مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د درېيم چاپ سريزه


 
 ( ١٣٦٧-١٣٧٠) کلونه،  زه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل وم، دامهال دا فکر را سره و، چې  زه بايد داستاد الفت نثري کليات راټول کړم. نږدې  دوه کاله مې پرې کار وکړ، د ١٣٧٠ل کال په بهير کې يې پر بشپړاوي بريالى شوم.
د همغه کال په وروستيو کې مې  په ډېرو منډو ترړو ددې امکانات پيدا کړل، چې دا اثر د دولت په امکاناتو چاپ کړم. هغه وخت له چاپ څخه زما مقصد دا و،چې  دا اثر له مرګه وژغورل شي، ځکه  ټولو دا اټکل کاوه، چې  نظام د ړنګېدو يا بدلون په حال کې دى اودا هم څرګنده وه، چې  ګډوډي به رامنځته کېږي.
د ١٣٧١ل کال د ثور پر ٦مه نېټه کتاب چاپ اود دولتي چاپخونې په يوه خونه کې  کېښودل شو، دوه درې ورځې وروسته پر دولتي چاپخونې توغندى ولګېد او هر څه لولپه شول، خو د خداى(ج) په فضل، دا کتاب يو چېرته په يوه ګوټ کې خوندي پاتې شوى و. دا چې څه ډول مې دا کتاب ترلاسه کړ، دا يوه اوږده کيسه ده. خوشاله پر دې وم، چې کتاب له مرګه ژغورل شوى و. ٨ کاله وروسته (١٣٧٨ل کال) په پېښور کې  د پښتو تکړه خدمتګار او د دانش خپرندويه ټولنې مشر (اسدالله دانش) مانه هيله وکړه، چې زه غواړم  دا کتاب له سره چاپ کړم، خو که څه نوې زياتونې هم په کې وکړې. د هغه په وړانديز مې د استاد الفت ځينې نورې ليکنې هم په کې زياتې کړې اوهغه دا کتاب د تېر په انډول دا ځل ډېر ښکلى چاپ کړ. تر هغه وروسته د همدې دويم چاپ له مخې داکتاب بيا هم چاپ شو، خو دې سره سره د څو کلونو په ترڅ کې  ددې کتاب  د چاپ بيابيا غوښتنه کېدله. اوس چې ما خپل  او زما په زيار د نورو ليکوالو راټول شوي اثار له سره چاپول او دانټرنيټ څپو ته مې سپارل، نو ددې اثر بيا چاپ مې هم ډېر ضروري وګاڼه، دلته لازمه او ضروري بولم، چې  د هېواد له پياوړي شاعر ښاغلي صديق کاوون څخه مننه وکړم، چې ددې اثر لومړي چاپ کې يې د زړه له تله همکاري وکړه، که پر هغه وخت، د کاوون صيب همکاري نه واى، نو خداى(ج) خبر، چې دا اثر په دې بڼه تر موږه رارسېدلاى واى. په دويم ګام کې له ګران اسد دانش څخه مننه کوم، چې دا اثر يې د دويم ځل لپاره، تر پخوانۍ بڼې ډېر ښه چاپ کړ او تردې دمه يې راورساوه. د ګران ورور، ځوان او ځيرمن ليکوال سيدنظيم سيدي خو لا ډېر منندوى يم، چې ددې اثر دواړه چاپي بڼې يې يو بل سره پرتله کړې، په دقيق ډول يې کمپوز او ايډېټ کړې او د تېرو دواړو چاپونو املايي او چاپي تېروتنې يې په پوره زغم او دقت سمې کړې، دغه راز قدرمن انجنيرصيب حاجي نصيب احمدي د زياتې مننې وړ دى، چې ددې اثر د درېيم چاپ لګښت ته يې اوږه ورکړه. په پاى کې يو ځل بيا له ټولو هغو دوستانو څخه، چې دا اثر يې په بېلابېلو بڼو تر دې دمه راورساوه، مننه کوم، کور ودانى ورته وايم، د لوى خداى(ج) له درباره هيله لرم، چې زموږ د ژبې او ملت ټول تاريخي، هنري او علمي اثار، د زمانې له ډول ډول توپانونو خوندي وساتي.
په مينه او درناوي
پوهندوى محمد اسمعيل يون
ارګ، د جمهوري رياست ماڼۍ
د ١٣٨٧ل کال د کب ٢٣مه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery