مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افضل ټکور


دوه پوښتنې

مور تپوس راځنې وکړو
کوم څيزونه دې خوښېږي؟
ما ځواب کې ورته ووې:
درې څيزونه مې خوښېږي
چې دي:
ژوند، مينه او حسن
هغې بيا پوښتنه وکړه
کوم څيزونه دې بدايسي؟
ما ځواب کې ورته ووې:
درې څيزونه مې بدايسي
چې دي:
مرګ، وينه او ظلم،


غزل

په موږه بدنصيبو د تورتم مهرباني ده
د يار د تورو زلفو پېچو خم مهرباني ده

دا موږه جل وهلي يې د ګوټ په تمه مړه شو
په غير و غمازانو د صنم مهرباني ده

يارانو د دار لوبه خو لا نه ده ختمه شوې
چې نه مرو دا په موږه د ستم مهرباني ده

دا اوښکې مې د سترګو څه ګيلې څه اسوېلي شي
د وخت راباندې دا په هر قدم مهرباني ده

اشنا د موسېدلو حق له موږ نه دى اخيستى
د خپل او د پردي پر موږ د غم مهرباني ده

زما په وران مالت ورانې جونګړې وران وطن کې
د مرګ او د سرو وينو دم په دم مهرباني ده

د زړه د پرهرونو د ټکور اميد يې نه شته
چې نن په رقيبانو د مرهم مهرباني ده
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery