مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لومړى څپركى


سلطنتونه په څو ډوله او په كومو لارو رامنځته شوي دي؟

پر بشريت د ژوند په ټول پېر كې جمهوري او سلطنتي واكمنۍ تېرې شوي او اوس هم پرې واكمن دي. هېوادونه ميراثي وي او تر ډېره وخته په كې يوه كورنۍ واكمنه وي. مانا په پرله پسې توګه د يوې كورنۍ اولادې ته دغه واك پاتې كېږي او يا نوي په سلطنت اوښتي وي. نوي سلطنتونه بيا په خپل وار په بشپړه توګه نوي جوړ شوي وي، لكه د ميلان Milan هېواد چې د فرانسېسكو سفورتسا Francesco Sforza تر ټولواكۍ لاندې جوړ شوى و او يا هغه هېوادونه دي چې ټولواك يې تر لاسته راوړلو وروسته خپلې ميراثي واكمنۍ ته ورګډوي. د بېلګې په توګه د ناپل Naples هېواد چې د اسپانيا د پاچا د واك سيمې ((قلمرو)) پورې وتړل شو.
هغه هېوادونه چې په دې ډول تر ولكې لاندې راوستل شوي، يا د يو بل ټولواك تر ولكې لاندې ول او يا دا چې يوه خپلواكه خاوره وه، ځانګړې خپلواكي او سلطنت يې درلود. هغه چا چې هغوى تر ولكې لاندې راوستلي، يا يې د خپلو لښكرو پر مټ او يا يې د پرديو لښكرو په مرسته نيولي دي. او يا هم د ټولواك د ښه بخت او يا وړتياوو له لارې ولكه شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery