مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د يوې وعدې په پلمه

پر خپل هنري اثر څه كښل ډېر معمول نه دي ، خو د يوې وعدې له مخې چې مې د خپل يوه نږدې دوست او خوږ ژبي شاعر سره كړې ، له دې دوده سرغړوم .
ما چې كله د پنځوس مېليونه كيسه وكښله ، نو د مخه تر دې چې كومې خپرونې ته يې د خپراوي لپاره واستوم ، ځېنو دوستانو ته مې د لوستلو لپاره واستوله ، او چې څنګه دوى ته ورسېده له هماغه دمه ځېنو خوښه ، ځېنې چوپه خوله او ځېنو لكه ستانه مير زهير د مخه تر دې چې كيسه تر پايه ولولي راته وليكل چې كيسه مې سياسي رنګ لري او دې ټكي له هنر او ادبي جوهره بې برخې كړې ده .
يو له دغو كسانو چې د دې كيسې په باب يې په ليكلې بڼه خپل ليد راواستاوه ما ته ګران نثار صاحب دى ، او ما هم په هماغه دم وعده وكړه چې زه به يې كره كتنه كټ مټ خپروم ، خو دا مې له ځانه ونه پوښتل چې چېرې ؟ دا ده اوس يې وعده پرځاى كوم او ليكنه يې كټ مټ رااخلم :
هيله ده له بچيانو او يارانو سره دې ښه وى !
وروره ! ډرامه ګۍ مې درته ولوسته ، ډېر عالى ! فقط دمره وايم چې :
سلفيان او وهابيان دواړه يو شى نه دي ، كه راسره موافق يې نو دغه دواړه په پنجپيرانو واړاوه .
- پادشاه او شېر پنجه په يوه كاڼي مه تله او حقيقت هم دا ډول نه دى ، ځكه چې پادشاه د هغه ترهګر په ورمېږ پښه اېښودې وه او خراب تراب او زولانه يې د ايټاليا پوليسو ته ورسپارلى . تر دې چې وايې اوس هم په زندان كې دى ، البته مسعود منم چې ژوبل او چغړيت يې ستاسې په قول ښكاره شو .
- دغه راز په هغه ځاى كې چې جانداد د اسامه په ځاى خپل د ادكې مور زوى ته د مرګ تابيا نيسي ، نو لږ ګوټې ډېر درڅخه ډيالوګ مصنوعى شوى دى ، په څو دليلونو :
- د ښځې او مېړه ترمنځ د زرداد په اړه سوال او ځواب لوستونكو ته څه خاص معلومات نه لېږدوي ، هيره دې نه كړو چې د جانداد په څېر حرفوي قاتلان له ځانه سېوا په هېچا باور نه كوي ، حتى په خداى پاك هم ، ښځه خو هسې هم ناقص العقل ده .
له ورور زرداد سره يې تكرار هم د وضعيت په تناظر كې كاملاً غيرطبيعي دى . زما په فكر څنګه چې په كوټه ورننوځي بايد چې سر ځېنې قلم كړي ، دا خو څه بلا تشبيه د ابراهيم عليه السلام قرباني نه وه چې د خداى د حكم تعميل يې كاوه.
نوره نو ډېره ښه وه ، خوښه مې شوه ، خو دا راته ووايه چې لنډه كيسه دې ولې ورباندې نه ليكله ؟ بخښنه غواړم ، ليكوال يا شاعر ته فرمايش يا سپارښتنه كول نقدن ګناهګانې دي

په درناوي
نثار نورالحبيب
د اپريل 22 - 2004
پشاور ، پاكستان

دا چې دا كيسه د ښاغلي زهير په اند په سياسيوالي د كيسې له قطاره بايد ووځي او كه ګران نثار په كې ګڼې خامۍ راباسي دا د دوى اند او انګېرنه ده ، خو سياسيوالى بيا په ما دا كيسه ګرانه كړې او په همدې موخه مې كښلې هم ده .
دا كيسه لكه د دې كتاب د ډېرو كيسو برعكس كومه اورېدلې او ليدلې پېښه نه جوړوي ، بلكې هرڅه يې زما خپل خيال او تصور دى ، خو كيسه د افغانستان له رښتيا خړوبېږي ، هغه رښتيا چې زموږ د رنځېدلي ملت يو تريخ حقيقت جوړوي.
ما په دې كيسه كې زموږ د رنځېدلي اولس پر سر د لوبې د اصلي لوبغاړو د پېژندنې هڅه كړې ، ما غوښتى ووايم چې زموږ ډېر ټوپك سالاران د پيسو ، شهرت او مقام لپاره په هېڅ اړ نه دي ، او د دې موخو د لاسته راوړلو په لاره كې د هېڅ ګناه او خطا نه نه بيرېږي . همدا څېر مې له دوى سره يوځاى د دوى معامله ګر هم په همدې تله تللي . له دوى ( امريكايانو ) لپاره هم مهمه نه ده چې د معاملې اړخ يې څومره ظالم ، شيطان ، مكار او ګنهكار دى ، او دوى هم د خپلو اهدافو د پلي كولو په پروسه كې له هركس او ناكس ګنهكار او خيرن سره معاملې ته چمتو دي .
دا د اوسني افغانستان يو تريخ حقيقت دى ، خو دا چې دا هرڅه مې د كيسې په چوكاټ كې څومره راوستي ، پخپله څه پرې نه كاږم ، يوازې د څو توضيحاتو حق له ښاغلي نثار او نورو غواړم .
- "پنځوس مېليونه" كه لنډه كيسه نه ده ، ډرامه خو هم په هېڅ ډول نه ده .
- دا چې د كيسې اتل د پادشاه ټپي كېدل او د مسعود وژل كېدل څنګه بيروي او ولې سلفيان او وهابيان بيل بيل مفاهيم ګڼي . د ده خپله پوهه او اند دى ، نه زما او نه د ښاغلي نثار دا زه نه يم ، دا هماغه قوماندان دى او ټول قوماندانان د ښاغلي نثار غوندې پوهه نه لري .
ګران نثار د خپل سكني ورور د وژنې په درشل كې د ورونو ترمنځ مكالمه مصنوعي بولي ، خو زما په اند دا هم د كيسې د اتل چې قاتل دى ، ځانګړى روان دى او ټول قاتلين هم ورته روان نه لري . هر ګنهكار كه ګناه هم كوي بيا هم ځانته د ګناه توجيه لټوي او ځانته د خپلې ګناه څخه د وتلو يوه لار جوړوي ، زه د دې خلاف د كيسې دا برخه ډېره په زړه پورې بولم .
دا رښتيا ده چې د كيسې اتل د ورور د وژنې په تياري سره سړى د ابراهيم عليه السلام داستان ته بيايي ، دا سمه ده چې دى منافق ، خطاكار او د پيسو غلام دى، خو له دې ټولو سره سره په خداى او عذاب باور لري .
په ټولګه كې راغلې يوازې درې كيسې : همدا پنځوس مېليونه ، بېرېدلې نانځكه او رسوايي زما د خپل ذهن او تخيل زېږنده دي . د ټولګې پاتې ټولې كيسې مې له يو چا اورېدلي او بيا مې پخپله خوښه هر اتل او هره پېښه هسې چې مې غوښتي ترسيم او انځور كړي . په دې ډول مې ټولو پېښو او اتلانو ته نوې ساه او فضا ورپوه كړې .
ښايي ځېنې كيسې ګڼې پوښتنې او عكس العملونه د ځېنو په زړونو كې راوټوكوي ، خو زه ټولو لوستونكيو ته دا وايم چې كه د واقعيتونو ژور چان وكړي له دې به لا له مضحكو اتلانو او زړه بوږنوونكو پېښو سره مخ شي .

سوله مل شينوارى
براتسلاو � سلواك

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery