مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګناه او سزا

- نن بايد دا غلا معلومه شي ، غل يې بايد په سزا ورسول شي . زه نو نورې داسې ګډوډۍ نشم زغملى .
ميز يې په زوره وواهه او بيا يې په لوړ غږ پسې زياته كړه .
- پوهېږئ !؟ زه دلته څومره زور او اعتبار لرم ، تاسې زما په زور نه ياست خبر . توبه ! له كبره ، هر څه مې په وس پوره دي ، په پارلمان كې ، په كابينه كې او خپله صدراعظم هرچېرې لاس په نامه اشنايان لرم . د دې ښار د پوليسو مشر مې همدا پرون مېلمه و ، زه به په دې غله خپل زړه خامخا تشوم . دا نمك حرامه !
د ناستو كسانو لويې برخې يې په ملاتړ په يوه اواز وويل :
- نمك حرامه .
بيا د ادارې مشر په لوړ غږ ګواښ وكړ :
- دا سړى بايد را په ګوته كړئ ، كه نه ټول د مخې كډې وتړئ !
يوه تن په كراره شان پوښتنه وكړه :
- صاحب ! د وچو له غمه لامده څنګه سيزئ ؟
رئيس په غوسې سره ځواب وركړ :
- چې داسې ده ، نو ولې سړى نه راښيئ !؟ غواړم چې ځان او ټوله اداره يې له شره خلاص كړم . نن يې له دفتره د فكس ماشين پټ كړ ، سبا ستاسو جيبونه هم وهلى شي . دا بې وجدانه نه چې ګوښه ، بلكې نېغ بايد زندان ته واستول شي ، دا ځل به په هېچا زړه ونه سوزوم هېڅكله .
رئيس څو ځلې "هېڅكله" تكرار كړه او بيا يې ناست كسان مخاطب كړل :
- نن له تاسو يو كس بايد چې زندان ته لاړ شي .
وروسته يې په سړه سينه وويل :
- دا به ډېره ښه وي چې سړى راوښيئ ، زه ډېر وخت نه لرم ځكه چې وزيراعلى يو ډېر مهم ملاقات ته غوښتى يم .
ناستو كسانو يوه بل ته وكتل ، او ټولو دې ته سترګې لكې ونيوې چې څوك به د ادارې مشر ته د غله نوم په خوله واخلي .
د ټولو له وېرې سرونه ځوړند وو او د هر يوه په خوله د سكوت مهر لګېدلى و ، خو رئيس بيا په غوسې خپله ګواښنه ورغبرګه كړه :
- زه د چا په كيسه كې نه يم ، كه سړى راونه ښيئ ، ټول سر له اوسه له ادارې سره مخه ښه وكړئ !
بيا هم چا غږ ونه كړ .
ده ناببره چېغه كړه :
- څنګه ! پوهېږئ څه وايم ؟
دا ځل د مجلې مسوول مدير چوپتيا ماته كړه .
- صيب ! په ډېر ادب ! غواړم ووايم ، چې دا كه تا ته نږدې كس هم وي .
رئيس په غرور ورغبرګه كړه :
- كه زما زوى هم وي .
د مجلې مدير په ورو شان وويل :
- دا سړى ټول پېژني .
رئيس په حيرانتيا پوښتنه وكړه .
- نو ولې پرې برغولى ږدئ ؟ ما خو وويل كه په ما مو هم شك راځي . دموكراسي او عدالت خو همدې ته وايي .
نور نو د مجلې مسوول مدير ټينګ نه شو ، په ورو يې له خولې ووتل :
صاحب ! دا ستاسو مشر زوم جمال دى او موږ هم ستا له بل زوم اداري رئيس اګاه شو .
رئيس په بيړه خپل زوم چې د رياست اداري رئيس و ، مخاطب كړ :
- دا نو د پټولو خبره ده ، كه له ما شرمېدې ، خواښې ته به دې ويلى واى ، د كور خبره دې دفتر ته راوړه .
د ده خبرې لا بشپړې نه وې چې تورن زوم يې د خبرو منځ ته ورولوېد او په احساساتي بڼه يې خوله راخلاصه كړه :
- رئيس صاحب ! ته پوهېږې ، كه زه او يا زما كورنۍ داسې غله واى ، نو لور دې راكوله !؟ ما غلا نه ، بلكې د بې عدالتۍ او نابرابرۍ په وړاندې يو عكس العمل ښودلى ، ما له دفتره يوازې د فكس ماشين نه ، ټيپ ، كمره او نور شيان هم وړي � . ما قصدي غوښتي ، چې دا خبره او دا بې عدالتي منځته راواچوله شي.
رئيس د خبرو منځته ژر ورولوېد :
- شاه بس ! آفرين ! زه باجرئته كسان خوښوم .
ووايه ! څه بې عدالتۍ رانه سر وهلى ؟
تورن زوم دستي ورغبرګه كړه :
- صاحب ! زه دې له بل زومه څه كمى لرم ، هم په عمر ، هم په تجربه او هم په تحصيل په هر څه پرې جګ يم ، خو په امتياز كې ترې بيا ټيټ ، معاش مې ټيټ، منصب مې ټيټ او � .
رئيس يې خبره دستي پرې كړه :
- بس پوه شوم ، شاه باس ! زه دا اعتراض وارد بولم .
بس سر له نن نه ته د هغه پرځاى اداري رئيس شوې . بل زوم يې د اعتراض په بڼه له ځايه پورته شو .
- صاحب ! رئيس صاحب ! دا زما د حيثيت مساله ده .
رئيس وخندل :
- خوشاله اوسه ! په دومره لږه سزا ! چې په ياد دې وي ، بيابل ځل د كور خبره دفتر ته رانه وړې .
زوم يې غوښتل وضاحت وغواړي .
خو رئيس غلى كړ :
- بس كېنه !
بيا يې تورن زوم ته مخ ورواړاوه :
- دا چې اوس ته اداري رئيس شوې ، د مجلې د مدير ټول اسناد په لاس وركړه چې بيا يې دلته ونه ګورم .
د مجلې مدير خواشينى له ځايه پورته او په حيرانتيا يې وپوښتل :
- ولې رئيس صاحب څه مې كړي ؟
رئيس ناڅاپه خندا ونيو .
- نور څه وكړې ؟ زموږ د كور خبره او زموږ د ادارې دننه خبره نشې بيلولى . دا خبره دې راته بل ځاى خصوصي نه شوه ويلاى ؟
ما خو ويل چې نن به يو څوك له دفتره زندان ته لېږم ، خو همدومره سزا دې بس ده له زندانه دې تېر يم .
د مجلې مدير غوښتل نور څه هم ووايي ، خو رئيس په بيړه د ناستې پاى اعلان كړه او په چابكو قدمو د خپل موټر په لور وخوځېد .

براتسلاو - سلواكيا
د 2003 د سپمتبر 12

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery