مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پيشو

د تېلفون زنګ له درانده خوبه راكېنولم .
په بيړه مې غوږى پورته كړ :
- هلو !
ځواب راكړ شو .
- داكتر كاتونا يم � سلامونه ! څنګه ياست ؟
ځواب مې وركړ :
- سلامونه داكتر كاتونا ، پوره درې مياشتې له تاسې بې خبره وم � .
- � ډېره بنده وم � ته زما په بوختياوو ښه خبر يې � په درې ادارو كې كار كول او ټولو ته رسېدل � .
- پوهېږم ، ښاغلې كاتونا � څه نوې زړې ؟
- هر څه په خپل حال � يوازې نوي كور ته تللې يم �
- نوي كور ته ؟
هو � په درې لكه ډالرو ، په يوه اشرافي سيمه كې .
- مبارك ، مبارك !
- خير يوسې � پوهېږې عبدالله � پلار او مور زما پوره طبعه كوي � خو زه ډېره سخته طبعه � خپل رازونه او خپل ځانګړى ژوند لرم � داسې نه ده ؟
- ولې نه تاسې رښتيا وايى �
هغې بله خبره كوله چې زه په خبره كې ورولوېدم :
- رښتيا لور دې هم ځانته راولې ؟
په بيړه يې ځواب راكړ :
- نه ، هغه لېونۍ له نيا او نېكه سره خوشاله ده � او زه هم لازمه نه بولم ، چې له ما سره دې اووسېږي .
ما ته دستي د هغې د مېړه په باب پوښتنه سر ته راغله او د هغې خبره مې په نيمايي كې پرې كړه :
- او له ښاغلي ( چابه ) نه څه احوال لرئ ؟
له هغه مې هم طلاق واخېست !
- په اندېښمن غږ مې ورغبرګه كړه :
- او � دا خو ښه كار نه دى شوى .
- څنګه يې كوې عبدالله � ښه كار نه دى � خو له اوسنيو ميړونو ګوښه ژوند ډېر خوندور دى . ته پوهېږې زه خرابه ښځه نه يم � خو له هغه مېړونو نه مې هم ښه نه راځي � چې د ښځې هر قدم او پل څاري � .
- غواړم د ملګري په باب دې وپوښتم :
ژر په خبره كې راولوېده :
- په همدې خاطر مې تاسې ته تېلفون وكړ چې له نوي ملګري سره مې وپېژنئ � زه به په ټول ژوند كې دى له ځانه لېرې نه كړم � .
پوهېږې ، عبدالله چې هغه ما ته څومره نږدې دى � دا له تصوره لېرې ده .
- كولى شې چې د هغه په باب معلومات راكړئ ؟
- معلومات څه كوې ؟ بس ځان راوزګار كړه � نوى ملګرى او نوى كور دواړه به يوځاى وګورې � .
*** **** ****
زيړى مازيګر و چې د بوداپست اشرافي سيمې ته چې داكتر كاتونا هلته نوى كور اخېستى و ، ورسېدم � .
- په اسانۍ مې كور وموند . او په بيړه مې د كور په زنګ ګوته كېښوده .
- درنګ شېبه كې داكتر كاتونا ور پرانېست ، داكتر كاتونا چې يوې وړې پيشو يې د يوه عسكري باډيګارد په څېر د مخه او شا تله راتله ، ما ته په وارسره د كور هره كوټه ، پخلنځى � او د لمبلو ځاى � او نور راوښودل � .
په رښتيا هم د هغې كور په هر حساب صفتي و او د مجارستان د وګړو ډېرو كمو يې د دې توان درلود چې په داسې ګرانبيه كور كې دې هستوګنه ولري .
- د كور له ليدو وروسته دستي داكتر كتونا وپوښتلم :
- څنګه ، خوښ دې شو ؟
ځواب مې وركړ :
- ولې نه ! ډېر ښكلى � ډېر ښكلى �
په داسې حال كې چې خپله نازولې پيشو يې د ډېر ګران ماشوم په څېر غېږې ته رانږدې كوله حيرانوونكې پوښتنه وكړه :
- او څنګه !؟ زما د ملګري په باب څه وايې � ؟
- هغې پيشو ته اشاره كوله ، خو زه په دغې اشارې نه رسېدم . ځواب مې وغوښت:
- كوم ملګرى يادوې � ؟ په رښتيا مې هم ستا ملګري ته تلوسه ده � . تاسې خو ما ته وويل : چې تاسې دواړه به زما راتګ ته انتظار باسئ .
- هغې په كړس ، كړس وخندل �
- ولې هېر دې شو � هغه له ما سره ستا هركلي ته درنه رغئ څه ؟!
- دا څه وايي ، ښاغلې كتونا � تاسې سره خو دا ستاسې ګرانه پيشو وه .
- هغې بيا په كړس ، كړس وخندل � او په خندني غږ يې وويل :
- خو زه هم همدا يادوم ، او په تېلفون كې مې هم همدا يادوله � . ښايي مېړه مې لا له ما سره دروازې ته نه واى دروتلاى ، خو دا وفاداره څنګه له ما د مخه دروازې ته دروسېده � .
- هغه بيا زمكې ته ټيټه او پيشو يې خپلې سينې پورې ونښلوله او بيا يې خپل لاسونه د هغې په سر ورتېر كړل .
- اوه ! ګرانې � ته څومره ښكلې او هوښياره يې � رانږدې شه � سينې ته مې جوخته شه � ماچه راكړه . او هغې په رښتيا څو وارې هغه ښكل كړه �. بيا يې ما ته مخ راواړاوه :
- پوهېږې عبدالله � دا اوس زما لپاره هر څه ده . په دې د لور ، ملګري ، مېړه او ټولو ما ته نږدې كسانو تنده ماتوم . او دا ځكه چې اوس هر چا پرېښې يم .
هغې خبرې كولې چې په درنګ شېبه كې يې پيشو بل پوړ ته پورته او د څه شي په راګوزارولو شوه . مېرمن كتونا په بيړه له ځايه پورته او ويې ويل :
- لكه چې بيا يې كوم قاب مات كړ � پوهېږي عبدالله دا د يوه نازلي ماشوم په څېر ده ، كله كله خپله سرتنبه ګي كوي .
كتونا په بيړه پيشو له پاس پوړه راښكته كړه . په داسې حال كې چې د هغې په سر يې خپل لاسونه تېرول � له ځانه سره په خبرو لګياوه � .
- چُرت مه خرابوه � سل قابونه درنه قربان ! پوهېږې عبدالله ، ما د مخه وويل � دا د يو سپېڅلي ماشوم په څېر ده . كله چې كار وران كړي ډيره بېګناه بڼه اختياروي او هغه رښتيا د يوه سپېڅلي ماشوم په څېر زړه لري .
هغه د پيشو په باب او د هغې د وفادارۍ په باب په خبرو كې غرقه وه چې ناببره پيشو د هغې له غېږې ټوپ كړ � او د باندې كوڅې ته يې مخه كړه � داكتر كتونا له لېرې پرې غږ كړ :
- چېرې لاړې � احتياط � ګوره د چا د موټر لاندې نه شې � جنجال راته مه جوړوه راوګرځه !
په پيشو پسې له ځايه راولاړه شوه ، خو پيشو په هر څه غوږونه كاڼه او د باندې ووته !
نن د دې د خبرو ټوله موضوع د هغې پيشو وه � هغې د خپلو خبرو په منځ كې ما ته د پيشوګانو � د هغو وفاداري ، د هغو د ډولونو ، نسلونو ، د پيشوګانو د نړيوالو مسابقو او ان تر دې چې د پيشو وژنه په ختيځ كې د كومې ګناه انډول ده . په باب اوږده معلومات راكړل .
د پيشو په باب له ډېرو معلوماتو وروسته يې وويل :
- عبدالله ، كه ته هم زما په ځاى شې ، له دې پيشو به يوه شېبه مخ وانه ړوې � پوهېږې زه زړه نه يم ، خو ځوانه هم نه يم . ما چې په ځوانۍ كې يو حسابي مين پيدا نه كړ ، اوس به په دې عمر كې داسې يو ايډيال سړى له كومه كړم � ؟ هره ورځ او هره اوونۍ د اشنايانو بدلول د يوې ښځې حيثيت ټيټوي . او نن د دغو ګڼو ناروغيو په ضررونو هم له ما ښه بلد يې .
بيا يې په خورا غرور او د موسكا په څپو كې پسې خبرو ته دوام وركړ :
دا پيشو ، ګوره معمولي پيشو هم نه ده . دا د هغې پيشو لور ده چې مور يې څو نړيوالې لوبې وړې دي � دا هم د راتلونكي كال د يوې نړيوالې لوبې كانديده ده.
د هغې خبرې خلاصې نه وې ، چې د يو موټر د ناببره بريك دروند غږ د هغې خبرې پرې كړې ، په منډه له خپله ځايه د دروازې په لور وخوځېده . ژر يې له كوڅې قهرجنې كړيكې او غږونه راورسېدل .
- ښاغليه عبدالله ، ښاغليه عبدالله ، ژر كاغذ او قلم راورسوه .
د هغې له وارخطايي ډكو كړيكو زه هم خورا اندېښمن او په بيړه قلم په لاس لارې ته ور ووتلم .
مېرمن كتونا په داسې حال كې چې ټول وجود يې لړزېده او په چېغو چېغو يې ژړل، په ما له لېرې راچېغه كړه � .
- وليكه ! ښاغليه عبدالله : 0324-Bud
په داسې حال كې چې قهر يې ټول وجود نيولى و ، او ټول بدن يې لړزېده � له ځانه سره د لېوني په څېر اخته وه .
- دا بې وجدانه قاتل � چېرته به رانه وتښتي ؟ والله چې د پارلمان او صدراعظم پورې خو مې خپل غږ ورسوم � .
په داسې حال كې چې پيشو يې سينې پورې جوخته نيولې وه ، ما ته مخ راواړاوه .
- ښاغليه عبدالله ما وبخښه ! زه په خفګان كې خپل ځان نه شم اداره كولى � . ما تر تېلفونه ورسوه هسې نه چې ولوېږم . په سترګو مې توره تياره ده . زه بايد ډېر ژر ترافيك خبر كړم � . دا معمولي پيشو نه وه ، د خپلې مور په څېر يې د مجارستان نوم په نړۍ كې اوچتولى شو ، سږكال له دې سره پاريس ته د پيشوګانو نړيوالو لوبو ته روانه وم .
هغې په منډه د تېلفون نمبرې دايرې كړې .
تېلفون يې دا ښووله چې خورا لوى غم او ټكه پرې رالوېدلې . په تېلفون كې د يو جنرال او پوځي مشر په څېر د ترافيكو ادارې ته سپارښگتنې كوي :
- بلې � هغه بايد ډېر ژر ونيسئ ! هغه بايد ستره سزا وويني ! زما پيشو عادي پيشو نه ده � . هغې كولى شو ، په سږنۍ نړيواله مسابقه كې د مجارستان نوم پورته كړي � د هغې له مور لا چا د هوښيارو پيشوګانو نړيوالې مسابقې نه دي ګټلي � .
داكتر كتونا دغه وير داسې تروره كړې وه چې د پيشو هېڅ ډول حركت يې نه شو محسوسولى ، او فكر يې كاوه چې پيشو يې بلې نړۍ ته لېږدېدلې ده .
ژر مې د هغې پاملرنه د پيشو حال ته راواړوله :
- ښاغلې كتونا پيشو لا ژوندۍ ده � مه وارخطا كېږه !
كتونا ژر په حال راغله ، او په وارخطايۍ يې غوښتنه وكړه :
- نو ښاغليه عبدالله ، زه خو په هېڅ نه يم ، ژر كوه چې ځان روغتون ته ورورسوو.
په بيړه يې ما ته د خپل موټر كيلۍ راواچوله :
- زه په ځان نه پوهېږم � ته پوهېږې او موټر خو ژر كوه ، د خداى لپاره � عبدالله ما درك كړه � ښايې ستا لپاره دا معمولي پېښه وي ، خو په ما لويه بلا راپرېوتې ده . زه به خپل يوازېتوب څنګه وزغمم � زه به په چا لاس راكاږم � ان دا لوى كور خو له كومه مهربانه موجوده پرته زندان دى � له دې پرته له ژونده كركه لرم � . همدا پيشو وه چې په ژوند يې زما باور پيدا كړى و � ښاغليه عبدالله دا زما د مينې او وفادارۍ سمبول و � دا بايد هېره نه شي � هله ژر كوه � .
او ما په بيړه په موټر پښه ټينګه كړه ، خو لا روغتون ته نه وو رسېدلي � چې د داكتر كتونا موبايل تېلفون ته د ترافيكو د ادارې له خوا ځواب راغى :
- ښاغلې كتونا د موټر لمبر مو سم نه دى درج كړى ، كه نورې نښانې ولرئ � ژر د پوليسو ادارې ته خبر وركړئ .
د دې خبرې په اورېدو داكتر كتونا له ډېره قهره په موټر كې پورته ټوپ كړ ، خو ژر مې مداخله وكړه :
- مه وارخطا كېږئ ، هر څه به سم شي ، پيدا به شي .
ژر يې په قهر راغبرګه كړه .
تاسې څه وايئ ښاغليه عبدالله ، څنګه به هر څه سم شي � زه نشم كولى دا لوى ظلم وزغمم ، دا بې وجدانه بايد د قانون منګولو ته وسپارم � . زه به خپله ټوله سرمايه په دې لار كې ولګوم ، چې هغه ستره سزا وويني � .
دې دا خبره كوله چې موږ روغتون ته راورسېدو ، خو د موټر له راښكته كېدو سره سم د كتونا ګران بيه پيشو هم ساه له لاسه وركړه � .
او خدايه ! او په ما يې چېغه كړه :
- ښاغليه عبدالله ، درنيسه مې ! لكه چې په ما حمله راغله �
په درنګ شېبه كې كتونا يخ لرګى شوه � او چې تر څو مې بيړني امبولانس ته رسوله ، هغې هم د پيشو لار خپله كړې وه .

د سلواك جمهوريت
2002 � 3 � 30

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery