مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سمندر اوبه مالګينې ولې وي؟- [د ناروې كيسه]

په يوه كلي كې دوه وروڼه اوسېدل، چې يو په كې ډېر شتمن و او بل غريب او بېوزله. يوه ورځ د غريب ورور سره په كور كې د خوړو لپاره هېڅ پاتې نه شول، نو د خپل شتمن ورور كره لاړ او مرسته يې ترې وغوښته. شتمن ورور ورته وويل چې ستا له حال نه زه خبر يم. دا د يوې ورځې خبره نه ده، سبا به بيا راروان يې او سوال به راته كوې.
غريب ورور ورته وويل:
ته بس همدا نن راسره يوڅه لاس وكړه. بيا به دې نه په عذابوم.
شتمن ورور ورته وويل:
سمه ده، زه نن تا ته ښه ډېره غوښه دركوم، دا واخله او د قاتۍ (قحطۍ) ښار ته ورشه، خو بيا راته خپل سپېره مخ ښكاره نه كړې.
غريب ورور يې ډېر ساده و. د غوښې نه يې يو پنډ جوړ كړ او د قحطۍ د ښار په لټه شو. ټوله ورځ يې مزل وكړ، په لاره كې به يې له هر چا پوښتنه كوله، چې د قحطۍ ښار په كوم ځاى كې دى. ځينو به ورته لاره سمه كړه، ځينې نور بيا خبر نه وو.
د شپې يوه ځنګل نه تېرېده، چې له ليرې يې رڼا وليده. ده اندازه لګوله چې دا به د قحطۍ ښار وي او كه نه؟ په دې كې يې يو بوډا سړى وليد، چې ونې ته يې تبر نيولى و.
له هغه يې وپوښتل، بوډا ورته وويل چې همدا د قحطۍ ښار دى. خو ته ولې هلته تلل غواړې؟
غريب ورته خپله ټوله كيسه تېره كړه. بوډا وويل:
كه ته د دې غوښې سره د قحطۍ ښار ته ځې، نوهرڅوك به دا غوښه په ډېرو پيسو درنه غواړي. خو ته ورته وايه چې د غوښې په بدل كې راته مېچنه راكړئ.
غريب د ښار لوري ته روان شو. هلته له رسېدو سره يې يو تن ته د غوښې ټوټه ښكاره كړه. هغه ورته غوښه بيه كړه، بيا بل كس راوړاندې شو، چې د هغه بيه له لومړۍ نه ډېره لوړه وه. ورو ورو د غوښې بيه ډېره لوړه شوه. هر چا پيسې راايستلې وې او يو شورماشور جوړ شو، غريب خپل لاس اوچت كړ او ټولو ته يې وويل:
زه دا غوښه د يوشي په بدل كې خرڅوم.
ټول غلي شول، غريب سړي وويل:
تاسو سره د لاس يوه مېچنه ده، هر څوك كه هغه راته راكړي، غوښه د هغه ده.
يو تن په كې وويل:
په دې ښار كې هم دغه يوه مېچنه ده، كه دا تاته دركړو، نو موږ به څه كوو؟
خو غريب سړى په دې ټينګ شو، چې مېچنه راكړئ او غوښه واخلئ.
خلكو په خپلو منځو كې بحث كاوه، اخر په دې رضا شول، يو سړى په منډه لاړ او د يوې زړې زمانې وړه مېچنه يې راوړه، په دې كې به يې كافي (قهوه) ميده كوله.
غريب چې دا مېچنه وليده، نو سخت خپه شو. ده فكر كړى و، چې مېچنه به د سرو زرو وي. خو اوس يې ژبه كړې وه. ټوله غوښه يې دې خلكو ته وركړه. مېچنه يې ترې واخيستله او بېرته د ځنګله پر لوري روان شو. هلته يې بوډا سړى بيا وليد، په ډېر ګيله من غږ يې ورته وويل:
بابا! تا راسره ښه ټوكه وكړه، د پيسو پرځاى مې دا زړه مېچنه واخيسته، په دې به زه څه كوم؟
بوډا ورته وويل:
غوږ رانژدې كړه، چې د دې مېچنې كمال درته وښيم.
غريب سړى د شپې ډېر ناوخته خپل كور ته ورسېدو، نو ښځه يې ډېره په قهر ورته پاڅېده. هغې ورته ټوله ورځ انتظار كاوه او نه پوهېده چې سړى يې چېرته ورك شوى و. په كور كې د خوړو لپاره هېڅ نه وو.
سړي چې زړه مېچنه پر مېز كېښوده، نو ښځه يې نوره هم راوپارېده، په كور كې د څښلو لپاره كافي هم نه وه، خو سړي ورته وويل:
دا مېچنه ډېره د كار مېچنه ده. د مېچنې لاستى يې ونيو او بيا يې وويل:
مېچنې ګرړه ګرړه... ډوډۍ راوباسه، په ترړه... د سړي د دې منتر سره د مېچنې لاستى وخوځېد او ګرمې ګرمې ډوډۍ ترې راووتلې. سړي بيا مېچنې ته امر وكړ:
مېنچې ګرړه ګرړه... پنېر راوباسه، په ترړه...
اوس نو له مېچنې تازه پنېر راووتل.
ښځه او غريب سړى دواړه حيران هم وو او خوشحاله هم. ژر يې ډوډۍ وخوړه، مېچنه يې تر كټ لاندې پټه كړه او ويده شول.
په بل سهار دوى له مېچنې كافي، شوده، رنګارنګ مېوې او خواړه، دغه راز نور شيان وغوښتل. په كور كې يې هرڅه برابر كړل، څو ورځې چې تېرې شوې او ډوډۍ وركړه، ډېره شوه نو خپلو ملګرو ته يې د ښې مېلمستيا بلنه وركړه. شتمن ورور يې هم راوغوښت. هغه چې د ورور په كور كې هرڅه ښه ډېر وليدل، نو حيران پاتې شو. ورور نه به يې غلي غوندې پوښتنه وكړه، چې دا هرڅه يې څنګه موندلي وو. خو غريب به ورته موسكى شو.
اخر چې ټول مېلمانه خپلو خپلو كورونو ته لاړل، نو شتمن ورور ورسره خوږې خوږې خبرې پيل كړې. غريب ورور يې ساده و، خبره يې له خولې ووتله، چې دا هرڅه د يوې مېچنې بركت و.
شتمن ورور ورته وويل:
اوس خو ته هرڅه لرې. دا مېچنه ما ته راكړه، زه به درته په بدل كې ډېرې پيسې دركړم.
غريب ورور نژدې دا كار كړى و. خو ښځه يې هوښياره وه. هغې ورته وويل:
د سرو زرو ډكه يوه بوجۍ كه راكړې نو د فصل د رېبلو پر وخت به مېچنه يوسې.
شتمن ورور په دې رضا شو. د سرو زرو د سكو ډكه يوه بوجۍ يې ورته راوړه او څو ورځې وروسته د فصل د لوونو پر وخت يې د ورور له كوره مېچنه هم يووړه.
د شتمن ورور ښې ډېرې مځكې وې او د لوونو په دې وخت كې به ډېرو خلكو پر مځكو كارونه كول. ده غوښتل چې ټولو خلكو ته مېچنه او د دې كمال وروښيي. د غرمې د ډوډۍ پر وخت يې ميچنه پر يوه مېز كېښوده او د هغه مېرمنې په چيغه وويل:
مېچنې ګرړه ګرړه.. ښورا راوباسه په ترړه.
ماهيان راوباسه په ترړه.
د هغې له خولې دا ټكي راوتلي وو، چې مېچنه وګرځېدله او ښوروا ترې راوتل پيل شول. بيا ترېنه وريت كړي ماهيان راوتل، خلكو له خپلو كورونو لويې لويې كاسې راځغلولې، چې ماهيان او ښوروا په كې راډك كړي. د ټولو په كورونو كې چې هرڅومره لوښي وو، په ټولو كې ماهيان او ښوروا وو.
يو چا شتمن سړي ته وويل چې بس كړه، دا مېچن دې ودروه. خو شتمن سړي د مېچنې په بندولو نه پوهېده، كله به يې ويل:
بس كړه، بس كړه، مېچن بس كړه.
كله به په چيغو شو چې مېچن ودرېږه په ترړه.
كله به يې د هغې لاستى تاو كړ. كله به يې ورباندې لاسونه كېښودل. خو مېچنه وه، چې ترېنه د ښوروا او د ماهيانو يو سېلاب روان و. كله چې خلكو د ښوروا په سېلاب كې لامبو وهل پيل كړل. نو شتمن ورور په منډه منډه د خپل غريب ورور كره لاړ او ورته ويې ويل:
د خداى لپاره دا مېچنه دې واخله، زه خو يې هېڅ په بندولو نه پوهېږم. د ورور ښځه يې وروړاندې شوه او ويې ويل:
مېچنه به درنه اخلو، خو په دې شرط چې نور سره زر به راكوې.
غريب ورور يې لاړ او د مېچنې په لاستي يې لاس كېښود، سم له لاسه دا بنده شوه. داسې ښكارېده لكه چې د هغه په لاس كې كوم جادو و.
تر دې پېښې وروسته غريب ورور د سمندر پر غاړه ځان له يو ښايسته كور جوړ كړ او ژوند يې په كې كاوه. د خپل حاجت شيان به يې له مېچنې غوښتل، خو په دومره اندازه چې ګوزاره به يې پرې كېده.
يوه ورځ په سمندر كې د تېرېدونكو بېړيو نه د يوې بېړۍ كپتان په خپل دوربين كې په ساحل دا ښكلى وړوكى كور وليدو، نو په زړه كې يې وګرځېدل، چې دا له نژدې وګوري.
بېړۍ لنګر واچاوه او دى له خپلو څو ملګرو سره په وړوكې كشتۍ كې كښېاست او د غريب سړي هغه ښكلي كور ته ورغى.
غريب سړي ورته ډوډۍ وركړه. مېچنه پر يوه مېز ايښې وه. كپتان چې دا زړه مېچنه وليده، نو له هغه يې پوښتنه وكړه. سړي ورته د مېچنې حال ووايه. كپتان چې دا واورېدل، نو سړي ته يې وويل:
دا مېچنه پر ما خرڅه كړه.
غريب سړي نه غوښتل چې داسې وكړي، خواخر د ډېرو دليلونو او منت زارۍ نه وروسته سړى په دې راضي شو، چې كپتان به ورته ښه ډېر مال او دولت وركوي. كپتان هم داسې وكړل او مېچنه يې واخيستله. خپلې بېړۍ ته ورغلو او فكر يې كاوه چې څه شى وغواړي. په هغو ورځو كې به مالګه ډېره ګرانه وه. ځينو خلكو ته به په معاش كې د مالګې غټۍ هم وركول كېدې، چې خلكو به په ډېر احتياط سره كارولې. خلكو به د سودا په بدل كې مالګه وركوله.
كپتان فكر وكړ، چې كه دى د مالګې تجارت پيل كړي، نو ښې ډېرې پيسې به وګټي. خپلو نوكرانو ته يې امر وكړ، چې په بېړۍ كې خالي كوټې دې پرانيزي او مېچنې ته يې وويل:
مېچنې ګرړه، ګرړه... مالګه راوباسه په ترړه.
مېچنه په ګرځېدو شوه او مالګه ترې راوتله. د بېړۍ ټول ګودامونه له مالګې ډك شول. كپتان د خوشحالۍ نه په جامو كې نه ځايېده. كله چې د هغه په حساب مالګه پوره شوه، نو په مېچن يې لاس كېښود، خو مېچنه نه بندېده. كپتان ډېره هڅه وكړه، نورو خلكو ورباندې لاس كېښود، خو ورو- ورو په بېړۍ كې دومره مالګه بار شوه، چې بېړۍ په سمندر كې ډوبه شوه. مېچن په دې وخت كې هم مالګه راويستله.
د ناروې خلك باور لري چې دا مېچنه اوس هم د سمندر په تل كې لګيا ده مالګه باسي، ځكه خو د سمندر اوبه مالګينې وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery