مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کابل مجله


شاعرانه خيال
 
چپه چپي او قراره قراري وه، سپوږمۍ د ځمکې په مخ رڼا غورزولې وه، هېڅ طرف زوږ او زوږ نه و.
يو ژور لښتى په شنه ګياه پټ او پېچلى له اوبو نه ډک او غلى روان و.
هر چا چې دا وضعيت ليده ګمان يې کاوه، چې دا اوبه بې شعوره نه دي، په عزم او  اراده کوم طرف ته ځي، ماهم دا خبره حس کړه او ورپسې روان شوم، څه ساعت وروسته ګورم چې به شنه باغ کې قدم وهم پدې باغ کې هر راز بوټې ولاړ دي دا اوبه چې ډېره موده پخوا هم دې باغ ته راغلې وې د دې  باغ په شنو پاڼو، خوږو ميوو ښايسته ګلانو کې يې حلول کړى، دا شين بڼ تازه چمن يې د انسانانو، مرغانو، حيواناتو دپاره ساز کړى و، دا اوبه لکه دتاک په رګو کې ننوتې وې، ډېر خلک يې په خپل خوند مست کړي او د ډېرو نشه يې د ښکو په پاڼو زياته کړې وه، په يوه بوټي کې ځان لکه عسل خوږ کړي او په بل کې يې د سرکې تريووالى پيدا کړى و، په ګني کې يوراز او په مرچ کې يې بل راز مزه ايښې وه دا اوبه برسيره پردې چې د دې  ميوو او ګلانو د وجود سبب ګرزېدلې وې په تعمير او ودانۍ کې يې هم برخه اخيستې، د دې  باغ ديوال او ګردچاپير سرايونه يې سرته رسولي وو. دې اوبو يوازې د ځمکې په مخ تردد نه وکړى.
لکه چې د همدردۍ حرارت يې په زړه کې پيدا شوى، دا اقيانوس له دريابه جګې شوي او په وچو جزيرو باندې يې د رحمت څاڅکي شيندي او لکه د ګل له پاڼو هوا ته هسکې شوې دي، کله  يې په لويو دريابو کې د انسانانو بېړۍ او درانه جازونه په سر ګرزولي او د څاروي وظيفه يې اجرا کړې ده، دا اوبه که څه هم د ونو جګوجګو څوکو ته رسېدلې دي، خو خلک د ځمکې په سر ګرزېدلى شى، څه شى نه ډوبوي، دغه اوبه چې کله يخ کې ځاى نيسي او د تورې اب په ځا ى او کله دګل په پاڼو ( ښايسته جامه ) کې ننوزي د حسن او جمـال مظاهر ه کوي او ځينې وخت د صدف په صاف زړه کې ځان تربيه کوي او د جوهري په دکان کې د تجارت بازار تودوي، ودې  شي چې شاعرانه خيـال هم دغسې يو شى دى.(١)
 

تياره او رڼا
 
نه پوهېږم خوب دى که بيداري، خيال دى که حقيقت، دنيا په تياره او ترږمۍ کې واقع ده، له شرقه ترغربه تور ټيکري غوړيدلي هر څومره چې يوه خوا بله خوا ګورم هېڅ نه ګورم.
هر لور ته تورتم او تپه تياره ده. زه ګمان کوم په داسې  کره کې يم، چې د انسان  هوس په کې هېڅ نه دي کرلي او نه د تمدن لاس په کې څه نقش او نګار کړى او دا يوه طبيعي او ساده منطقه ده، چې د فکر او کار اثر پکې نشته. ټول مخلوق ويده او دنيا په هماغه  پخواني حـال پاتې ده، هېڅ تغير پکې نه دى پيښ شوى، ځکه چې زه څه نه وينم. زما په نظر کې  دنيا په خوب ويده او خپه خپه ښکاري.
زه ګمان کړم چې دنيا د خوب زانګو ده او خلک پکې غلي پراته او يو په بل اړه او غرض نه لري، زه تصور کړم چې دنيا يو سپيره ډاګ او وچه بيديا ده هېڅ پکې نشته د هر چالاس تش او خالي دى، خبر نه يم چې څه شته، خو زه دجهل په تياره کې پټې سترګې پروت يم څه نه وينم او دا هغه دنيا ده چې دبشريت معموره ګرزېدلې او بله شوې، زه په همدې تياره او بې خبرۍ کې، چې يو ناڅاپه سپينه رڼا پيدا شوه او د دنيا بازار راته ښکاره شه.
نه پوهېږم  دا رڼا له څه  شي پيدا شوه، د حقيقت معشوقې مخ ښکاره که او که علم لمر پخوا وختونه د صبح صادق قاصد راولېږه او که دبشر د حکمت برق او بريښنا وه خير هرڅه چې و خو نوې دنيا يې له هر شي ډکه پکه راوښوده، چې هرڅوک يې محتاج او هرڅوک له مانه بې نياز و، هر چا څه درلوده او هرشي نوى رنګ پيداکړى و، ميخانيکي اسبابو په کايناتو کې عيجيب او غريب تحول څرګند کړى او د هنر کيميا وسپنې ته پښې او وزرونه ورکړي، په دنيا کې بله دنيا جوړه شوې د دماغ د زړه خونه نوې شوې، نوى فکر، نوى خيـال پيدا شوى، زه علاوه پدې چې په مادياتو کې برخه نه لرم يو سر او دوه غوږه يم په معنوي هستۍ کې هم لکه الف هېڅ نه لرم زه داسې ښکارم چې له کومې بلې کرې ځمکې ته نوى راغلي يم.
هو! زه د بېخبرۍ او بېکارۍ له دنيا د علم او عمل دنيا ته نوى راغلى يم.
زه له خوبه نوى راپاڅېدلى يم. پس له دې به لکه د وړوکي هلک د يوه شي او بل شي نوم زده کوم او هرشي ته به د تعجب په سترګه ګورم.

بله دنيا
 
نيمه شپه ده هېڅوک له ځايه حرکت نکړي، مګر زه لکه سر سام بې ارادې روان يم په مخ کې مې غرونه او سيندونه راځي، خو زما مانع کيداى نشي په لوړو او ژورو لکه نسيم يا بريښنا څرخنده تېرېږم هېڅ شى مې په مخ کې حايل کېږي نه.
يوه شيبه وروسته نه يم خبر، چې ما د څومره مودې لار په څو دقيقو کې قطع کړې، خو له دغې دنيا چې زه ورسره اشنا وم وتلې او يوې نوې دنيا  ته د تعجب په سترګو ګورم زما او د دې  خلکو ترمنځ دومره بعد او فاصله ده لکه چې د اولې ورځې انسان يې د دې وخت له انسان سره لرې. دلته هر څو نوي او هغې دنيا سره چې زه ترې راغلى يم هېڅ مشابهت نه لري. حسن او جمـال ټول همدلته جمع شوي، عيش او عشرت د همدې خلکو په برخه رسېدلي دي، د دې  ځاى وګړي چې لکه د يوه چمن  ګلان يو شان تر او تازه ښکاري. ماته هغه تفاوت او ټيټ و پا س چې ما د انسانانو په ډله کې ليدلى رايادوي او هغه کسان چې د فقر او ضعف نمايندګان وو، راته وې دلته که هر څومره ميخانې او د ساعت تېرۍ وسيلې ډېرې دي، مګر خلک يې دومره نه دي بيخوده کړي چې له اينده حيات نه غافل او په دې شعر قانع شي، ګويا دې ځاى ته لا د قناعت لغت نه دى رسېدلى او حرص بد نه دى معرفي شوى، هر طرف ته کار خانې او فابريکې جارې دي، نوي نوي کشفيات او اختراعات  کېږي، خو افسوس چې زه د دې  ځاى د شيانو نوم نه پېژنم  او تعبيرترې نشم کولى، مګر دومره پوهېږم چې دټولې دنيا د تسخير دپاره کفايت کړي. د دې  ځاى په کتاب کې ډېر شيان چې ما ته بد معرفي شوي و ښه ښودل شوي او د اخلاقو په غټو عنوانو کې لوى  تغير او تبديل پيدا شوى دى، دلته په عوض د تواضع او اميدوارۍ دعزة النفس درس ورکول کېږي او دصداقت په ځاى سياست ستايل کېږي، زه پدې ښايسته وينا کې ښکته او پورته ګرزم د بشريت د امراضو دوا، لکه همدردي او نور...لټوم خو بې له زهر داروغازو او جهانسوزه اور بل څه نه وينم او وروسته له ډېرو پوښتنو راته ويل کېږي، چې ته د شرق موزيم خانو ته مراجعيت وکړ ه ګوندې د شلو قرنو پخوا ارمغان دهغه ځاى په زړو او شکيدلو پاڼو کې پيدا کېږي.(١)
 
 

د بشريت قافله او منزل مقصود
 
نن چې د بشريت قافله او د انسانيت کاروان، د مدنيت او عرفان په بازار کې قدم وهي او د حکمت په رڼا د مهجولاتو په تور تم کې اوبه د حيات لټوي، له اوسپنې د هوا مرغان او له فولادو نه د درياب کبان جوړوي، له لوبونه بريښنا (برق ) او له هوا نه وينا اخلي، نن چې له شرقه ترغربه د انسان ژغ هر غوږ ته بې کاغذ او لفافې او بې ټکسه د پوستې رسي.
نن چې هر سړى ددنيا په حال احوال او د لرې لرې خلکو په کاروبار خبر دى، د يوه او بل په حق کې پيشگويي کوي، نن چې د بشرله سترګو پردې لرې شوي، لرې او نږدې وړې وړې ذرې وينې او له ډېره عقله وېښته چوي دا ټول د نن او پرون ورځې د زيار او زحمت نتيجه ده او ديوه قرن محصول نه دى، دا معنوي سرمايه د بشر د اولې ورځې پانګه ده، چې ورو ورو زياته شوه او په مرور د زمان له يوې دانې درمندونه  او له يوه زڼي باغونه جوړ شوي، د بنيادم فکر لکه طفل ډېره موده دحيات په غولي خاپوړې کوي او د حرکت او عمل په ميدان او د تجربو په ګدۍ ډېر کار ته پاڅېدلي او سر په څېړۍ لګېدلي، پس له ډېرو پرزېدلو يې يو يا دوه قدمه د ترقۍ لور ته اخيستي. دا طفل  په بيابان د دنيا کې چې هېڅ لور لار او رڼا ڼه  وه او هر طرف مارکنډيو او اغزيو ډک و لوڅې پښې يوه خوا او بله خوا لکه سودايي او تندې يې تېرې کړې، په کنډو او کپرو په خطر کې وليدلې، لکه يو سف (ع) عمريې په څاه او زندان کې تېر شوى، د زمانې له مصايبو نه يې د سر په کاسه کې اوبه څښلي.
کله د تصادف په ګام او کله د تدبير په قدم وړاندې تللى.
ډېرې ککرې پدې ارمان کې خاورې شوي چې يوه غوره د پښې تجزيه کې يا له يوې هسې تيل وباسي او له بلې پلته تاوده کي، خپله تياره کوټه پدې رڼا او خپله توره خونه پدې روښانه کي.
لنډه دا لکه څنګه چې بنيادم دا اوسني صورت او قدوقامت پس له ډېرو تحولاتو موندلى، اول ځل له غذايي موادو مائيت ته راغلى (مني شوى) او پس له هغه د مينې پرچې (علته) ګرزېدلي او بيا يې دغوښې شکل پيداکړې او په تدريج سره هډوکي جوړ او په  غوښه کې پټ شه، وروسته تردې يې زړه، سترګې، غوږونه او بې حسابه اجزا د بدن او پزې يې د وجود، چې ځانته يو علم (تشريح ) پکې تدوين شوي دي په کار خانه د قدرت کې جوړ شوي  او يو مکمل وجود، چې خداى په اشرف  المخلوقات سره ستايلى د خداى په قدرت دنيا ته راغلى، همدارنګه يې فکر هم د تحول پايه ختلي او دې اوسني مقام ته رسېدلى دى، بنيادم ډېره موده په صحرا تنهايۍ او نادانۍ کې په ډار او ترس ګرزېدلى او لکه ښاپېرک په سمڅو او غرو کې پټ شوى، هر ساعت له مختلفو اوازو د حيواناتو او غرهار د تالندې وېرېدلى او له ډاره يې يوه او بل شي ته سجدې کړي، پس له ډېره وخته د ملګرتيا او تعاون په فايده پوه او د غلو له ډاره د کلي او کور شو، له همدې وخته د قوميت، نوعيت، قرابت، نيلى په ځمکه کې چلېدلى، د محبت، شفقت، جمعيت سلسلې اوږدې شوې او د بنيادمو قافلې او کاروانونه د ترقۍ له لارې مخ پر وړاندې د منزل مقصود  طرف ته تللي او هرې طايفې ځانته يوه پناګاه لټولې او ځان يې څه شى او ډېر ترسيه کړې.
چا د غربيت  په خونه کې اړولي او جا د قوميت  په مرغانچه کې ځان ځاى کړى. مسلمانان  په فراخ باغ د دين او ديانت کې پراته او د يوه باغوان لاس لاندې تربيه کېږي، پدې  باغ کې هرقسم بوټي او هر راز ګلان او ونې چې هر يو بېله مزه، بېله ميوه، عليحده رنګ او ګوښې فايده لري موجود دى، تر انګورو پورې د هر ځاى ميوه پيدا کېږي او د هر چا خوله پرې خوږېږي.
دا باغ خصوصي نه دى. د هر چا زړه چې ورته وشي په يوه کلمه کلپ ورته خلاصيږي او ور  ورته بيرته کېږي.(١)
 

 
د محبت لېوال
 
راشه چې زه خپل زړګي ته مراجعت وکړم، چې په  دغه حساسه نړۍ کې د مينې اومحبت څه يادګارونه پاتې دي او که نه! دغه زړګى چې د محبت په هر راز لوموکې نښتى او د عشق په پنجرو کې يې ډېر رياضتونه ايستلي دي ګوندې د عشق او مينې تېرحالونه لکه د سينما فلمونه يو يو راته ښکاره کړي او دا راته وووايي، چې عشق او محبت په انسان باندې څه کوي، ترڅو چې د دنيا په مخ  د حسن او جمال مظاهر ليدل کېږي او د انسان په سترګو کې د ليدلو او کتلو احساس وي هرومرو به د انسان په زړه کې يو ډول مينه او د يو شي محبت وي، مګر محبتونه دي چې ډېر ژر د انسان  له زړه محوه کېږي او هېڅ اثر يې نه پاتې کېږي.
هو! انسان کله کله خپل زړه له لمر او سپوږمۍ  او د اسمان په ستورو هم بايلي، مګر کوم وخت چې هغه ورته لويدونکي او پريوتونکي ښکاره شي، نو ډېر ژر ورځنې بېزاره  شي او په يوه داسې ذات پسې ګرځي، چې هغه  هېڅکله نه محوه کېږ او تل ترتله وي.
دا راز محبت د انسان جسم او روح دواړه داسې رڼا كوي، چې بيا لمر او سپوږمۍ هم ورته له شرمه كتلى نشي، مګر دا محبت په هر زړه كې نه پيدا كېږي او نه د هر چا لاس ور رسېږي، دا پاك محبت دى او په داسې زړه کې ځاى نيسي چې هلته بل هېڅ محبت لاره نه لري.
هرکله چې محبتونه راز راز او ډول ډول دي او په هېڅ وخت کې د انسان زړه، چې د محبت نړۍ ورته ووايو له مينې تش او خالي نه وي، نو زه به اوس  خپل زړګي ته رجوع وکړم او هغه ټول محبتونه به يو يو راپه زړه کړم، چې په دغه نړۍ کې پيدا شوي او بيا ورک شوي دي.
ښه مې په ياد دي کله چې زه په کوڅوکې له وړو سره ګرزېدم او کور کې به مې څه کول زما په زړه کې بې له محبته بل هېڅ شى نه و، زه په همدغه وخت کې محبت د خپل مور له غېږې او د کاله له خلکو بېل کړى او له پرديو هلکانو سره يې ملګرى کړى وم.
زه به هغه وخت د خپلې مور له څنګه پاڅېدم او په منډه به دباندې تلم، که هغې به ماته هر څومره نارې وهلې مابه سترګې نه ور اړولې، ځکه  چې خپلو ملګرو ته به ورتلم او هغوى به مې لټول.
زه به د هغوى خوږې مرکې ته داسې په شوق ورتلم لکه يو مين چې په نيمه شپه کې د خپلې معشوقې حضور ته په څه طمع ځي او بل هيچا ته يې پام نه وي، مګر کوم  اميدونه چې يو مين خپلې معشوقې د وصال په وخت کې لري زما په زړه کې به هغه  شان يوه ارزو هم نه وه او نه به مې د دغسې شيانو تصور کولى شو، زما محبت په دغه وخت کې په هېڅ راز مادي او معنوي اغراضو بنا نه و. په دغه حين کې ما هر راز مرسته او ښيګڼه د محبت دپاره کوله، مګر د هېڅ شي دپاره به مې له چاسره محبت نه کاوه، زما محبت په دغه وخت کې يو پاک او مجرد محبت و، چې په هېڅ ډول  اغراضو نه وککړ شوى، مګر څه موده وروسته چې ما د خپلو همدغو ملګرو په ښکلو مخونو او معنادارو سترګو کې بعضې کيفيتونه وليدى شوه، نو زه له يو بل شان محبت سره اشنا شوم او زما په زړه کې د هغوى په نسبت يو بل راز مينه پيدا شوه پدغه وخت کې زما زړګى لکه يوه وړه کښتۍ دمحبت په درياب کې ولويده، چې د مينې او عشق موجونو او چپو ورباندې  لوبې کولې.
له دې محبت سره زښت ډېر اظطراب او ناقراري ملګرې وه، چې همېشه به زه له مشکلاتو سره مخامخ کېدم، مګر دغه ټول مشکلات مينې او محبت زما په نظر کې دومره اسانه کړي وو چې ما به ورځنې خوند اخستلو.
پدې وخت کې زما په زړګي کې مينې او محبت داسې تنده پيدا کړې وه، چې د دغه درياب ټولې اوبه يې وچې کړې او په وچ ډګر پاتې شو.
څنګه چې دغه اضطراب او ناقراري ورکه شوه او زما زړګى لکه مړى يا ويده لږ څه له سرګردانۍ خلاص شو، نه پوهېږم چې بياله کومې خوا د محبت نسيم را والوت او زما په زړه کې يې لکه د پسرلي هوا بيا د مينې احساس ژوندى کړ،  پدې وخت کې زه د خپل مفاد دپاره هر طرف لېوال او سرګردا ن ګرزېدم چې يوه شيبه به هم قرار نه کيناستم، زما زړګى په دې حال کې هم د محبت له پنجو خلاص نه و، مګر دومره شوي و، چې زما په نظر کې يې له هر شي ځينې مفاد ښايسته کړى  و، چې  ما خپل زړه کلک ور پورې تړلى و او هر طرف ته به په همدغه  نېت ګرزېدم.
زما زړګى پدې وخت کې هم هېڅکله نه دى قانع شوى او لکه د ملنګانو کچکول هرڅومره چې به پخپلو خواهشاتو ډکېده سمدلاسه به بېرته تشېده او نور څه به يې غوښته. پدې محبت ما هر راز ذلت او تحقير قبلولو او د خپل مفاد دپاره به تل د نوموړو او غټو خلکو په وره کې ولاړوم، چې دوى به راته له هر چا ځينې ښه ښکاره کېدل او له همدوى سره به مې مينه لرله.
مګر دا مينه اساسي او اصلي نه وه، ترڅو چې ماخپل (مفاد) د دوى په کور کې ليده، له دوى سره به مې مينه درلوده او د دوى احترام به مې کاوه او کله به مې چې دغه طمع د دوى له وره پرې شوه، نو بيا به مې پېژندل هم نه.
کوم وخت چې دا حرص يا دا محبت زما په زړه کې سوړ شو او زه ورځنې خلاص شوم د دې  دنيا هرڅه راته فاني او تېريدونکي ښکاره شوه، نو خپله مينه مې ورځنې وشکوله، د دنيا هر څه مې نورو ته پرېښودل او ماله يو بل عالم سره لاره پيدا کړه، هغه پخوانى محبت مې له زړه ومينځل شو او يو بل ډول محبت پکې ځاى ونيولو.
پدې محبت کې هېڅ  قسم اضطراب نه شته، بلکې زياته  ډاډينه او قراري پکې ليدله کېږي، دا محبت هېڅکله نه محوه کېږي، ځکه چې له فاني او محوه کيدونکو شيانو سره تعلق او رابطه نه لري.
اوس که زه په دې عالم کې هم له چا سره محبت او مينه لرم هغه به له داسې شيانو دپاره وي، چې هېڅکله نه ورکېږي.
هو! زه خو اوس لکه بلبل او بورا داسې نه يم، چې په ظاهري ښکليتوب وغولېږم او د دې جهان په هغو ګلانو پورې زړه وتړم چې ډېر ژر فنا کېږي او د مني باد يې هرې خواته وړي، زه د داسې څه دپاره له چا سره د لږې مودې دپاره مينه نه پيدا کوم، زه اوس په دنيا کې له داسې خلکو سره مينه او محبت لرم، چې هغوى يوه داسې پټه اومعنوي پانګه لري، چې په هېڅ شان نه ضايع کېږي او د زمانې سيلاب يې نه شي وړلى، دا پانګه د انسان هغه معنوي او اخلاقي موجوديت دى، چې په هېڅ وخت کې خپل حسن او قيمت نه بايلي،  مګر هر  څوک يې نه لري او نه د هر چا په برخه کېږي.
دا انسان  هغه ثروت دى، چې په دنيا کې ورباندې ښه نوم او عام محبوبيت ګټي او په اخرت کې ورباندې د خداى رضا لاس  ته راولي، نو که څوک غواړي چې په دنيا کې د زړونو مملکت لاندې کړي او دغه راز جهانګيري يې په نصيب شي، هغه بايد په همدغه شي د خلکو زړونه خپل کړي او خپل مينه پکې ځاى کاندي.
په دنيا کې بل هېڅ  نشته چې د انسان  په زړه کې لکه ښه اخلاق بادوامه او عميق تاثير وکړى شي، همدغه شى دى چې انسا ن ته د نورو د تسخير دپاره ورکړشوى او دى ورباندې له نورو امتياز پيدا کوي.(١)


پوهه او معرفت
 
کله چې د تورو شپو په تورتم کې راته سل راز  شيشکې او پيريان ښکاريدل او زه به ورځنې په خوب کې هم وېرېدم، نن هغه شيان يو نه وينم – نه پوهېږم چې څه  وخت زما نظر بل راز و او که  دغو پټو مخلوقاتو راسره اشنايي درلوده، ما پخپلو سترګو د ښاپيريانو رانجه پورې کړي وو، که مې د کوم پير او فقير خولۍ په سر کړې وه، هرڅه چې و او هرګمان چې ته کوې، خو زه چې کله ماخستن يوازې له کوره ووتم کاڼي، بوټي به راته د پيريانو لښکر جوړ شو او هر شي به زما په نظر کې بل راز جوله کوله.
يوه شپه چې يوازې له کاله ووتم او له کلي بهر شوم نا څاپه راته يوه توره بلا راښکاره شوه او زما په زړه کې يې عجيب او غريب  حرکت پيدا کړ، هرې خواته چې مې سترګې اړولې د خوف او ويرې نا اشنا ښځه مې په مخکې ولاړه وه، د پلرو او نيکونو هديره راته د بلاګانو مېنه او د پېريانو کور ښکاره کيده. له هرې شناختي راته سل پيريه جوړ شو او زه يې په سل رازه  موهومو عذابونو سره وېرولم، د وطن کاڼي  او بوټي راته روې او شيشکې شوې، چې زما زړه يې له ګوګله ايسته او هر ډول ويروونکي خيالات او تصورات يې راته پيدا کول، هېڅ نه پوهېدم چې له ماسره به څه کېږي او څه به راته پيښېږي، مګر څومره چې توره بلا راته نژدې کېده هغومره زه د مرګ او فنا لور ته وړاندې کېدم او يقين مې درلود، چې په هېڅ راز ور څخه نشم خلاصيدلى، ځکه چې دا هماغه بلاوه چې د کلي ټول هلکان ورځنې وېرېدل  او هره شيبه به يې د لوبو په ميدانو کې د دوهۍ په غاړه يا د تناره په سرکيسې او خبرې کيدلې.
همدغه شېبه زما د ژوندون وروستۍ ساعت او اخره برخه وه، چې بايد له خپلو ټولو ارزوګانو سره واع وکړم او ځان د مرګ بېرحمه پنجو ته وسپارم.
ډېر افسوسونه مې وکړه، چې پدې وخت کې ولې له خپل کوره را ووتلم او د دغې بدبختۍ استقبال مې کاوه، مګر په افسوس او حسرت نو څه کېږي، څه شى چې سړي ته تقدير پيښوي هغه پېښيږي او دا وروستى عقل  له هېچا سره ړومبي  نه وي، ډېر ځله سړى په ځينو ارادو پسې له کوره بهر شي، مګر نه پوهېږي چې په لاره کې ورته څه پېښېږي او څه کېږي. که چېرې  انسان دغه راز پېښې پخوا له پېښبدو ليدلې وي هېڅکله به يې د خپلو ټولو ارادو تعقيب نه کاوه او لکه يو شل  به ځاى په ځا ى ناست و، هېڅکله به له کنډو کپرو او ګړنګو څخه نه لويده، ځکه چې تل د سکون په يوه داسې کړنګ کې پروت و، چې راپورته کېدى به نشو.
د دغې شپې او دغه حال تصوير زه داسې اوس ښه نشم کولى او نه يې تاسې هغسې احساس کولى شئ، زما افکار په دغه وخت کې ټول د خوف يوې تورې  نقطې ته متوجه و او بې له خوفه مې نور هېڅ نه ليدل، هېڅوک نه و چې زه يې  له دغې بلا خلاص کړى واى، يا ورته دا اميد شوى واى، پخپل وطن کې له خپل کور او کلي څخه څو قدمه هغه خوا زه بې وزلى، بې اسرې او بېکسه وم، هېچاته مې څه هيله نه درلوده، له خپلو او خپلوانو، ملګرو او اشنايانو، مور او پلار څخه اميد قطع شو او په  تمامه معنىٰ راته ځان يوازې او بې مرستې ښکاره شو.
نه پوهېږم، چې کله به په تاسې باندې دغسې حال راغلى وي، چې اوس د دې  کلماتو په معنىٰ پوه شې او زما  په تېر شوي حال لږ څه رحم وکړئ که يه؟ که تاسې له دغسې زمان او مکان سره اشنا نه ياست او دغه راز مو نه دى ليدلى، زما خبرې به خداېږو، چې څه وبولئ، د افادې قوه هم دلته ډېره ضعيفه ده، د هغه حال د تصوير او تقرير دپاره لا تر اوسه کلمات نه دي وضع  شوي او که وضع شوي هم وي زه يې د استعمال په چل نه پوهېږم، ددغسې فجيح حال تصوير  راته ډېر ګران ښکاري، زه هېڅکله دېته نه يم حاضر، چې د خيال په عالم کې بېرته هغه حال ته رجوع  وکړم او بيا تاسې ته د دې  کيسې جزيات او واړه ټکي پوره بيان کړم، که چېرې دنيا تکرارهم قبول کړي او زه بېرته کوچنۍ شم، هماغه شپه بيا راشي او زه په هماغه  تورو شپو تورو پردو کې دا حال بيا وونيم يقين دى، چې په هغه حال کې هېڅوك نشم  پوهولى. که دا هم وشي او دا ټول غيرممکن شيان امکان پيدا کړي بيا هم يقين نه لري چې د اوريدونکو زړه به زما په حال وسوزي او څه چې په ما تېر شوي وي دوى به يې په اورېدلو هغسې متاثر شي.  د ليدو او اوريدو دومره فرق دى لکه د ړانده او بينا، نو بيا ويلى شم، چې د هر بدبخت حال ستاسې په نزد له يوې کيسې او افسانې نه زيات اهميت نه لري، هميشه او په هرځاى کې د بدې ورځې د خاوندانو  حال د نورو دپاره قال شي، په هر ځاى کې ځمکه  هماغه  سوزي چې اور پرې بلېږي، په هر هېواد کې پردي غم نيم  اختر وي، هېڅکله داسې نه دي شوي، چې د سترګو کار له غوږو واخيستل شي يا د يوې سترګې په ړوندوالي د بلې سترګې  بينايي لږه شي دا ټول هغه ممتنعات دي، چې فرض يې هم ممتنع دى، نو زه هېڅکله له تاسې دانه غواړم چې تاسې دې زما دحال داسې احساس وکړئ لکه چې ماکړى دى، زه همدومره غواړم چې زما په حق کې يې يو مشکل حال قبول کړئ او د وېرې سخت عذاب وګڼئ، زه په دغه وخت کې نور له خپله حاله خبرنه شوم او ونه پوهېدم، چې ځمکه مې له پښو نه کومې خواته ولاړه او زما د وينو په جريان کې څه تغير راغى، خو هرڅه رانه هير شوه او نور مې د خوف احساس هم ونکړاى شو، تاسې فرض کړئ چې زه هم  لکه يو بې حس او بې شعوره کاڼى په دغه بيديا کې پرېوتم، چې عقل او شعور، احساس  او خيال هر څه رانه ولاړل او بېخي يوازې پاتې شوم، دا حال که څه  هم يو موقتي مرګ و، چې څوک به يې نه خوښوي او جمادي حالت به يې بولي، خو زه يې له دغسې مهيب او وېرونکي ژوندون خلاص کړم او د ټولو غمونو په مخ کې حايل شو.
څه شېبه ورورسته چې دا حال هم لکه د انسان نور ښه او بد حالونه له سترګو پناه شو او ما خپلې سترګې وغړولې بې له دېنه، چې خپل ورور مې تر څنګ ناست  و او زما تلي او لاسونه يې مښل بل هېڅوک او هېڅ شى نه و، کومې تورې بلا چې زه يې يوه شېبه  مخکې وېرولم او ژوندون يې راته يو لوى غم او سخت عذاب ګرزولى و، هغه  مې سکنى ورور او د خپل کاله سړى و.
وګورئ!! کله کله سړي ته  خپل خواخوږي او خپلوان بلا کېږي او په بله بڼه يې ويني، يعنې لکه يوسف خپل ورور لېوه شي او په بلاګانو يې خوري.
دغه راز  تياره او تورتم چې په هرځاى کې وي هلته سړي ته دغسې حالونه پېښيږي چې له خپلو ورونو څخه هم وېرېږي او هغه څوک چې د ده مټ او بازو وي د خپل بدګمان په اثر کې ورته لکه بلا داسې ايسي، د دغسې تيارې نسبت که څه هم په ظاهر ه  تورو شپو ته کېږي، مګر په حقيقت کې له ناپوهۍ او نه پېژندلو څخه پيدا کېږي، په کوم ځاى کې چې د جهل او نادانۍ تورې پردې د خلکو په سترګو غوړيدلې وي هلته سړي ته هر څوک نا اشنا ايسي او د خپل کوروکلي خلک ورته د راز راز  بلاګانو  په ډول معلومېږي، هر چا نه يې په زړه کې وېره کېږي او په شپانه باندې د لېوه ګمان کوي، بې له وېرې بل شي نه پېژني او بې له بدګمانۍ او د خوف له تخيل څخه نورڅه نلري، همدغه سبب دى چې ناپوهو وګړو ته (چې په کوم ځاى کې وي) يو حاکم داسې ښکاري لکه په توره شپه کې، چې سړي ته خپل ورور له ليرې ځان وښيي او دى يې نه پېژني، يعنې هغه څوک چې بايد دوى يې د خپلو حقوقو او خپل ځان حامي وګڼي په زړه کې ورسره مينه او علاقه پيدا کړي، ليرې لېرې ورځنې ګرزي او له ډاره ورته نږدې کېدى نشي، ځکه چې هغه ورته خپل ځان نه وي معرفي کړى او نه د پېژندلو په اثرکې ورته بل شان ښکاري.
بې علمه خلکو ته معارف  هم داسې په نظر ورځي لکه چې يو عالم جهل او ناپوهۍ ته ګوري، مګر هغه کسان چې له علم او معرفت سره اشنا شي او معارف وپېژني، لکه تږي ورپسې وچې شونډې ګرځي او هرې خواته ورپسې هڅه کوي، په رښتيا چې اشنايي او پېژندنه د خلکو ميل او محبت ډېر ښه جلبوي او هغه لوى خلک چې پدې راز پوه شوي دي ډېره ښه استفاده ورځنې کولى شي.
تاسې به ډېر شيان او ډېرخلک ليدلي وي چې په اول کې ورځنې وېرېدلئ او ښه درته نه ښکاره کېدل، مګر  وروسته چې ورسره  اشنا شوي ياست او پېژندلي مودي اوس به درته محبوب او ښه ښکاره کېږي، يو وخت و چې انسان په دنيا کې له هر څه وېريده، دا سمان له ستورو او لمرو سپوږمۍ څخه يې هم ډار درلود، د تالندې له اوازه او له برېښنا څخه به په څمڅو او غارو کې پټېده، مګر اوس ورته يو شاعرانه منظر ايسي او شعرونه پرې وايي، ځکه چې پوهې  او معرفت علم او پېژندګلوي د ډار او وېرې طلسمونه مات کړه او انسان ته يې ډېر زيات جرائت ورکړ، د همدې  لامله  اوس څوک له اور او اوبو څخه نه وېرېږي او نه ستورو او ارباب الانواعوته هغسې سجدې کوي.
هو! پوهه او معرفت علم او پېژندنه يو قوت دى، چې په دريابونو کې يې نهنګان او په غرو کې يې پړانګان او لېوان ورک کړه، د اوهامو او خرافاتو د تورو کېږديومراندې يې پرېکړې، د دېوانو او ښاپېريانو کيسې يې ورکې کړې، د شيشکو او روو ډار يې د خلکو له زړه نه وايست او د مرګ وېره يې هم په زړونو کې کمه کړه، د مصر د فرعونيانو او ارباب الانواعو کيسه ختمه شوه او د جوګيانو خونې هم جوړې شوې، د اور هغه لمبې مړې شوې چې خلکو به يې بندګي كوله او د کوډګرو بيرغونه هم ړنګ او نسکورشوه.
کوم ملت چې غواړي خپل هېواد کې هر راز مکروبونه ورک کړي او دغه ټولې بلاګانې ووژني، زړونه له دغه راز تصوراتو څخه او خيالات له موهومو اندېښنو څخه وژغوري جرات او شجاعت  وروزي او انسان کې يو روحي اومعنوي قوت وپالي د بدو ګمانونو او ويرونکو تخيلاتو ښه علاج وکړي او انسان ته هرڅه په رڼا کې څنګه چې وي هغسې وښيي هغه هرګوره د علم اوپوهې د رڼا په خپرولو کې کوښښ کوي او دغه راز تيارې پخپل وطن کې ورکوي.
زما د وېرې کيسه که څه هم زما د کوچنيتوب د شپو او ورځو د لويې افسانې يا ډرامې يوه وړه برخه او کوچنۍ صحنه ده، مګر د اجتماعي حيات  مرموز اسرار او رازونه پکې پراته دي، چې د حال په ژبه يو لوى تعليم او مهم درد بلل کېږي.
که سړى د دنيا واقعاتو او خپلو مختلفو حالاتو ته په بې اعتنايۍ نه ګوري او له هغو روياو څخه چې په ويښه يې ويني نتايج اخلي، يقين دى چې ډېر ښه ښه عملي اساسونه لاس ته ورځي، چې سړى يې په ډېرو نظري مطالعاتو کې نشي پيدا کولى، همدغه قيمتي اساسونه دي چې د نن ورځې تازه او مهم علوم پرې بنا شوي دي او سړي ته په ژوندانه کې نوې نوې لارې ښيي، نو هېڅکله  دغسې واقعاتو ته په عادي نظر مه ګورئ او بې نتيجې اخيستلو يې مه پرېږدئ، د ژوندانه راز پخپل ژوندون کې ولټوئ او د علم  دتجربو مخ هم د حيات په هنداره کې وګورئ!!!.
تاسې به ډېرځله د يوې علمي مسلې په ډول اورېدلي وي، چې انسان د مجهول شي دښمن دى او په کوم شي چې نه پوهېږي يا يې نه پېژني هغه ورته ښه نه ښکاره کېږي، ماهم له ډيرو خلکو يوه فلسفې کليه (المرعدولما جهل) اورېدلې ده، مګر هغسې پرې نه يم پوهېدلى، چې د ژوندانه معلم  او ښوونکي راته دا مبهمه معنىٰ  وښودله او زما په زړه کې يې لکه د کاڼي نقش ثبت او رسم کړه. څه شى چې يو عالم يا فيلسوف پرې پوهېږي، هغه ما لکه يو صوفي په سترګو وليد او څه شى، چې يو عالم  بلل کېږي زما دپاره حضوري علم وګرزېده، هغه څه چې ځينې خلک يې وايي او پرې پوهېږي، نه زما دپاره يوه نه هېريدونکي خاطره شوه، چې هېڅکله يې نه هيروم او که رښتيا ووايم هېڅکله يې نه شم هېرولى.
زما په ژوندانه کې دغسې ډېر اسرار او رموز شته، چې زه يې بې کلماتو او الفاظو په ځينو شيانو پوه کړى يم ماته يې په توره شپه او داسې ځاى کې، چې سترګه په  سترګه نه ښکاريده ډېر څه را ښودلي دي او زه يې ملاکړى يم.
هغه څه چې خلک يې د کتاب په پاڼو کې ويني ما د زړه په سيپاره کې ولوستل، که څوک غواړي چې دغه بې صوته تعليم حاصل کړي او لکه طوطي له نورو نه تشې خبرې زده نکړي پخپل ګرېوان کې دې سرښکته کړي او د خپلو خاطراتو په دفتر کې دې د ژوندانه په اسرارو ځان پوه کړي، يعنې له نحوي ضمير څخه  دې نفسي ضمير ته مخ راوګرزوي او هر څه دې له ځانه وغواړي د همدغه ضمير حالات دې ځانته معلوم کړي او له همدغې کړکۍ څخه دې پوهې او معرفت ته لاره پيدا کړي.(١)


د زړه پوښتنې
په هغه تور تم کې چې غل او کارواني نه پېژندل کېږي د حيات اوبه څه قيمت لري؟ هغه پوهه چې دشيطان له کوره وي، هغه اودس چې د مظلوم په وينو يا د يتيم په اوښکو کېږي، هغه کتاب چې د ناحقو دعوو دپاره پکې لارې لټول کېږي، هغه ملګرى چې سړى له ځان سره په کږو لارو بيايي....
څه يې وبولو؟
کوم ړوند، چې د امسا په ځاى تورو مارانو ته لاس اچوي، کوم کوڼ چې  خبره نه اوري او ورته خاندې، هغه سپوږمۍ چې غلو ته لاره ښيي او په مينو پسې مشالونه ګرزوي...
څه په کار؟
هغه لوى سړى چې د وړو مرغانو په دام کې نښلي يا د غټو په جال کې بندېږي او د خوشامدګرو د تشې وينا له اغيزې ځان نشي خلاصولى څوک دى؟
کوم زړه چې د احساس په اور کړيږي او دا سوي په پټه خوله زغمي، کوم فکر چې پخپل مخکې فولادي ديوالونو ويني، هغه تږي چې په اوبو کې وژونکي زهر ګوري... د هغو په حال رحم نه دى په کار؟
هغه کسان چې سترګې لري او ژبه نه لري، په غوږو اوري او په زړه کې نه پوهېږي، هغه څوک چې د خپل کور ماران او لړمان نشي وژلى، هغه کورونه چې د زورور سيلاب په لاره کې دي ايا د رحم او شفقت حق نه لري؟؟(١)
 
 
د ژوندانه روح
 
ته خپل زړه کې ښې سترګې وغړوه او خپل اشنايان په غړولو سترګو وګوره! چې تا دوى په کوم صفت غوره کړي دي؟؟
ټول د علم او فضل خاوندان دي؟ مال او دولت يې ډېر دى؟ د هېواد له مشرانو او غټانو څخه شمېرل کېږي؟ له نورو نه پکې پوهه او هوښياري زياته ده؟ که بل داسې صفت پکې شته چې په نورو کې نشته او يوازې همدوى يې لري؟
هر يو د دنيا له لوړو او عالي مکتبونو راوتلي دي؟ هر يو د لوړې څوکۍ او ستر مقام خاوند دى؟
له عيبونو او نقايصو نه خلاص دي؟ او هېڅ نيمګړتيا نه لري؟؟ نه نه هېڅکله داسې نه ده او په هېڅ ډول زه دا نشم منلى.
ته هم پوهېږي او ماته معلومه ده، چې ستا په اشنايانو او دوستانو کې هم هغه عيبونه پيدا کېږي، چې په نورو کې شته – ستا اشنايان هم له نورو انسانانو نه څه فوق العاده امتياز نه لري او نه له اسمانه راښکته شوي دي، مګر مينه او محبت يې ورته ښکلى او ښاغلى ښيي. ستاپه ملګرو او دوستانو کې بې علمه او بيسواده خلک هم شته، مګر نور بېسوادان ستا حضور ته لاره نه لري.
ځينو پوهانو ته د اشنايۍ او قدر په سترګو ګوري مګر، ځينې نور په نامه پېژني او بس. ټول بډايان هم تا ته يو راز نه ښکاره کېږي، له يوه سره مينه لري او له بل نه نفرت كوي. د لوړ رتبو او منصبو خاوندان هم تا ته يو راز نه ايسي. په هره طبقه كې اشنا او نااشنا درته ډېر فرق لري. دلته خوار او بډاى كمالدار او بې كماله هېڅ معنىٰ نه لري او نه ستا اشنايي له دې شيانو پيدا شوې ده، مينه تل له مينې پيدا كېږي او اشنايي له دې شيانو هغه خوا يو بل شى غواړي، چې کله يې سړى په بې نامه او بې نشانه خلکو کې پيدا کوي او کله د علم وکمال مال او دولت په خاوندانو کې وليدل شي.
کله يو عادي او معمولي سړى د چا په نظرکې ګران او ښاغلى شي او کله ښوښو خلکوته سړى د نفرت په نظرګوري.
هر کله چې تا ته سره له هغو احتياجاتو چې ته يې لرې په يوازې علم تش جاه و جلال څوک نشي ګرانيدلى او په تنها مال او کمال ستا اشنايي د چا په نصيب کېږي، نو په هغه بې نياز ملکوتي مقام کې به دا شيان څه قيمت ولري، چې هلته دې شيانو ته هېڅ احتياج نشته او بې له اخلاص او مينې بل شى ځان نشي ښکاره کولى، څنګه چې ته هېڅ نااشنا له اشنا سره نه برابروې او هېڅ شى بې له مينې او محبته نه خوښوې، ګمان مه كوئ چې ستا جمال او كمان به بې له مينې او محبته څه ځاى ونيسي يا به چاته ګران شي. كه د لوى خداى په حضور کې هغه مقام غواړي چې د خداى د دوستانو په نصيب کېږي، که د شاهانو او مشرانو په دربار کې قرب او منزلت لټوي، که له يوه خوار او غريب نه د رښتيانۍ ملګرتيا ارزو لرې پخپل زړه کې مينه اومحبت پيداکړه.
هر سړى په هر وخت کې د مينې او محبت وږى دى او لوى خداى هم د مومنانو شديد محبت ستايي. هغه راز ژوندون چې هر څوک يې ارمان کوي او نه يې شي پيداکولى.
هغه شى چې خلک يې سعادت او خوشحالي بولي، هغه خوند، چې سړى يې په سرو او سپينو يا خوندورو خوراکو کې نشي موندلى، په يوه شي کې پيداکېږي چې د ځمکې، خلک ورته محبت وايي او په اسمانو کې د ژوندانه روح بلل کېږي..(١)
 

د مشرانو عشق
 
څوک چې لوى شي او د مشرتوب لوړې درجې ته ورسېږي هغه بيا په دغسې ډيوو، چې په يوه يوه کورکې بلېږي ځان نه سيزي او نه لکه کشران او واړه افراد په کو م سپين مخ يا ملالو سترګو زړه بايلي.
هو! دغه زړه دومره وړيا نه وي، چې په دغسې عادي شيان مبتلا او په فاني ګلونو پسې لېوال شي، هغه هېڅکله د دنيا په سرو او سپينو داسې نه مين کېږي، چې لکه يو په مال مين سوداګر شپه اورځ په دغه غم کې ورک شي او بل هېڅ شي ته يې پام نه وي، مال لا څه چې د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپلو لوڼو، زامنو په مينه او دوستۍ کې هم دومره ځان ورکوي، چې نور هېڅ نه پېژني او هرڅه هېر کړي، بلکې دغه ټول محبتونه چې واړه خلک يې لري په يوه محبت باندې قربانوي، چې هغه د ټولنې او ملک عشق بلل کېږي او پدې لاره کې هر راز زيار او زحمت قبلوي او هېڅ راز موانع ته اهميت نه ورکوي، د همدغه عشق په اثر کې د ملتو مشران پخپل ملت باندې د هر راز اطاعت حق ثابتوي او دا ورباندې لازموي، چې تر پېړيو پېړيو خپل ځان د دوى مرهون او مديون وګڼي، ځکه چې دغسې مشر د يوه ملت د پلار او بابا مثال لري، چې د ټولنې هر فرد دغه راز معنوي پلار ولې پيژني او احساس يې کوي، يعنې لکه چې يو طفل پخپل طفلانه حالت او داسې وخت کې، چې له معانيو او مفهوماتو سره ښه نه وي اشنا خپل پلار پېژني او خپل ځان غېږکې وغورځوي، ټولنه هم که د لوړ تعليم خاونده وي او که نه وي، د تهذيب او تمدن لوړې درجې ته رسېدلي وي او که نه، د خپلو خواخوږو او زړه سوانده مشرانو د مينې او پېرزوينې احساس  کوي او خپل ځان سره له ټول مادي او معنوي موجوديته د دوى د عاطفې او شفقت په غېږکې اچوي او خپل مقدرات ورسپاري، ځکه چې عشق  او محبت ارومرو د معشوق او محبوب په زړه اغېزه کوي او د مينې په حقوقو يې پوهوي. دلته بايد تاسې عشق او مينه د حسن او جمال له عشق څخه بېل کړئ او هغه منظره له سترګو لرې کړئ، چې د ګل او بلبل يا د مجنون او ليلې په مينه کې يې ګورئ.
زمونږ مقصد دلته هغه رازمينه ده چې د پلار او زوى د خوږو ملګرو، د مرشد او مريد، د استاذ او شاګرد، د مشر او کشر په زړونو کې وي، چې بې له غمخورۍ او خير خواهۍ څخه نور مظاهر نه لري په دې عشق کې ناز ونياز، هجرو وصال بې پروايي او تغافل نه ځايېږي او نه پکې رقيب او ريبار شته، دا مينه له هغې مينې څخه فيض او رڼا اخلي، چې يو رښتيانى بنده يې له خپل خداى سره لري او د يوه حقيقي صوفي په زړه کې ځاى لري.
له دې مينې سره رحم و عاطفه، متانت او ثبات، همدردي او شفقت ملګري وي او له هر راز تهمتونو څخه يې لمن پاکه وي، دلته لېونتوب او لېونيان د صحرا ګرزېده له خپلو او پرديو بېلېده هېڅ نه وي او نه پکې د معشوقو له لا سه شکايت يا له رقيبانو سره حسد ليدل کېږي.
له دې مينې سره انسان د مور په غېږ كې او د پلار په څنګ کې اشنا کېږي، مګر د ښکلو مينه له ګل او بلبل څخه اخيستل کېږي، چې بهار او خزان پکې لوى دخل لري او فريادونه، اغزي د غوټۍ دلتنګۍ هر هرڅه پکې شته او د شکايت هنګامه ورځنې پيدا کېږي.  پدې مينه کې د روح اشنايي او توافق په کار دى، مګر په  مينه کې د سترګو قبول او کتنه تاثير لري.
هلته پتنګان په بلو ډيوو ځانونه سيزي، مګر دلته مينان يو د بل په سر سيوري کېږي، د غمجنو زړونو دپاره پټۍ جوړوي او د تورو شپو خاوندانو ته ډيوې بلوي.
هو! سړى تر يوه وخته بې له رنګونو او ښکلو څېرو څخه نور څه نشي ليدلى او د همدغې مينې جاذبه يې ځانته راکاږي، ځينې کسان لا بې له مادياتو او مال دولت څخه بل شى نه پېژني او همدغه شى خپله فايده بولي، بعضې په ځينو نومونو پسې لېوال وي او د شهرت په بنګو پسې ګردګرزي، چې دا ټولې مرحلې طى شي او سترګې ښې پخې شي، يعنې د دغه بشري کوچنيتوب دوره تمامه شي او انسان معنوي بلوغ ته ورسېږي يا په بل عبارت د لويوالي او مشرتوب حق پيدا کړي، هغه ته بيا خپل کوروکلى، خپل ټبر او خپل هېواد تش الفاظ نه معلومېږي، بلکې دغه کلى او پايدار مفهوم يې په نظر کې يو بل راز جلوه کوي، چې د خپلو غرو په څوکو، د صحرا په لمنو، د وطن په کاڼو او بوټو کې يوه يوه داسې تجلي ويني، چې هر څوک يې نشي ليدلى او هر چاته ځان نه ښيي،  يعنې څنګه چې يو ښاپېرک ځلانده لمر نشي ليدلى، يو کوچنى د زلميتوب احساس نشي کولى، يو کارغه لکه يو بلبل دګل ښايست نه ويني، د دې  ټيټو ډيوو پتنګان د ستورو ډيوو ته نه رسېږي، بې درد زړونه د دردمنو له حاله نه خبرېږي، يو مورنى ړوند د رنګونو امتياز نشي کولى، همدغه شان دغه ليلې هم د عادي خلکو له نظره پټه وي او هر څوک يې مخ نه ويني.
همدغه سبب دى، چې د وطن مينه، د ملت عشق د ځينو کسانو دپاره يو ه خوشې خبره معلومېږي او دا باور نشي کولى، چې څوک دې د وطن په عشق او د ملت په مينه کې عشقانه بڼه  پيداکړي او رښتيانى مين دې ورته وويل شي، دا د ډېر تعجب خبره ده چې يو سړى د يوې ښکلې پېغلې په عشق او مينه کې فرهاد يا مجنون  کيدى شي، چې د خپل سرو مال، وقار او اعتبار، خپلو او پردو څه او څه...هېڅ پروانه کوي او په دغه  لاره کې هرڅه قربانوي او يو کامل انسان د ملت دوستۍ په اغيزه دې حد ته نشي رسېدلى، چې د يوې جامعې په مينه کې د يوه مين او عاشق حيثيت پيدا کړي!!!
په کوم هېواد کې چې دغه راز پتنګان نه ليدل کېږي او دا حقيقت ورته دومره نا اشنا وي، چې منلى يې هم نشي، يقين دى چې هلته وګړي د عشق او مينې په ابتدايي منازلو کې پاتي دي او انساني شعور يو طفلانه او ابتدايي وضعيت لري، د دغسې ټبر په حال ډېر افسوسونه په کار دي، چې لوى سړى يې لکه کوچنيان بې له خپل شخصي او فردي کوره يا له خپلو وروڼو او خويندو نور څوک نه پېژني او له خپلې کوڅې ماسوا دکلي نورې کوڅې ورته پردۍ ښکارېږي.
پدې عصر کې د يوه ملت حقيقي او معنوي پانګه، چې د هر راز پيشرفت او پرمختګ حامل بلل کېږي.
همدغه د وطن عشق او د ملت مينه ده، چې د ملتونو د اجتماعي شعور، دماغي انکشاف، لوړ تعليم او عالي تربيې صحيح معيار باله شي، د دې  مينې وړانکې  او پلوشې لومړى ځل د هېواد د مشرانو او لويانو په زړونو رڼا غور ځوي او بيا يې نورخلک عملاً له دوى څخه زده کوي او عموميت پيدا کوي، مونږ بايد دا مينه پيدا کړو او دغه عالي عشق له خپلو مشرانو څخه زده کړو، دا عشق هم  پټ نه پاتې کېږي او مښک خپل ځان پخپله ښيي، نو ځکه يې څوک په تشو دعو نشي ګټلى، بلکې عملي مظاهرې غواړي، يعنې دا عشق  په يوازې آه و فرياد او مصنوعي وضعيتونو نه ثابتېږي، بلکې له خپل راحت، له خپلو شخصي اغراضو او د ضرورت په وخت کې له سر او ماله تېريدل او سل رازه ايثار او قرباني غواړي، راشئ! چې د دې عالي مينې رښتيانۍ مظاهرې وکړو او خپلو مشرانو ته دا څرګنده کړو، چې مونږ ستاسې له پاکو زړونو څخه د دغې رڼا اقتباس کړيدى او د وطن او مليت په صحيح مفهوم او حقيقي عشق پوهېدلي يو.
راشئ! چې د خودخواهۍ او ټيټو مينو مراندې او تناوونه پرې کړو او د لمروسپوږمۍ په خوا کې خپلې خيمې ودروو. راشئ! چې اوس له دې کوچنيو ځالو والوزو او لوړ پروازونه وکړو، ترڅو پورې به لکه کوچنيان شخصي کور په محدود غولي کې خاړپوڅې کوو؟
راشئ! يو ملي او وطني شعور پيداکړو او د وطن غرو، رغو، کاڼو، بوټو ته د پښتو ملت لوى او واړه، خوار او بډاى، پوه او ناپوه ته د عشق او مينې په نظر وګورو، لکه چې يو پلار خپل زوى، يو ورور او يو خواخوږى مشر خپلو کشرانو ته ګوري، که دا شعور او دا احساس ژوندى شي بيا به تاسې ته خپل هېواد بل راز ښکاري او ارومرو به يو له بله ځارېږئ، خواروغريب، ړوند او شل د زړو او شلېدو جامو خاوندان به درته محبوب او د مينې وړ معلومېږي، هېچا ته به څوک په نفرت نه ګوري، يو بډاى به د خوارانو دلداري کوي، يو عالم به ناپوهانو ته ښه لاره ښيي، يو طبيب به د مريضانو په علاج پسې لکه يو مين لېوال ګرد ګرزي او يو پياوړى غښتلى زلمى به د يوه ضعيف او ناتوان پيټى په اوږو اخلي.
 راشئ! چې همدغسې وکړو او د دغې مينې خوند وګورو، کوم خوند چې د يوه حساس زړګي خاوند او يو زړه سواندى سړى د يوه يتيم د اوښکو له پاکولو څخه اخلي، يا هغه خوشحالي چې يو د عواطفو او شفقت خاوند يې د بې وزلو او مظلومانو په مرسته او ملګرتيا کې مومي، هېڅکله يې پتنګان په ځان سيزلو، بلبلان دګلو په عشق کې نه مومي.
کوم کيف او لذت، چې سړى يې په رحم او عاطفه، د زړه او ضمير په پيروۍ کې حاصلوي، هغه څوک په نندارو او تماشو کې نشي پيداکولى او نه يې د هواوهوس خاوندان احساس کولى شي.(١)
 
 
ستر قوت
 
څوک وايي مال دى او څوک يې په صنعت او تخنيک کې لټوي، ځينې وايي چې علم دى او ځينې يې په ډېرو افرادو غواړي، مګر کله کله چې سړى له دې ټانکونو هغه خوار ددې ډېرو لښکرو ترشا له هوايي طيارونه پورته نظر کوي، يو داراز قوت ويني چې پدې ټولو قوتو زورور او غښتلى دى، له دې قوت سره نه اور او اوبه مقاومت کولى شي او نه په توره او علم ورسره مقابله کېږي. دا قوت هغه عقيده ده چې انسان  هر راز ايثار او قربانۍ ته تياروي او له يوه ملت نه بل شى جوړوي، که دا قوت له يوه ملت سره نه وي او نور هرڅه وي، ته يقين وکړه چې هېڅ يې نه په کارېږي او هرڅه يې پردي دي.
بې عقيدې انسان هېڅ نه دي کړي او هېڅ نشي کولى نه به يې وروسته تردې وکړي، څوک چې له خپل ژوندون او سر و مال نه سوا يو داسې شى نه پېژني، چې دا ټول ورځنې ځار کړي هغه ته د لويوکارو هيله هېڅ وخت نه کېږي.
عقيده په انسان کې يو فعال عقل، نه ويريدونکى عشق، فرهادي عزم او يو سيلابي حرکت پيدا کوي، چې هېڅوک او هېڅ شى يې مخه نشي نيولى.
د نړۍ په غولي کې چې څه حق او ناحق جنګونه شويدي او کوم کام يا ملت پکې خپل ستر قوت او فوق العاده مقاومت ښودلى، هغه ارومرو په يوه عقيده بنا دى، چې من حيث عقيده  ورته ستر قوت ويلى شو. عقيده په اصل کې د انسان او حبوان حد فاصل دى، چې د خپل شعوري ماهيت او متين موجوديت په لحاظ د ډېرې ستاينې حق لري، مګر وروسته چې يو خارجي موجود او جزيي مفهوم پيداکوي، نو په دوو نوعو بېلېږي، چې حق او باطل عقايد ورته وايي او په دواړو صورتونو کې ورته قوت ويلى شو.
همدغه عقيده ده چې د چا دپاره ايمان او د چا دپاره مسلک شي، څوک يې خپل نصب العين بولي او د ځينو دپاره عشق او مايه وګرزي.
داچې نن ځينې قومونه د مليت او وطنيت په نامه سرونه ورکوي بې له دېنه، چې يوه عقيده ورته ووايو بله معنىٰ ورته نشو پيدا کولى، همدارنګه کومو ملتونو، چې د حق او حقيقت بېرغ اوچت کړى او د دين دپاره يې جنګونه کړي هغوى هم هر څه د عقيدې په زور کړي دي.
همدغه سبب دى چې تر اوسه پورې د دنيا ژونديو او قوي ملتونو هېڅکله عقيده نه ده بايللې او هېڅ وخت نه دى بې عقيدې شوى او نه د عقيدو مرکزونه زرګونو کلو په دنيا کې وران شوي دي، همدغه يوه کعبه شريفه ده چې پکې خلکو بتانو ته سجدې کړي دي او هم ورځنې د اسلامي عقيدې خاوندان طوافان کوي، همدغه اروپايي ملتونه دي، چې يو وخت يې د صليب دپاره سرونه ورکول او نن د وطن او مليت دپاره خپلې وينې تويوي، نو ويلى شو چې دوى عقيده ورکه کړې نه ده، بلکې بدله کړې يې ده، ځکه چې عقيده بدلېږي، مګر ورکېږي نه، که تاسې د دنيا پاخه او زاړه ملتونه وګورئ، هلته په هر وخت کې د يوې عقيدې رڼا ځلېږي او هېڅکله پکې دا ډيوه نده مړه شوې.
پدې حاضر عصر کې هم هر ځاى او په هر ملت کې يوه عقيده موجوده ده، چې خلک ورځنې قربانېږي، که تاسې کوم داسې ملت چېرته ګورئ، چې هلته د عقيدې پابندي او د عقيدې دپاره هر راز ايثار او قرباني نه وينئ يقين وکړئ، چې هغه ملت هېڅ وجود نه لري او لکه د اوبو ځګ په يوه آن کې ورکېدونکي دي، بې عقيده ګي هر وخت د خامۍ او طفلۍ دليل دى، په هر ځاى کې چې د مليت اساس نه وي ټينګ شوى او يا بيخي تشکيل شوى نه وي هلته عقيده هم څه مو جوديت نه لري. که سړى د روح  خوشحالي او د زړه اطمينان لټوي، نو نه يې په مال او دولت کې موندلى شي، نه يې د علم او فلسفې په رڼا کې ويني، نه په لوړو ماڼيو کې پيدا کېږي، نه يې سړى په زيبو زينت، جاه وجلال او نورو افتحاراتو کې ليدلى شي، مګر د عقيدې خاوندان يې د خپلې عقيدې په لاره کې په هر قدم کې مومي او هرساعت يې استقبال کوي.
څوک په يوه شي عقيده لري او کوم اصل ته د عقيدې په سترګو ګوري هغه شى له نورو ټولو شيانو لوړ او پورته ګڼي او هېڅ  ورسره نه برابروي، همدغه سبب دى چې ځينې کسان د عقيدې دپاره خپل ځان اور او اوبو ته غورځوي او په ټولو خطراتو غلبه مومي، ځينې کسان به ځينې عقايد د اخرت دپاره مفيد ګڼي، مګر زه خو يې په دنيا کې هم لوى دولت او ستر قوت بولم، بلکې د انساني شعور يو قوي سند يې بولم، کوم کسان چې نه په ديني اساسونو ايمان لري او نه په اخلاقي او وروحاني نواميسو ګروهيدلي دي، نه يې په نظر کې ملي شعاير څه قيمت لري او نه په ژوند او حيات کې کومه معينه لاره او ټاکلى نصب  العين لري تاسې يې هېڅ مه بولئ او په هېڅ يې حساب کړئ، ځکه چې انسان په اصل کې هغه چا ته نه وايي چې ظاهري بڼه لري او د انسانانو جامې يې اغوستې دي، دغسې کسان چې له خوراک او څکاک نه هغه خوا نور څه نه پېژني او له خوند ولذت غير بله قبله او کعبه نه لري هغه بايد د هوا د مرغانو په شمېرکې راولو او داسې يې وګڼو، چې دوى په دنيا کې يې له دېنه چې يو څه  دانې او څه مېوې وخوري او ګڼو بوټو کې وګرزي نور هېڅ کار نه لري او د هېڅ کارنه دى، بې عقيدې کسان هېڅ وخت او په هېڅ کار کې ثبات او استقامت نشي پيدا کولى او نه يو اساس موجوديت لري، بلکې لکه د لارو او کوڅو خځکې داسې دي چې هوايي بادونه يې هرې خواته وړي او لوبې پرې کوي.
څوک چې عقېده لري او پخپله عقيده ټينګ وي هغه ارو مرو د عزت او ارادې خاوند وي او د نمرود له کارو دپاره يې تربيه کولى شي، همدا عقيده ده چې په انسان کې خوف و رجاه اخلاص او ايثار، مقاومت او ټينګار پيدا کوي، چې نه بيا سړى د خپل اعتقاد په لاره کې له مشکلاتو ويره لري او نه د سرو مال څه پروا کوي، دا د عقيدې کار دى، چې د سر دښمن وروڼه کوي او دوه ورونه سره غليمان کوي، ځکه چې دا قرابت او اشتراک په نورو ټولو كې نسبتاً غالب دى او دوستۍ او دښمنۍ باندې هم حاکميت لري، کوم ملت چې هلته ټول افراد په يوه عقيده روزل شوي وي او په يوه عقيده ورغونډېږي هغه د سکه ورونو مثال لري او هر يو د بل داسې ملګرى وى،  چې مرګ او ژوند يې سره تړلي وي.
همدغه پيدا کوي او کوښښ کوي چې هغه عقيده په ټولو افرادو کې ټينګه کړي، ځکه دوى باور لري چې بې له عقيدې نه يو ملت نشي ملت کېدى او يو معنوي قوي اتصال پکې نه پيدا کېږي، د همدې له امله ټينګار هم د هغوى د عقيدې په ټينګوالي کې اټکلوي او په همدغه اعتبار ورته ګوري.
پدې وخت  کې ځينې کسان چې د اقتصاد ډېر طرفدران دي او له حد تېر اهميت ورکوي هغوى ګمان، بلکې يقين لري چې د يوه ملت د اتصال دپاره د منافعو اشتراک خورا زيات ضروري دي او پدې وخت کې بې له اقتصادي منفعت څخه بل شى د انسان شايق او وړاندې بيوونکي نشي کېدى، ځکه چې دوى دا عصر مادي عصر بولي او ګمان کوي، چې نن ورځ انسان هېڅکله د عقدې دپاره قرباني نشي ورکولى او نه په خيالي طلسمونو پورې زړه تړي، مګر دېته نه ګوري، چې انسان د دنيا په زرګونو کالو عمر کې د عقيدې له تاثيره ځان نه دى خلاص کړى او که اوس دا اراد هم ولري، نو له دغسې اوږدې او طولاني سلطې نه ځان خلاصول هم ډېر وخت غواړي او په اسانه نه کېږي، که فرضاً دا خبره ومنو، چې انسان په رښتيا بې له مادي منفعت څخه نور څه نه پېژني او هرڅه د مادي منفت دپاره کوي، نو بيا دا ګمان نشي کيدى چې يو ملت دې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ دپاره د سر او مال قربانۍ ته حاضر شي او يوه سلطه ونه مني، چې هغه يوازې د دوى معنوي موجوديت ته صدمه رسوي او بس.
په کوم وخت کې چې يو ملت د سر او مال قربانۍ ته تيارېږي او د خپل استقلال په مدافعت کې هر راز تاوانونه ګالي همدغه د دې خبرې پوره دليل دى، چې انسان لا بېخي مادي  شوى نه دى او يوه معنوي عقيده ورسره موجوده ده، چې دغسې قربانۍ ته يې حاضروي، ځکه چې د مادي منفعت دپاره څوک ځان نه وژني او نه خپل سرونه ښندي، د سربازۍ دپاره يا ټينګ ايمان په کار دى يا يوه داسې عقيده، چې د عشق په مرتبه کې وي او معنوي عالي عشق وبلل شي.
د عقيدې پيداکول او ټينګول خوشې په خوشې نه کېږي، بلکې يو قوي او مقتدر روزونکي غواړي، چې عملاً د عقيدې په نشر او تحکيم کې برخه واخلي او پخپله د خپلې عقيدې عاشق وبلل شي.
که چېرې يو سړى غواړي، چې په تش تبليغ يوه عقيده په خلکو کې پيدا او ټينګه کړي، لکه د يو مليت او وطنيت عشق يا د کوم مسلک پېروي او پالنه، دا کار هېڅکله نه کېږي او نه کومه صحيح نتيجه ورځنې اخيستل کېږي، ځکه چې پداسې ځايونو کې له غوږونو نه سترګې زيات دخل لري او خلک له دې لارې ډېر متاثر کېږي همدغه سبب دى چې هېڅوک اورېدل او ليدل يوراز نه ګڼي او د ديده وشنيده ترمنځ فرق کوي.
که چېرې يو سړى ديو مظلوم يو مفجيح او بد حال په سترګو وويني، د هغه په حال يې زيات زړه سوزي او ډېر متاثر کېږي، مګر کله يې که چا نه واوري، که څه هم هغه سړى پخپله وينا کې يو سحري او ادبي تاثير هم پيداکړى بيا هم هغومره زړه سوى او تاثير نشي پيداکولى، د همدې لامله اوس ځينې پاخه او مقتدر ليکونکي خپل مهم مطالب د ډرامې او تمثيل په صورت په صحنو او تياترونو کې ښيي، چې په ليدونکو باندې مجسم اثر وکړي او حاضرين د سترګو او غوږ و دواړو حواسو په احساس متاثرشي نو هغه فايداو لېډر چې يوه عقيده او يو فکر عملاً خلکو ته ښيي او په ژبه هم په موثر ډول تبليغ وکړى شي، چې د ده احساسات او جذبات پکې راڅرګندوي، هغه ارومرو په نورو اثر کوي او يو قسم هيجاني امواج د خلکو په احساساتو او روحياتو کې پيدا کوي، که دا دوه شيه په يوه تبليغ او تلقين کې نه وي هغه د عادي خبرو مثال لري او هېڅ پرې نه مرتبېږي، لکه چې د ورځې په زرګونو خلک يو بل ته وايي (ښه کوئ بد مه کوئ) مګر هغوى بد کوي او ښه نه کوي.
په هر ملت کې د فکري او روحي اجتماع او اشتراک دپاره د لويې عقيدې او مفکورې نشر او تبليغ خورا ضرور او حتمي ايسي، مګر د دې  کار دپاره دغسې مبلغين، چې په ژبه او په عمل پر نورو باندې اثر وکړى شي لا ډېر ضرور ايسي او د يوه ملت لومړنۍ احتياج ګڼل کېږي.(١)
 

له کار سره علاقه
زمونږ په رسمي دوايرو کې ښايي چې دا ټکى (له کارسره علاقه ) ډېر واورئ او همدغه شى د يوه مامور په پېشرفت او سوانحو کې ډېر اهميت لري، که واړه  دواير له نظره لېرې کړو او د مملکت کارونه په مجموعي ډول په نظر کې ونيسو او وګورو، چې دغه کارونه څنګه او په څه راز کېږي؟ ښه دى او که خراب؟ بيا هم دا ټکى (له کار سره علاقه) تر سترګو سترګو کېږي او د سړي په زړه کې دا فکر اچوي، چې ترڅو مامورين او هغه کسان چې رسمي او اجتماعي وظايف لري له کار سره علاقه پيدا نکړي کارونه نه ښه کېږي او هېڅ نه کېږي. دا خبره ماپه وارو وارو ستا او دبل له خولې اورېدلې او هر څوک چې لږ او ډېر د اجتماعي درد اظهار کوي همدغه ځاى د خارښت ځاى ګڼي او ګروي يې، که رښتيا ووايم تشخيص بد تشخيص نه دى خلکو مرض را له پېژندلى دى، مګر په علاج کې نه دي ګړيدلي ماپه يوه نيم اجتماعي کتاب کې هم ليدلي يا د ځينو په تعبير په کتابو کې يې هم راوړي دي چې له کار سره علاقه خورا ضروري ده او همدغه علاقه د دې باعث کېږي، چې د سړي ټول فکر د کار خواته تمرکز پيدا کړي او همدغه د فکر تمرکز د کارونو د اصلاح، د اشخاصو د دقت او داسې نورو فضايلو سبب ګرزي، هرڅومره چې له يوه کار سره علاقه زياتېږي هغومره سړى هڅه کوي، چې هغه کار پخپله موقع کې په صحيح ډول اجرا شي او هېڅ راز نقص پکې پاتي نشي، که د دې  خبرې دليل هم غواړئ څه ګرانه  خبره نه ده، که په علمي فورمولونو ستاسې قناعت لږ څه ګران وي په ولسي خبرو هم ستاسې قانع کول امکان لري.
کله که تاسې د خپل کور په ابادولو او عمران کې پخپلو مزدورانو پسې څار کړى وي درته به معلومه شوې وي، چې يو مزدور له کار سره څومره چل ول کوي او خپله ورځ څنګه تېروي، دا خو مشهوره خبره ده چې ناراسته لوګرى خپل لور په لوټه تېره کوي او دا بې له دېنه چې دوى له کار سره علاقه نه لري بل سبب نه لري. ډېر خلک دي چې سړى ورځنې پوښتنه وکړي چې څه حال دى؟ وايي شکر دى شپې تېرېږي، نو ته ووايه څوک چې محض د شپو او ورځو تېريدل غنيمت ګڼي او شکرونه باسي هغه به کارته په څه نظر ګوري او د هغه به له يوه کار سره څه علاقه وي؟ زما په ګمان ډېر کسان دي چې ښه ښه ساعتونه د همدې دپاره اخلي، چې مازديګر په دايره کې کومه دقيقه زياته تېره نه کړې، ډېر لږ کسان به وي، چې د سهار د حاضرۍ فکر به هم لري، مګر يوازې حاضري څه کړو څوک چې يوازې حاضرۍ سره علاقه لري هغه د دغه اجتماعي مرض علاج نشي کولاى، مونږ له کار سره علاقه غواړو نه له تشې حاضرۍ سره.
دلته دا مقصد نه دى، چې زه نو حاضرۍ ته په درنه سترګه ګورم، بلکې دا وايم چې بايد په حاضرۍ ټينګوالى د کار دپاره وغواړو او له کار سره علاقه څنګه پيدا کېږي؟ که يو رياست او يا وزارت وغواړي چې مامورين يې له کارسره علاقه پيدا کړي څه به کوي؟ په يوه مملکت کې څه عوامل بايد پيدا شي چې خلک  له کار سره صحيح علاقه پيداکړي او وظيفه د وظيفې په لحاظ وپېژني؟
د دې غټو تپوسونو جواب، چې ډېر فکر او سنجش غواړي. اصلاً يوه داسې موضوع ده چې بايد د افتراح په ډول د ډېرو پوهانو فکر ته وسپارل شي او ډېر څه پکې وليکل شي، ځکه چې د کوم سړي که يوې خواته پام شي بله خوا يې له نظره ليرې پاتې کېږي په دغسې پوښتنو کې هر چاته يو شى ډېر مهم معلومېږي او ټول زور په هماغه خوا اچوي، علاوه پدې د هر کار علل او اسباب هم په يو شان ښکاره نه وي، ځينې علتونه ډېر پټ او ډېر موثر وي، نو اکثره اشخاص ښکاره څرګندو شيانو ته ګوته نيسي او د پټو پلټنې نه کوي، نو زه که دلته څه وايم هغه به همدغسې شى وي او د دې  پوښتنې پوره جواب به نه وي.
د اجتماعي وظايفو او مملکتي امورو د علاقه مندۍ دپاره ډېر شيان ضرور دي، چې ځينې يې ډېر عمر او ډېر وخت غواړي، چې بايد يو ملت وروسته تر ډېرو مراحلو، چې تشکيل يې نسج او پوخوالى ومومي او د تعليم وتربيې په اثر کې يو اجتماعي شعور پيدا کړي چې مملکت ورته خپل کور ښکاره شي او د مزدورانو چم ونکړي، دې حد ته رسېدل د ډېرې مودې کار دى او يوه طولاني عرفاني نقشه غواړي، زه په دغسې عللو کې اساسي بحث نشم کولى او تش همدومره وايم په کوم ځاى کې چې صحيح کار نه پټېږي او همدغه شى د پېشرفت سريع عامل وي، هلته له کار سره ارومرو علاقه پيدا کېږي، يعنې دغسې چې يوه مامور ته حاضري و معاشات استحقاق معلومېږي که کار او له کار سره رښتيانۍ علاقه څه اجر ولري ارومرو خلک له کارسره علاقه پيدا کوي. دلته بايد زما مقصد توضيح شي او ووايم چې د کار مبصرين کولاى شي په لاس لاندې مامورينو کې د کار علاقه پيدا کړي، مګر دا هله چې کار ليدونکي ظاهربين نه وي او څوک يې په هغه دغه نشي غولولى، يعنې محض حرکت او منډې رامنډې  د دوى په مخ کې نه حجاب کېږي او د هر چا په کار کې ډېر واړه ذرات هم ليدى شي او پوهېږي، چې دا کار علاوه په کميت څومره صحت او کيفي حسن لري او په دې هم پوه وي، چې د دغه سړي په نظر کې چې دومره  ډېر کار کوي څه غايه موجوده ده؟
څومره چې د ده د کار هنګامه ده هغومره کاريګر دى که يه؟
څوک چې د ده کارونه راته ستايي هغوى تش کار او ظاهري حرکاتو ته ګوري که په کيفياتو کې  هم تعمق کوي؟
ځينې وختونه سړى د خلکو له خولې(چې عمومي نغاره يې بايد وبولو اوري چې فلانکى...هېڅ په کار ستړى کېږي نه او له فولادونه هم سخت او کلک دى، هغه بله ورځ چې سخته سيلۍ وه څوک له يوه کلي بل کلي ته نشو تلاى، مګر ده له خپل ماموريته څوکوره ليرې فلانکي ځاى ته، چې نه پوهېږم هلته څه پېښ شوي و، ځان ورساوه او په هماغه ورځ بېرته هم راغى، اکثراً دغسې اوازې لويو لويو ځايوته هم ورسېږي او دغسې ځينې نور عوامل هم پيدا شي، چې سړى جدي او فعال معرفي کړي، مګر چې سړى ورپسې څار وکړي هغه په هغه ورځ همدغه مقصد، يعنې هنګامې اچولو دپاره دا کار کړى وي او نور کسان، چې پدې سُر پوه شي هغه هم له دغسې تظاهر او عصري ريا کارۍ ځنې کار اخلي او خوشې په خوشې هرې خواته اسونه ځغلوي، نو دېته سړى له کار سره علاقه يارښتيانى فعاليت نشي ويلى او نه په دغسې جديتونو او حرکاتو کارونه ښه کېږي.
دلته بيا مجبورېږو چې ووايو په هرځاى کې چې د کارونو په ليدو کې ډېردقت کېږي او صحيح کار قدر او قيمت لري هلته خلک له کار سره علاقه پيدا کوي او ښه کار کوي، ځکه چې انسان يو ترقي خواه موجود دى او له خپل پېشرفت او ارتقا سره ټينګه علاقه لري، که د ده په مخکې نورې لارې بندې شي چې په دروغو او ريا، تملق او چاپلوسۍ، غلا و فريب او نورو غير مشروعو وسايلو پيشرفت ونکړى شي او پدې هم پوه شي، چې دلته کاريګر او بيکاره پټ نه پاتې  کېږي، سړى د چا په سترګو  کې خاورې نشي اچولى د وړاندې تګ دپاره يې بې له همدغې يوې صحيح  لارې بله لارنشته. په شخصي اعتباراتو او اشنايي ګانو سړى نشي چلېدلى څوک له چا نه سترګې نه پټوي او نه په چل ول کارکېږي.
ارومرو صحيح کار ته ملاتړې او له کارسره علاقه پيداکوي، مګر که سړى وګوري، چې په ځينو نورو وسايلو سړى ډېرګرانېږي او د پېشرفت په لاره کې صحيح کار اوله درجه عامل نه دى، څوک چې يوازې کار کولى شي او د پېشرفت دپاره نور وسايل نه لري د هغه غاښ هم څوک نه ګوري هلته، نو په افرادو کې يا نور فعاليتونه پيدا کېږي، چې  هغه زرنګي، چالاکي څه وڅه غواړي يا خو داسې شى، چې په شپو ورځو تېرولو شکرونه باسي او هېڅ نه کوي، بلکې اکثريت او عموميت دې خواته ميل کوي او په عوض کې ياس او بدبينۍ ځاى نيسي، د صحيح پېشرفتونو مثالونه او نمونې له خلکو ورکې شي او غلطې نمونې تر نظرلاندې وي.
د دې  ټولو خبرو مقصد دا دى، چې انسان په اجتماعي حيات کې د مقايسې او نسبت په اصولو ډېرکلک دي ښه او بد حق او ناحق د کاميابۍ او ناکامۍ په رڼا کې ويني او د نتايجو له مخې حکمونه کوي، څوک چې ورته په حيات کې لږ څه کامياب معلومېږي د هغه پيروي او تعقيب کوي او لکه چې وايي: (خټکى له خټكي نه رنګ اخلي) اشخاص هم يوله بله متاثرکېږي او تقليد کوي، نو که چېرې هغه کسان چې له کار سره علاقه لري وپېژندل شي او ښه وګڼل شي، د پيشرفت دپاره نور غير معقول مسايل خنثىٰ شي او يوازې صحيح کارکول له کار سره علاقه لرل يو قوي موثر عامل وبلل شي. څوک چې خپله وظيفه په ښه شان اجرا کوي دېته محتاج نشي، چې خپل کار وستايي ځان يوه او بل ځاى ته ورسوي او د دلربايۍ دپاره له سلو نيرنګو کار واخلي. ارومرو له کار سره صحيح او رښتيانۍ علاقه پيداکېږي او څوک خپل لور په لوټه نه تېره کوي، نه هغه فعاليت او لياقت چې بايد په کار او وظيفه کې صرف شي بلې خواته صرفېږي او نه غلط مجري پيداکوي.(١)
 

د پوهې غرور
 
هغه څوک چې پخپله پوهه مغرور دى او هر څه د پوهې په رڼاکې غواړي زښت ډېر غوليدلى او د ژوندانه په ضرورياتو، د کاميابۍ په اسرارو، د خوشبختۍ او خوشحالۍ په وسايلو کې يې هېڅ فکر نه دى کړى. د انسان له پوهې او هوښيارۍ هغه خوا نور شيان هم شته چې د ده په کاميابۍ او شخصيت کې ډېر دخل او تاثير لري، مګر خلک دغه تاثيرات د ده د پوهې او هوښيارۍ محصول او ګمان کوي، چې ټول کارونه په عقلي او علمي لياقت باندې کېږي.
همدغه سبب دى چې ځينې کسان يوازې د علم په زور هر څه غواړي او بل هېڅ شي ته توجه نه کوي. دلته د علم او عقل له فضيلت او اهميت نه څه انکار نه کوم او پدې پوهېږم، چې دغه انکار جهل او ناپوهي ده، مګر د دې  دپاره چې ځينې کسان نورو شيانو ته هم ملتفت شي او د علم و عقل له غروره نجات ومومي وايم، چې د انسان په خوشبختۍ او خوسحالۍ، لوړتيا او کاميابۍ کې ځينې نور شيان دخل لري، چې بايد څوک ورځنې سترګې پټې نکړي او په بې اعتنابۍ ورته ونه ګوري.
ډېر ځله دوه تنه له يوه مکتبه را اوزي او په يوه دايره کې کارکوي، مګر هغه څوک چې په مکتب کې اول نمبر وي دلته بېرته پاتې کېږي او هغه بل واړندې ځي او حق هم لري، چې وړاندې ولاړ شي، ډېر طالبان له يوه ملا نه د ملايۍ پګړۍ وتړي، مګر يو په جامعه او محيط کې ښه ومنل شي او هغه بل چې په حاشيو او نکتو ښه پوهېده هغومره اعتبار نکړي پيدا، ډېر اشخاص شته چې پخپله پوهه او لياقت ځانته دوستان پيداکوي، خلکو ته سمه او صحيح لاره ښيي او پخپله  هم په ښه لاره درومي، مګر ځينې نور پر لور کارونه کوي او هرڅوک ورته په بد نظرګوري.
په دې کې هېڅ شک نشته، چې پوهه او علمي لياقت د انسان جمال او کمال دى او د هر چا په نظر کې ښکلې ايسي، مګر هر چا ته به پخپل ژوند او حيات کې معلومه شوې وي، چې په هر ښکلي څوک زړه نه بايلي او په يوازې ښکليتوب دلبري او دلربايي نه کېږي.
د انسان په پېشرفت او کاميابۍ کې ډېر واړه شيان، چې هېڅ په نظر کې نه راځي ډېر تاثيرات لري چې هغه بايد له پوهې او لياقت سره يو ځاى شي. کوم سړى چې علم او پوهه لرې، مګر ښه اخلاق او صحيح کرکټرنه لري په حقيقت کې هېڅ نه لري، هغه څوک چې  دا هم لري، مګر د يوه خوږ صحبت  او بيان قوت نه لري هغه هم نيمګړى دى او ځينې اشخاص ترينه وړاندې کېږي، څوک چې دا ټول صفتونه او مزايا پيدا کړي، مګر د نظافت او معاشرت د اصولو پابند نه وي بيا هم د چا نه خوښېږي او په حيات کې ځينې ناکامۍ ويني، که دا نقيصه هم رفع شي او دا ټولې نيمګړتياوې پوره کړي سره له دې هم که سړى زحمت کشي او فعاليت نه لري دى بېرته پاتې کېږي او نور خلک  دمخه ځي.
غېر له دغو شيانو ځينې نورې خبرې هم شته چې په  يوه او بل محيط کې فرق کوي او د هر ځاى د خصوصيت تابع وي، په هر ځاى او هر محيط کې يو څه معنوي صفات او مزايا شته چې په سړيتوب او انسانيت ورځنې تعبير کېږي، دا صفتونه بايد مونږ په يوازې پوهه او هوښيارۍ، جاه و جلال، تروث او تمول، بلکې د انسان په اخلاقي او نفسي کيفياتو کې يې وګورو.
زه  دامنم چې سړيتوب، پوهه اوهو ښياري غواړي، مګر يو شى نه دى او په ځينو مواردو کې سره بېلېږي، ځينې کسان به وي چې علم او پوهه به نه لري او سړيتوب به لري، کله به يو سړي پوه او هوښيار وي، مګر د سړيتوب دعوه به نشي کولى.
څنګه چې پوهه په بېلوبېلو موارودو کې فرق لري يو سړى د کتابو په تورو ښه پوهېږي، بل د خلکو په اوضاعو ښه پوره وي، ځينې په منطقي اصطلاحاتو او فلسفې مباحثو کې ډېر معلومات لري، ځينې نور په اولسي خبرو او کارونو ښه پوهېږي، دغسې د سړيتوب مفهوم هم په هر ملک او هر محيط کې بيلېږي  او د اشخاصو جمعيتونو په نزد ډېر ثابت او معين صورت نه لري، مګر دومره پوهېږو چې تهذيب او ترتيب د سړيتوب په مفهوم کې مهمه برخه لري او همدغه شى د يوه انسان دپاره ترهرڅه دمخه ضروري دي.
د سړي معنىٰ دانه ده چې ارومرو به زيات علم او معلومات لري يابه په کوم فن او صفت کې ډېر ماهروي، دا رازصفات چې په علمي لياقت يا پوهه ورځنې تعبيرکېږي ديوه سړي انساني حيثيت او سړيتوب ته قدر کوي او ښه مرسته ورسره کوي، مګر  يوازې همدغه شى سړى نشي مسعود کولى او نه تش علمي قابليت سړيتوب  بلل کېږي، که لږ څه نور هم تعمق وکړو يوازې سړيتوب هم د يوه انسان د خوشبختۍ او خوشحالۍ  دپاره کافي نه دي.
دلته زما مطلب  له  خوشبختۍ څخه همدومره شى دى، چې يو انسان په اجتماعي حيات کې خلکو ته موفق او مسعود ښکاره شي او دى  هم خپل ځان ناکام ونه ګڼي او مايوس نه وي، د دې  مطلب د حصول دپاره البته د يوه سړي پوهه او سړيتوب ضرور دى  چې په خپله پوهه او لياقت ځينې کارونه وکړى شي او د سړيتوب  او انسانيت په جامعه کې خپلې شپې ورځې ښې تېرې کړي، چې څوک ورته په بد نظر ونه ګوري، مګر يوازې دا چې سړى کار وکړى شي او د سړيتوب او انسانيت په جامعه کې خپلې شپې ورځې ښې تېرې کړي، چې څوک ورته په بد نظر ونه ګوري، کفايت نه کوي، سړى بايد  د  يوه او بل د توجه جلبولو او د ځان  د محبوبيت دپاره ځينې نور شيان هم ولري، يعنې د امېزش قوه، نشاط او بشاشت، د ملګرتيا تمايل، د محبت جاذبه، ښه څېره، صميميت ښودنه، د محبت دپاره ايثار، صداقت او کرامت نفس، وقار او متانت جديت او فعاليت او داسې نور صفتونه هم په کار دي.
دغه راز ټول شيان، چې جمع شي د يوه سړي شخصيت ورځنې تشکل مومي او دغه مقبول او محبوب شخصيت د انسان په مخکې د ژوند ټولې کندې کپرې اواروي او په صحيح پيشرفت کې ورسره مرسته کوي. د دې ټول بحث نتيجه دا ده، چې بايد سړى د يوه صفت په لرلو لکه علم او عقل يا ښه سړيتوب او فعاليت مغرور نشي او د تش لياقت تر غرور لاندې رانشي.
ډېرکسان شته، چې په اجتماعي وظايفو کې داخل شوي دي  او پخپل پېشرفت نه دي قانع، ځينې کسان په تصور کې راولئ، چې هغوى ورته له ځانه ټيټ معلومېږي او په دغه حکميت يا مقايسه کې يوازې يو شى په نظر کې نيسي، مګر دېته نه ګوري چې په يوه ګل هېڅکله نه پسرلى کېږي.
سړى بايد په حيات کې دقيق او عميق شي او وپوهېږي، چې انسان ډېرو شيانو ته وړې پرزې په سير و حرکت کې ورسره مرسته کوي، يو انسان هم په يوه يا دوو شيانو کې که څه هم ډېر مهم او قيمتي وي، خپل پېشرفت ته ادامه نشي ورکولې، دغه راز لياقتونه چې نور معاونه صفات نه لري، بې له ياس او بدبينۍ بله نتيجه نه لري. دغه راز کسان خپلې نيمګړتيا ته نه ګوري او بې دقته په محيط  او جامعه پړه اچوي او د يوه ناقص او بې تعمقه حکمت په اثر په حيات کې د اجتماع او اجتماعي جرياناتو په نسبت بدبين او مايوس شي.
که څوک غواړي چې اجتماع ته نژدې شي او له اجتماع نه استفاده وکړي، د علم او لياقت غرور دې له ځانه ليرې کړي، خپله هوښياري او د بل ناپوهي دې په منځ کې حايل نه ګڼي، سړيتوب او انسانيت دې نه هېروي، بلکې رادې شي او له اجتماع سره دې خپل غم شريک کړي او خپله خوشحالي دې هم د نورو له خوشحالۍ سره يوځاى کاندي، خپل زړه او فکر دې له  دوى نه بيلوي، يو ځاى دې ورسره خاندي او يوځاى دې ژاړي، د دوى په خوښه دې کار کوي، چې د ده په خوښه هم کار وشي خپل ځان، خپلې جامې خپل، فکر خپل ژوند، خپل ذوق، خپل شعور او هرڅه دې  د محيط او جامعې په څېر رنګ کړي او دغه صيغه دې په ځان کې پيدا کاندي، ځکه چې خوشحالتيا او کاميابي همدلته ده او هېڅوک يې بل چېرته نشي پيدا کولى، هر څوک چې له اجتماع نه ليرې شو او خپل زړه او فکر يې له دوى نه بېل کړ هغه په اور کې لوېږي او شپه ورځ سوزي!
د(من شذ شذ في النار) همدغه معنىٰ ده او د دنيا دوزخ همدغه دى.(١)
 

عقل، قانون، غرايز
 
انسان که څه هم د عقل او تميز خاوند دى او په همدغه شي خپل ځان له نورو حيواناتو بېلوي، مګر په خپلو کړو کې د عقل په نغوته دومره نه ځي، لکه چې غريزه يې يوې خوا  او  بلې خوا ته بيايي، کوم کارونه چې يو انسان په شپه او ورځ، مياشت او کال يا پخپل عمر کې کوي اکثراً يې د غريزې په قومانده اجرا کړى وي او ډېر لږ خورا بيخي لږ کارونه داسي وي، چې د عقل او سنجش په اثر کې شوي وي- دا چې مونږ کله يو شى ښه ګڼو راته بد ايسي، کله ګرزو او کله کينو، کله خاندو کله ژاړو، له ځينو شيانو وررېږو او په ځينو خوشالېږو، اکثره د غريزې کار دى او د عقل مشوره وکړي، عقل هم د اوبو څښل مصلحت ګڼي او اجازه ورکوي، مګر دى د ګټې او فايدې تر سنجولو او صحت ساتلو له فکره پخوا د غريزې په امر کنډول په سر را اړوي او اوبه څښي، نو مطلب دا نه دى، چې ټولې غريزې او افعال له عقل او مصلحت نه مخالف دي يا هر څه چې انسان د غريزې په تقاضا کوي هغه عقلاً ممنوع او غير مفيد وي، بلکې مقصد دا دى چې انسان پخپلو کړو کې د غريزې تابع دى او عقل د غريزې غوندې سابق نه دى، د انسان په ژوند کې ډېر لږ کارونه پېښېږي، چې هغه د خير و شر سنجولو او فکر کولو په اثر اجرا کېږي.
ډېر کارونه دي چې انسان يې د مينې يا غضب د پاره کوي او عقل سړى ورځنې منع کوي، مګر د غريزې په مقابل کې يې څوک په خوله پياز هم نه خوري، ځکه چې غريزه د انسان په اعصابو او عصبي جهاز کې نسبت عقل ته ښخ ځاى او قوي حاکميت لري او دغه حاکميت په اطفالو او هغو کسانو کې چې طفوليت ته نږدې وي، يعني معنىٰ کوچنى بلل کېږي او عقلي قوه پکې ښه نه وي قوي شوي، زيات ليدل کېږي، که مونږ په کلي، کور، وطن او هېواد، بلکې په نړۍ او دنيا کې سترګې وګرزوو او ځان د لويو او  وړو اشخاصو له حال احوال او ژوندانه څخه خبر کړو راته به څرګنده شي، چې په دنيا کې لږ خلک تېر شوي يا فعلاً شته چې په ځينو مسايلو کې په غريزه بريالي شوي او د عقل په مشوره يې له غريزې نه مخالف کار کړيدى، په ډېرو لويو شخصيتونو کې سړى دغه نادر صفت موندلى شي او پوهېږي چې د عشق او غضب خواهشاتو او احساساتو له سکندر سدونو څخه اوښتل او  د عقل په نغوته تلل څه اسان کار نه دى، چې هر څوک يې وکړى شي او هر يو پرې وستايل شي.
ترڅو پورې چې بشري نوع د عموميت او اکثريت په لحاظ يوه معنوي رشد او عقلي بلوغ ته ونه رسيږي او علم لکه رزق او روزي هر چا ته لږ او ډېر ونه رسيږي هېڅ امکان نلري، چې عقل د غرايزو ځاى ونيسي او په دنيا کې يو حقيقي عدالت قايم شي، مګر د دې خبرې دا معنىٰ نه ده چې مونږ به له ځانه نا اميده کېږو او هېڅ کوښښ به نه کوو چې ځان له هغې خوا نه دې خوا ته لږ څه نږدې کړو، ځکه چې په دنيا او د دنيا په تاريخ کې مونږ څو قرنه پخوا داسې نمونې او مثالونه پيدا کولى شو، چې د عدالت د قيام او د حقيقت خوشحالتيا دپاره يې د عقل په مشوره داسې کارونه کړي، چې له غرايزو نه بيخي ليرې معلومېږي، ډېر د واک او حکم خاوندان تېر شوي دي، چې د حکمت او قضاوت په وخت کې يې د زوى او د ځان مينه هم هېره کړې ده او خپل ځان و پردى ورته يو شان ايسېدلى دى، داسې هم پېښ شوي دي چې عشق هم په دغه لاره کې مغلوب شوى او انسان له دغسې شخړو څخه بريالى راوتلى دى، نو دا کار د انسان دپاره څه غير ممکن او محال نه دى او کېدى شي، چې انسان په اجتماعي او رسمي امورو کې د عقل او شريعت قانون او ټاکلو اصولو په  لاره ولاړ شي او خپلې مينې او محبت، نفرت او عداوت ته څه اعتنا ونکړي، د همدې لامله انسان د شريعت لخوا د يو څه قوانينو په منلو مکلف شوى او په ځينو بدو کارو باندې، چې دى يې بې د عقل او مصلحت له مشورې د خپلو احساساتو او خواهشاتو يا غرايزو په اثر کې وکړي جزا مومي، د هر ملک او هر هېواد په اساسي قانون کې هم څه اصول او ضوابط شته چې انسان به د هغو نه مقابل کې په غرايزو پښې ږدي او خپل طبيعي او شخصي ميل ته به نه ګوري، يعنې څنګه، چې يو سړى خپل مريض زوى ته، چې ډېر ورته ګران هم وي يوه داسې غذا نشي ورکولى، چې هغه ورته ضرر کوي،که څه هم هغه يې ډېره تقاضاکوي او په ژړلو يې غواړي، دغه راز يو خزانه دار هم خپلوخپلوانو ته بې رسمي برات او حوالې څه نشي ورکولى او نه يې يو حاكم او قاضي يو امر او واكدار د خپل ورور او خپل دوست هغه راز مراعات كولى شي، چې اصول او قانون يې روا نه بولي. ډېر څه د انسان زړه غواړي، مګرکولى يې نشي او نه يې کوي، ځکه چې سړى پرې ملامتېږي او خلک ورته بد وايي، مونږ خپلو غرايزو او خپلو خوښيو ته په شخصي امورو کې تابع يو او غاړه ورځنې نشو غړولى، مګر د اجتماعي مسئوليت په ځاى کې بيا ورسره په مجادله مکلف يو.
دمثـال په ډول وايم که يو معلم په يوه مکتب کې څوتنه خپل او پردي شاګردان لري، چې په زړه کې د ځينو شاګردانو لوړتيا غواړي او لورينه يې په هغوى باندې زياته وي. دى دا كولى شي، چې بې له رسمي اوقاتو هغوى ته ته تعليم ورکړي او له نورو نه زيات څه ور وښيي، مګر دانشي کولى چې دتعليم په وخت او دمکتب په کوټه کې خپله ټوله توجه همدوى ته وقف کړي يا د لمبرو ورکولو په وخت کې خپلوان او اشنايان پالي، ځکه چې پدې وخت او په دغسې ځايونو کې محبت او عاطفه ګناه ده او د عدالت ملا ماتوي د دغه راز مراعاتونو او غرايزو له جغ لاندې په دغه ډول تګ په اجتماعي لحاظ يوه لويه تباهي ده، چې زيان او ضرر يې زښت ډېر دى او د خلکو مخه هم يوې صحيح اوسمې لارې څخه بلې خواته را اړوي، هر څوک کوښښ کوي چې په کږو لارو خپل مطلب ته ورسېږي او د دې په ځاى، چې حقيقت وپالي اشخاص پالي او د وسايلو درګاه ته لاس غزوي هيچاته د اعتماد بنفس او سعى عمل قوه نه پاتې کېږي او نه پداسې ځاى کې سړى دجرياناتو په لړکې څه انتظام او معقوليت ليدى شي. دلته ښايي څوک دا ګمان وکړي چې په هرځاى او هرهېوادکې ارومرو يوڅه قوانين او اصول وي، چې څوک دغرايزو اطاعت يادمينې او غضب پيروۍ ته نه پرېږدي او هرسړى مجبور وي چې دوست او دښمن چې حق کې لکه يو قانوني کتاب يو ډول حکم وکړي او هرچاته په يوه سترګه وګوري. دلته نو ضرور ايسي، چې سړى په قانون خبرې وکړي چې قانون څنګه شى دى او څه کولى شي؟ په اجمالي ډول خو همدومره ويلى شم چې قانون په يوه ملک کې داسې مثال لري لکه برق چې ټول ښار او ټول کورونه رڼا کوي، مګر که چېرې وشلېده نو ډېرکورونه هم سېزي او مسول يې هم نه پېژندل کېږي، يعنې په عين رڼاکې تورتم لري او له ګټې سره يې زيان هم تړلى دى.
د دې دپاره چې خبره ښه روښانه او سپېڅلې شي جزئياتو ته به راشو او مثالونه به وښيو.
دوه تنه شاهدان که ديوه سړي په بدوالي شاهدي ورکړي هغه شرعاً او قانوناً بد ګڼل کېږي. که دکلي، کور خلک په يوه سړي بد ووايي ياديوه ځاى حاکم او علاقه دار د چاپه حق کې د بدوالي نظريه ورکړي هغه ته ارومرو سزا ورکول کېږي. پدې قانون باندې هېڅوک څه اعتراض نشي کولى، ځکه چې که قانون د انسانانو قول او وينا ته څه اعتبار ورنکړي او سند يې ونه بولي د دنيا معاملې او کارونه ټول بې اجرا پاتې کېږي او د ژوندانه چارې معطليږي، نو ضرورت او احتياج عقل او نقل د همدې خبرې تائيد او تاکيدکوي چې بايد د يوه انسان او مسلمان خبره اعتبار ولري او دهمده په وينا حقيقت وپېژني، نو که چېرې هغه شاهد او هغه خلک چې يوه سړي ته بد وايي پخپله بد وي او د عناد له مخې د هغه په حق کې څه وايي يادحکم د خاوند د دغسې پټو ظلمونو مخه ونيول شي او هېڅ واک په هيچاڅه ظلم ونکړى شي، نو د دغسې ملاحظاتو په اثرکې ويلى شو چې قانون ديوى غذا مثال لري، چې يو فاسد وجود کې فاسد مواد ورځنې جوړېږي او بد تاثيرکوي، مګر که نه وي نو سړى ژوندون هم نشي کولي دهمدې لامله ځينې کسان ځينې خلکو ته خپل کارونه په داسې وخت کې وړاندې کوي، چې د هغه طبيعت ښه وي او پام يې په نيکو وي همدغه راز خلک اکثراً موفق هم وي او موقع شناس ورته ويل کېږي، ځکه چې په ډېرو خلکو کې د طبيعت ښه والى او بدوالى دومره تاثيرلري چې ښه يې له پامه بدېږي او بد ورته ښه ښکاره کېږي، که څوک به څه مجبور وو، چې دکار لپاره به يې د چا وچولي نه کتل بيا به يې دوستان او اشنايان پرې جرګه کول.
که چېرې څوک د خپلو تاثر او احساساتو تر اثر لاندې راتلاى او هرچا دحق او حقيقت په تقاضا او دقانون دصحيح استعمال په خوښه کارکولاى څه به خلکو ديوه او بل ناوړه مراعاتونه کول، ولې به خلکو ويلې، چې مربي لرې مربا خوره، د څه لپاره به يوه او بل ويلې چې زه بې وسيلې يم، زه واسطه نلرم هرڅه په واسطه کېږي، داټولې خبرې خو بې څه نه دي او خوشې په خوشې خلک دا نارې نه وهي. کوم کار چې ځينې کسان يې په يوه ساعت غوړه مالۍياپه لحاظ او خاطر کوي هغه د کوه قاف ديوان هم نشي کولى، نو ترڅو پورې، چې خلک په لحاظونو پسې ګرزي او په خوشامدو خوشحالېږي، ترکوم وخته چې خوشحالتياپه انسان حاکميت لري او مراعات په حق اوحقيقت غالب وي قانون او عدالت به مهم داشنا او نااشنا شعور لري او کارونه به ډير ځله داشخاصو په کيفي او نفسي اغيزو، دوخت او موقع په تقاضا، د يوه او بل په سفارش اجراکېږي. دا حـال البته ديوه ملت داجتماعي حيات رنځورتيا او او بدوالى ښي، مګر د دې رنځورتيا علاج هم ډېرګران دى او يوه اساسي مجاد له غواړي، ډېرشيان په کاردي چې ديوه ملت په اجتماعي حيات کې تغير او تحول پېښ کړي يا په بل عبارت بد عادتونه ورک کړي او دخلکو مخه له کږو لارو راوګرزوي.
ديوه ملت لوړه او عالي رتبه په غرايزو باندې د مامورينو حاکميت، د اداري چارو پوره لټون، د کار کوونکو اشخاصو مجبوريتونه رفع کول، دښو او بدو نه ورکيدل او نه پټيدل، دچاپه ظواهرو نه غوليدل، بد او ضرري خلکو ته مخه نه ورکول، داټول ددغسې اجتماعي اصلاحاتو دپاره ضرور او په عين حـال کې ډېرګران کارهم ايسي. دلته بايد د ډيرو خبرو دنتيجې په ډول ووايو چې انسان طبعاً د خيرخواته مايل او خير خوښوونکى پيدا شوى دى، مګر په طبيعت کې يې دلوړتيا ارزو او ځينې نفسي خواهشات هم شته چې که دى په ښه لاره نشي ور رسيدلى او موانع يې په مخکې وي، نو بيا به په پټو او کږو لارو هم ځان ور رسوي او دځينو مجبوريتونو په اثرکې بد او ناوړه کارونه هم کوي، نو د دې دپاره چې له انسان څخه بداو ناوړه سلوک ونه ليدل شي لازمه ايسي چې د ده لپاره يوښه سرک او سمه لاره جوړه شي چې خپلو مطالبو او مقالبو او مقاصدوته پرې ورسېږي او لارې کږو لو ته خپل مجبوريت حس نکړي، دا لاره بايد ډېره او ږده هم وي چې دى يې د اوږدوالي په سب بله له اغزو ډکه لاره او پېچومى غوره کړي. دغه لار دې بايد را وښودل شي چې په تاپسې بيناسترګې هم څار کوي او ستاښه وبد په هېڅ شان نه پټېږي او نه څوک درباندې غولېږي، نور خلک هم بايد له هغه لنډو لارو منع شي، ځکه چې انساني رمه هم لکه مېږې او پسونه داسې ايسي، چې كه يو له لارې کوږ شي نور هم ورپسې ځي .(١)
 

اجتماعي نظام
 
کارونه او وظايف دوه ډوله دي، يوه قسم ته انفرادي او بل ته اجتماعي ويل کېږي. دا چې يوسړى د يوه فرد لپاره خدمت کوي دشخصي او انفرادي کارونه په حساب کې راځي، مګر هغه څوک چې دخپل مملکت او ملت لپاره کار کوي داجتماعي وظايفو په نامه يادېږي.
هرکار او هره وظيفه په دغو دوو لحاظونو د قدروقيمت په لحاظ فرق کوي او رنګ يې بدلېږي که يو عالم د يوه فرد تعليم لپاره استخدام شي هغه بيل حيث لري او که په يوه مکتب يا مدرسه کې څو تنو ته تعليم ورکوي هغه په بل نظرليدل کېږي که څه هم دواړه يوه وظيفه اجراکوي، چې نوم يې تعليم او ښودنه ده هغه سړى کور ساتنه کوي او ديوه شخص نوکروي بيل نوم لري، مګر څوک چې دمملکت په عسکري نظام او دهېواد ساتونکو په جمعيت کې داخلېږي بل نوم او بل نشان پيداکوي انفرادي. کارونه له يوې صحيح موازنې لاندې نه راځي او نه يو معين قيمت پيدا کوي، مګر اجتماعي وظايف ځانته يو  معيار او ميزان لري، هغه کاتبان چې د مفردو اشخاصو لپاره کارکوي په معاشونو کې يې ښايي چې ډېرفرقونه وليدل شي، مګر د دوايرو کاتبان او سرکاتبان ماموران او مديران ټاکلي معاشونه لري او څوک پکې تغير نشي کولى همدغه شى دى چې معاش له مزدورۍ او اجورې نه معناً او کيفاً بيلوي او يو اغرازي حيثيت او اعتبار ورکوي، مګر دغه اعتباري رنګ دومره قوي او پوخ دى، چې د دغو کارونو نوعيت  او حقيقت بيلوي او د هر چا په نظر کې يې بل بل راز ښيي، هغه څوک  چې معاش اخلي او هغه څوک چې مزدوري او اجوره اخلي ډېرفرق لري او بيل بيل اشخاص ګڼل کېږي.
دغه معنوي قيمت چې په معاش کې شته لږ معاش کې شته لږ معاش ته په ډېره اجوره ترجيح ورکوي او يو مامورقانع کوي چې په ډېره مزدورۍ پسې ولاړنشي او دخپل خدمت نوعيت بدل نکړي، يعنې له رسمي دوايرو او اجتماعي وظايفو څخه شخصي خدمتونو او نوکريو ته زړه ښه نکړي او ماموريت په مزدورۍ بدل نه کاندي، څنګه چې يو فرد نورو افرادو ته ضرورت او احتياج لري او د اجورې يا څه نفع او فايدې په مقابل کې خپل کارونه په يوه او بل اجرا کوي دغه شان اجتماع هم ډېرکارونه او ضرورتونه لري چې له افرادونه يې غواړي او په مقابل کې معاشونه ومنافع ورکوي، مګر دومره فرق شته چې يو فرد له خپل شخصي ثروت څخه هرڅومره چې وغواړي چاته يې ورکولى شي.
پخپلو تصرفاتو کې دکوم قانون او معين نظام تابع نه وي، مګر اجتماع ځانته يو نظام او قانون لري او پخپلو کارو او اجرااتو کې بې انتظامي نه خوښوي، ځکه يې دلته افراد داسې حقوق پيداکوي چې اجتماعي نظام په عدالت او منظمو اجرااتو مکلف کوي دهمدې لامله په رسمي دواېروکې يو معيار موجود دى او بې د وظايفو قيمت نه د رتبو معاش څه فرق نلري يو کاتب ٢. (مثلاً) په هر وزارت او هر ولايت کې يو اندازه معاش لري او ديته نه مجبورېږي چې د معاش دپاره دخپلې تبديلۍ کوښښ وکړي د دې موازنې ساتل ځکه ضرور دي چې يو خواجتماعي عدالت نه ساتل کېږي او بل د وظايفو تقسيمم هم خرابېږي او هر څوک هغه ځاى ته هڅه کوي چې د ده کار هلته زيات قيمت لري، دلته مقصد دانه دى چې ټول کارونه دې يو قيمت ولري، بلکې مطلب دادى چې يوکاردې په يوه او بله دايره کې فرق نه لري يو محاسب يا يو د تحرير کاتب بايد په هره داېره کې يو راز استحقاق ولري هسې نه چې يو معلم اويوکاتب دې سره برابروي، ځکه چې دلته د کار او وظيفې جنس بدلېږي او هر يو دخپل اهميت او تکاليف په لحاظ بېل قيمت پيداکوي غيرله دغې موازنې چې بايد په معاشونو کې وساتل شي لکه چې ساتل شوې ده يوبل شى هم ډېر ضرور دى او دخپل ضرورت په انداره ګران هم دى ځينې کارونه په ځينو دوايروکې شته چې هلته دځينو غيرمشرعو استفادو مجـال هم شته، نو که د دغه راز استفادو مخه ونه نيول شي، د يوه اخبار کاتب (مثلاً ) کوښښ کوي چې د يوې علاقه دارۍ کاتب شي دلته که څه م هم په معاش کې فرق نشته، مګر په معيشت کې فرق شته هغه ورځ زما يو دوست دخپل صحبت په ضمن کې وويل څو کاله مې تعليم وکړ پس له هغه چې کلي او کورته راغلم واده مې وکړ او مجبور شوم ځانته معاش پيدا کړم، زه او زما يو خيښ چې دباجه او سانډو په نامه يادېږي دواړه راغلو او په دوايرو کې ماموران شوو، زه دتعليم خاوندوم يو کتاب راته ميسر شو او هغه سواد نه درلود په يوه دايره کې تحويلدار مقرر شو، مګر تحويلداري يې داسې وه چې مصرف يې زيات درلود او د ناوړې ګټې مجال پکې وڅوکاله وروسته زه يوې رتبې ته ورسيدم او نوم مې وګاټه، مګر هغه ډېرې پيسې او پولې پټي پيدا کړه هغه بله ورځ چې زما زوى هغه کره ورغلى و، چې بېرته راغى راته ويلي يې ترور کره مې يوه داسې ښه راډيو وه او داسې ښه سازيې کاوه، په کورکې يې ډېرې ښې ښې قالينې هم اوارې وې او ښه ښه چپرکټونه يې لرل د ترور زوى مې راته ويلې چې تاسې ولې راډيو  نه اخلئ ؟
دلته زما دوست راته وويل چې زه له خپل نصيب او قسمته کوم شکايت نلرم او دانه وايم چې دتحويلدار صاحب بېسوادي له مانه ښه شوه، ځکه چې که ماته هماغه تحويلداري سره له هغه مفاده راکړه شي زه به يې دځان لپاره عار او تنزيل وګڼم.
مګر دانه وايم چې دغه راز مظاهرپه ځينو اشخاصو تاثيرکوي او ځينې کسان له معنويت نه ماديت او له صداقت نه خيانت ته را کاږي، په اجتماعي نظام کې بايد دغسې غير شعوري بې عدالتي هم رانشي او داسې ونشي چې يو د تعليم خاوند او يو بېسواده په معشيت کې دومره فرق ولري چې اطفال هم پرې پوه شي يو اجتماعي نظام که يو نويسنده او دعلم خاوند ته له يوه بېسواده تحويلدارنه زيات معاش ورکوي او پدې باب کې دحق سنجش او دکارقيمت ته قايلېږي غرض به پکې همدغه وي چې دهغه معشيت له دې بل نه ښه شي او امتياز يې راشي نو که نتيجه بالعکس شي او دغه راز اجتماعي نواقص په ځينو دوايرو کې رفع شي او څوک يې جلو ګيري ونکړي دمعاشونو عدالت هېڅ نشي کولى او اجتماعي نظام د چاشکايت نشي رفع کولى. د اجتماعي نظام مهمه وظيفه داده چې په يوه ملک کې عدالت قايم کړي او هرچا ته د خپل کار د قيمت او اهميت په قرار برخه ورکړي؟او د سنجش او موازنې په اثرکې هرڅوک دخپل استحقاق په اندازه وروزي که يوه سړي ته يو فرد له خپل ماله هرڅومره شى ورکړي يايو تن له خپل پټي او تجارت څخه هر څومره ګټه وکړي بل سړى څه ګله نه کوي او نه د اعتراض حق ځانته ورکوي، مګرکه اجتماعي نظام بې له کوم حق او استحقاقه يو ته زياته برخه ورکوي ډېر نور خوابدي کېږي او له خپلو وظايفوسره يې علاقه کمېږي. دلته ښايي څوک ووايي چې تحويلدارته اجتماعي نظام دغه راز لوړ معشيت نه دى ورکړى او دا دغسې مثال لري لکه چې يو غل په غلا او يو بډې خور په بډو ډېرمال پيدا کړي او له يوه بل مامور نه بډاى شي، دا خبره رښتيا ده چې اجتماعي نظام هغه ته دومره مال نه دى ورکړى، بلکې هغه له اجتماعي نظام نه غلاکړې ده مګر که يو قاسم او ويشونکى (چې بايد يوشى په څوتنو داسې وويشي چې هرچاته خپل حق ورکړي او هېڅ بې عدالتي پکې رانشي) په تقسيم کې وغولېږي او ځينې کسان ترينه له خپل حق نه زيات څه پټ کړي هر څوک ورځنې شکايت کوي او عدالت هم ناراضه کېږي د دغسې غلاګانو مخه نه نيول علاوه پدې چې په ځينو مامورينو کې دشکايت فکراو شعور پيداکوي او ځينې کسان په بدولارو بيا يي داجتماعي نظام تصور او بې پروايي هم ښيي ددغسې اصلاحاتو لپاره يو اساسي فکرپه کاردى چې بايد په حسابي او شعوري سيستم کې اساسي اصلاحات وشي او محاسبين لکه دحساب ماشينونه داسې نه وي چې حساب او شمېرصحيح وښيي، مګر نظراو بصيرت هېڅ ونلري ښايي چې په ځينو دوايرو کې ډېرداسې تحويداران پيداکړو چې په څوکالو کې يې له خپل معاشه يوپه لسه زياته ګټه کړې او پخپل حسابي تخصص درلوداى ښايي چې اوس مې په حساب کې ډېرا اصولي نواقص ښودلي واى او دا ثابته شوې واى چې په حسابي امورو کې ځينې ناقص شته چې بايد رفع شي.
د مثال په ډول وايم يوه رسمي دايره چې دځينو شيانو اخيستلو ته ضرورت لري، نو له تحويدارسره يو دوه تنه دهئيت په ډول مقرر کړي چې هغه شيان په بازار کې واخلي او رايې وړي دغه هئيت که هغوشيانو ته په هرڅومره زيات قيمت قايل شي او د دکاندارانو کلانټريې تصديق وکړي حسابي دواير پکې څه نه وايي او دا کار اصولي ګڼي، مګر د هغې دايرې يو سړى هماغه شيان که په بازار کې په نيم قيمت واخلي دا کار د مسئوليت موجب ګرزي او دخيانت اتهام پکې پيدا کېږي نو دغه راز تحويلدار چې ديوه شي قېمت د دوه درې تنو په خوشحالولو او خوله خوږولو يو په لسه زيات ښودلى شي، نشي کولى؟ چې ناوړه استفادې وکړي او ځان بې مسوليته موړ کاندي، کولى يې شي کړي يې دي او وبه يې کړي.
په دغسې مواردو کې که زموږ اجتماعي نظام مکمل وي، په بازار هرڅه معين او ټاکلى نرخ ولري بې له دېنه چې هئيتونه وټاکل شي او تصديقونه واخيستل شي، تحويلدار هېڅ نشي خوړلى او هرڅه پخپل اصلي قيمت اخيستل کېږي.
دلته ديوه حکايت په ضمن کې ديوه مامور او يو تحويلدار خبره منځ ته راغله او د بحث د مرکزيت حيث يې پيدا کړ، مګر اصلي او اساسي مطلب دادى چې په اجتماعي وظايفو کې بايد يوه موازنه او شعور موجود وي او دهر چا وظيفه او کار د يوه صحيح معيار له مخې قدرو قېمت ولري هغه څوک چې اجتماع ته علمي او معنوي خدمتونه کوي له هغو کسانو چې د الاتواو ادواتو وظيفه اجرا کوي اومنډې رامنډې وهي هم دمعاش او معشيت په لحاظ، هم د اهميت او اعتبار له حيثه لوړوالى او تفوق ولري او مادې ومعنوي تقدير يې وشي چې هېڅکله دعرفاني وظيفې خاوند خپل ځان له اداري رجالونه کم ونه ګڼي او خپل اهميت داجتماعي نظام په نظرکې لږ محسوس نه کاندي.
هغه کارچې اشخاص يې کولى شي له هغوکارونونه چې ډېره موده تعليم او تحصيل غواړي بې اهميته معلوم نشي او په لحاظ قدر وقيمت ولري. که داسې نه وي نو علمي او عرفاني خواکمزورې کېږي او هرڅوک اداري چارو ته ميل کوي. يو اجتماعي نظام بايد خپل مامورين پدې هم پوه کړي چې هرڅوک هرکارنشي کولى نو که يود علم او معرفت خاوند ځانته اداري کارپيدا کړي هغه پيشرفت چې هلته کوي ښايي چې دلته هغومره موفق ښکاره نشي او په عادي اشخاصو کې وګڼل شي، دا پوهول د ژبې او وينا کارنه دى بايد په اجتماعي وظايفو کې هرڅوک چې کوم امتياز او فوق العاده مهارت په کومه خواکې لري هغه وپېژندل شي او قيمت پيداکړي، يعنې داسې ونشي چې هرڅوک پزه توره کړي او ځان اهنګر وبولي، دغه راز شعور او بصيرت چې په اجتماعي نظام کې وي هرڅوک ديته مجبور وي چې دخپل استعداد او لياقت له مخې يو کارانتخاب کړي نه دکاراو وظيفې دقيمت په لحاظ، ځينې کارونه چې خرابيږي او دبې صلاحيته اشخاصو لاس ته ورځي سبب يې همدا وي چې اشخاص خپل ځان او خپل استعداد ته نه ګوري او هرڅوک هماغه کارته وړاندې کېږي چې زياته ګټه يا ډېرقدرلري، نو وړ او ناوړه اشخاص هماغه وظيفه اشغال کړي او کار ليدونکي هم دومره ډېر ښو او بدو ته نه ملتفت کېږي او په يوه نظر ورته ګوري دا وضعيت طبعاً د اجتماعي وظايفو موازنه خرابه وړي او ټول خلک يوه لورته زور کوي چې بيا سړى ځينو کارونوته په اعلانونو هم څوک نشي پيدا کولى، مګر په يوه بل کار هرڅوک سرونه ماتوي او وسايل ورته ګوري.(١)
 

د ځان مينه
 
سپوږمۍ کله کله په هاله کې ايسارېږي، مګرانسان هر وخت د حب ذات نفس په داېره کې راګيردى او هېڅکله له دې دايرې نشي وتلى.
دا دايره په ځينو باندې دومره تنګه وي چې بې له ده نه بل هېڅوک او هېڅ شي ورسره نه ځايېږي، مګر په ځينو کسانو باندې دومره پراخه وي چې عالمونه پکې ځايېدلى شي، څنګه چې وګړي ځينې په وړو او ځينې په لويو کورونوکې اوسېږي، څوک د خپلې استوګنې ځاى يو کلى ګڼي او څوک يو ښار يا يو مملکت خپل کور او ټاټوبي بولي، دغسې دخلکو دمينې او محبت دايرې هم لويې او وړې دي، مګردا دايره که هرڅومره لويه وي بيا هم اصلاً د سړي له خپله ځانه چاپېره ده او نورپکې طفيلي وي.
که تاسې په ظاهره يو سړى وينئ چې له يوه او بل سره ډېره مينه کوي يا خپل ځان د کوم ميلمه او دوست و اشنا په خدمت کې ستړى کوي دا مينه هم په اصل کې له ځان سره ده او دځان مينه ورته ويلى شو، ځکه چې نفع يې ده ته راجع ده او ګټه يې بېرته د ده کاله ته راځي.
که ووايو چې هر انسان په ځان مين دى او له ځان سره مينه لري يا د انسان په هرمحبت کې چې له هرچا او هرشي سره وي دځان مينه پټه پرته ده دروغ يې مه بولئ، ځکه چې له خپل ځان سره مينه او محبت د انسان په غرايزو کې حسابېږي او هېڅوک ترينه نه دى خلاص، ځينو شاعرانو که پخپلو اشعارو کې خپلو معشوقو ته ويلي دي چې په ائينه کې مه ګورئ چې په ځان مين او زموږ رقيبان نشئ، غوليدلي دي ځکه چې دا عشق او دا مينه له حسن وجماله يا له محسانو او فضايلو بې نيازي لري او هېڅ مادي يامعنوي صفات نه غواړي.
که څوک ښکلى وي او که نه وي، ښه وي او که بد، جوړ وي او که ناجوړ، عالم وي او که جاهل، خواروي او که بډاى له ځان سره مينه او په ځان پيرزوينه لري، مګر دا مينه د هر چادفکر او ذوق په لحاظ بېل بېل رنګونه او مختلف مظاهر لري.
يو به وي چې ځانته به ښه ډوډۍ پيدا کول له ځان سره مينه ګڼي او دځان مينه به ورځنې خيټواو دخيټې خدمتګار جوړ کړي، بل به ګمان کوي چې په ښو جاموکې ځان پټول له ځان سره مينه او په ځان پېرزوينه ده.
څوک به عزت او اعتبار ګټل له ځان سره مينه بولي او ځينې به په ډېرو پيسو او جايدادونو کې دغه مينه لټوي.
چاته به داښه ښکاري چې ځانته عيش وعشرت برابر کړي او ځينې به فضايل پيداکول که څه هم ډېرمشقتونه پکې وي حب نفس ګڼي او رياضت يادنفس تذليل به ورته په ځان لورينه معلومېږي، نو ويلى شوچې دا محبت د انسان د فکر او ذهن په اعتبار خپل شکل او صورت بدلوي او دانسان شخصيت ورځينې تشکيلېږي په هره اندازه، چې افکار لوړ او عالي وي هرڅومره چې انسان له لوړو معانيو سره اشناشوى وي هغومره يې حب نفس او د انسان مينه هم يو ښه صورت او ښه مظهر پيداکوي، مګر که فکر او نظر ټيټ وي او څوک ځانته په ټيټ نظر ګوري نو د ځان مينه يې مخ په ځوړي بيايي او په کنډو کپرو کې يې غورځوي.
غرض دادى چې په دې باب کې دځان معرفت ډېرتاثيرلري که څوک دځان په پېژندنه کې يوه لوړ او عالي معيارته نه وي رسېدلې او بې له خپل جسمانيت نور خپل نفسي خواهشات پوره کړي، مګر که چا عقلاني او روحاني شعور پيداکړى وي او ځان له جسمانيته ماورا يو بل شي بولي هغه بيا په نوو روحي او معنوي لذايذو پسې ګرزي او بل راز ارزوګانې ورته پيداکېږي.
ځينوکسانو ويلي( فکرهرکس بقدرهمت اوست) مګر کيداى شي چې حقيقت بل راز وي او د هر چا همت دهغه دفکر او شعور احساس ادراک په اندازه وي، نو په هر صورت چې فکر دهمت په اندازه وي او که همت دفکر په اندازه وي، خو د فکر او همت ترمنځ يوه داسې رابطه شته چې بايد يوله بله سره برابر وي او دځان مينه هم دهمدې دواړو معنوي عواملو په اعتبار يو عالي يا ادني مظهر پيدا کړي او کله کله دځان مينه په يو داسې رنګ کې وليدل شي چې سړى ورته حب غير يا د بل مينه وايي. څه موده دمخه دکابل مجلې يوه فاضل ليکونکي ښاغلي خادم د خير د عزيزې ترعنوان لاندې دخپل يوه دوست حکايت رانقل کړى و، چې هغه لس کاله له يوه فاضل سره چې په محيط کې علمي او فلسفې شهرت لري پدې خبره بحث کړى و چې د ارادې محرک څه شى دى؟
دغه فاضل وايي په ټولو کاروکې دانسان دارادې محرک د ده د(حب ذات)غريزه ده او هغه هرڅوک چې وي وايي انسان بايد دومره خود غرضه نه وي او له حيوانه د (حب نفس )په غريزه کې فرق ولري، يعنې بايد په انسان کې د خير غريزه موجوده وي چې د خير لپاره ايثار وکړي او کله کله له خپلو شخصي اغراضواو منافعوتېرشي. په دې بحث کې ښاغلي خادم د دواړو جانبو دلايل راوړي او په اخرکې يې دخير دغريزې داثبات لپاره دخپل دوست له خولې دوه دليلونه راوړي او وايي چې يوه ورځ په بازار کې تيريدم او يوه داسې سړي چې ښى معتبره جامې يې اغوستې وې له يوه داسې چاسره جنګ درلوده چې زاړه او شکيدلي کالي يې په تن کې و زه د غريب سړي په خواشوم، يعنې د هغوښو جاموخاوند مې ملامت کړ او غريب سړى مې ترېنه خلاص کړ حاضرينو له ماڅخه تشکر وکړ او ماخپله لياره ونيوله.
(٢)بله داچې يو دښې دريشۍ خاوند په باسيکل سپور او له يوه دهاتي سړي سره يې تصادم راغى او دابېچاره يې په ځمکه راوغورځاوه او علاوه پدې له بايسکله راکوز شو او دغه سړى يې نورهم واهه زه چې دلته حاضر وم وروړاندې شوم ويل مې:
اغا! ته ملامته يې او که داسړى؟ ته لاله ده نه معافي نه غواړې او وهې يې که ته داسړى نه پرېږدې، نو زه ورڅخه جداً مدافعه کوم.
وروسته تردې دوه حکايتونو بيا وايي چې دا باطني عامل او دغه ذهني محرک چې زه يې په دغوځايوکې د دوه مقتدرو سړو په مخکې ودرولم څه شى و؟ وروسته تردې پوښتنې د جواب په ډول وايي يو قسم دترحم او دحق دمرستې احساس په ماغلبه کړې وه او دځان د خطر او ضرر احتمال سره يې دمظلوم په مدافعه کې ودرولم او په دغو حادثو کې مې هېڅ اغراض او منافع خپل ونه ليدل. د مقالې په اخرکې ښاغلى خادم ليکي: دا و زما د ملګري تقريرزه پخپله هم په همدغه عقيده يم چې دغسې يو اساس په انسان کې شته چې ددغې غريزې په اثرکې انسان دخير، حقانيت او وظيفې لپاره ايثار کوي. زه له ښاغلي خادم سره داخبره پوره منم چې انسان ډېر د خيرکارونه هم کړيدي، مګر د ده له دوست سره يو څوخبرې لرم:
اول خو دغه دوه مثاله چې ده دخپلې مدعا د اثبات لپاره راوړيدي خورا ضعيف دي او دجانب مقابل د دلايلو په مقابل کې څه موجوديت نه لري، دى وايي د ترحم او دحق دمرستې احساس په ما غلبه کړې وه او دځان د خطر او ضرر له احتمال سره يې د مظلوم په مدافعه کې ودرولم.
دلته د ځان خطر نشته او په دغسې بازاري جنګونو او ګفتګوى کې کومه خبره د خداى له پاره کول يا څه خداى جاتي مداخله د ضرر احتمال نه لري.
البته محتاطوکسانوته به داغټه خبره ښکاري او زيات زړورتوب به يې ګڼي، مګرځينې نور يې ښايي چې قابل ذکرهم ونه بولي.
بله داچې وايې په دغو حادثو کې مې هېڅ اغراض او منافع خپل ونه ليدل، مګر لومړۍ حادثې په اخرکې ويي چې حاضرينو له ماڅخه تشکر وکړ، نو دغه دحاضرينو تشکر يا غرض او نفع نشي کيداى پدې کې هېڅ شک نشته چې دانسان په ژوند کې دغه راز منافع ډېرقيمت لري او آن د همدغسې منافعولپاره ډېر ډېر کارونه کوي، مګرزما د دوست دوست که دانفع په نظر کې نه وي نيولې او د ترحم يا د حق د مرستې لپاره يې داکار کړى وي، نو دغسې کسانو سره خو ارومرو داخرت فکرونه وي او دخداى لپاره دغسې خطرونه او ضرورنه ته وړاندې کېږي، نو بيا هم نشي ويلى چې پدې کې دځان دپاره څه منانع نه و، موږ خو دمخه وويل چې دځان مينه دهرچاد فکر او نظرپه لحاظ مختلف مظاهر پيدا کوي.
يومسلمان چې په خداى او قيامت عقيده لري هغه اخروي ګټه له دنيايې ګټې نه ښه ګڼې او خپل نفس ذليلول، روژې نيول، ځان شهيدول د ځان لپاره نفع بولي او دځان مينه همدغسې کارونو ته وړاندې کوي، نو دغه د خيرغريزه او د خير ذات غريزه څه تضاد نلري لکه چې ده خيال کړيدى اولس کاله يې له يوه فاضل او عالم سره پدې بحثونه کړي دي.
يوسړى به وي چې د خير او نيکۍ په مينه کې به دځان خيرګڼي او حب ذات به يې دخير کارونو ته وړاندې کوي، نو دلته د حب ذات غريزه او دخيرغريزه اتفاق لري او يوله بله منافي نه دي، په دغسې مواردو کې خيرخواهي او خود خواهي څه فرق نلري او دواړه يو شى بلل کېږي دغسې کسان چې دحق اوحقيقت په طرفدارۍ راپاڅېږي او له حقيقي خطرونوڅخه هم نه ويرېږي ارومرو يوه معنوي نفع د دوى په نظر او شعور يا ماتحت الشعور کې وي، که چېرې په دنيا کې يو ښه شهرت ياشخصيت ګټل د ده په نظر کې نه وي او نه غواړي چې دخوارانو او غريبانو يا عامې طبقې په نزدځان مقبول او محبوب کړي او ښه نوم پيداکړي ضرور به ورسره خدايي فکرونه او د اخرت سودا ملګرې وي او يوبل راز ګټه به چې د ده په نظر کې به ډېراهميت لري که څه هم نور يې احساس نشي کولى ده ته ځان ښکاره کوي، نوڅوک دانشي ويلى چې ده ته په دغه کارکې دځان منافع او قايدې وي، مګر دانفع او فايده به کله مادي وي او کله معنوي، موږبايد دځان مينه او حب ذات يوازې دا ونه ګڼو چې سړى به ارومرو دجسماني خواهشاتو او دنيوي عيش وراحت لپاره کارکوي، ځکه چې ځينې انسانان دفکرو عقيدې، مسلک او مذهب تربيې او تعليم په اثرکې دځينو معنوي او روحي ګټو لپاره خپل سراو مـال قربانوي او همدغه قرباني له ځان سره مينه او په ځان پيرزوينه ګڼي. په اسلام کې ډېر دغسې اشخاص شته چې په ( ويوثرون على انفسهم ) باندې ساتل شوي دي، مګر د دې معنى داده چې دغه ظاهري ځان او مادي وجود ديوې عالي او لوړې مفکورې دپاره قربان کړي او دخپل روحاني وجود ګټه او فاېده يې په نظرکې نيولې ده، نو که سړى په انساني اعمالو او افکارو کې ښه دقت وکړي په هر کارکې يو ډول فايده په نظر کې وي او ديوه عاقل سړي هېڅ ارادي حرکت بې دځان د فايدې نه نه وي. کوم کارونه چې موږ يې دخيردغريزې په اثر کې بولو او خيريې ګڼو هغه ارومرو د انسان لپاره کومه معنوي ګټه لري او د انسان د ذهنيت په اعتبار يوډول احتياج باله شي.
د انسان لپاره خودخواهي او دځان مينه چې حب ذات يا حب نفس ورته وايي عيب نه دى، بلکې صفت دى مګر دا هله چې انسان خپل ځان معناً او مادتاً وپېژني او دځان مينه يې د لوړتيا او فضايلو خواته بوزي، يعنې داسې ونکړي چې نفس او نفسي شهوات وپالي او عقل و ورح چې د انسان اصلي او معنوي ذات ورته ويلى شو له نظره وغورځوي او هيڅ مينه ورسره ونلري.
که يوسړى خود خواه وي او دغه خودخواهي په ده باندې باعث شي چې ځانته علم و فضيلت، نېک شهرت او اخلاقي اعتبار له نورونه زيات پيداکړي او خپل معنوي اوحقيقي تفوق په نورو باندې وغواړي دا خود خواهي ياځان سره دغه راز مينه يولوى صفت دى، مګر که خود خواهي خپله مجرا بدله کړي او په بده لارکې صرف شي، نوبيا ترېنه لوى عيب په عيبونوکې نشته.
دښاغلي خادم دوست ويلي چې انسان ولې دومره خود غرضه اوسي او ولې دى حيوان او انسان د (حب نفس ) په غريزه کې فرق نلري؟ پدې خبروکې که د ده مقصد داوي چې انسان دې خود غرضي بيخي پريږدي، خو دا هډو ممکنه نه ده او داسې نشي کيداى چې انسان له اغراضونه بيخي لاس واخلي، مګر دا کيداى شي چې خپل اغراض ښه کړي او دبدو اغراضوپه ځاى ښه اغراض ځانته پېداکاندي همدارنګه د حب نفس په غريزه کې له حيوانه داسې فرق پيدا کولى شي چې دى حب نفس دخير او فضايلو په لټون اوحصول کې وګڼي اوحيوان دحب نفس په اثرکې دخپل حيات دساتنې لپاره ديوه او بل په پټي کې ځان موړ کړي، مګر داسې نه کېږي چې حب نفس بيخي پرېږدي او خوشې په خوشې خپل ضررته ملاوتړي.
څوک که دانسان لپاره دخيرپه غريزه قابلېږي او د دې غريزې په اثريې له نورو حيواناتو بيلوي ضرور بايد د دې غريزې منشا او ريشه عقل و ادراک وبولي او يو عاقل هرکارکې دځان يوه مادي معنوي، دنيوي يا اخروي ګټه په نظرکې نيسي.(١)
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery