مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اتلسم څپركى



ټولواك بايد خپله ژمنه څه ډول وساتي؟

ټول مني چې ځانګړنې لكه وفاداري، سپېڅلتوب او له چالاكۍ او چل ول څخه ځان ساتنه په يوه ټولواك كې څومره د ستاينې وړ دي، خو سره له دې زموږ تجربې او هغه پېښې چې زموږ په وخت كې تېرې شوې دي ښيي هغه ټولواكي چې د خپلې ژمنې په ساتلو كې پابند نه و او د نورو پر پوهې يې د غلبې راز يوازې درغلي او چالاكي ګڼلې ده، ستر كارونه يې سرته رسولي دي او پايله يې تر هغو كسانو ډېره ښه وه چې له نورو سره يې په معامله كې له رښتينولۍ څخه كار اخيستى دى.
نو تاسې بايد پوه شئ، چې موخې ته د رسېدو لپاره پر دوو لارو تګ كولى شئ: يو د قانون له لارې او بل د ځواك يا زور زياتي له لارې. لومړۍ لار له انسانانو سره ښايي او دويمه له ځناورو سره. څرنګه چې لومړنۍ لار ډېره كارنده نه ده نو دويمې ته اړتيا پيدا كېږي. نو ټولواك بايد ددواړو لارو سمه او پر ځاى كارونه زده كړي او د دواړو لارو د كارونې موقع لاسته راولي. لرغونو ليكوالانو له خوا په كنايي ډول ټولواكو ته ښوول شوې، چې څرنګه اكيلس Achilles او د لرغوني پېر نور ټولواكي سنټور چيرون ته سپارل شوي ول؟
دا چې هغوى بايد نيم انسان او نيم ځناور ښوونكى ولري، په دې مانا و چې يو ټولواك بايد د يادو شويو دواړو خويونو كارونه زده كړي او پوه شي چې دغه دواړه خويونه يو له بل پرته نشي پاتې كېدى.
ددې لپاره چې ټولواك په څه ډول د ځناورو له خوى څخه په بشپړ ډول ګټه واخلي، بايد د ځناورو له منځه د كيدړې او زمري ځانګړتياوې غوره كړي. ځكه زمرى تل په جال كې نښلي او ګيدړه له ليوانو ځان نشې ساتلى. نو د كيدړې خوى بايد ولري چې جال وپيژني او زمرى وي چې ليوان وويروي. هغه څوك چې يوازې د زمري پر ځانګړنو ډډه وهي هوښيار نه دى.
نو كه يوه هوښيار واكمن ته د ژمنې ماتول ډېر په ګټه وي يا يې د ژمنې په وړاندې پراته لاملونه نور له منځه تللي وي ټولواك نه شي كولى او نه ورته پكار ده چې خپله كړې ژمنه وساتي.
كه خلك په زړونو كې پاك وى، نو زما دغه سلا به پر ځاى نه وه، خو څرنګه چې انسان په باطن كې زيان رسونكى دى او له چا سره وفا نه كوي، نو هېڅوك اړ نه دي چې د هغوى په وړاندې وفادار او رښتينى پاتې شي او نه ټولواك له خپلې ژمنې څخه د اوښتو لپاره د منلو دلايلو د وړاندې كولو څه كمى لري.
له همدې څخه د اوس مهال بې شمېره بېلګې دركولى شم چې څومره ژمنې او كلكې وعدې د ټولواكو د تخلف يا له ژمنې څخه د بې اعتنايۍ له امله ماتې او ناچله شوې دي او د دغو ټولواكو له منځه چې چا د ګيدړې رول په ښه توګه لوبولى شو، پر ګردو بريالى وتلى دى. خو بايد پوه وي چې د دې ځانګړنو بڼې ته څه ډول بدلون وركړي؟ او بايد په دوه مخۍ او د درواغو په ادعا كې ښه روږدى وي.
خلك سادګان دي او تل دې ته لار اواروي چې څوك يې تېر باسي . نو هغه څوك چې د تېراېستلو په لټه كې وي تل يې په چاپېريال كې داسې څوك پيدا كوي چې تېروتلو ته تيار وي.
نه شم کولى له يوې اوس مهالې بېلګې څخه تېر شم: شپږم پاپ الكسانډر په خپل ټول عمر كې د خلكو له تېرايستلو پرته بل څه هوډ نه درلود او له دې امله هغه سادګان چې تيار و تېروځي، په چاپېريال كې يې ډېر پيدا كېدل.
هېچا د هغه هومره پر قسم پياوړې شوې ژمنې نه وركولې او نه څوك د هغه په څېر د ژمنو د ساتلو مينه وال ښكارېدل. خو څرنګه چې هغه د بشر فطرت په ښه ډول پېژندلى و، ټولې تېرايستنې او له ژمنو څخه سرغړونې د هغه له هيلو سره سمې بريالۍ كېدې.
له دې كبله، يوه واكمن لپاره د ښو ځانګړنو لرل چندان مهم نه دي. اړينه دا ده چې د دې ځانګړنو د تش په نامه ښودلو فن يې په ښه توګه زده وي. په جرئت ويلى شم كه هغه په رښتينې توګه د ښو ځانګړنو خاوند وي او پر هغو عمل وكړي په زيان يې تمامېږي، خو د دې ځانګړنو تش په نامه ښودل بې له دې چې په رښتيني مانا يې ولري ورته ګټور دي. د بېلګې په توګه: ډېره ښه ده چې سړى زړه سواندى، وفادار، خواخوږى، عادل، پر مذهب ولاړ ځان وښيي او په باطن كې هم همداسې وي، خو د سړي فكر بايد داسې عيار وي چې كه چېرې يوه ورځ د دې ځانګړنو متضادو هغو ته اړتيا پيدا شي نو په اسانۍ وكولى شي چې له سړيتوب څخه د ځناور خوى ته واوړي.
په كار ده ټول په دې وپوهېږي چې يو ټولواك، په تېره بيا نوى هغه نه شي كولى ټولې هغه ځانګړنې چې يو څوك پرې قدرمن ښكاري تل له ځانه وښيي. كله كله د دې لپاره چې خپل دولت وژغوري، اړكېږي چې د صداقت، ملګرتيا، خواخوږۍ او ديندارۍ خلاف كارونه ترسره كړي. له دې كبله اړينه ده چې خپل فكر ته هسې بدلون وركړي چې د بخت توپاني څپې او ګرځېدنه يې ورته اړباسي.
نو ټولواك اړ دى چې له دې پنځو ځانګړنو څخه پرته بل څه په ژبه رانه ولي، داسې چې كه سړى هغه وويني او يا څه ترې واوري، د ټولواك د زړه سوي، وفا، خواخوږۍ او ديندارۍ په اړه هېڅ شك هم ورته پيدا نه شي، په تېره بيا د وروستۍ ځانګړنې ځان ښودنه له بلې هرې ځان ښودنې څخه ډېر ارزښت لري. ځكه د نړۍ خلك په سترګو قضاوت كوي، نه په لاس، په دې مانا چې ډېرى خلك يوازې هغه څه چې ښكاره دي، په سترګو ويني، ډېر لږ خلك كولى شي د سړي باطن لمس كړي.
خلك خپل ټولواك هسې چې د سترګو په مخ كې يې ښكاري ويني او يوازې د ګوتو په شمېر د هغه له اصليت څخه خبر دي او همدا لږ خلك هم د اكثريت له عقيدې سره د مخالفت كولو جرئت نه كوي. ځكه هغوى پوهېږي چې اكثريت د سلطنت له ملاتړ څخه برخمن دي.
سربېره پر دې د ټولو خلكو اعمالو، په تېره بيا د ټولواكو هغو لپاره يوه داسې محكمه نه شته، چې په اړه يې سړى د وړانديز غوښتنه وكړي، نو خلك يې پر پايله قضاوت كوي.
نو په كار ده چې ټولواك يوازې د خپلې خاورې او ځان د ژغورنې په فكر كې وي. هركله چې يو ټولواك وكولى شي خپل واك په خپل قلمرو كې ټينګ كړي، هر عمل چې د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره له هغه ترسره كېږي، په پوره ستاينه او درناوي يې په اړه قضاوت كېږي او ټول يې تايدوي . ځكه عام خلك په ظاهره تېروځي او د دې نړۍ اوسېدونكي هم له همدې عامو خلكو څخه جوړ شوي دي. لږكي په اكثريت كې هېڅكله د پښو ځاى نه شي پيدا كولى.
�يو ټولواك، چې نه غواړم نوم يې ياد شي، پر وفا او سولې باندې له ټينګار پرته بل هېڅ څه نه كوي، خو كړنې يې د دواړو برعكس دي او كه هغه له دې ځانګړنو څخه يوه هم رعايت كړې وى، نو له سلطنت، اعتبار او ښه نوم څخه به يې بې برخې كړى و.
----------------------

� د اسپانيا ټولواك فرديناند دى، كله چې مكياوېلې د دې كتاب په ليكنه بوخت و، د يوه داسې ټولواك نوم اخيستل د هغه لپاره له ګواښه ډك كار و.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery