مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خلاص كړه!

سعادت حسن منټو/پاكستان
(سپېشل) اورګاډى له امرتسر څخه د ماپښين پر دوو بجو روان شو او اته ساعته وروسته مغل پورې ته ورسېد، په لار كي څو كسه ووژل شول، يو شمېر ټپيان شول او نور دلته هلته تيت وپرك شول.
د سهار پر لسو بجو چي كله سراج الدين د كمپ پرسړه ځمكه سترګي روڼي كړې او چارچاپېره يې د سړيو، ښځو او كوچنيانو يو څپاند سمندر وليد، نو د هغه د فكر او پوهي ځواك لا پسي كمزورى شو، هغه تر ډېره په خوپ اسمان كي سترګي ښخي كړي وې، سره له دې چي په كمپ كي هر لور ته زوږ جوړ و، خو سراج الدين بيا هم هيڅ نه اورېدل.
د هغه غوږونه لكه كاڼه چي وو، كوم چا چي به هغه ته كتل نو داسي فكر به يې كاوه، چي هغه په ژور فكر كي ډوب دى، لاكن داسي نه وه، په اصل كي د هغه هوښ او حواس شل شوي وو، هغه بېخي لكه په خلا كي چي ځگوړند و، له دې امله چي سراج الدين په وار_وار خوپ اسمان ته كتل، د هغه سترګي له لمر سره ونښتې، د لمر تېزي وړانګي د هغه د بدن په رګ_رګ ننوتې.
هغه را ويښ شو او پرله پسې څو تصويرونه يې پر دماغ را ښكاره شول، اور، لوټ، تالان . . .، منډي، ترړي . . . د اورګاډي تمځاى . . . مرمۍ . . . شپه او سكينه . . . . سراج الدين يو دم پورته شو او د لېونيانو غوندي يې د چارچاپېرو انسانانو چاڼ پيل كړ.
پوره درې ساعته هغه د "سكينې_سكينې" نارې ووهلې او د پنډغالي"كمپ" ګوټ_ګوټ يې ولټاوه. خو هغه ته د خپلي يوازنۍ ځواني لور هيڅ درك ونه لګېد، چارچاپېره يو ګډوډى جوړ و، چا خپل زوى لټاوه، چا مور، چا ښځه او چا لور، سراج الدين چي كله ستړى ستومانه شو، نو يو څنګ ته كښېناست او پر خپلي حافظې يې زور واچاوه، فكر يې شروع كړ، چي سكينه له ده څخه كله او چيري جلا شوه، خو چي هر څومره سوچ به يې وكړ، دماغ به يې بېرته د سكينې د مور پر مړي تم شو.
هغه چي كولمې يې ټولي د باندي راوتلي وې، تر دې آخوا هغه نور هيڅ سوچ نشواى كولاى.
د سكينې مور مړه شوې وه، هغې د سراج الدين د سترګو پر وړاندي سا وركړې وه، خو سكينه چيري وه، هغه چي په اړه يې مور د زكندن په وخت كي ويلي و:
"ما پرېږده، خو سكينه له دې ځايه بوزه او ژر له دې ځايه وتښتئ!"
سكينه له ده سره وه، دواړو لوڅي پښې منډي وهلې، د سكيني پوړنى ولوېد، ده غوښتل چي هغه راپورته كړي، خو سكينې چيغه ورباندي كړې وه:
"پلار جانه!. . . پرېږده يې"
هغه بيا هم پوړنى راپورته كړى و . . . له دې فكر سره د هغه خپل پړسېدلي جېب ته پام شو او په هغه يې لاس ننه ايست، يو ټوكر يې راو ايست . . . دا هغه د سكينې پوړنى و . . . لاكن سكينه چيري وه؟ سراج الدين پر خپل ستومانه دماغ زور راوړ، خو كومي نتيجې ته ونه رسېد، آيا سكينه له هغه سره تر تمځاى پوري ورسره وه؟ . . . آيا هغه له ده سره په اورګاډي كي سپره شوې وه؟ . . . كله چي په لار كي اورګاډى ودرول شو او بلوايان راننوتل، نو آيا هغه بې سده شوې وه، چي هغوى دي سكينه تښتولې وي؟
د سراج الدين په دماغ كي بې شمېره پوښتني وې، خو ځواب يې هيڅ نه و، هغه خواخوږۍ ته اړتيا لرله، خو له بده مرغه چي چارچاپېره چي څومره انسانان وو، هغوى ټولو خواخوږۍ ته اړتيا لرله.
د سراج الدين زړه و چي وژاړي، خو سترګو يې ملګري نه ورسره كوله. خداى خبر اوښكي چيري غيبي شوي وې.
شپږ ورځي وروسته چي د سراج الدين هوښ او حواس څه پر ځاى شول، نو هغه له هغو خلګو سره وليدل، چي د هغه مرستي ته تيار وو، هغوى اته كسه ځوانان وو، لارۍ يې لرله او ټوپكونه ورسره وو، سراج الدين هغوى ته په لكونو دعاوي وكړې او د سكينې بڼه يې ور وښوده چي:
"په رنګ سپينه ده او ډېره ښكلې ده . . . تور ويښتان او پر ښى باړخو يو خال لري . . . زما يوازنۍ لور ده، را پيدا يې كړئ، خداى به خير دركړي"
دا وطلبو ځوانانو په خورا خواخوږۍ سره سپين ږيري سراج الدين ته باور وركړ، چي كه چيري د هغه لور ژوندۍ وه، نو يوازي څو ورځي وروسته به له هغه سره وي.
اتو سرو ځوانانو هڅه وكړه، د سرونو په لوبه يې ځانونه "امرتسر" ته ورسول، څو ښځي، څو سړي او څو كوچنيان يې را وايستل او خوندي ځايونو ته يې ورسول، لس ورځي تېري شوې، خو هغوى سكينه پيدا نه كړه.
يوه ورځ هغوى د همدې خدمت لپاره په لارۍ كي امرتسر ته روان وو، چي پر سړك باندي هغوى يوه نجلۍ وليده، د لارۍ د ږغ په اورېدو هغې ټكان وخوړ او منډي يې كړې، داوطلبانو موټر ودراوه او ټولو په هغې پسي منډي كړې، په يوه كرونده كي هغوى هغه ونيوه، چي ويې ليده، نو ډېره ښكلې وه، پر ښى باړخو يې يو خال هم و، يوه هلك هغې ته وويل:
"وېرېږه مه . . . آيا ستا نوم سكينه دى؟"
د نجلۍ رنګ نور هم ژړ شو، هغې هيڅ ونه ويل، خو چي كله ټولو هلكانو هغې ته ډاډګېرنه وركړه، نو د هغې وېره هم ليري شوه او دا يې ومنله چي هغه د سراج الدين لور سكينه ده.
اتو داوطلبو ځوانانو له هر لوري سكينه خوښه وساتله، هغې ته يې ډوډۍ وركړه، شيدې يې ورباندي وڅښلې او په لارۍ كي يې سپره كړه، يوه خپل كوټ وكيښ هغې ته يې وركړ، ځكه چي د پوړني د نشتوالي له امله هغې ډېره بې كراري محسوسوله او په وار_وار يې په لاسونو د خپلي سينې د پټولو ناكامه هڅه كوله.
څو ورځي تېري شوې . . . خو سراج الدين د سكينې له هيڅ حاله خبر نه شو، هغه كرۍ ورځ په بېلابېلو كمپونو او دفترونو وتى ننوتى. خو له هيڅ ځايه يې هم د خپلي لور درك معلوم نه كړ، د شپې هغه تر ډېره د هغو داوطلبو ځوانانو د برياليتوب لپاره دعاوي كولې، چا چي هغه ته دا باور وركړى و چي كه سكينه ژوندۍ وه، نو يوازي د څو ورځو په دننه كي به هغوى هغه مخامخا پيدا كوي.
يوه ورځ سراج الدين په كمپ كي هغه داوطلبه ځوانان وليدل، هغوى په لارۍ كي ناست وو، سراج الدين په تراټ هغوى ته ځان ور ورساوه، لارۍ د روانېدو په حال كي وه، چي هغه ورڅخه وپوښتل:
"زويه! زما د سكينې درك ونه لګېد؟"
ټولو په يوه خوله ورته وويل:
"وبه لګيږي_وبه لګيږي" او لارۍ يې روانه كړه.
سراج الدين يو ځل بيا د هغو ځوانانو د برياليتوب لپاره دعا وكړه او زړه يې يو څه سپك شو، ماښام مهال سراج الدين په كمپ كي ناست و، چي يو پس پسى يې تر غوږ شو. څلورو خلګو يو شى را اخيستى و او د ده لور ته را روان وو؛ ده چي پوښتنه وكړه، نو ور معلومه شوه چي د اورګاډي له پټلۍ سره يوه نجلۍ بې سده پرته وه، خلګو هغه را پورته كړې ده، سراج الدين د هغوى له شا پسې ورغلى، خلګو نجلۍ د روغتون مسوولينو ته وسپارله او لاړل.
څو شېبې هغه همداسي له روغتون څخه د باندي له يوې خادې سره ولاړ و، بيا ورو_ورو د ننه ورغى، په كوټه كي هيڅوك نه و، يوازي يوه دستګيره پرته او پر هغې يو مړى.
سراج الدين ورو_ورو ګامونه پورته كړل او هغې خواته ورغى، په كوټه كي ناڅاپه رڼا شوه، سراج الدين د مړي پر ژړ مخ ځلېدونكى خال وليد او چيغه يې كړه:
"سكينه!"
هغه ډاكټر چي كوټه يې رڼا كړې وه، له سراج الدين څخه وپوښتل:
"څه كيسه ده؟"
د سراج الدين له ستوني يوازي همدومره راووتل:
"صاحب زه . . . صاحب زه . . . د دې پلار يم!"
ډاكټر پر دستګيرې پراته كس ته وكتل، د هغه نبض يې وكوت او سراج الدين ته يې وويل:
"كلكين خلاص كړه!"
د سكينې په مړ بدن كي حركت پيدا شو، په ناتوانو لاسو يې پرتوګاښ خلاص كړ او پرتوګ يې وښويوه، سپين ږيري سراج الدين له خوښۍ څخه چيغي كړې، ژوندۍ ده . . . زما لور ژوندۍ ده . . . ډاكټر سر تر نوكه په خولو كي ډوب شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery