مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

وېره- [د تركيې كيسه]

ډېر پخوا د اوسنۍ تركيې په يوه غريزه سيمه كې يو هلك له خپلې كونډې مور سره اوسېده.
د دوى وړوكى كور (جونګړه) له ښاره بهر په بېديا كې و.
يوه ورځ د سيلۍ او باران په سخت توپان كې دواړه مور او زوى په كور كې ناست وو، د تندر له غږ سره به ښځه ورپېده. دې د كور بهرنۍ تمبې ته يوه غټه تيږه كېښوده او زوى ته يې وويل:
زه خو نن ډېره سخته وېرېږمه. خداى خبر چې نن مې دا وېره ولې په زړه كې ناسته ده.
هلك مور ته وكتل. لږ حيران شو او ويې ويل:
وېره! دا څه شى وي؟
مور ورته وويل:
وېره داسې بلا ده چې هر انسان يې په خپل ژوند كې ويني او بيا د دې په پنجو كې راګير شي.
هلك تر ډېره وخته غلى ناست و، دواړو ډوډۍ وخوړه او خوب ته پرېوتل. هلك تر ناوخته د وېرې په هكله فكر كاوه. داسې يې ګڼله چې ګوندې �وېره�رښتيا يوه بلا ده. كرۍ شپه يې همدغسې تېره كړه او سهار وختي يې چې مور لا له خوبه نه وه پاڅېدلې، دى له خپلې جونګړې راووت او يوې خوا ته روان شو، ټوله ورځ په پښو روان و، چې ستړى به شو نو له يوې ونې سره به يې ډډه ولګوله.
له چينې يا ويالې نه به يې اوبه وڅښلې. په لار كې به يې همدغه چورت واهه، چې كه �وېره� راته مخې ته راغله، نو سملاسي به يې وژنم.
لمر چې د غرونو شا ته پټ شو، نو ده له ليرې نه يوځاى رڼا وليده، چې ورنژدې شو، نو ويې ليدل چې يو څو تنه له اور نه چاپېره ناست وو، خپل چاقوان يې په تيږو تېره كول. دوى ټول شوكماران وو او د شپې د شوكې لپاره يې ځانونه تيارول.
د هلك ساړه شوي وو. پر دې كسانو يې سلام واچاوه او اور ته نژدې كښېناست. سړو يو بل ته په سترګو كې اشارې وكړې. خو د هلك له حالت نه څرګندېده چې دى هېڅ نه لري.
يو تن ترېنه پوښتنه وكړه:
ته له كومې راغلى يې او كومې خوا ته روان يې؟
هلك چې لاسونه يې اور ته نيولي وو، دوى ته وويل:
زه د وېرې په لټه راوتلى يم. كه مې پيدا كړه، نو ژوندۍ به يې نه پرېږدم.
شوكماران په خندا شول، خو ددوى مشر هلك ته وويل:
زه خبر يم، چې وېره چېرته اوسېږي، كه ته غواړې چې ويې وينې، نو دا اوړه، كوچ او شات واخله، مخامخ د ونو شا ته يوه هديره ده، هلته لرګي ډېر دي، له دې ځايه يوه دړه واخله. هلته اور بل كړه، موږ ته خوږه ډوډۍ پخه كړه، وېره به درته په خپله ځان ښكاره كړي.
هلك د شوكمارانو نه ټول توكي په يوه غوټه كې وتړل. يوه بله دړه يې په بل لاس كې واخيسته او د ونو پر لوري روان شو. اوس هرې خوا ته تكه توره تياره وه. هلك چې د شوكمارانو له سترګو پناه شو، نو ټولو پړچ وهلو.
هلك هديرې ته ورسېد، نو تيږې يې راټولې كړې، وچ لرګي يې په كې كېښودل او اور يې بل كړ، بيا يې اوړه، كوچ او شات يوځاى كړل. د يوه قبر له پاسه په كنډولي كې اوبه ايښې وې، د اوړو ډوډۍ يې جوړه كړه او د سرې شوې ډبرې له پاسه يې كېښوده.
ډوډۍ چې پوره پخه شوه، نو هلك هم ښه دمه كړې وه، خوا و شا يې كتل، چې وېره به چېرته وي. په دې كې اور ته نژدې قبر نه يو لاس رابهر شو او ورسره يو غږ هم راپورته شو، چې : �دا ډوډۍ دې زما لپاره پخه كړې ده؟�.
هلك ورته وويل:
نه، نه، دا ډوډۍ مې هلته بره يو څو تنو لپاره پخه كړې ده.
دا يې وويل او ګرمه ډوډۍ يې له تيږې راواخيسته... د غوټې په خالي ټوكر كې يې تاو كړه، يوه بله دړه يې له اوره راواخيسته او بېرته يې د شوكمارانو ځاى ته ځان ورساوه.
په دوى كې يو څو تنه په خپل كار پسې تللي وو، خو د دوى مشر اوس هم هلته ناست و، هلك چې يې وليد، نو بيا حيران شول. پوښتنه يې ترې وكړه:
وېره دې وليده؟
هلك ورته وويل:
نه، هلته خو تش يو لاس له قبر نه راووتلو، چې له ما يې ډوډۍ غوښته.
د شوكمارانو مشر ډوډۍ ټوټې ټوټې كړه او په ټولو يې ووېشله. هلك هم خپله برخه ډوډۍ وخوړه او اور ته نژدې پرېوتو.
د شوكمارانو مشر ورته وويل:
سهار د دې غونډۍ بلې خوا ته ورشه، هلته يوه كچه لاره د اوبو يوه تالاو ته ځي، ما اورېدلي دي، چې په دې تالاو كې وېره اوسېږي.
هلك ډېر ستړى و، دا خبره يې واروېده او سترګې يې پټې كړې. په بل سهار چې هلك پاڅېد، نو اور مړ و او ټول شوكماران له هغه ځايه تللي وو. ده ته يې يو څو ټوټې وچه ډوډۍ پرې ايښې وه.
هلك ځان تازه كړو، ډوډۍ يې وخوړه او پر غونډۍ وخوت، يوه كچه لار يې پيدا كړه او په هغې روان شو. د لارې په پاى كې د اوبو يو لوى تالاو و.
خو هلته يې يوه عجيبه ننداره وليده. د اوبو دپاسه په هوا كې يوه زانګو وه، چې يو ماشوم په كې ژړل.
هلك يو څو شېبې ماشوم ته وكتل او فكر يې وكړ، چې دى ولې ژاړي او زانګو په هوا كې څنګه ولاړه ده. په دې كې يوه ځوانه جينۍ له اوبو راووتله، چې وېښته او جامې يې وچ وو. هلك ته يې وويل:
دا زما ورور دى. زه په خپله زانګو ته نه شمه رسېدلاى، غواړمه چې خپل ورور له زانګو نه راواخلمه. هلك ورته وويل:
زه به په اوبو كې ښكته شم، ته زما په اوږو كښېنه او خپل ورور له زانګو راواخله.
هلك اوبو ته ورښكته شو. جينۍ د ده پر سر لاس كېښود او پر اوږو يې كېښناسته، هلك ورو ورو د زانګو پر لوري روان شو. خو جينۍ خپل لينګي د هغه د څټ نه كلك راتاو كړل او زور يې ورله وركړ.
هلك سخت په قار شو، دا يې له لاسه ونيوله او اوبو ته يې ورغوزاره كړه. جينۍ هم ورسره ښه كلكه نښتې وه. هلك د هغې مرۍ ته لاس كړ او دا يې له ځانه ليرې كړه، په دې پرزونو كې د جينۍ د غاړې د سرو زرو زنځير د هغه په لاس كې پاتې شو او ده په چټكۍ له تالاو نه ځان وايست. پاس چې ګوري، نو زانګو هلته نه وه. هرڅه ورك وو.
هلك د سرو زرو زنځير په خپله غاړه كې واچاوه او د غونډۍ بلې خوا ته روان شو.
ټوله ورځ يې سفر وكړ او مازيګر مهال د يوه ښار دروازې ته ورسېد، هغه وخت به د ښارونو چاپېره دېوالونه جوړېدل او د بهر وتلو لارې به ماښام تړل كېدې.
كوم مسافر چې به ناوخته راورسېدل، د هغوى لپاره له دروازې نه بهر سرايونه جوړ وو. هلك ديوه نانواى د تنور مخې ته كښېناست او په تنور كې پرېوتې ډوډۍ چې نانواى يوې خوا ته ايښودلې او خلكو په خپل وار رااوچتولې د هغوى د اخيستلو په انتظار شو. اخر د ده وار هم راورسېد، نيمه پخه نيمه سوځېدلې ډوډۍ يې وخوړه او هملته يوې خوا ته پر مځكه ويده شو.
سهار چې ښار ته وردننه شو، نو ويې ليدل چې خلك د سمندر پر لوري روان وو. هلك هم ټولو سره مل شو، خبر شو چې يوه بېړۍ پرون رارسېدلې وه، خو اوس د ډوبېدو په حال كې ده، د سمندر پر غاړه ډېر خلك ولاړ وو، چا ژړل، چا دعا ته لاسونه نيولي وو.
بېړۍ له يوې غټې تيږې سره ولاړه وه. په دې كې ټولو ملاحانو زور لګولى و، چې ساحل ته يې راولي. خو داسې ښكارېده چې بېړۍ د سمندر په اوبو كې دننه په كوم شي پورې نښتې وه او ورو ورو په ډوبېدو وه.
خلكو په وړو وړو كښتيو كې په دې بار سامانونه او نور خلك راښكته كول.
هلك جامې وايستلې او سمندر ته يې ټوپ كړل. ده اوږده ساه واخيستله او د سمندر تل ته يې ځان ورساوه. هلته يې وليدل چې يوې ښځې د بېړۍ لنګر په لاس كې نيولى دى او ځان ته يې راكاږي.
هلك په دې ښځې ورټوپ كړل، زنځير يې د هغې له لاسه ليرې كړ او د هغې په وهلو سر شو. بيا يې دا له وېښتو راونيوله او په يوې تيږې پورې يې وتړله.
هلك چې له اوبو راوتلو، نو بېړۍ له خطره بهر وه. خلكو خوشحاليانې كولې. دى دومره ستړى و، چې خپلې جامې يې په غاړه كړې او بېرته ښار ته لاړ. هلته تر يوې ونې لاندې پرېوتو او ويده شو.
مازيګر مهال چې دى راپاڅېد، نو د ونې نه يې د خبرو غږ واورېد. يوې ښځې ويل:
ما يو داسې زړور ځوان ليدلى دى، چې په هديره كې يې ډوډۍ پخوله، ما له يوه قبر نه لاس وروغزاوه، خو دى هېڅ ونه وېرېد، د بلې ښځې غږ راغى:
ما هم يو داسې ځوان وليد، چې په اوبو كې مې ورله مرۍ خپه كوله، خو ده رانه ځان هم خلاص كړ او زما د سرو زرو زنځير يې هم يووړ.
د درېيمې ښځې غږ شو:
ما داسې ځوان وليد، چې د پوره بېړۍ زنځير يې زما له لاسه واخيست او زه يې په يوه كاڼي پورې وتړلم. هلك چې دا خبرې واورېدې، نو ونې ته يې وكتل او ويې ويل:
هغه ځوان زه يمه. خو تاسو څوك يئ؟
درې واړه ښځې د سترګو په رپ كې د ده مخې ته ودرېدې او ورته ويې ويل:
موږ جادوګرې يو. ته ډېر زړور يې، موږ غواړو چې درته انعام دركړو. وغواړه څه شي پسې راوتلى يې او چېرته ځې؟
هلك ورته وويل:
زه د وېرې په تكل كې يمه. كه تاسو ته معلومه وي چې وېره په كوم ځاى كې ده، نو دا به ډېر لوى انعام وي.
دريو واړو جادوګرو په زوره زوره وخندل او بيا يې د يوه ښار پته ورله وركړه، چې وېره هلته اوسېږي.
هلك چې د ډېرو ورځو تر مزله وروسته دې ښار ته ورورسېد، نو ټول خلك د پاچا د ماڼۍ نه بهر راټول وو. هلك د يوه سړي نه پوښتنه وكړه، چې څه چل دى؟
هغه ورته وويل:
يوه مياشت كېږي چې زموږ پاچا مړ دى. د دې ملك روايت دى چې د دې ځاى ځينې سپېڅلي مرغان هر سهار له ماڼۍ نه الوزي او چې د هر چا پر سر كښېناست، نو هغه به پاچا كېږي دا يوه مياشت كېږي، چې مرغان د هېچا پر سر نه دى كښېناستلى.
هلك هم د مرغانو په ننداره شو، چې له ماڼۍ نه به والوتل او بېرته به لاړل، يو څو شېبې چې تېرې شوې، نو يو مرغه د ماڼۍ تر ټولو دنګ بورجل نه راوالوتلو او د هلك پر سر كښېناست. د خلكو شور ماشور پورته شو.
هلك سترګې پټې كړې، ويې ليدل چې د پاچاهۍ تاج يې پر سر كړى دى او پر شاهي تخت ناست دى. خلك ورته راروان دي، وزيران ورته د مملكت د ستونزو حال وايي. ډوډۍ ورته ايښې ده، خو دى وخت نه لري چې ويې خوري.
خوب يې تښتېدلى دى. هلك ناڅاپه سترګې وغړولې او په چيغو شو:
زه دا هرڅه نه شمه كولاى.
په دې كې د ماڼۍ له خوا يو څو مرغان راوالوتل او وار په وار د دې هلك پر سر كښېناستل، ټولو خلكو نارې پورته كړې چې هم دى به زموږ پاچا وي.
ټول وزيران راوړاندې شول، مشر وزير ورته شاهي چپنه په غاړه كړه. يو بل وزير ورته تاج پر سر كړو او دى يې د ماڼۍ پر لوري بدرګه كړ، هغه وخت هلك احساس وكړ، چې د هغه غوني زيږ- زيږ شول، مرۍ يې وچه او پښې يې په رپېدو شوې.
يوه سپين ږيري وزير ورته په غوږ كې وويل:
وېرېږه مه!
او هلك اوس خبر شو، چې وېره څه وي؟ هغه ته د مور خبره په زړه شوه:
وېره داسې بلا ده چې هر انسان يې په خپل ژوند كې ويني.
هغه وېره موندلې وه، خو هله چې پاچا شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery