مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

وړه مرغۍ - [د جاپان كيسه]

ډېر پخوا په يوه كلي كې يوه سړي او د هغه مېرمنې اولاد نه لرلو. سړي يوه وړه مرغۍ ساتلې وه، چې په اوزګار وخت كې به يې ورسره خبرې كولې. مرغۍ د دوى په كور كې لكه د ماشوم اوسېدله، چې په پنجره كې به يې نه بندوله.
يوه ورځ ښځې جامې مينځلې او د سان د جامو لپاره يې نشايسته (اهار) پخ كړي وو.
ښځه بهر پر تناب د جامو غوړولو لپاره ووتله. مرغۍ اخوا دېخوا ټوپونه وهل، اخر وږې شوه، نو پخلنځي ته ورغله، هلته د نشايستې لوښى ايښى و، مرغۍ ته دا سپينه نشايسته خوندوره ښكاره شوه او مښوكه يې په كې ووهله، نو بهر والوتله.
ښځې چې د نورې نشايستې لپاره لوښى وليد، نو په هغه كې ډېره لږ نشايسته پاتې وه. حيرانه شوه او اخوا دېخوا يې وكتل، مرغۍ پر كړكۍ ناسته وه، ښځې ته يې وويل:
مېرمنې څه ګوري.
ښځې ورته وويل:
دا نشايسته چا وخوړه؟
مرغۍ وويل:
دا خو ما خوړلې ده. زه وږې ومه.
ښځه سخته په قار شوه، هغې مرغۍ ته بد رد وويل، مرغۍ ووېرېدله او ډېرې بخښنې يې ترېنه وغوښتې، خو ښځه دومره په قار وه، چې مرغۍ يې ونيوله او په يوې چړې يې ژبه ترېنه پرې كړه. بيا يې ورته وويل:
ته نوره دلته نه شې اوسېدى.
دا يې وويل او مرغۍ يې والوزوله.
سړى چې ماښام كور ته راغى، نو د مرغۍ غږ يې وا نه ورېد، په ټول كور كې ورپسې وګرځېد، اخر يې له ښځې پوښتنه وكړه. هغې ورته وويل:
زه نه يمه خبره.
خو سړى پوه شو، چې يو چل خو شوى دى.
ښځه يې مجبوره كړه چې ورته حال ووايي او چې پوره خبره ورته معلومه شوه، نو سخت خپه شو. ښځې ته يې وويل:
د مرغۍ خېټه څومره وه، چې ستا نشايسته يې وخوړله؟ د يوې قاشوغې نشايستې لپاره دې خپل اولاد له كوره وشړلو.
بيا يې دومره وژړل، لكه چې څوك د خپل اولاد پر مړينې ژاړي.
په بله ورځ سړى كار ته د تللو پرځاى د مرغۍ په لټون پسې ووت. مرغۍ پر هغه ډېره ګرانه وه. پر لار روان و او مرغۍ ته يې اوازونه كول. ډېر مزل يې وكړ او له كلي بېديا ته راووتلو، هلته په يوه خوشې ځاى كې وړوكى غوندې كور جوړ و، سړى د كور مخې ته ودرېد او مرغۍ ته يې غږ وكړ. ناڅاپه له كوره مرغۍ والوتله او د سړي پر لاس كښېناستله.
ده ته يې وويل:
ته اوس هم زما لټون كوې؟ ما خو ډېره غټه غلطي كړې وه. بې له اجازې مې نشايسته وخوړله.
سړي ورته وويل:
ته زموږ د اولاد په شان يې او اولاد همدغسې غلطيانې كوي، خو د هغې دومره لويه سزا څوك نه وركوي.
مرغۍ ورته وويل:
ته ډېر مهربانه سړى يې.
بيا يې دى كور ته دننه بوتلو. كور دننه ډېر ښايسته و او رنګارنګ مرغان په كې اوسېدل. يوې خوا ته پر دسترخوان رنګارنګ ډوډۍ ايښې وې، مرغۍ سړي ته وويل چې ډوډۍ ته دې كښېني.
ده ډوډۍ وخوړه، نو ټولو مرغانو ورته ښكلې نڅاوې وكړې او ډېر وخت همدغسې په خوشحالۍ كې تېر شو. ماښام چې شو نو سړى راپاڅېد، له ټولو يې اجازه واخيستله. مرغۍ ورته وويل:
ماستا په كور كې ډېر عمر تېر كړى دى، غواړمه چې ته هم يو څوورځې دلته پاتې شې، چې موږ دې خدمت وكړو.
سړي ورته په ځواب كې وويل:
ستا دېره مننه، خو اوس به كور ته لاړ شم، مېرمنه به مې پرېشانه وي. كه غواړې بيا به راشم.
مرغۍ ورته وويل:
ډېره ښه ده، خو موږ ستا لپاره يوه تحفه لرو.
دا يې وويل نو د مرغانو يوه جوپه راوالوتله، چې په مښوكو كې يې تارونه نيولي وو، د دې تارونو په سر يوه شكرۍ (ټوكرۍ) ځړېده. دا يې راوړه او د سړي په وړاندې يې كښېښوده. بيا د مرغانو يوه بله جوپه راوالوتله او بله ټوكرۍ يې د ده په وړاندې كښېښوده.
مرغۍ سړي ته وويل:
په دې كې يوه ټوكرۍ غوره كړه. سړي وليدل چې يوه ټوكرۍ درنه او بله سپكه وه. سړي فكر وكړ چې لار يې ډېره وهلې ده او ستړى هم دى، نو هغه سپكه ټوكرۍ يې راواخيستله. مرغانو له خوشحالۍ نه شور جوړ كړ او بيا ده ټوكرۍ راواخيسته او د مرغانو په بدرګه له كوره ووت.
په كور كې يې ښځې ټوله ورځ مرغۍ ته ښېرې كولې او چې سړى يې وليد، نو له ورايه يې ورسره جنګ پيل كړ، چې ته كوم خوا ورك شوى وې.
سړي ټوكرۍ كېښوده او ورته ويې ويل:
ته لږ صبر وكړه، ټول حال درته وايم، ستړى يم، اوبه راكړه.
ښځې يې مخ بوڅ نيولى و. په تريو تندي يې ورته د اوبو جام راوړ. سړي اوبه وڅښلې او بيا يې ښځې ته ټوله كيسه تېره كړه. ښځه يې همدغسې بوڅ مخ ناسته وه. اخر سړي د ټوكرۍ سر ليرې كړ، نو په كې د سرو زرو سكې، قيمتي ډبرې او كالي وو. سړي له خوشحالۍ نه د خداى شكر وايست. ښځه يې هم لږه خوشحاله شوه، خو بيا يې ورته وويل: ته خو بې عقل يې، كه په دې سپكه ټوكرۍ كې دومره مال وي، نو په هغې درنې ټوكرۍ كې به له دې نه زيات مال و، كاشكې درنه ټوكرۍ دې رااخيستې واى.
سړي ورته وويل:
ته د خداى شكر وباسه، چې بې له څه خوارۍ مزدورۍ دومره مال دولت خداى راكړ، دا خو زموږ د پاتې عمر لپاره بس دي، خو ښځې يې خبره نه اورېده.
ده ته يې بد رد ويل، چې ورشه درنه ټوكرۍ هم راواخله. سړي ورته وويل:
زه خو ستړى يم، كه ته غواړې په خپله ورشه.
ښځې هم هماغه وخت د تللو لپاره ځان تيار كړ. سړي ورته د مرغۍ د كور لاره وربرابره كړه او په خپله لاړ پر كټ څملاستو.
ښځه چې د مرغۍ كور ته ورسېده، نو په زوره زوره يې تمبه وټكوله. مرغۍ بهر راوالوتله، نو ښځې ته يې هركلى ووايه او بيا يې هغې ته بلنه ركړه، چې دننه ورشي، خو ښځه په تادۍ كې وه، ورته ويې ويل:
زما خاوند ډېر ستړى و، د درنې ټوكرۍ پرځاى يې ستاسو له كوره سپكه ټوكرۍ اخيستې. هغه غلطي كړې ده.
مرغۍ ورته وويل:
كه ته غواړې درنه ټوكرۍ وړاى شې، خو ګوره دا ډېره درنه ده، كېدى شي چې ته يې هم د اوچتلو جوګه ونه اوسې.
ښځې ورته وويل:
زه د خپل سړي نه تكړه يمه.
مرغانو ورته ټوكرۍ مخې ته كېښوده. دې ډېره په ګرانه رااوچته كړه او په خپله لاره روانه شوه. هغې مرغانو ته د مننې يوټكى هم ونه وايه.
ټوكرۍ ډېره درنه وه او ښځه په نيمايي لاره كې ستړې شوه. يوځاى د دمې لپاره كښېناسته. نو په زړه كې يې وګرځېدل چې راځه وګوره په ټوكرۍ كې څومره مال دى؟
هغې له ټوكرۍ سر پرې كړو، نو له خولې يې يوه سپېره چيغه راووتله. په ټوكرۍ كې د مال- دولت پرځاى لړمان، كربوړي، چينجي او ماران وو.
دوى ټول ورو ورو له ټوكرۍ راووتل او ښځې نه چارچاپېره تاو راتاو شول. هغه دومره وارخطا شوه، چې په منډو شوه، په لار كې به ځاى پرځاى پرېوتله. بوټان ترې پاتې شول. وېښته يې ببر او جامې يې وشلېدې. ډېر په كړاوونو يې ځان كور ته راورساوه.
سړي نيم خوب كړى و، چې دا كورته په منډه راننوتله او دروازه يې په كلكه وتړله.
سړي ورته ژر اوبه وركړې او پوښتنه يې ترې وكړه:
څه پېښه ده؟
ښځې ورته ټول حال تېر كړ او بيا يې توبه وايستله چې پر مرغانو به ظلم نه كوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery