مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يووېشتم څپركى



ټولواك څه ډول چلند وكړي چې ښه نوم وګټي؟

۱. يوه ټولواك ته د سترو جګړه ييزو طرحو، نوښتونو او نورو ته د تقليد لپاره د ښو بېلګو د پرېښودلو پرته نور هېڅ ځانګړنې دومره ښه نوم نه ورپه برخه كوي. د اوس مهالو ټولواكو له منځه د اراګون فرديناند يا د اسپانيا اوسنى ټولواك نژدې يو نوى ټولواك ګڼل كېږي. كه څه هم هغه يو بې ارزښته ټولواك و، خو اوس يې د برياوو او شهرت له پلوه په مسيحي نړۍ كې پرمختګ كړى او تر ګردو په لوړ پوړ كې ځاى لري.
كه تاسو د هغه كړنې وارزوئ، نو وبه وينئ چې د هغه ټول كارونه ستر دي او ځينې يې ان له هيلو اوچت ګڼل كېږي. ده د خپلې واكمنۍ په پيل كې پر ګراناډا Granada جګړه پيل كړه، چې دغه وسله وال ګام يې په حقيقت كې د واكمنۍ لپاره يو كلك بنسټ ګڼلى شو. دغه كار يې لومړى په كراره او پرته له كومې وېرې، چې ګويا له خنډ سره به مخ شي، پيل كړ. ځكه هغه دكاسټيل Castile اشرافيان دومره بوخت وساتل چې په هېواد كې يې له نوو بدلونونو څخه د خبريدو وخت نه درلود. او په دې توګه، پرته له دې چې د هغه له خوا د كارول شوېو لارو چارو څه څرك واخلي، هغوى يې د خپل واك او نفوذ تر اغېز لاندې راوستل. د كليسا او ولس پر پيسو يې يو منظم او ځواكمن لښكر جوړ كړ، او د يوه پوځي ډسپلين بنسټ يې كېښود چې وروسته يې بيا هغه ته نړيوال شهرت ور وباښه. سربېره پر دې چې هغه ستر كارونه ترسره كول او سترې طرحې يې جوړولې، ځان به يې په مذهبي جامه كې ښوده. او ځان يې يوې سپېڅلې بېرحمۍ ته وركړى و. يانې داسې يې ښودله، چې كه كوم تېرى كوي، د مذهب او دين په لاره كې يې كوي. نو ځكه يو منلى كار دى. په دې ډول يې ټول عرب ((مراكشيان او د شمالي افريقا اوسېدونكي)) چې پر اسپانيا يې يرغل وروړى و، له اسپانيا څخه وشړل او خپل هېواد يې ترې پاك كړ. چې دا پخپله ستر او د ستاينې وړ كار دى. د همدې مذهب تر نقاب لاندې يې پر افريقا جګړه پيل كړه، بيا يې ايټاليا لاندې كړه او په پاى كې يې پر فرانسې يرغل وكړ، چې په دې ډول د هغه ټولې طرحې او برياليتوبونه د اريانتيا وړ ول. ده د خپل ولس ذهن د ځان په وړاندې د اريانتيا او ستاينې په يو حالت او د خپلو اعمالو پايلې ته سترګې په لار ساته.
د هغه ټولې كړنې يو په بل پسې داسې رامنځته كېدې چې چاته يې د دې وخت نه وركاوه، چې د مخالفت په فكر كې يې شي او په كلكه يې په وړاندې ودرېږي.
۲. په كورنيو چارو كې د يادونې وړ بېلګو پرېښودل هم ټولواك ته ډېر مرستندويه او ګټور تمامېږي. كټ مټ لكه هغه بېلګې چې د ميسر برنابو دا ميلانو Messer Bernabo da Milano له كړنو رالېږدول شوي دي. كله چې به وار لاسته ورغى، په كورنيو چارو كې به يې د يو چا په لاس ځانګړي غيرعادي ښه يا بد كارونه ترسره كول، بيا به يې هغه ته له كړي كار سره سم انعامونه وركول، يا به يې سزا ورته ټاكله، چې په دې توګه به تبصرې پرې كېدې او د ولس پام يې ځانته را اړاوه.
نو يو ټولواك بايد تل په دې هڅه كې وي چې په خپل هر عمل كې داسې چلند غوره يا داسې كړنې ترسره كړي، چې ځانته د ولس په منځ كې د يو ستر او غوره شخصيت حيثيت او مقام وګټي.
۳. ټولواك چې ښه ملګرى يا پرېكنده دښمن وي، هم د درناوي او احترام وړ ګرځي. مانا پرته له كومې سپما څخه خپله ملګرتيا له يوې يا بلې خوا سره اعلانوي، چې دغه تګلاره تر بې پرېتوب څو ځلې ګټوره ده. ځكه كه د ستاسو دوه غښتلي ګاونډي هېوادونه په خپلو كې په جګړه اخته كېږي، طبيعي ده چې كه د هغوى له منځه يو بريالى كېږي، تاسو به يا وېره ترې كوئ او يا به يې نه كوئ.
په دواړو حالاتو كې ستاسو لپاره تر ټولو ګټوره لار دا ده چې خپله پلوي له يوې خوا سره اعلان كړئ، كه نه ځاى پر ځاى به د بريالۍ خوا د ښكار قرباني شئ. ماته شوې خوا به له تاسو كركه كوي او د فاتحې خوا له دې ګام څخه به خوند اخلي او خوښي به ښكاره كوي. هېڅ ډول عذر يا دليل به تاسو له دې ډول ګواښ څخه نه شي ژغورلى او تاسو به هېڅ دليل نه لرئ چې وړاندې يې كړئ او نه كوم پلوى چې ستاسو ساتنه وكړي. دا ځكه چې فاتحه خوا شكمن ملګري نه غواړي، چې په ازميښت يا سختۍ كې يې مرسته ونه كړي او هغه خوا چې ماتې خوري، ستاسو ملاتړ نه كوي. ځكه تاسو پخپله خوښه د هغوى په پلوۍ توره نه ده راپورته كړې او د هغه زړه مو نه دى ګټلى، چې په راتلونكي كې تاسو خپلې پلوۍ ته راوبولي.
د يونان له خاورې د روميانو د شړلو په موخه انټيوكوس Antiochus د ايټوليانو په غوښتنه يونان ته ولاړ. هغه اكيانيانو ته، چې له روميانو سره يې لاس يو كړى و، خپل استازى واستاوه او هغوى ته يې د دې سلا وركړه چې بې پرې پاتې شي. خو له بله پلوه روميانو پر هغه ټينګار كاوه چې بايد د هغوى په پلوۍ وسله راپورته كړي، دا موضوع د اكيانيانو رسمي جرګې ته ولوېده او په دې جرګه كې د انټيوكوس استازي پر هغوى ټينګار وكړ چې بايد بې پرې پاتې شي. خو د روميانو استازي د هغه خبرو ته ځواب كې داسې وويل: �دا چې تاسو ته يې د دې سلا دركړه چې كه تاسو زموږ په جګړه كې برخه وانخلئ، نو ستاسو په ګټه به وي، بالكل بېځايه او د ګټو پر خلاف مو ده. ځكه كه تاسو مداخله ونه كړئ، نو تاسو به پرته له كومې ملګرتيا او پاملرنې فاتحې خوا ته د غنيمت په توګه ورپاتې شئ�.
له دې كبله هغوى چې ستاسو دوستان نه دي، تل به تاسو ته د بې پرېتوب سلا دركوي او هغوى چې مو دوستان دي، پر تاسو باندې ټينګار كوي چې وسله راپورته كړئ او په جګړه كې برخه واخلئ.
هغه ټولواك چې د ټينګې ارادې خاوند نه دى، د دې لپاره چې له اوسني ګواښ څخه ځان وژغوري، په ټوليز ډول بې پرېتوب غوره كوي او خپلې تباهۍ ته لاره اواروي. خو كه تاسې په پوره زړورتيا له يوې خوا سره ملاتړ اعلان كړئ او هغه خوا چې تاسو يې پلوي كړې ده، فاتحه شي، سره له دې چې فاتح هېواد به غښتلى وي او تاسو به د هغه په وړاندې د مقاومت جوګه نه ياست، خو بيا هم فاتح هېواد ستاسو پوروړى دى، په منځ كې مو د دوستۍ اړيكي ټينګ شوي او بشر تر اوسه دومره نه دى سپين سترګى شوى، چې د يو چا ښېګڼه هېره كړي او پر هغه چا باندې، چې په جګړه كې يې ورسره مرسته كړې، تېرى وكړي. هسې هم فتحې له هره پلوه دومره بشپړې نه دي چې فاتح دې ارومرو پر خپلو ژمنو ونه درېږي يا دې د هغه پروا ونه ساتي. او كه هغه خوا چې تاسو يې پلوي كړې، ماتې وخوري، نو تاسو ته به پناه دركړي او كه وس ولري، مرستې به درسره وكړي او تاسو د داسې بخت ملګري ياست چې بيا به راويښېږي.
په دويم حالت كې كه هغوى چې په خپل منځ كې په جګړه اخته دي، داسې وي چې تاسو د يوه او بل د فتحې په اړه هېڅ اندېښنه نه لرئ، بيا هم تر ټولو معقوله لار دا ده چې تاسو له يوې خوا سره ټلواله جوړه كړئ. ځكه تاسو له يوې خوا سره د بلې خوا په تباهۍ كې مرسته كوئ، چې كه هوښيار وى او په يوازې ځان يې نه شو فتح كولى، نو له تاسو به يې هم مرسته نه غوښتى، او له دې يرغله به تېر شوى وى، اوس چې يې بريا ستاسو له مرستې پرته كېدون نه لري، نو كه په دې لار كې تاسو مرسته وكړئ، فاتحه خوا ستاسو په واك كې پاتې كېږي او په همدې ځاى كې د يادونې وړ ده چې يو ټولواك بايد هر ډول پاملرنه وكړي چې ترهغې اړ نه وي هېڅكله پر نورو هېوادونو د يرغل په موخه د ځانه غښتلي هېواد سره ټلواله جوړه نه كړي.
لكه چې وړاندې وويل شول كه هغه هېواد، چې تاسو يې خپلې ملګرتيا ته رابللي ياست برلاسى شي، نو د ستاسو په واك كې به پاتې شي او ټولواكي بايد له هغو ګامونو ځان وساتي چې په پايله كې يې هغوى د بل چا تر لاس لاندې راځي يا يې په واك كې لوېږي.
وېنېسيانو د ميلان د ټولواك په وړاندې له فرانسې سره ټلواله جوړه كړه او دغه ډول ټلواله، چې د هغوى د تباهۍ لامل وګرځېد، دومره اړين نه و. پكار وه ترې تېر شوي وى. خو د فلورېنسيانو لپاره يوه اړتيا وه، هغه وخت چې پاپ او اسپانيا خپلې لښكرې پر لمبارډې د يرغل لپاره واستولې. په داسې حالاتو كې ډډه ترې نه شي كېدى او ټولواك تل اړ دى چې د يوې خوا پلوي وكړي.
هېڅ دولت بايد فكر ونه كړي چې غوره كړې تګلاره يې خوندي ده بلكې داسې دې وګڼي چې كه هره تګلاره غوره كوي شكمنه به وي. ځكه ورځنۍ چارې په دوديز ډول داسې دي چې سړى نه شي كولى له يوې ستونزې ځان وساتي بې له دې چې په بلې واوړي. خو هوښياري او پوهه په دې كې ده چې سړى د ستونزو لږ او ډېر زيان پرتله كړي او بيا هغه تګلاره خوښه كړي چې په اند يې لږ زيانمنه ده.
۴. ټولواك بايد تل د وړتيا او استعداد ملاتړى وي، د مسلك خاوندان او ماهرين چې په هر فن كې وي په امتيازاتو ونازوي او درناوى يې وكړي. همداراز ټولواك بايد خپلو خلكو ته سوله ييز چاپېريال رامنځته كړي چې هغوى وهڅول شي چې د سوداګرۍ او د كرنې په ډګر كې خپل فعاليتونه په پوره ډاډ پرمخ بوځي. داسې چې له يوه سره د پانګې په زياتولو د دې وېره نه وي، چې شتمني به يې څوك په زور زياتي ترې ولكه كړي او له بل سره دا وېره نه وي چې كه سوداګريز مركز پرانيزي، ډېره ماليه به ترې اخيستل كېږي او په دې توګه له خپل هوډ څخه وګرځي. د دې پر ځاى بايد ټولواك د ولس دغه پوړ ته جايزې وټاكي او په دې توګه يې نور هم وهڅوي. همدا وګړي دي چې خپل هېواد يا ښار ته له بېلابېلو لارو سترتوب او درنښت ورپه برخه كوي.
۵. سربېره پر دې ټولواك اړ دى چې د كال په اړوندو فصلونو كې خپل خلك په جشنونو، موسمي لوبو او نندارو خوشاله وساتي.
څرنګه چې هر ښار په بېلابېلو ټولنو او ډلو وېشل شوى دى، ټولواك بايد د هرې يوې درناوى وكړي، په ناستو او غونډو كې يې ګډون وكړي او ځان د هغوى په وړاندې د خواخوږۍ او ناتنګليدۍ ((ازادفكرۍ)) نه ډك وښيي. خو خپل مقام، حيثيت او جلال ته يې پام وساتي او په هېڅ بيه يې د ارزښت لږولو ته غاړه كې نه ږدي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery