مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د دويم چاپ سريزه



پر ١٣٦٩ل کال زه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د درېيم ټولګي محصل وم. دا وخت مې په ((شخصي لګښت د کتاب چاپ)) يو کوښښ او يو خوځون پيل کړى و او هڅه مې کوله يو شمېر هغه افغانان، چې له اقتصادي پلوه يې روزګار ښه و، دې ته وهڅوم چې په خپل لګښت علمي او هنري کتابونه چاپ کړي او په دې ډول د هېواد د فرهنګ په وده کې برخه واخلي. زموږ لومړۍ هڅه په دې برخه کې بريالۍ شوه او د خپل ټولګيوال (پښتون بهرامزي) په مالي لګښت مې ((نيمګړي ارمانونه)) اثر چاپ کړ. دا کار ددې سبب شو، زما نور ټولګيوال چې تر پښتون بهرامزي يې اقتصاد پياوړى و، دې ته وهڅېږي، چې هغوى هم د اثارو د چاپ او نور فرهنګي چارو لپاره پانګه بېله کړي. په دې کې زما يو بل ټولګيوال (حاجي خان محمد) چې يوې ډېرې درنې پښتنې کورنۍ ته منسوب و، د يو بل اثر د چاپ ژمنه وکړه، دا اثر ((د لوونو فصل)) و، چې ما د همدې ١٣٦٩ل کال په بهير کې ترتيب کړى و. دا اثر اصلاً په شپېتمو کلونو کې د پښتو د څو نوموتو شاعرانو د کلام ځينې بېلګې دي، يا غورچاڼ دى چې اکثره د همدې لسيزې دحالاتو انځورنه کوي او هغه وخت زما هدف او پلان دا و چې موږ بايد د هرې لسيزې په پاى کې د خپل ادب د بېلابېلو صنفونو منتخبات ترتيب کړو او دې سره به موږ ته په ډاګه شي، چې موږ له يوې لسيزې بلې ته په فرهنګي ډګر کې څومره پرمختګ کوو. د شعرونو دا غورچاڼ مې د همدې مقصد لپاره ترتيب کړى و، غوښتل مې د لنډو کيسو يو منتخب هم ترتيب کړم، خو بريالى نه شوم. دې اثر ته مې هغه وخت ځکه د ((لوونو فصل)) نوم ورکړ، چې پر هغه وخت په افغانستان کې د سرونو لو ګډ و او موږ هيله لرله، چې د انساني سرونو د لو دا لړۍ بايد بلې لسيزې ته وانه وړي او زړه کې مې ګرځېدله چې که بله لسيزه کې زموږ هېواد ارام و او ما د بلې لسيزې د شعرونو غورچاڼ چاپوه، نو بيا به پرې د ((ګلونو فصل)) نوم کېږدم، خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د ((لوونو فصل)) د شعري جونګ تر چاپ وروسته دادى نږدې دوه لسيزې تېرېږي، خو په افغانستان کې د سرونو لو همغسې روان دى. په دې تېرو دوو لسيزو کې زه بيا هم د دې جوګه نه شوم، چې د پښتو شعر او يا هم لنډې کيسې منتخبات چاپ او بيا له تېر سره پرتله کړم. خو اوس چې زه د خپل تېر کړي فرهنګي کار پر بيا راټولېدو او بيا کتنه بوخت يم، نو ددې اثر بيا چاپ او د انټرنټ څپو ته د هغه خوندي کول راته هم ضروري ښکاره شول. که چېرې زموږ نور ځوان فرهنګيان په هره لسيزه کې د خپل شعر منتخبات ترتيبوي، نو دا اثر ورته د هغه وخت د استوګن ادبي بهير د يوه لس کلن شعري واټن څو غوره بېلګې په لاس ورکولاى شي. دا چې دا کتاب هغه وخت زما د يوه ګران ټولګيوال حاجي خان محمد په مالي لګښت، د خوشال فرهنګي ټولنې د لومړني چاپي اثر په توګه ټولنې ته وړاندې شوى و، نو دلته لازمه بولم چې له ګران حاجي خان محمد او همدارنګه خوشال فرهنګي ټولنې څخه ډېره مننه وکړم، چې دا اثر يې همغه وخت د چاپ له لارې خوندي کړ. د يادونې وړ بولم چې حاجي خان محمد او خوشال فرهنګي ټولنې بيا تر دې وروسته ډېر نور فرهنګي خدمتونه هم ترسره کړي، چې پر خپل ځاى يې بايد يادونه او مننه ترې وشي.
زه په داسې حال کې چې اوس د خپلو اثارو د خوندي کولو پر کار بوخت يم، له نورو ليکوالو هم هيله کوم، چې خپل هغه اثار چې پر دويم ځلي او يا څو ځلي چاپ ارزي، بيا راټول او چاپ کړي او که چېرې چاپوي يې هم نه، نو د کمپيوټر او انټرنټ حافظې ته دې وسپاري، چې د مرګ له دايمي خطر څخه وژغورل شي، فرهنګي شتمني د ټول ملت مشترکه پانګه ده او موږ ټول يې د خوندي کولو مسوليت لرو. د همدې هيلې په هيله چې زموږ فرهنګي شتمني د هر ډول ناتارونو له خطرونو او ګواښونو خوندي وي، خپله دا سريزه رالنډوم، دا هم تاسې او دا هم په شپېتمو کلونو کې ((د لوونو فصل))، خداى دې وکړي زموږ په هېواد کې نور د سرونو دا لوونه بند شي، په همدې هيله.

څه لو دى د ګلاب ګلاب سرونو په وطن کې
يو اور خو خدايه بل کړې د لوګرو په وزرونو

په درنښت
پوهندوى محمد اسمعيل يون
کابل- افغانستان
١٣٨٧ل کال- د سلواغې ٦مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery