مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

درويشتم څپركى



له غوړه مالو او چاپلوسانو څخه په څه ډول بايد ځان وساتي؟
زه نه غواړم چې زموږ د موضوع له يوې مهمې برخې څخه، چې د غوړه مالو او چاپلوسانو په اړه ده، پټه خوله تېر شم. ځكه يوه تېروتنه چې له يو ټولواك څخه ښايي په ډېرې اسانۍ وشي، په همدې برخه كې به وي.
په دربار كې د دغو خلكو شمېر ډېر زيات دى او ټولواكي كه څه هم له ډېرې ځيركۍ او له احتياطه ډك وي خو بيا هم په ډېرو ستونزو كولى شي هغوى وپېژني او ځان ترې وژغوري.
ځكه بشر پر خپل ځان مين دى او په خپل ځان پورې اړوندې چارې ښې ورته بريښي. خو بيا ځنې وخت په كې داسې تېروتلى وي چې ځان ترې په خورا ستونزو خلاصولى شي. نو داسې يوه ټولواك ته ستونزمنه خبره ده چې له دې ډول چاپلوسانو او غوړه مالو څخه ځان وژغوري. او كه وغواړي چې ځان ترې لرې وساتي، ژر د كركې او نفرت له ګواښ سره مخ كېږي.
يوازې يوه لار شته، چې له دې شر څخه يې ژغوري. هغه دا چې غوړه مالو او چاپلوسانو ته دا ډاډ وركړل شي چې ټولواك ته حقيقت ويل او غوړه مالي نه كول د هغه سپكاوى نه دى او نه هم د ټولواك د خواشينۍ لامل ګرځي. خو كه داسې وشي او هېڅوك ټولواك ته غوړه مالي ونه كړي ((او د ټولواك په شتون كې په ازادانه ډول رښتيا وواېي)) نو د ټولواك په اړوند درناوي كې كمى راځي.
ځكه نو كه ټولواك يو هوښيار او تجربه كاره سړى وي، درېيمه تګلاره غوره كوي. هغه دا چې د خپل ولس له منځه يو شمېر پوه خلك ټاكي او يوازې هغوى ته د بيان د ازادۍ يا حقايقو د ويلو اجازه وركوي او بيا يوازې د هغو شيانو په اړه په ازاده توګه رښتيا ويلى او خپلې نظريې وركولى شي چې ټولواك يې په اړه پوښتنه كوي او بس، او دغه حق نورو عادي كسانو ته چې پورتنۍ ځانګړتياوې نه لري بايد ورنه كړل شي. ټولواك بايد د هغوى نظريو ته غوږ شي خو خپله هم فكر پرې وكړي او بيا يوازې په خپله رايه او پرېكړه قضاوت وكړي.
له دې سلاكارانو سره په ډله ييزه او جلا جلا ډول د ټولواك چلند بايد داسې وي چې هر يوه ته جوته شي چې په هره اندازه چې د خپلې نظريې په څرګندولو كې ازاد او يا يې نظريه روښانه وي، هومره به د ټولواك د پاملرنې، نژدېوالي او اعتماد وړ وګرځي. ټولواك هم بايد له دغو سلاكارانو پرته د بل چا خبرو او ويناوو ته غوږ ونه نيسي.
يوازې هماغه ټاكلې تګلاره ټينګه كړي، چارې په خورا پرېكنده ډول پر مخ بوځي او وروسته هم پر هماغه هوكړه، عقيده او پرېكړه ټينګ پاتې شي.
خو كه د ټولواك كړنې او عمل د دې برعكس وي يا د غوړه مالو او چاپلوسانو له خوا راپرځېږي يا دا چې د ډول ډول رايو او نظرونو په اورېدلو سره خپلې عقيدې او رؤيې ته بدلون وركوي، اعتبار او ارزښت يې راټيټېږي چې د دې موضوع په اړه به يوه اوس مهالې بېلګه وړاندې كړم.
فرالوكا Fra luca چې د اوسني امپراتور ماكسيمليان Maximilian په دربار كې د سلاكار په توګه چارې پر مخ بيايي په داسې حال كې چې يوه ورځ يې د هغه جلالتمآب په اړه ماته خبرې كولې، وې ويل. �اعليحضرت د هېواد د چارو په اړه له هېچا سره سلا نه كوي ))د چا نظر نه اخلي(( او له دې سره سره د خپل نظر او پرېكړې ملاتړ هم نه كوي�.
دا ځكه چې د هغه كړنې له هغې وينا سره چې مخكې وشوه په بشپړ ډول سمون نه خوري. ځكه چې كله ټولواك د يو نوي بهير يا طرحې د پلي كولو لپاره موټې راپورته كوي، په خپل نيت څوك نه خبروي او نه يې په اړه د چا نظر غواړي. خو كله چې فكر ته د عمل جامه ورواغوندي او په ډاګه يې كړي نو بيا يې نيت څرګندېږي. په همدې وخت كې د خپلو نژدې كسانو له خوا د طرحې په عملي كولو كې له مخالفت سره مخ كېږي.
نو څرګنده ده چې هغه هم د ټينګې ارادې څښتن نه دى د هغوى د مخالفتونو په وړاندې غاړه ږدي او له نرمۍ څخه كار اخلي. د خپلو پرېكړو له عملي كولو څخه لاس اخلي او د دې کار پايله بيا دا راوځي چې له هغو كارونو څخه چې نن يې د پلي كولو پريكړه كړې، سبا ترې تېر شي. نو د هغه اراده په بشپړه توګه نه څرګندېږي او پر اراده او عزم يې د باور درلودل شوني نه دي.
ځكه نو يو ټولواك ته په كار دي چې تل سلا مشورې واخلي خو په ټاكلو وختونو او داسې حالاتو كې چې خپله ټولواك يې وغواړي نه په هغه وخت كې چې سلاكاران يې وغواړي. د چا سلا مخكې له دې چې پوښتل شوى وي ښه ونه ګڼي. مانا هېڅوك بايد دا زړه ونه كړي چې مخكې له پوښتنې د موضوع په اړه خپله نظريه څرګنده كړي.
ټولواك د هېواد د چارو په اړه د سلاكارانو د نظر په اخيستلو كې بايد تل ازاد وي، تل يې نظر واخلي، پوښتنې ترې وكړي. بيا د خپلو پوښتنو ځوابونه په پوره زغم واوري او كه د ځوابونو د وركړې په اوږدو كې د چا غوړه مالي او د رښتياؤ پټول، په هر دليل چې وي ورته څرګند شي، خپله غوسه دې ورښكاره كړي .
څوك چې د ټولواكو د درك قوه يا هوښياري د ټولواك په ځانګړې وړتيا پورې نه بلكې د مجربو وزيرانو او هوښيارو سلاكارانو پورې تړلې بولي تېروتلي دي. ځكه ښكاره ده چې كه خپله ټولواك هوښيار نه وي فطري وړتيا او استعداد ونه لري، هېڅكله نه شي كولى د خپلو ښو او هوښيارو وزيرانو او سلاكارانو له ښو مشورو څخه ګټه واخلي. كه څه هم كله كله �استثناً� او د بخت له مخې ځينې وزيران ډېر پوه راوځي او د ټولواك د غوراوي له حس سره هېڅ تړاوو نه لري. مانا هغه وزير ته چې ټولواك خپلې ټولې چارې ورسپارلې دي، وړتيا او استعداد يې خپله د ټولواك په پرتله ډېر وي په داسې حالاتو كې ټولواك ښايي ښې مشورې او لارښوونې ترلاسه كړي او چارې به يې هم طبعاً په ښه ډول سمبالېږي. خو تر ډېره دوام نه كوي. ځكه همدغه وزير به په ډېر لنډ وخت كې د ټولواك د راپرځولو وسايل تيار كړي او هېواد به ترې ونيسي. خو كه ټولواك د يوه پر ځاى ډېر سلاكاران ولري او خپله يو بې تجربې شخص وي او پوره مالومات هم ونه لري، هېڅكله نه شي كولى چې خپل سلاكاران همنظره او همفكره كړي. نو څرنګه چې خپله هم د دې وړتيا نه لري چې د خپلو سلاكارانو په منځ كې يووالى رامنځته كړي هر سلاكار به يې د خپلو ځانګړو ګټو په لټه كې وي، خپله ټولواك به نه د هغوى د سمون او اصلاح وړتيا او ځواك لري او نه به د هغوى ناوړه كړنې راسپړلى او رابرسېره كولى شي .
نو ښكاره ده چې دا ډول خلك د دغه ډول ټولواك په چاپېريال كې وطن پلورونكي، خاين او ځانپالي روزل كېږي پرته له هغو چې د ځينو بنديزونو له امله ناچاره دي چې ځانونه ښه او رښتيني وښيي.
نو داسې پرېكړه كولى شو چې د پوه او رښتيني سلاكار، له هر ځاي چې وي د هوښيارۍ او وړتيا اصلي سرچينه يې خپله ټولواك دى. نه دا چې د ټولواك هوښيارتيا او وړتيا له ښو سلاكارانو او وزيرانو له امله په هغه كې راڅرګندېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery