مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اوولسم څپركى



د ټولواك د تېري او زړه سوي په اړه
داچې كوم يو ښه دى؟
ټولواک سره مينه ښه ده او که ترې وېره؟

كه د تېرو شويو ځانګړنو له لړۍ څخه د يو شمېر نورو په اړه خبرې وكړو، نو وايم چې هر ټولواك بايد تل زړه سواند او بښونكى وي نه سخت زړى، خو بايد تل يې پام وي چې له دې زړه سوي يې څوك ناوړه ګټه پورته نه كړي.
كه څه هم سيزار بورجيا په بېرحمۍ مشهور و خو د هغه تېري په رومانيا كې سوله ټينګه كړه او يووالى يې وروباښه. كه حقيقت ته پاملرنه وكړو، دا سړى له فلورېنسيانو څخه ډېر زړه سواندى و، ځكه فلورېنسيانو په دې هوډ چې ظالمان ونه بلل شي، پرېښوده چې د پيسټويا Pistoia ښار د اړوپېچ او خپل منځي دښمنيو له امله ړنګ شي.
نو ټولواك بايد د ظالم د ځانګړنې څه پروا ونه كړي چې نسبت به يې هغه ته وشي. په تېره بيا هغه وخت چې خپل ولس پرې يو موټى، مطيع او ځانته وفادار وساتلى شي. ځكه كله چې ګډوډۍ او ناامنۍ د څو ګامونو په پورته كولو له منځه يوسي او سوله ټينګه كړي، تر دې به ډېر زړه سواند او بښونكى وبلل شي، چې پرېږدي د ډېر زړه سوي له امله يې ګډوډۍ او اړودوړ رامنځته شي او په پاى كې يې د سولې او ټيكاو ځاى په بشپړه بې نظمۍ، وژنو، چورتالان، شوكو او داړو بدل شي. ځكه دغه ګډوډۍ او بې نظمۍ د ټول ولس د ژوبلې سبب كېږي. خو هغه سختۍ چې د ټولواك له خوا ترسره كېږي، يوازې څو كسانو ته متوجه وي.
د ټولواكو له منځه بيا د هغه چا لپاره چې نوى دې څوكۍ ته رسېدلى وي، شونې نه ده چې د بېرحمۍ له دې تور څخه ځان وساتي، ځكه نوى هېواد له ګواښونو ډك وي.
لكه ويرژيل Virgil چې د ډيډو Dido پر خوله د خپل پېر تېرى پر ځاى بولي او دليل وړاندې كوي چې سلطنت يې نوى ؤ.
�Res dura, et regni novitas me talia cognut
Moliri, et late Fines Custode tueri
زما د هيلې او تقدير برخلاف، يو نوى تخت او نوى هېواد ما اړباسي چې له خپل قلمرو څخه د دفاع لپاره خپل ټول ځواك وكاروم او د خپل هېواد پولې په دې بېرحمۍ او سخت زړيتوب وساتم.
نو يو نوى ټولواك بايد نه ډېر ژر باورى وي او نه په ډېرې اسانۍ تحريك شي او نه داسې وي چې له ګواښونو وډار شي بلكې د احتياط او اعتماد پر يوې ګډې لارې خپلې چارې پر مخ بوځي، داسې چې نه ډېر اعتماد هغه له خپلې ځان ساتنې بې پروا كړي او نه ډېره بې باوري او بدګماني هغه داسې كړي چې زياتي د زغملو نه وي.
په دې ځاى كې دا پوښتنه راپورته كېږي چې ايا له يوه ټولواك سره مينه ښه ده او كه داچې وېره ترې وشي؟
د دې پوښتنې ځواب داسې دى چې ټولواك بايد له دواړو برخمن وي. خو څرنګه چې نه شو كولى مينه له وېرې سره يو ځاى په يوه سړي كې راغونډه كړو، نو كه داسې شي چې له دواړو څخه يوه وټاكو، نو وېره له مينې څخه څو ځلې بې خطره او خوندي ده. ځكه بشر په ټوليز ډول ناشكره، اوښتونكى، غدار، له خطره په ځان ژغورلوكې هڅاند او تل د شخصي ګټو په فكر كې وي، تر هغو چې له تاسو څخه استفاده كوي او تاسو ګټه وررسوئ، په وړاندې مو وفادار دى او په دې وخت كې تيار دى چې خپل ځان، شتمني، ژوند او خپل اولاد تر تاسو ځار كړي، په دې شرط چې تاسو بېړنۍ اړتيا ورته ونه لرئ، خو چې د ازموينې وخت راورسېږي او هغوى ته اړتيا پېښه شي، ټول مخونه اړوي او ستاسو په وړاندې درېږي.
له دې كبله هغه ټولواك چې له نورو لارو چارو څخه غفلت كوي او يوازې د هغوى پر ژمنو ډډه وهي، خپله واكمني ړنګوي. ځكه هغه ملګرتيا چې د ښو افكارو او سترتوب له لارې نه بلكې د سوغاتونو او پيسو له لارې رامنځته كېږي، بې له شكه چې د يو چا زړه پرې ګټل كېږي او دوستي رامنځته كېږي، خو دغه دوستي ډاډمنه نه ده او د اړتيا پر مهال ډډه نه شي پرې وهل كېدى.
خلك د هغه چا په پرتله چې وېره ترې كېږي، له هغه چا سره په درغلتيا كې چې زړه سواندى وي او مينه ورسره كېږي، لږ زړه وهي. ځكه مينه د اړتيا او مجبوريت د يوه نازكه اړيكي په واسطه ساتل كېږي او د بشر مجاز ته په پام سره دغه اړيكى له خپل وار سره سم د يوې شخصي ګټې په تحريك شلېږي، خو وېره تل د هغوى په ذهن كې وي او د سزا په وړاندوينې پورې تړلې ده، چې دا اړيكى هېڅ وخت نه شلېږي.
په هر حال، يو هوښيار ټولواك بايد له وېرې څخه په داسې هوښيارۍ كار واخلي، چې كه ځانته محبوبيت جلب نه كړي، خلك كركه هم ترې ونه كړي. كله چې له يو چا څخه وېره كېږي او د كركې وړ هم نه وي، ښه زغمل كېږي او تر هغې په واك كې پاتې كيدى شي، چې د خپل ولس شتمنۍ او ناموس ته يې لاس نه وي غزولى، خو كه چېرې دې ته اړ وي چې څوك ووژني، وژنې لپاره يې بايد سم قضاوت، روښانه دلايل او علتونه له ځان سره ولري.
پر دې ټولو سربېره، ټولواك بايد د ولس شتمنۍ ته لاس ونه غزوي، ځكه خلك د پلار مړينه هېروي، خو له پلاره ورپاتې شتمني يې له زړونو نه وځي. او هسې هم د خلكو د شتمنيو د ولكې لپاره پلمې څه لږ نه دي. ځكه هغه چا چې يو ځل د نورو پر شتمنيو او شوكو داړو ژوند كړى وي، تل كافي دلايل له ځانه سره لري او بيا بيا يې ولكه كوي، په داسې حال كې چې وژنو او د وينې تويولو لپاره يوازې د ګوتو په شمېر دلايل موندل كېږي او هغه هم ژر له كاره لوېږي، مانا بيا بيا يې نه شو كارولى.
خو كله چې يو ټولواك له خپلو لښكرو سره يو ځاى وي او يا يې ګڼ شمېر لښكرې لاس لاندې وي، هېڅكله بايد د تېري له نسبت څخه چې هغه ته به وركړل شي، وېره ونه لري بلكې د دې ځانګړنې په وړاندې بشپړه بې اعتنايي وښيي. ځكه د يو لښكر مشر، چې په دې ځانګړنه مشهور نه وي، نه شي كولى لښكرې يو موټى وساتي يا يې دندې ته تنظيم كړي او د هرې ستونزمنې پېښې لپاره يې په كار واچوي. د هانيبال Hannibal د عجيبو كارنامو له منځه دغه يوه ډېر شهرت لري؛ ګڼ شمېر لښكرې، چې د هغه تر قوماندې لاندې وې، په بېلابېلو ملتونو پورې يې اړه درلوده او ټول په دې نيت ورسره تللي ول چې په بهرني هېواد كې جګړې وكړي. خو بيا هم نه يواځې د لښكرو په منځ كې نفاق راپورته نه شو، او نه يې د ټولواك په وړاندې څه نافرماني وښوده بلكې د بري، ماتې او د شاتګ پرمهال يې هم ټول تر فرمان لاندې ول، چې دا ټوله د هغه بېرحمۍ او سخت زړيتوب پايله ګڼلى شو. د هغه بې پولې زړورتيا او سخت زړيتوب دغه سردار د لښكرو په ذهنونو كې د داسې يوه اتل په څېر انځور كړى و چې هم يې په زړونو كې د هغه وېره تېروله او هم د درناوي وړ و.
خو كه هانيبال په دې بېرحمۍ او سخت زړيتوب مشهور نه وى، نو د هغه بې شمېره نورو فضيلتونو او نېكو ځانګړنو به د دې اغېزې په رامنځته كولو كې بسنه نه وى كړې.
لنډنظرو ليكوالانو چې كله د هغه د كارنامو ستاينه كړې، دا يوه ځانګړنه، چې د هغه د نورو ځانګړنو د برياليتوب يوازېنى علت دى، تر نيوكې لاندې راوستې. دا چې له دې ځانګړنې پرته به د هغه نور فضيلتونه بې اغېزې شوي وى، د سيپيو Scipio په پېښه كې يې ليدلى شو. سېپېو نه يوازې دا چې د خپلې دورې يو نوماند او غوره شخصيت ګڼل كېږي بلكې د بشر په تاريخ كې هم ځانګړى ځاى لري. خو سره له دې كله چې په اسپانيا كې و، لښكرو د هغه په وړاندې پاڅون وكړ او دې پاڅون د هغه له زښتې زياتې مهربانۍ او نرمښت پرته كوم بل دليل نه درلود. ځكه لښكرو ته يې داسې خپلواكي وركړې وه چې له لښكريزو مقرراتو او اصولو سره نه وه برابره، او د همدې اخلاقي ځانګړنې په لرلو سره د روم د سنا په ناسته كې فابيوس ماكسيموس Fabius Mximus پر هغه تور ولګاوه چې د روم لښكرې يې فاسدې كړې دي. بيا چې كله لوكريانيان Locrians د يو شمېر لښكرو له خوا، چې د هغه د يوه صاحب منصب تر قوماندې لاندې ؤ، د ظلم او تېري ښكار شول، هغه نه د دې تېريو پور وركړ او نه يې خپل دغه صاحب منصب په دې سرغړونه په سزا محكوم كړ. د هغه د دې بې اعتنايۍ علت هماغه نرمښت او زړه سوى ؤ. د سنا د غونډې پر مهال چې يو چا د هغه ملاتړ كاوه، وويل: �ډېرو خلكو د نورو پر تېروتنو د ګوت نيونې پرځاى دا ښه زده كړي چې له خپلو تېروتنو څه ډول مخنيوى وكړي؟�.
كه سيپيو په دې حال پاتې وى او قومانده يې په لاس كې درلودى، ارومرو به يې دغه سترتوب او نېك نوم له منځه تللى وى، خو څرنګه چې هغه خپله د سنا په واك كې و، نه يوازې دا چې د هغه دغه زيان رسوونكى طبيعت همداسې پټ وساتل شو بلكې هغه ته يې يو ډول وياړ هم وروباښه.
خو كه بېرته د مينې او د وېرې سوال ته وګرځو، زه دې پايلې ته رسېږم چې خلك مينه په خپله خوښه او وېره د ټولواك په هغې کوي. نو يو هوښيار ټولواك بايد هغه اړخ ټينګ كړي، چې په خپل لاس كې يې دى، نه هغه چې د نورو په لاس كې وي.
خو لكه چې مخكې مو هم يادونه وكړه، دومره دې وكړي چې د ولس كركه د ځان په وړاندې ونه پاروي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery