مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تصويرونه تقديرونه

پوره درې مياشتې كېدې چې يو له بله سره يې د دهليز له هېندارو نه سترګې جنګولې او د سترګو په هر جنګ كې د مينې په خواږه او نازك تار سره تړل كېدل او د يوه بل زړه ته يې لار موندله .
خو يوازې نن يې د نږدې وصال ارمان پرځاى كړ . او مازې د هغې په يوې اشارې يې د دې غېږې ته ځان ورساوه او د هغې د پستو شونډو د چينې په رودلو شو . بيا يې په ورو د هغې له ګلابي غومبورو ګرمې مچې واخېستې .
مازې په يوه وړه اشاره ، لكه د باد په څېر وروالوت ، پرته له دې چې فكر وكړي چې له هغې سره د وصال لاره له څومره ګواښونو او كږلېچونو ډكه ده او كېداى شي دا سودا ورته د سر په بيه پرېوزي . خو زړه ته يې هېڅ وېرې لار ونه كړه او نېغ د سترګو په رپ كې ورورسېد . په بيړه په دروازه ورننوت او سم له لاسه يې د زلميتوب په ټول زور له هغې لاسونه راتاو كړل ، لومړى يې د شونډو په رودلو او بيا يې په ورو د هغې د كميسه تڼۍ ته ګوتې ور وړې ، له شېدو ډكو د سپينو تيانو په خُم كې يې ځان ورواچاوه .
خورا خوند يې وركړ او په درنګ شېبه كې د هغې د ښكلا وږمو پسې واخېست هر څه ترې هېر شول:
- چېرته دى !؟ څه كوي !؟ او كه څوك ورباندې پوه شي څه به وشي !؟
خو په ټولو يې تېږه واړوله او هېڅ اندېښنې ته يې زړه كې ځاى ورنه كړ او هماغسې يې د هغې له سپينو او كلكو تيانو خوند اخېست . كله كله به يې په ورو د هغې اوږدو زلفو ته لاسونه ورتېر كړل او د تسپو په څېر به يې دانه ، دانه واړول راواړول ، بيا به يې د هغو په چتر كې خپل سر ورننيست .
د وروستي ځل له پاره چې يې هغه په غېږ كې ټينګه نيوله ، ناببره وخوييد ونه لوېده خو تاو راتاو شو او زمكې ته له ټيټېدو سره يې له جيبه يو تصوير راولوېد .
د تصوير په ليدو يې محبوبې سخت ټكان وخوړ په قهر يې وپوښتل :
دا څوك دى ؟
په بيړه او سړه سينه يې ځواب وركړ :
دا نه پېژنې ؟ د ده تصويرونو خو ټول ملك نيولى ، آمر صاحب دى كه نه ؟
او بيا په تمجيد او تعريف سر شو :
دا خو ډېر لوى انسان دى .
خو هغې په داسې حال كې چې په بيړه يې له ده واټن نيوه ، دى نورو خبرو ته پرېنښود . په ملنډو يې وويل :
- لوى انسان !؟ ستا له پلار او موره هم ؟
ده په بيړه ځواب وركړ :
- زما پلار او مور به ما ته � خو دى د ټول افغانستان � .
هغه ژر په خبرو كې ورولوېدله .
- بس ، بس .
له غوسې سره شوه او له ډېرې كركې او غضبه يې په تصوير لاړې تو كړې ، بيا يې لكه يو پوځي افسر امر وكړ :
- ووځه ! چې بيا دې ونه وينم !
دى په بيړه له كوره راووت ، په زړه كې يې بلا ډېرې پوښتنې په راټوكېدو شوې :
- دا به كومه حزبۍ يا سازمانۍ وه � كمونېسته به وه ، پلار به يې د آمر صاحب سړو ځورولى وي ، يا به يې د آمر صاحب په جګړو كې كور نړېدلى وي ، يا به په خپله چا ځورولې وي !؟
دا چې هر څوك وه ، خو د ده لومړنۍ مينه وه ، په ځان يې بلا لعنتونه وويل ، بيا يې له غوسې عكس څيرې � څيرې كړ ، خو ژر يې بيرته بل احساس مل شو :
- شكر خدايه ! هر څه چې وو ، په خير تېر شول ، كه رسوا شوى واى هم به د دنيا او هم به د خداى تعالى شرمنده واى .
خو چې بېرته يې د هغې جادويي ښكلا په زړه شوه ، د آمر ګرانښت او درنښت يې هېر شو او هغه به لكه سيورى ورسره سم روانه شوه .
دى په همدې سوداګانو او چُرتونو كې په منډه د زړو مكرويانو هغه بلاك ته راورسېد چې يې كور و ، خو لا يې د زينې اخري پوړ كې قدم نه و ايښى چې ناببره پرې غږ شو :
- چېرته وې ؟
دې غږ لكه اسماني تندر وبيراوه ، دا يې د مشر ورور غږ و ، چې له پيله تر پايه يې څارلى و .
په وارخطايي يې ځواب وركړ :
- هسې پورې بلاك �
نور يې نو بانه نه جوړېده ، په ژبه كې يې لاړې وچې شوې ، نه پوهېده ، څنګه يې ځواب كړي ، خو ورور يې چوپتيا ماته كړه .
- ما نه شې تېر اېستلى .
بيا يې هم ځان ناګاره واچاوه .
ولې څه خبره ده !؟
- څنګه څه خبره ده � د هغې نجلۍ كور كې دې څه كول !؟
بيا يې هم اعتراف ونه كړ :
- كومه نجلۍ !؟
ورور يې وخندل !
- ځه مه شرمېږه !
بيا يې دا متل ورته تېر كړ :
- ځواني يوه نشه وي ، داسې نه چې همېشه وي .
په سړه سينه يې ورور خبره وغزوله :
- د ګناه خبرې يوې خوا ته � كه چا ورسره نيولى واى !؟
ده دستي اقرار وكړ :
بس څه يې كوې لالا � يو بد وو رانه وشول .
ورور يې وپوښتل :
له څه وخت راهيسې دا نجلۍ پېژنې ؟
ځواب يې وركړ :
دوه درې مياشتې مو له همدې ځايه سترګې جنګولې .
ورور يې وخندل .
او له همدې ځايه مو سره اشارې كولې .
ځواب يې وركړ :
- هو !
� دا اول ځل و چې له هغې دې لاسونه راتاو كړل .
په سپين سترګۍ يې ځواب وركړ :
هو ، لالا !
ورور يې لكه همټو لګيوال ، لكه همزولى ورسره خواله پيل كړه :
ښه ، ښه ځه مه شرمېږه ، نو اخر � بيا ؟
ناببره يې له خولې ووتل :
ناكامه راغلم . له كوره يې راوشړلم .
ورور يې پوښتنه وكړه :
ولې !؟
ځواب يې وركړ :
هسې كومه حزبۍ به وه ، يا سازمانۍ به وه .
ورور يې بيا موسك شو :
اصلي حال ووايه ، مه شرمېږه ! څه ګلونو ته دې اوبه وركړې ؟
بې اختياره يې له خولې ووتل :
د آمر صاحب عكس خداى بانه كړ .
ورور يې په حيرانتيا وپوښتل :
د آمر صاحب عكس !؟
ده ځواب وركړ :
هو ، لالا ! د آمر صاحب عكس .
ورور يې اوږد اوسېلى وكړ او بيا د تېرو يادونو په چُرت كې لاهو شو .
خو ده يې ژر د يادونو لړۍ پرې كړه .
ولې لالا ! څنګه چُرتي شوې ؟
ورور يې لكه له خوبه چې راكښېني ، دستي ځواب وركړ :
زه هم همداسې يو آمر له لومړنۍ مينې محروم كړم .
بيا يې ورور مخ ورواړاوه او د دوهم ځل له پاره يې ترې وپوښتل :
او د هغه د تصوير له ليدو وروسته يې له كوره راووېستې !
ځواب يې وركړ :
هو ! ته څنګه پوه شوې ؟
ورور يې وخندل :
زه علم غيب لرم .
ده په حيرانتيا اقرار وكړ :
ولا ! لالا ، له تا نه يې څه پټوم ، كه د آمر صاحب تصوير يې راسره نه واى ليدلى � خبره خلاصه وه .
او بيا د هغې د ښكلا د انځورونو په كښلو سر شو :
- يره لكه په خپل قلم چې خداى جوړه كړې وي ؟
ورور يې د ده بې شرمه اعتراف ته حيران شو ، خو ژر خپلو يادونو پسې بيرته واخېست .
زه هم د همداسې يوه آمر تصوير ستا په څېر له لومړنۍ مينې محروم كړم .
ده ترې وپوښتل :
ته !؟
ورور يې ژر ځواب وركړ :
- هو ، زه هم خو زما او ستا توپير دا دى چې ته د يوې سيمې آمر او يوه وزير او زه د ټول افغانستان د وخت امير .
بيا يې په خواږه او شاعرانه ډول خپله كيسه او ياد داسې وغزاوه :
- زه هم همدا ستا په څېر په هماغه مخامخ بلاك كې په څلورم پوړ كې په يوې ښاېسته كابلۍ مين وم ، هر مازيګر به مو سترګې جنګولې او د مينې په ټالونو كې به مو يو بل ته ځان رساوه ، يوه ورځ يې ستا په څېر د لاس په اشاره ځان ته وبللم او زه هم ستا په څېر سر په لاس لكه د باد په څېر وروالوتم او ستا په څېر مې زړه ته رانژدې ټينګه په غېږ كې ونيوله ، خو له تا عكس لاندې ولوېد او زما جيب ته ناببره د هغې لاس ورغى او د هغه وخت د آمر عكس يې ترې راوويست .
- او خدايه ! د هغې كركې څرګندونه مې اوس هم نه هېرېږي ، چې دغې نجلۍ د عكس په وړاندې او بيا يې زما په وړاندې وښوده او څه په كركه يې له كوره راوشړلم . زما او ستا بل توپير دا دى چې ته د يوې لارې د آمر او زه د بلې لارې د آمر مريد وم . زما آمر د هغه وخت د ټول هېواد آمر و ، خو ستا آمر يوازې د يوې چارې مسوول دى ، نه د ټول حكومت او دولت .
دى زر په خبره كې ورولوېد :
هغه د يوې سيمې او يوې چارې وزير دى ، خو عكسونه يې په ټول افغانستان كې خواره دي .
بيا يې له وروره پوښتنه وكړه :
كه هغه دومره لوى سړى نه وي ، ولې لوى آمر ترې ډارېږي ؟
ورور يې د ده ليونۍ پوښتنې حيران كړ :
څوك ترې ډارېږي او څوك يې نه پېژني ، د خبرې ټوله معما همدا ده او هلته چې ته لا ماشوم وې ، هم واقعيت همدا شان و .
بيا يې په سړه سينه وويل :
خو سر مه خوږوه ، په همدې شكر وباسه ! د آمر عكس يوازې د يوې حسينې له مينې ، لورېيني او په خوږه غېږ كې د خواږه خوبه راپاڅولى يې ، كه د عكسونو په پرستش دې له سره فكر ونه كړي ، ښايي له دې ډېر لوى تاوان درواوړي .
بيا يې خپله پښه لوڅه كړه :
ګوره ! لكه زه � چې يوازې تشو تصويرونو له پښې محروم كړم ، زما په څېر په زرګونو يې له سرونو � .
بيا يې پورته غونډۍ ته لاس ونيوه .
او همدې تصويرونو هاغسې هديرې جوړې كړي ،
بيا يې په كراره له لاسه راونيو .
راځه سر دې مه خوږوه ، ځه چې كور ته ځو .
څنګه چې كور ته ننوتل ، په تلوېزيون د صدام حسين تصويرونه مجسمې او لوى لوى يادګارونه تېرېدل راتېرېدل چا تصويرونه څيرل او چا مجسمې نړولې .
ورور يې په ورو خوله ورنږدې كړه :
دا عراقيان هم ما او تا په څېر وو . ګوره نن چې صدام نه شته ، داسې تصويرونه څيرې كېږي او داسې مجسمې نړېږي ، خو دى احساساتي شو :
دا خو امريكايان كوي .
ورور يې وخندل :
وړ او قدرمن تصويرونه هېڅوك نه شي څيرلى او وړ او ګران شخصيتونه ګوره هېڅ وخت په خپل ژوند خپله نمانځنه نه شي زغملى .
بيا يې ورور په ورو له خپلې كوچنۍ كتابخانې يو تاريخ راواخېست او په ورو يې څو پاڼې پرله پسې راواړولې .
دا وينې ! دا موسوليني ، دا بل هېټلر دا دريېمه پاڼه ستالين .
دا ټول يو وخت د دې خلكو بُتان وو ، خو نن �
دى ژر په خبره كې ورولوېد :
خو نن څنګه ؟
په بيړه يې ځواب وركړ :
نن يوازې د تاريخ يادګارونه دي .
بيا يې ورور له ده وپوښتل :
څه فكر كوې ، د دوى ټولو پرستش كوونكو ته د دې شخصيتونو لاره معلومه وه؟
ناځوابه شو :
څه پوهېږم ؟
ورور يې بيا پوښتنه وكړه :
او ته پوهېږې ستا د آمر په ټولو فكرونو او اندونو ؟
ده د ځواب په ځاى له ده وپوښتل :
تا ته هم د خپل آمر ټوله لاره نه وه څرګنده كنه ؟
ورور يې وخندل :
زه څه چې آمر مې هم په خپل لار چې چېرې ځي نه و خبر ، خو زه ځوان وم او هغه په عمر پوخ .
بيا يې د وروستي ځل لپاره له ده وپوښتل :
سر دې اوس خلاص شو ؟
ځواب يې وركړ :
هو ! خو پوره نه .
ورور يې موسكى شو :
سر به دې هله خلاص شي چې له سره خلاص شې ، خو بيا به اوبه له ورخه تېرې وي .

براتسلاو � سلواكيا
د 2003 دسمبر 23

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery