مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بېرېدلې نانځكه

ګلاب چې د ويسكي څلورم جام په سر راواړاوه ، نو په بيړه يې له كاتيا لاسونه راتاو كړل ، خو هغې ژر ټيل واهه .
- لږ ودرېږه ! چېرته بيړه لرې ؟
ګلاب سترګې سپينې او بېرته يې خپلې شونډې د هغې په شونډو كېښودې ، لږ وروسته دواړو يو د بل تڼيو ته لاسونه ورتېر كړل . د كميس وروستۍ تڼۍ يې پرانېستلې چې د تېلېفون آواز شو، ګلاب په غورېدو غورېدو تېلېفون ته ورغى:
- په غضب شئ ، وخت او ناوخت نه ګورئ !
د تېلېفون غوږۍ يې په تاو پورته كړه :
- هلو ! ګلاب يم .
له مخامخ لورې له سلام اچولو پرته ځواب ورغى :
- خنځيره ! نه مې درته ويل چې په دې ډمه مې پګړۍ په زمكه مه وله ، در يې وله! پنځه كاله دې د دې پاڼه وانه ړوله .
له دې سره ټلېفون ژر بند شو .
د ګلاب سر خلاص نه شو ، سودا ورولوېده ، ژر يې بېرته د تېلېفون په كولو لاس پورې كړ ، خو لا يې وروستۍ شمېره نه وه وهلې چې كاتيا له لاسه راونيوه :
- هېڅ آداب دې نه دي زده ، ما خو درته ويل ، بيړه مه كوه چې داسې دې تېلېفونونه اورېدل ، زه دې ولې لوڅولم ؟
ګلاب وررغبرګه كړه :
- لږه اودرېږه ! څه مهمه خبره ده .
كاتيا ژر ځواب وركړ :
- په بلا يې ووهه ! د تېلېفون مزى راوباسه ! اوس دې زه راپارولې يم ، ځه ! د خوب كوټې ته ځو .
دا ځل دواړه بربنډ شوي وو چې بيا د تېلېفون غږ شو او چې څو د كاتيا پام كېده، ګلاب په منډه تېلېفون ته ځان ورساوه .
- هلو !
ځواب يې واورېد :
- زه جلال الدين ، ستا تره يم . پلار دې له غوسې درته نه دي ويلي � زه به يې درسپينه كړم .
ګلاب حيران شو :
- ولې څه خبره ده ؟
تره يې ځواب وركړ :
ښځه ډمه دې د سړي سره ونيوه .
ګلاب په خبرو كې ورولوېد :
- لږه اشاره ابا هم راكړه � لړه مو كړه كه در نه ختا شوه ؟
- هو ! په هماغه دم مو له هغه خنځير سره يوځاى �
- چا ؟
- نسيم وراره ، زوى دې !
ګلاب په غرور ورغبرګه كړه :
- وا ، شاباس ! نره ! دى هم ګولى ورولى شي .
تره يې هم په غرور ځواب وركړ :
- دوه جاغوره يې پرې تش كړي .
دا ځل كاتيا په ډېرې بې صبرۍ د ګلاب له لاسه تېلېفون راواخېست او په شړك يې په مځكه كېښود ، بيا يې په بې شرمۍ د تېلېفون مزى راوكېښ .
- درته ومې ويل چې د تېلېفون مزى راوباسه ، كه مې اشتها وسوه بيا چې راته په زاريو مړ هم شې � ولاكه �
ګلاب ژر په ننواتو شو :
- سمه ده ګرانې ! هرڅه منم ، ملامت يم � خو دا ډېر مهم ټېلېفون و .
كاتيا وپوښتل :
- له كومه ځايه ؟
ګلاب ځواب وركړ :
- له پاكستانه ، له كوره ؟
- مېرمن دې وه ؟
ګلاب په غوسه شو .
- دا غوا راته مه يادوه !
كاتيا موسكۍ شوه .
- له كله راهيسې درباندې دومره ګرانه شوم ؟
ګلاب په مكيز ځواب وركړ :
- ته تل په ما ګرانه وې .
بيا يې اوږد اوسيلى وكړ :
خو دا ګرانښت راته ډېر ګران تمام شو .
هغه هم حيرانه شوه .
- ولې څه خبره ده ؟
- ګلاب ژر ځواب وركړ :
- له مېرمنې خلاص شوم .
- هغې په تعجب وپوښتل :
- دا څه وايي ؟ مړه شوه ؟
- نه مړه نه شوه ، مړه يې كړه .
- چا ؟
- هغه په غرور ځواب وركړ :
- زما زمرى زوى .
هغه نوره هم حيرانه شوه .
- دا څنګه ؟ ستا زوى خپله مور !؟
په آرمه يې ځواب وركړ :
- هو كاتيا ! دا زموږ رواج او رسم دى چې ښځه له خپل مېړه پرته له هر پردي سره په زنا او خطا په هماغه دم وژني .
- هغې ټوپ كړ :
- دا څه وحشت دى ، زوى خپله مور � .
هغې ته نوره هم سودا ورولوېده :
- نو ما او تا خو هم واده نه دى كړى ، كه ستا زوى ما له تا سره وويني !!
ګلاب په سړه سينه ځواب وركړ :
- د ښه مرغه لا داسې پېښه نه ده شوې چې چا دې خپل نارينه له پردۍ ښځې سره په زنا او خطا وژلى وي ؟
كاتيا دستي استدلال وكړ :
- ته دا عدالت بولې ؟
ګلاب په بيړه ځواب وركړ :
- اوس به څه د حقوقو لكچر دركوم ، رانږدې شه چې په هر څه تيږه كېږدو او سر له سبا د واده پلانونه جوړ كړو . او زما د زمري زوي لپاره د يو بلنليك چاره هم وسنجوه .
ګلاب له هغې لاسونه راتاو كړل ، خو كاتيا ژر د ده لاس له خپلې اوږې پورې واهه.
- نو كه ستا زوى دلته ما له چا سره په دې كار ونيسي ؟
ګلاب دستي ځواب وركړ :
- چې له مور سره يې وكړل ، ميره څنګه پرېږدي ؟
- كاتيا لكه په ماغزو كې يې چې كړنګ وشي ، په غوسې د خوب كوټې ته لاړه . په بيړه د كاليو په اغوستلو شوه او له ځانه سره ګډه شوه :
- دا وحشت دى ، ظلم دى ؟
ګلاب ژر بيا په زاريو شو :
- نن خو پاتې شه ! سبا به په هر څه په تفصيل رڼا واچوو .
ګوره ! زموږ عنعنې كه بدۍ لري ، ښېګڼې هم لري .
خو هغې په زور له هغه خپل لاس راكښوده ، او د تل لپاره يې له ده سره پنځه كلنه دوستي پرېښوده .

سلواكيا � براتسلاوا
د 2003 ميلادي كال د نومبر 23

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery