مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پائيډ شپېلۍ غږوونكى-- [د جرمني كيسه]

د جرمني يوه وړه ښاريه هيملين Hamelin نومېږي، د ويزر سيند پرغاړه اباده ده. ډېر پخوا دلته شتمن خلك اوسېدل، ښاريه اباده وه، خو دا شتمن خلك يې ډېر وږسترګي او حريصان وو. هر چا به غوښتل چې ښه ډېر مال وګټي. هره ورځ به د پيسو زياتولو او د راټولولو نوي نوي تدبيرونه نيول كېدل. د دولت د سپما لپاره به يې نوې لارې لټولې، يوه ورځ چا ويل سپي او پيشوګان هم زموږ ډېره شتمني خوري. د دوى په ډوډۍ ډېرې پيسې لګېږي. همدا وو چې خلكو له ښاره سپي او پيشوګان ليرې كړل.
يو څه موده چې تېره شوه، نو په ښار كې موږكان پيدا شول. خلكو به د دوى د وركولو لپاره ډېرې هڅې كولې، خو چي له يوه ځايه به ورك شول، نو په بل ځاى كې به پيدا شوي وو. په كورونو كې د خوړو شيان پټ ساتل كېدل. خو په دكانونو او ګودامونو كې به بوجۍ سورۍ وې. په ډېرو خوړو موږكان هم چاغ شوي وو او د دوى وژل به هم سخت كار و.
يوه ورځ خو يوې غټې مږې په زانګو كې د يوه پراته ماشوم د خوړلو هڅه وكړه. د ښار خلك ډېر پرېشان وو. اخر ښاروال يوه غونډه راوبلله، چې د مږو د وژلو سمه لاره پيدا كړي. په غونډه كې ناستو كسانو خپله- خپله رايه وركوله، چا به ويل د موږكانو زهر دې وركول شي. خو د دې مخالفت وشو، چې ماشومانو ته به ورباندې تاوان ورسېږي. بل وويل د موږكانو د نيولو لپاره دې لويې لويې لومې (دامونه) جوړې كړاى شي. خو د دې لپاره وخت په كار و او د خلكو زغم اوس تمام شوى و.
په دې كې ناڅاپه د غونډې د تالار په دروازه يو ځوان راښكاره شو، چې په لاس كې يې شپېلۍ نيولې وه.
ده په لوړ غږ ټولو ته وويل:
زما نوم پائيډ دى. كه تاسو راته د سرو زرو سل سكې راكوئ، نو زه به داټولې مږې له ښاره وركې كړمه.
په دې خبره ټول غلي شول، ښاروال له ټولو پوښتنه وكړه او له ډېرو خبرو او بحث وروسته ټول په دې رضا شول، چې كه دې هلك ټولې موږې له ښاره وايستلې، نو ده ته به سل سكې وركول كېږي.
هلك له هغه ځايه روان شو او هم په هماغه شېبه يې شپېلۍ خولې ته ونيوله او په غږولو يې پيل وكړ.د دې شپېلۍ غږ يوه عجيبه موسيقي لرله.
دى د ښار په كوڅو كې ورو- ورو روان و او كوم ځاى چې به د ده د شپېلۍ غږ ورسېد، له هغه دكان، كور يا ګودام څخه به مږې رابهر شوې او په ده پسې به روانې شوې.
د ښار خلك حيران هم وو او خوشحاله هم، د ټول ښار موږكانو او مږو په شپېلۍ غږوونكي پسې داسې په منډه- منډه ځغاستل، چې ته به وايې هېڅ يې نه كتل. هلك د شپېلۍ په غږولو همدغسې ورو- ورو له ښاره بهر د سمندر غاړې ته ورسېده او هلته ودرېده، بيا دى ورو- ورو د سيند په اوبو كې وردننه شو، موږكانو هم ورپسې سيند ته ورټوپ كړل. هلك په اوبو كې ولاړ و او تر ډېره وخته يې شپېلۍ غږوله، ان تر دې چې د ښار ټولې مږې په اوبو كې لاهو شوې. د ښار خلك هم د سيند غاړې ته رسېدلي وو او ټولو له خوشحالۍ نه لاسونه پړكول.
په هغه شپه د ښار خلكو ډېره موده وروسته په ارام ډوډۍ وخوړه او د شپې يې بېغمه خوب وكړ.
په بله ورځ شپېلۍ غږوونكى پائيډ ښاروالۍ ته لاړ او له ښاروال نه يې د خپلو سلو سكو غوښتنه وكړه. خو هلته كې ټولو خلكو ورباندې وخندل. ښاروال ورته وويل:
د سرو زرو سل سكې ډېر شى دى. تا چې كوم كار كړى، د دې قيمت يوه سكه كېدى شي. دا واخله او خپله لاره نيسه.
پائيډ چې دا واورېدل نو ډېر خپه شو. دى له هغه ځايه لاړ او د ښارګوټي د مركز په لويې څلورلارې كې ودرېد.
له جېب نه يې خپله شپېلۍ راوايستله او په غږولو يې پيل وكړ. دا ځلې يوه نوې موسيقي خلكو واورېده. د شپېلۍ غږ چې راپورته شو، نو يو څو ماشومانو خپلې لوبې پرېښودې او د پائيډ پر لوري يې منډې كړې. پائيډ شپېلۍ په غږولو ورو- ورو روان شو. د ښارګوټي په كورونو كې ټول ماشومان د شپېلۍ په اورېدلو له كورونو په منډه منډه وتل او نورو سره به مل شول. دا ماشومان ډېر خوشحاله وو، چا خندل، چا چيغې وهلې، چا د شپېلۍ په موسيقۍ نڅا كوله. د ښار خلك وارخطا شول. ميندو او پلرونو هڅې كولې، چې خپل ماشومان راوګرځوي، خو داسې اېسېده لكه چې ماشومان بهر ته د شپېلۍ له موسيقۍ پرته بل هېڅ غږ نه اوري.
ميندو ژړاګانې او ويرونه كول. پلرونو له يو بل سره مشورې او مصلحت كاوه، ښاروال هم خبر شو، خو هېڅوك نه پوهېدل چې اوس د شپېلۍ غږوونكى پائيډ څرنګه راضي كړي.
دا ځلې پائيډ سيند ته د تللو پرځاى د يوې غونډۍ پر لوري لاړ. هلته د ده د موسيقۍ طرز بدل شو.
په غونډۍ كې يوه لاره جوړه شوه او ټول ماشومان د شپېلۍ غږوونكي پسې په منډه منډه دې لاره كې داخل شول. په دې ماشومانو كې يو هلك په پښه ګوډ و، دى وروسته پاتې و او ويې ليدل چې د غونډۍ په منځ كې دا لاره په خپله بنده شوه.
كله چې د ښار خلك غونډۍ ته ورسېدل، نو دې ګوډ ماشوم هلته ژړل. ده غوښتل چې له نورو ماشومانو سره مل واى. ده هم غوښتل چې د غونډۍ شا ته يوې ناليدلې دنيا ته ورشي. خو داسې ونه شول.
په هغه شپه د هيملين په ښار كې ماتم و، ميندې او پلرونه د خپلو اولادونو په غم كې وو. ټول خلك پښېمانه وو، چې پائيډ ته يې ولې سل سكې ورنه كړې، هغه مال و دولت چې دوى به راټولاوه، اوس د دوى لپاره بېكاره وو. دوى د خپلې ځانځانۍ او د حرص سزا موندلې وه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery