مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د دويم چاپ سريزه



دا شعري ټولګه چې ستاسو په لاسو کې ده، دا د لغمان د يو متوفى شاعر، خداى بښلي محمدعالم حيران، د هغو شعرونو مجموعه ده، چې له نن څخه (١٩) کاله وړاندې پر ١٣٦٩ل کال، ما راټوله کړې او پر همدې کال مې په کابل کې چاپ کړې ده. د حيران دا شعرونه ما د نږدې يو کال په بهير کې هماغه مهال له بېلابېلو لارو، چې ددې ټولګې په سريزه کې ورته اشاره شوې، راټول کړل او پر همدې (١٣٦٩) ل کال مې د هغه وخت د حکومت د فرهنګي موسسو بېلابېلې دروازې وټکولې، چې دا شعرونه پرې چاپ کړم، خو د چاپ امکان يې برابر نه شو. هغه وخت له دولتي چاپي امکاناتو پرته نور امکانات نه وو، شخصي چاپ هم ډېر دود نه و، تر دې دمخه په ټول افغانستان کې فکر کوم د چاپ په دومره اوږده بهير کې، يوازې دوه يا درې عنوانه پښتو کتابونه په شخصي لګښت چاپ شوي وو، نور په شخصي لګښت د چاپ کلتور بېخي دود نه و.
زه چې ددې ټولګې د چاپ په برخه کې له دې موسسو نهيلى شــــوم، نو د شخصـــــــــي چـاپ مفکورې مــــــــــې په ذهن کې

غځونې وکړې، هغه وخت د شخصي لګښت پيدا کول هم څه اسانه خبره نه وه، ډېر هلې ځلې مې وکړې، په دې برخه کې هم پاتې راغلم، خو په پاى کې مې په خپل ټولګيوال (پښتون بهرامزي) سترګې خوږې شوې. (دا مهال زه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د درېيم ټولګي محصل وم.) پښتون بهرامزى زما ټولګيوال هم و او زما نږدې ملګرى هم، په درس کې په منځنۍ کټه ګورۍ کې راته، خو د پښتونولۍ او ملي احساس له مخې په لومړۍ درجه اشخاصو کې و، اقتصاد يې هم ترمنځنۍ کچې لږ لوړ و. دده نيکه بهرام خان د مشروطه غوښتونکو د غورځنګ فعال غړى و، نو ځکه ده خپل تخلص د پلار پر ځاى، نيکه ته منسوب کړى و، لنډه دا چې دى پر پښتو ډېر مين ځوان و، تل به يې ماته ويل: ((پښتو ته د فکري او فرهنګي کار سرته رسول ستا کار دى، خو که چېرې خبره د خرپ او ترپ، پيسو او يا هم د زور راغله، نو بيا ته موږ ورته پرېږده...)) کله چې ددې کتاب د چاپ خبره راغله، نو ما ورته وويل، چې فکري کار خو ما ترسره کړ، اوس نو راځه دا بل کار ستاسو دى، هغه وويل: ((راځه داسې به وکړو چې پر نورو کسانو به وګرځو، که څوک پيدا نه شــــول، نو بيا به خپــــــــــل زور ووهو)). ډېره لټه مـــــــــــو وکړه، خو څوک پيدا نه شول. په پاى کې دى مجبور شو خپله هغه پانګه چې له کوره يې هم پټه وه، راوباسي او د کتاب د چاپ غم وخوري، کله چې چاپخونې ته لاړو، په هغو پيسو هم چاپ ناشونى و. څو ورځې نور هم د پيسو په لټه کې شو، له خپل يو بل ملګري څخه مې يو مقدار پيسې د احسن پور په توګه واخيستې، نو په دې ډول د کتاب چاپ لګښت پوره شو. بيا مې له ښوونې او روزنې وزارت څخه، (په شخصي لګښت د کتاب چاپ) امر واخيست، هغوى خپلې چاپخونې ته وليکل چې که چېرې دوى په خپل لګښت کتاب چاپوي، ورته چاپ يې کړئ! د پوهنې چاپخونې رئيس ښاغلـى عبدالکبير کاکـــــــــــــــــــــړ مې پېژندګلـوى و، د لغمان و، فرهنګي سړى و، د محاسبې رئيس يې راوغوښت او ورته يې وويل، چې موږ سره مرسته وکړي او ډېره ګټه راباندې ونه کړي، د څو ورځو په بهير کې مو په حروفچيني ډول د کتاب د چاپ کار خلاص او د يو زر ټوکو په شمېر مو کتاب چاپ کړ. د کتاب پښتۍ ساده، پر لومړي مخ د کتاب عنوان او پر څلورم مخ د ښاغلي پښتون بهرامزي عکس او له هغه څخه شوې مننه چاپ شوي وو.
د کتاب تر چاپ دمخه ما او بهرامزى صيب داسې تړون کړى و، چې کله کتاب چاپ شو، نو د خرڅلاو له لارې به يې ده ته خپلې او زموږ بل ملګري ته خپلې پيسې بېرته ورکوم او که چېرې يې پيسې زياتې شوې، په هغو به نور کتابونه چاپوم. کله چې کتاب چاپ شو، زه او پښتون بهرامزى له خوشالۍ نه په کاليو کې نه ځايېدو. د يوې مياشتې په بهير کې مو په زور او رضا پر ليکوالو او د شعر پر مينوالو دا اثر خرڅ کړ، عاشق الله فرياد او اکبر کرګر موږ سره په دې برخه کې ډېره مرسته وکړه، دکتاب تر خرڅلاو وروسته د پښتون بهرامزي پيسې هم پوره شوې او زموږ د هغه بل ملګري پور هم خلاص شو، خو څرنګه چې ځينې کتابونه له مـــــــــــوږ څخه په وړيا ډول تللــــــــــي وو، نو د بل کتاب چــــــاپ ته څه تـــــــــرې پاتې نه شول، خو موږ ته يوه لويه لاره خلاصه شوه او هغه دا چې په شخصي لګښت کتابونه چاپولاى او بېرته يې لګښت هم راکښلاى شو، دا يو فرهنګي انقلاب نه و، خو د يو فرهنګي انقلاب د پيلامې لپاره يې موږ ته د جرئت وزرونه جوړ کړل، بيامو همدې لړۍ ته دوام ورکړ، هغه وخت اکثرو خلکوزموږ ددې هڅې ملاتړ وکړ، خو ځينو به اعتراض کاوه، چې ولې يې د لګښتوال عکس چاپ کړى او مننه يې ترې کړې، خو موږ به ورته ويل، دا د هغه حق دى، هغه چې د يو کتاب لپاره دومره لګښت ورکوي، نو له موږ څخه په يوه مننه، څه شى کمېږي؟ دې سره به نور خلک هم تشويق شي، چې همدې لړۍ ته دوام ورکړي. اوس چې له هغه وخته نږدې شل کالــــه تېرېږي او خپله زما په لاس، تر سلــــــو عنوانو زيات هغه اثار چاپ شوي، چې لګښت يې زموږ هېوادپالو فرهنګپالــــــــو افغانانو ورکړى دى. موږ پرې زيات خوشاله شوي يو او دا کار يو فـــــــــرهنګي انقلاب ګڼو. ان د دې کتاب تر چاپ نږدې شل کالـــــــــــه وروسته بيا هم دا اثر په شخصـــــــــي لګښت چاپېږي، خو هغه خــــــــــوند او مزه چې ددې کتاب پر لومړي چاپ ما څکلي، تراوسه يې زما فـــــــرهنګي مينه تازه ساتلې ده، نو ددې کتاب د بيا چاپ پر وخت لازمه ګڼم، له ټولو هغـــــــــو فرهنګپالو څخه

چې ددې کتاب او نورو اثارو د چاپ په برخه کې مرستندوى شوي، مننه وکړم، په تېره بيا له ښاغلي پښتون بهرامزي څخه. ښاغلى بهرامزى د تنظيمواکۍ د جګړو پر مهال د يوه خونړي تنظيم له خوا بندي شو، خو خداى خبر چې د خداى مخلوق ته د ده د کومې ښېګڼې له امله روغ رمټ، له دې وژونکو وژغورل شو، زما خو زړه دا وايي چې کېدى شي، د ګڼو ښېګڼو تر څنګ يې د فرهنګي خدمت دا يوه ښېګڼه هم مخې ته ودرېدلې وي. بهرامزى اوس په ډنمارک کې ښه ژوند لري، خو څومره چې زه هغه پېژنم د حيران کتاب د چاپ خاطره به يې اوس هم په ذهن کې همداسې تانده وي.
له دې داستان څخه مې هدف دا و چې د هېواد فرهنګ ته کار کول له دغسې ستونزو، کړاوونو، دردونو، خو ډېرو خوندونو سره مل دى. که څوک د زړه له تله خپلو هېوادوالو سره مينه ولري، نو خداى(ج) يې ضرور د بري مقام ته رسوي. ما خپله فرهنګي مبارزه له همدغو حالاتو راپيل کړې، اوس د نورو لويو فرهنګي کارونو، چې ترسره کول يې زما په وس کې نه دي، خو د برياليتوب په لټه کې يې يم او د زړه له کومي ورته کار کوم، له خپلو هېوادوالو هيله لرم، مـــــــــــــوږ ته د دعا لاسونه پورته کـــــــــړي، چې خپل هېواد د پرديو له کلتوري

او فکري يرغل څخه وژغورو او د نړيوالو په کلتوري تصويرونو کې، موږ هم د خپل کلتور ځلانده تصوير په خپلو سترګو وګورو.

په همدې هيله
پوهندوى محمد اسمعيل يون
د ١٣٨٧ل کال د سلواغې ٥مه
کابل- افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery