظر او خپله ګروهه په ډېره ساده توګه هغوى ته بيانوله او د دغو نظريو د اثبات لپاره به يې كافي دلايل وړاندې كول.
له هغه ځايه چې هغه ((فېلوپويمين)) مخكې له مخكې په جګړه ييزو چارو كې ښه فكر كاوه او د لښكرو مشري يې تل پر خپله غاړه اخيسته، نو هېڅكله به داسې پېښه نه رامنځته كېده چې هغه به له وړاندې ورته چاره نه وه سنجولې، يا به يې د اواري لار نه وه ورته پيدا كړې.
د تيورۍ يا فكري روزنې په طريقه كې يو ټولواك ته په كار ده چې تاريخ ولولي، او د نومياليو او سترو څېرو كړنې په پام كې ونيسي او ځان پرې پوه كړي چې دغو نومياليو د جګړې پر مهال څه ډول كړنې ترسره كړي او څه ډول لارې چارې يې كارولي دي؟ د هغوى د فتحې وسايل او ماتې علتونه وارزوي، چې له ماتې څخه مخنيوى او د فتحې تقليد يې وكړي.
پر دې ټولو سربېره يو بل كار هم شته چې بايد ترسره يې كړي او دا كار د لرغوني پېر نومياليو هم كړى دى. هغه دا دى چې له تاريخي او نومياليو څېرو څخه يوه د نمونې په بڼه وټاكي، بيا يې د كړنو تقليد وكړي او د دې نوميالي سړي ټولې كړنې، برياوې او د ژوند پېر تل په نظر كې ونيسي او د خپلو ټولو كارونو د سرمشق په بڼه يې وكاروي. د بېلګې په توګه لوى سكندر تل د اكيلس Achilles تقليد كاوه، د روم قيصر به له سكندر او سيپيو Scipio به بيا د لوى كوروس تقليد كاوه.
كه څوك د لوى سكندر هغه تاريخ چې ګزېنوفون Xenohone كښلى دى ولولي، د سيپيو په ژوند كې به وګوري چې كړنې يې د لوى كوروس سره څومره ورته وې او دې كړنو د هغه جلال، سترتوب او وياړ څومره زيات كړى و. په پاك لمنۍ، ادب، مهربانۍ، سخاوت او نورو ځانګړنو كې يې له لوى كوروس سره بشپړ ورته والى درلود، چې ګزينوفون يې د دې ځانګړنو ډېره ستاينه كړې ده.
نو په كار ده چې يو هوښيار ټولواك دا ټول ترتيبات او تدابير په پام كې ونيسي، په تېره بيا د سولې پر مهال بېكاره پاتې نه شي او غفلت ونه كړي بلكې له سولې څخه بشپړه ګټه پورته كړي چې پر ټولو ګواښونو برلاسى شي او كله چې بخت پاڅون پرې كوي، په وړاندې يې تيارى ولري او د ناوړه بخت د يرغل په وړاندې ودرېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery