مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دوه ويشتم څپركى


د ټولواك د وزيرانو او سلاكارانو په اړه

د وزير ټاكل خپله ټولواك لپاره څه اسانه كار نه دى. د هغه وزير وړتيا او ناوړتيا چې د ټولواك له خوا ټاكل شوى وي د ټولواك له غوراوي پورې اړه لري. ځكه لومړنۍ انګيرنې چې موږ د ټولواك د ښېګڼو، اخلاقو او پوهې په اړه كوو، د هغو خلكو په ارزولو يې كوو چې د ټولواك شاوخوا راټول شوي دي.
كه دغه خلك پوهه يا وړتيا ولري، ټولواك او هېواد ته وفادار وي. نو ويلى شو چې ټولواك هوښيار او ځيرك سړى دى. ځكه خپله ټولواك د هر وزير د استعداد او وړتيا كچه ارزولې ده او په دې ښه پوهېږي چې هغوى څه ډول ځانته وفادار وساتي. او كه د اسې نه وي نو موږ به د پورتنۍ يادونې مخالف نظر د ټولواك په اړه ولرو. په دې مانا چې د ټولواك د هوښيارتيا او ليد لوري په اړه ښه نظر نه شو لرلى. ځكه لومړنۍ تېروتنه چې هغه كړې د خپلو وزيرانو او سلاكارانو په ټاكنه كې يې ده.
د سينا د ټولواك پانډولفو پېټروكسي په وړاندې به هر چا د يوه هوښيار او پوه ټولواك انګېرنه كوله چې د ميسر انټونيو دا وينافروMesser Antonio da Venafro په څېر يو وړ او بااستعداده وزير يې د خپل خدمت لپاره ساتلى او هغه هم په ټوله رښتينولۍ د ټولواك په چوپړ كې دى.
خلك د پوهې او غوراوي ((درك)) له پلوه په درې ډلو وېشل شوي دي:
1. هغه څوك چې د نورو له مرستې او لارښوونې پرته خپلې ستونزې په خپله اواروي.
2. هغه څوك چې خپله د غوراوي او بېلولو ځواك نه لري، خو هغه څه چې نورو سم درك كړ ي وي د لارې مشال ګرځوي.
3. هغه څوك چې نه خپله نه د بل چا د لارښوونې له لارې د غوراوي((دركولو)) وړتيا او ځواك لري.
هغه خلك چې په لومړۍ ډلې كې راځي تر ټولو ښه دي او د دويمې ډلې خلك په ښو كې شمېرل كېږي. مانا په دويم پوړ كې دي. خو د درېيمې درجې خلك اصلاً بايد هېڅ د اعتماد وړ ونه ګرځي.
كه پانډولفو پټروكسي په لومړۍ ډله كې نه وي، بې له شكه به په دويمه ډله كې راځي. يو څوك چې ښه له بدو بېلولى شي او د نورو له خوا ترسره شوې سمې كړنې او ويناوې دركوي او ځان پرې پوهوي، كه خپله د نوښت او ابتكار قوه ونه لري خو بيا به هم د خپلو نوكرانو وړتيا او ناوړتيا په ښه ډول تشخيص كړي. خپلو وړتيا لرونكو او رښتينو خدمتګارانو ته به امتيازات وركړي او پاتې به يې اصلاح كړي.
په دې ډول هېڅ شاهي دربار نه شي كولى ورته ټولواك تېرباسي، بلكې ناچاره دي چې په ټوله رښتينولۍ او مينه هغه ته خدمت وكړي.
د دې لپاره چې يو ټولواك خپل وزيران او سلاكاران په ښه توګه وپېژني. يوه داسې ازموينه شته چې هېڅ نيمګړتياوې نه لري او تل بريالۍ راوځي. هغه دا چې كله يو ټولواك وپوهېږي چې وزير يې د هېواد او ټولواك په پرتله ډېر په خپل فكر كې دى او يا دا چې په ټولو كړنو او اعمالو كې يې د خپلو ګټو په اړه چورتونه وهي، نه د ټولواك د هغو په اړه. داسې وزير هېڅكله د ټولواك لپاره يو رښتينى خدمتګار نه شي كېدى او نه بايد ټولواك پرې باور وكړي. ځكه چې كله يو ټولواك خپل وزير ته د هېواد د چارو واك ورسپارلى وي، نو وزير هم بايد د خپلو شخصي ګټو په اړه فكر ونه كړي. بلكې تل بايد د ټولواك ګټې په نظر كې ونيسي او هغو چارو ته چې د ټولواك ګټې ورپورې تړلې نه وي هېڅكله پام ونه كړي.
له بلې خوا ټولواك هم د دې لپاره چې خپل وزير رښتينى او امانت كارى وساتي. اړ دى چې هغه مطالعه كړي او وې څاري. د هغه حيثيت وساتي بډاى يې كړي. بې شمېره نورې ښېګڼې ور ورسوي او درناوى يې وكړي. په ټولو منډو ترړو كې چې د هېواد د چارو په پر مخ بېولو كې يې ګالي، مرسته ورسره وكړي او په همدې تر څ كې دا هم ورته وښيي چې وزير په يوازې سر او د ټولواك له مرستې پرته هېڅ نه شي كولى. چې وزير هم خپل ټول پت او حيثيت د ټولواك پېرزونه وګڼي. ټولواك بايد خپل وزير د ډېرو ښېګڼو، درناوي او امتيازاتو په وركولو سره ښه موړ كړي. چې د تل لپاره له پرديو څخه د احسان او انعام تمې ته په زړه كې ځاى ورنه كړي. وزير ته د دې ښېګڼو او امتيازاتو په وركولو او هغه ته د هېواد د چارو په ورسپارلو چې د ټولواك د باور وړ دى، هغه د نويو اوښتونونو او بدلونونو په لټه نه وځي. ځكه پوهېږي چې په داسې بدلون كې وزير په يوازې سر له يوې پريكنده او له بشپړې مرستې پرته نه شي كولى ځان وژغوري. خو هغه خپل مقام به يې له لاسه ولاړ شي.
كله چې د وزير او ټولواك تر منځ داسې يو صميميت پيدا شو په ښه توګه كولى شي پر يو بل باور وكړي او كه د دې برعكس وي، نو تل به له دوى دواړو څخه يوله بدې پېښې سره مخ كېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery