مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پاچا چې پلار شي - [د برما كيسه]

د دې كيسې تر لوستلو وړاندې څو خبرې د برما د مذهب منونكو راهبانو په هكله دي.
د برما زيات خلك بودا مذهب مني، په دې مذهب كې د هر يوه سړي لپاره دا امر دى، چې په ژوند كې به يو وار لږ تر لږه شپږ مياشتې راهب كېږي.
د بودا مذهب راهب د سر او د ږيرې ويښته خريلي وي. د ژېړ سور بخن سان دوه څادرونه يې جامه وي. په پښو كې يې د مزري يا لرګي پڼې وي او زيات وخت له ښاره ليرې په يوه معبد يا په ځنګله كې عبادت كوي.
د راهب د خوړو غم عام خلك كوي. هر چېرې چې راهب وويني، ورته خواړه رسوي، راهب دا نه وايي چې زه دا شى خورم او يا دا شى مې خوښ نه دي.. هرڅه چې د هغه مخې ته راځي او خلك يې ورته وركوي، دى يې په صبر او په شكر خوري او خيرات كوونكي ته دعا كوي.
دا كيسه د برما د يوه لوى راهب سياده له كيسو نه ده، چې قريباً دوه سوه كاله كېږي، د برما د يوې سيمې منډيلي پاچا ته يې كولې.
وروسته دا ټولې كيسې نورو خلكو هم واورېدلې او اوس هم په برما كې د سياده په كيسو يو بل ته ويل كېږي.

د برما د منډيلي سيمې د پاچا نوم مندان و. د ده د ملك خلك ډېر غريب وو او يوه ورځ خبر شو چې خلك په جوپو جوپو له ښاره وځي، چې په نورو ځايونو كې ځان ته ډوډۍ پيدا كړي.
پاچا كرۍ شپه خوب ونه كړ او په راهب پسې يې يو تن ورواستاوه چې د هغه ماڼۍ ته راشي او د ده ډوډۍ وخوري.
راهب سياده د ده ماڼۍ ته راغى، پاچا ورته سر ټيټ كړ او بيا يې په خپلو لاسونو ده ته خواړه كيښودل، چې ويې خوري.
راهب چې ډوډۍ وخوړه، نو له پاچا يې پوښتنه وكړه، چې څه خبره ده.
پاچا ورته وويل:
زه د خپلو خلكو په هكله خواشينى يم، چې د خوارۍ له لاسه د خپلو كورونو پرېښودلو ته مجبوره دي. خداى خبر شه چې دوى به نورو ځايونو كې په كوم حال كې وي. هلته به ورته كار پيدا كېږي او كه نه. ځينو خلكو خپل ماشومان دلته مينډيلي كې پرېښي دي، د دوى ساتنه به څوك كوي. د دې هرڅه پړه زما په غاړه ده، ما د يوه پاچا په حيث دا ونه كړاى شول چې په دې سيمه كې خلكوته روزګار وركړم. زه ملامت يم، چې زما له كبله زما خلك درپه در شول. په دې فكرونو نه خوب كولاى شم او نه ډوډۍ خوند راكوي.
راهب دا خبره واورېده، نو ورته يې يوه كيسه پيل كړه.
د چين د غرونو په لمنه كې يو وړوكى كلى و. په دې كلي كې يو كروندګر د خپلو دوو زامنو سره اوسېده، د دوى مځكه لږه وه او كه څه هم دوى ورباندې خواري كوله، ولې د مځكې فصل به يې لږ و. وريجې، به ښې نه وې او سابه به كله چينجو وخوړل او كله به پرې ډېر باران وشو، نو هرڅه به اوبو يووړل.
اخر يوه ورځ دواړو زامنو پلار ته وويل:
نور په دې مځكه خپل وخت نه شي ضايع كولاى.
دوى د ښه ژوند او د مړې ګېډې ډوډۍ لپاره كلى پرېږدي. پلار ورته زړه نازړه اجازه وركړه او دوى يوځاى له كلي ووتل.
مشر زوى د چين له پلې سره نژدې شمالي ښار بامو ته لاړ او كشر زوى يې جنوب لوري ته، رنګون ښار ته مخه كړه.
دواړه وروڼه د سختو كارونو سره بلد وو. شپه او ورځ به يې مزدوري كوله. مشري يوڅو مياشتو كې دومره پيسې وګټلې، چې خپل تجارت يې ورباندې پيل كړ. د چين له خوا به چې كومې قافلې راتلې، دوى نه به يې مال اخيست او د ميان مار نورو ښارونو ته به يې لېږلو.
د ده ژوند ښه شو. ښه خواړه يې پيل كړل، رنګارنګ مېوې، غوښې، وريجې او سابه د ده په كور كې پخېدل او د ژوند په خوند پوه شو.
كشر ورور يې په رنګون كې مزدوري پيل كړه او چې پيسې يې راټولې كړې، نو مځكه يې پرې واخيستله، ورو ورو ده هم پيسې پيدا كړې، د خپلې مځكې ښې وريجې، مېوې او سابه به يې خوړل. صحت يې ښه شو او د خپل كلي اېشېدلې وريجې او دال ترې هېر شول.
د دواړو پلار هماغسې په كلي كې اوسېده او ماښام چې به اېشېدلو وريجو ته كښېناست، نو دواړه زامن به يې يادول. د زامنو خبر به ورته راتلو چې دوى اوس ښه شوي دي.
يوه ورځ د كروندګر كلي ته د زيارت كوونكى يوه ډله راورسېدله. دوى په دې كلي كې جوړ د يوې زړې پګوډا د ليدو لپاره راغلي وو.
په بودايي هېوادونو كې پګوډا يو څو پوړيزه زيارت وي، چې سپېڅلى تبرك (وېښته، بت يا دغسې نور شيان) په کې ايښي وي.
دا زيارت كوونكي ډېر شتمن خلك وو او دوى د كلي په لوى ميدان كې خپل تمبوان ووهل او لوى لوى دېګونه يې د خوړو د پخولو لپاره بار كړل. بوډا كروندګر هم د دوى د نندارې لپاره ورغلو، په دويمه ورځ زيارت كوونكو د كلي ټولو خلكو ته ډوډۍ وكړه. ماښام اورونه بل وو او د كلي په يوه كور كې هم ډوډۍ پخه نه شوه. زيارت كوونكو په مځكه لوى لوى څادرونه اوار كړل او خلك ورباندې كښېناستل، چې ډوډۍ وخوري. ډوډۍ داسې وه چې په كلي كې هېچا داسې شيان چېرې نه وو خوړلي.
هلته ښې ملايمې سپينې وريجې وې، د ماهيانو كباب و، د چرګ غوښه وه، د سپينو اوړو غوړې نازكې ډوډۍ وې. څو قسمه مېوه او سابه وو، چې په ډول- ډول طريقو پاخه شوي وو.
ډوډۍ پيل شوه، سپين ږيري كروندګر چې يوه مړۍ خولې ته كړه، نو خپل زامن ورته په زړه شولو فكر يې وكړ چې زه دا دومره ښو خوړو ته ناست يم. خداى خبر چې زما زامنو به نن څه شى خوړلى وي كه نه. په دې فكر يې له سترګو اوښكې روانې شوې. په دسترخوان ناستو كسانو ترې پوښتنه وكړه، چې څه چل دى، ولې ژاړئ؟
سپين ږيري وويل:
زما زامن د خوارۍ له لاسه له كلي تللي دي. په دې كلي كې چېرې هم دومره ښه ډوډۍ موږ نه وه خوړلې. اوس مې دومره ښه خواړه وليدل، نو له ستوني مې نه تېرېږي. ارمان مې دى چې هغوى هم راسره واى. دا ډوډۍ راته خوند نه راكوي.
دا يې وويل او له دسترخوانه راپاڅېد، د خپل كور پر لوري روان شو.
راهب چې دا كيسه وكړه. نو ميندان پاچا سر وخوځاوه او ويې ويل:
دا رښتيا دي چې مور و پلار تل د اولاد غم كوي، پاچا هم د خپل ملت پلار وي او چې ځان پلار ګڼي، نو كه ملت يې په بد حال كې وي، چېرې به هم په مړه ګېډه ډوډۍ ونه خوري.
كه دى ځان پلار نه كړي، نو د دې حق نه لرې چې پر تخت كښېني او د خلكو لپاره فيصلې وكړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery