مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوړ خيالونه او ژور فكرونه


څه غواړم؟
د ډېرو خلكو له پټو رازونو خبرشوم، مګر له ځانه لا خبرنه يم.
زما سترګې ماته دومره نزدې دي چې مانشي ليداى.
زما زړه غواړي چې له ځانه څه قدر لرې شم او خپله څېره ووينم، مګر دومره لرې نه لكه چې له غليم نه لرې يم.
اوس زما ډېر نژدې دوستان هم له مانه ډېرلري دي.
زه غواړم د دوست او دښمن ترمنځ يوه فاصله ولرم، ترڅو چې هغه څه په ځان كې وليدى شم چې په ماكې شته.
اوس پوه شوې! چې زما زړه څه غواړي؟    
                                                           (نيچه )


د بډاى فقر
 
لس كاله كېږي چې يو څاڅكى باران په ما باندې ونه ورېده.
د يوه سړي وږمه  په ما ونه لګېده، د مينې او محبت پرخه زما د زړه په كښت پرې نه وته، ځكه چې په دغه ځمكه هېڅكله باران نه ورېږي.
زما پوهې! زه اوس تاته مخ اړوم او تاته اسره لرم چې په داسې وچكالۍ كې ته وچتوب غوره نكړې.
له تا نه هيله لرم چې زما دپاره روح خوښونكي وږمه، زړه خوشحالوونكي پرخه، ژوند پالوونكي او ريا شي.
پخوا تردې ما ورېځو ته ويل چې زما له مخې نه لرې شي، چې د رڼا پلوشه په ما باندې ډېره پرېوزي او مخه مې ښه رڼا كوي.
 اوس د هغو ورېځو په لاره كې دامونه ږدم، چې ګوندې يوه شېبه زما په سر باندې سيورى شي او زما خبر واخلي.
پخوا له دېنه په تريخ حقيقت پسې ګرځېدم اوس د تصادف څڼو ته لاس غځوم او غواړم، چې ميلمه پالونكى شم، خپله برخه او دخپل وچولي ليك له ځانه ونه شړم، نن زرتش له خپلې سختې نه لاس اخستى دى او لكه تود باد، چې كنګل ويلې كوي خپل ملايمت څرګندوي.
تر اوسه لا پخپل كوهستان كې انتظار كاږي، مګر د غره له لوړې څوكې راښكته شوي دي له هغوكنګلو نه چې تل ترتله ساړه او تړلي پاته كېږي يو قدم را ټيټ شوي دي ستومانه دي، مګر خوشحاله معلومېږي.
غلى شه! چې حقيقت لكه ټينګه وريځ زما په سر تېرېږي د ورېځې له زړه نه  يو غير مريي برق ځليدونكى دى.
حقيقت ورو ورو له ډېرو لويو  پټه پايو او پلو څخه زما په لورې راښكته كېږي راشه! راشه! ګرانه حقيقته.
چوپ شه! دا زما حقيقت دى، چې په ځيرځير او خواږه اضطراب راته ګورې او كتل يې لكه د ستورو كتل جذاب او شيطنت اميز معلومېږي ته به وايي چې زما د نېكمرغۍ راز يې پخپل حدس موندلى دى او پوه شوى دى، چې نن ولې د غره له لوړې څوكې راښكته شوى يم، ولې ملايم او ارام يم؟ ته به وايې چې له ليدو او كتو يې يو ګلرنګه ښامارته خوله وازه كړېده.
غلى شه! چې زما حقيقت څه وايي:
افسوس دى ستا په حال اى زرتشته! ستا حال د هغه چا غوندې دى چې سوچه زر يې خوړلي وي، اخر به ستا ګيډه څېرې كړي او دغه زربه ترېنه وباسې.
زرتشته! ته له اندازې نه زيات بډاى، له حده زيات د خلكو سترګې برېښوې او په زړونو كې ځانته حسد پيدا كوې.
 زه د ستا د ځليدونكي رڼا په مخكې درېداى نشم او سيوري ته پناه وړم او رېږدم.
بډايه! ځه ولاړشه! ځه روانېږه اى زرتشته له خپل لمر نه لرې شه! ته غواړې چې له خپلې هغې رڼا نه چې له سره ډېره زياته ده نورو ته په لپولپو څه وركړې.
ته په دې نه پوهېږې، چې هغه شى چې له تاسره په رښتيا زيات دى پخپله ته يې.
كه غواړې چې چاته څه وركړې له ځانه تېرشه خپل ځان وركړه اى زرتشته!
ته وايې لس كاله كېږي چې يو څاڅكى باران په ماباندې نه دى وريدلى. د يوه سړي وږمه راباندې نه ده لګېدلى، د مينې شبنم زما په زړه نه دى پرېوتى.
ته دا اسره لرې چې په مينه درته وګوري او تا ښه وګڼي.
ايا ته نه پوهېږې چې د خوشبختۍ پلوشو او حرارت شاوخوا ځمكه سوزولې هغه زمكه چې له بارانه محرومه ده له عشقه هم څه برخه نه لري.
اوس ستا ستاينه څوك نه كوي، بلكې ته د خپل دسترخوان د پوټو ټولوونكو ستاينه كوې.
زه تاپېژنم چې ډېرفقير بډاى يې.
ستا ډېر شته تاپه عذابوي، ته خپل ځان په ډېره وركړه ستومانه كوې، خپلې ارامتيا نه ګورې له خپل ځان سره علاقه نه ښيې.
ستا باطن همېشه هماغه شان په شكنجه كې دى، لكه چې په يو انبار كې له اندازې او ګنجايش نه زيات غنم واچول شي ياپه يو زړه كې له حده زياته مينه پيدا شي. ته خپل ځان قربانوې، خو څوك ستا، ستاينه نه كوي!
اى بې پوهې هوښياره! كه غواړې چې په  نورو ګران شې بايد ډېر فقير شي.
دا خلك له هغه چاسره مينه كوي، چې په زحمت كې وي هغه چا ته يوه مړۍ ډوډۍ وركوي چې وږى وي.
اى زرتشته! كه غواړې چې چاته څه وركړې، نو خپل ځان وركړه او له ځانه تېرشه! زما خبره واوره، زه ستا حقيقت يم!  
(نيچه)
 
 
 
هېرول
 
هغه څوك چې څه نشي هېرولى ښه سړى نه دى.
څوك چې همېشه د بل د ملامتۍ له خاطره له ځان سره څه ساتي د ښه زړه خاوند نه دى.
 
 


له هر چا نه لرې
رټل او رټل كېده يو هم ښه نه گڼم او له دواړو نه كركه لرم.
د چا اطاعت نشم كولى او له چانه اطاعت هم نه غواړم.
هغه چې له ځانه نه وېرېږي بل هم نه ويروي.
په نورو باندې هماغه څوك حكومت كولى شي چې نور ويروي.
زه به څنګه دغه كارته زړه ښه كړم چې د خپل ژوند په اداره هم نه يم خوښ.
زه غواړم چې د ځنګله يا د سيند حيواناتو غوندې يوه شيبه ځان هېركړم چېرته يوازې كښينم.
له خپلو لرې اوږدو روياو سره مشغول شم.
خپل ځان له ډېر لرې ځايه دلته راوبولم.
له ځانه زړه وشكوم او بې له ځانه له بل چاسره څه مشغولا ونه لرم. (نيچه )
د شاعر خوشبختي
د كلي رونق اوښتى دى، د خزان سيلۍ ټوله ښكلا له ځان سره وړېده، مګر شاعر د تېرو په يا د خپل غم سپكوي.
دى فكر كوي چې له داسې بدايعو نه يوه ښكلې تابلو جوړه كړي چې هېڅ خارجي وجود نه لري.
دى رښتيا ډېرخوشبخت دى چې برباد شوى ښايست دخپل خيال په دام كې نيولى او ساتلى شي.           
(ايشندرف )


تسلي
 
د ژوند پاڼه زيړه  ده. اوس تا تورو خاورو ته سپاري او دى د خاورو اولاد دى، مګر غم مه كوه! ستاله خاورونه به يوداسې نيالګى زرغون شي، چې هر كال به نوي ګلونه نيسي او هر پسرلى به ستا په ياد عطر افشاني كوي. 
(وركرت )
 
هابيل او قابيل
 
د قابيل نسله! ته ارام ويده شه! ښه څكه، تل موړ او خوشحاله اوسه! ځكه چې ژوند تاته په ډېره مينه خاندي.
مګر ته اى د هابيل نسله! ټول عمر په خوارۍ او بدبختۍ كې غوټه اوسه او په زحمت مړشه!
د قابيل اولاده! ډېرخوشحاله اوسه ځكه چې اسمان تاته په ډېرښه نظركتلي دي  او ته يې خوښ كړې يې.
د هابيل اولاده! ته همدغسې په غمونو، زحمتونو او سختيو كې تل ترتله ژوندكوه!
د قابيل زوزاده! خانده او خوشحالېږه، ځكه چې ستا كښت ډېر ښه راغلى او ستا رمې كال په كال زياتېږي.
مګر ته اى د هابيل زوزاده! همدغه شان په لوږه شپې سباكوه او فرياد كوه.
د قابيل بچيو! تاسې تودو نغريو ته نزدې كښېنۍ او ځانونه تاوده كړئ، مګر تاسې اى د هابيل بچيانو! لكه ګېدړان په سمڅو او غارونو كې له سړو نه ورېږدئ او ورپيږي خپل ټبر هم زيات كړئ او هركال نوي اولاودنه راوړئ.
مګر تاسو اى د هابيل نمسيانو! خپله اشتها وسېځئ او له خپلې  كمپلې نه هېڅكله پښې مه باسئ!
د قابيل ټېره!  ته د ځنګلونو د حشراتو غوندې تل خوره او غټېږه!
مګرته د هابيل ټبره! له خپلو اولادونو سره په كورونو او كوڅو كې سرګردانه ګرځه!
اه! د قابيل نسله! كه ته مړهم شې ستاپه غوښو و هډوكو به ځمكه تياره شي او كښت به يې ډېر ښه راشي، مګر ته اى دهابيل نسله! په ژوند هم څه حاصل نه لرې او هېڅ لاس ته نه درځي.
مګر ګوره! اى د قابيل نسله سره له دغو ټولو شيانو يو لوى شرم هم ستاپه برخه رسېدلى دى، هغه دا چې ستاپه حكومت كې (پاله او كركۍ د سرنېزي په مقابل كې مغلوبه ده.)
ته! اى د هابيل نسله، دا ځمكه پرېږده او اسمان ته خېژه ځكه چې ځمكه يې ستا دپاره نه ده پيدا كړې.          
 ( بودلر)


سخاوت
 
 سخاوت دا نه دى چې سړى چاته ډېر څه وركړي، بلكې په ځاى وركړه سخاوت دى. 
 (لاربروبر)
 
بې اسرې
 
يتيم هلك وم، د دنيا له شتو نه مې دوه رڼې سترګې درلودې چې د زړه ارامتيا پكې ليدل كېده.
زه په ډېر اميد د لويو ښارونو خلكو ته ورغلم، مګر دوى ماته څه اعتنا ونكړه ځكه چې دوى ته ډېر زرنګ ښكاره نشوم.
شل كلن وم چې يو پټ اور زما په زړه كې بل شو او يو ناڅاپه چې راته ټولې ښځې ښكلې او ښايسته ښكاره شوې زه په ټولو مين شوم، مګر په دوى كې يوه هم په ما مينه نه شوه او يوې ته هم زه ښكلى ښكاره نشوم. كه څه هم ما وطن او پادشاه نه درلود، مګر بيا هم د جنګ ميدان ته ورغلم چې مړشم، خو مرګ قبول نكړم.
زه اوس نه پوهېږم چې دلته څه كار لرم او د څه دپاره يم؟ ماته دانه ده معلومه چې دنيا ته پخواله وخته راغلى يم او كه وخت رانه تېرشوى دى. 
(ورلن )
خلك او شاعر
 
يوه ورځ هغه لوى او پراخه ميدا ن هغه لوړ او اوچت غره ته وويل:
(ستاپه وچولي كې د ژوند نخه هېڅ نشته، ستا پرمخ باندې همېشه د سيليو او بادونو څپپړي لګېږي)
په همدغه وخت كې د اولس خلكو شاعر ته وويل: ستا سرو كار تل له خيال او اندېښنو سره دى او ستا د وجود هېڅ نه دي په كار.
سنګين غره په ځوا ب كې وويل:
(زه يم چې ستاله سينې نه هر راز بوټي راكاږم، د غرمې سوځونكي تودوخه پخپل ساړه دم باندې سړومه، د طوفاني ورېځو مخه نيسم پخپلو ګوتو د واورو بڅري جوړوم او ذخيره كوم يې زما له سينې څخه د اوبو لښتي روانېږي او تاته د ژوند پيغام دروړي)
شاعرهم خلكوته وويل: (پرېږدئ چې زه سر په زنګانه كښيږدم او فكر وكړم ايا تاسو نه وينئ، چې زما د زړه له چينې نه ډېرې خوږې اوبه راخوټېږي، چې د بشرتنده ماتوي.    
                                    (ګويته )     


انسان
 
 همېشه وېرېدل، په هر وخت كې هيله او اسره لرل، هر كله د پخوانيو خاطراتو يادونه، دايمي شكايتونه، مسلسله ناراضايتي، د دروغو په لذت پسې افسوس او ارمان، په حقيقت پسې هېڅكله نه ګرځېدل، خپل ځان له خپل اصلي قېمت نه كله زېات او كله كم ګڼل، يوازې په غم او محنت كې ځان پېژندنه او د ګور په غاړه د ژوند په ماهيت پوهېدل.
دا دى د انسان حقيقت يا لږ تر لږه زما مفهوم او معنىٰ سره له دغو ټولو خبرو زه پخپل  ژوند كې يو حقيقي افتخار لرم هغه دا چې د دروغو په شهرت پسې هېڅكله نه يم ګرځيدلى.
هېڅكله مې بې د عشق له درشله بل شي ته سرنه دى ټيټ كړى. زه عشق همېشه له ځانه لرې كړى او بېل كړي يم او د ښه نامه تنده يې په  ماكې پيدا كړيده مګر عشق او افتخار يوه هم تر اوسه پورې بې د زړه له غمه نور څه نه دي راكړي     
( الفيري )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery