مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دويم څپركى


د ميراثي سلطنتونو په اړه

پر ولسمشريزې واكمنۍ به ټول بحثونه پر ځاى پرېږدم. ځكه نورو ځايونو كې مو په تفصيل سره خبرې پرې کړي دي. زه به دلته يوازې د سلطنتونو پر لور مخه كړم. د دغه كار ترسره كول به زه له پورتنۍ وينا سره سم وڅېړم، چې داسې سلطنتونه څه ډول اداره او ساتل كېږي؟
نو دلته ويلى شم: د هغو ميراثي سلطنتونو په پرتله چې اوسېدونكي يې د خپل ټولواك د كورنۍ پر خدمت روږدي دي، د نوي جوړ شوي سلطنت ساتل ستونزمن دي. ځكه ميراثي ټولواكي كولى شي د خپلو نيكونو پر پله پښه كېږدي، دود يې مات نه كړي او په ناوړه حالاتو كې د وخت له اړتيا سره سم ګامونه واخلي او له اړتيا سره سمه هوښياري او ښه چلند وكړي. په دې توګه يو ټولواك چې په ميراثي توګه يې سلطنت ترلاسه كړى وي، د يوه منځني ځواك په لرلو پرته له ستونزو كولى شي خپله واكمني ټينګه وساتي. كه بيا د زښت ډېر ځواك له امله، چې مخنيوى يې د هغه له وس څخه پورته وي، له سلطنت څخه ليرې هم شي، نو كه د خپل ولس ملاتړ او محبوبيت له ځانه سره ولري، كولى شي خپل سلطنت بيا ترلاسه كړي. خو په دې شرط چې د دغه هېواد نيواكګر چې د ده سلطنت يې له منځه وړى، له يوې زيان رسوونكې او بدمرغه پېښې سره مخامخ شي. د بېلګې په توګه موږ په ايټاليا كې د فرارا ډيوك the duke of ferrara لرو. كه د هغه واك او نفوذ د وخت په تېرېدو سره په خپله خاوره كې نه وى ټينګ شوى، نو هېڅكله به په دې نه وى بريالى شوى چې په ۱۴۸۴ز كال كې د وېنېسيانو Venetians په وړاندې ودرېږي او همداراز يې نه شو كولى په ۱۵۱۰ز كال كې د پاپ جوليوس د يرغلونو په وړاندې ودريږي او هغوى ته ماتې وركړي. دا ځكه چې ميراثي ټولواك ته ډېر لږ پېښېږي چې پر ولسونو باندې تېريو ته لاره اواره كړي او يا يې لامل شي، چې له همدې امله ورسره زياته مينه كېږي مانا پر ولس ګران وي. كه له هغه څخه لويې تېروتنې ونه شي او ولس ترې كركه ونه كړي، بې له شكه به په خپل ولس كې محبوبيت پيدا كوي او پر دې سربېره د هغه د واكمنۍ لرغونتيا او اوږدوالى كولى شي ټول هغه يادښتونه او انګېزې، چې ممكن څه بدلون رامنځته كړي، له منځه يوسي. ځكه يو بدلون له بل يوه سره كوشېريږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery