مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پرښته

اياز قادري/پاكستان
كله چي هغه كور ته بېرته راستنېدى، نو شپه پخه شوې وه، وريځ په اسمان كي د شيطاني ارواه غوندي دوري هوري كېده، د ورځي د باران له امله كوڅه ټوله خټي شوې وه، كوڅه چارچاپېره چټليو پر سر اخيستې وه او د بد بويي خوړسكي ځينې پورته كېدې، د ښاروالۍ له لوري ايښول شوو ګروپونو چي د هوا د څپو له امله يې رڼا تېزېده او خامېده، سترګكونه وهل.
په كوڅه كي هر لور ته چوپتيا خپره وه، لكه د مرګ پرښته چي همدا اوس راغلې وه، ګرځېدلې وه او تللې وه، له ښايسته ځنډ وروسته به د يو كوچني د ژړا ږغ او يا هم د يو سپي د غپا ږغ راغى او بېرته به چوپتيا خپره شوه.
هغه خپل بدن ته وكتل چي د بېلا بېلو ناروغيو له امله دومره كمزورى شوى و چي نه مړ اونه هم ژوندى ښكارېدى، بس د هډوكو يو غالب و، بلكي همداسي لكه له ډاكټرانو سره چي د زدهكړي لپاره وي، هغه خپل جېب ته وكتل چي دوې "انې" په كي شرنګېدې، د هغه پر شونډو مسكا خپره شوه، داسي مسكا چي ناپايه درد او خوږ په كي نغښتى و، "د ټولي ورځي مزدوري يوازي څلور انې!" هغه په خورا كركه له ځان سره وبوڼېد او چوپ شو، همدا يې هم لكه په خيرات كي چي يې ور كړي وې.
هغه يې له فابريكې پسې اخيستى و، له هغې فابريكې چي د هغه نيكه د مرګ تر ګړيه كار په كي كړى و، او پلار يې تر يوې پټې لاندي كېدو له امله ځان په كي شهيد كړى و، بله لا دا چي هغه هم له كوچنيوالي كار په كي شروع كړى و، خو بيا يې هم يوازي د دې لپاره پسې اخيستى و چي هغه ناجوړه و او نور په فابريكه كي د هغه اړتيا نه وه .
يو وخت داسي هم و چي هغه په مزدورانو كي ډېر مهم ګڼل كېدى او نورو مزدورانو به په كار كي د هغه تقليد كاوه، د فابريكې مالك به خوشحاله و او هغه ته به يې شاباسى وركاوه، هغه وخت به له سهاره تر ماښامه د كار كولو درې څلور روپۍ په لاس ورتلې، خو اوس... اوس هغه يو ژوندى مړى و، داسي لكه قبر چي يې سورى كړى و او دې دنيا ته ورڅخه راوتلى و، خلكو چي به هغه ته وكتل نو وېرېدل به.
نه وروره! نه، ته د مزدورۍ نه يې، نه وروره ته بورۍ نشې پورته كولاى، نه صاحبه نه، ته د بار د پورته كولو نه يې، اخير هغه څه وكړي، هغه څه كولاى شي؟ داسي هيڅ انسان نه و چي پر هغه يې زړه سوځلى واى او ورته ويلي يې واى، چي راشه وروره راشه، دا بار پورته كړه!
هغه له سهاره تر ماښامه پر كارځايونو وګرځېد، خو هيڅ هم لاس ته ورنه غله، يوازي څلور انې يې پيدا كړي وې، له هغوئ څخه يې هم په دوو انو يوه ډوډۍ اخيستې وه او پاته دوې انې يې د دې لپاره ساتلي وې چي كه سبا مزدوري ورپيدا نشي نو وږى خو به نه پاتيږي.
كله، كله به داسي وخت هم راتلى چي هغه او مور به يې څو، څو ورځي يوازي په اوبو ګذاره كوله، هغه دا هر څه د خپلي مور لپاره كول، د هغې مور لپاره چي د هغه ټوله شتمني وه، كه يې دغه مور نه واى نو ښايي هغه د دنيا له غمه بې غمه خپل څادر پر سر را كش كړى واى او كرار ويده شوى واى، ّان د قيامت په ورځ به هم چا نه واى راپورته كړى، د هغې مور لپاره چي د شپې راويښه شوې وه او د هغه خدمت يې كړى وو، چي له سهاره تر ماښامه يې مېچني كړي وې خو د هغه اړتياوي يې ور پوره كړي وې، چي په تش نس او لوږه يې وخت تېر كړى و خو هغه يې موړ ساتلى و، د هغې مور لپاره چي په سړو او تودو كي د هغه د ارام لپاره په بې غمه زړه ويده شوې نه وه، هر وخت يې د هغه خدمت كړى و، تر دې چي ناجوړه شوه، طبيبان راغلل خو بې ګټي، ډاكټرانو فيسونه واخيستل خو بې مانا، عامه روغتونونو هم په دې چي درملنه يې ناشونې ده، ځواب وركړ، څه چي يې لرل هغه هم خلاصي شوې، په كور كي چي يې څه شيان لرل هغه يې هم يو په يو خرڅ كړل، ښايسته زمانه تېره شوه، خو د هغه مور روغه نشوه، بده يې لا دا چي هغه هم پسې ناروغه شو، مخكي چي څه په لاس ور تللې هغه به يې د مور پر دوا او ډوډۍ وركولې خو اوس دومره څوك نه و چي هغه ته يې مزدوري وركړې واى.
پر آسمان وريځ خپره شوه، لكه د آسمان څښتن چي د نړيوالو پر خلاف دسيسه جوړوي، تالنده په وار، وار غړمبېده نرى، نرى باران هم شروع شو، هغه ورو غوندي كور ته ورننوت، ډېوه بله وه او د هغه نيم ژواندې مور د كوټې په كونج كي پرته وه، د زوى د ښكالو له اورېدو سره هغې د څه ويلو هڅه وكړه، خو د ټوخي له امله يې خبره په خوله كي وچه شوه او لږ وروسته چي څه آرامه شوه نو يې ورو وويل:
"زويه ډېر ناوخته نه شوې؟"
بيا يوه شېبه چوپه شوه:
"زويه زما دوا؟" د مور سترګي د هغه پر څېره ښخي وې.
"موري!"
خبره د هغه په ستوني كي بنده شوه.
"طبيب ويل دوا جوړه نه ده، سبا ته به انشاءالله جوړه شي"
د دوا د نوم له اورېدو سره د هغه د مور څېره و غوړېده.
"زويه! تر داسي ژوند خو مرګ ښه دى، كه زهر وي چي د ژوند له غمونو خلاصه شم"
هغه ډوډۍ مور ته وروړه، مور يې يوه ګوله ځني پرې كړه او پرېوته، تېز باد په چلېدو شو، باران هم ښه په شړپ په اورېدو شو، داسي ښكارېدل لكه د آسمان څخه چي ابشارونه را تويېږي.
د هغه مور ټوله شپه اوږده، اوږده ساه شړله، ټگوخېدله او ځګېروى يې كاوه.
ډېوه د باد د تندو څپو له امله پړكېده، هغه تر سر لاسونه لاندي كړل او پرېووت، خو خوب ورنه غى، سترګي يې همداسي رډي پاته شوې او د مور او ځان د ژوند او ناروغيو چورتونو په مخه كړ، هغه په دې نه پوهېدى چي كه دا ژوند وي نو مرګ به څه وي؟
"دوا!" دوا به نو له كومه شي؟ دا عذاب به تر څو وي؟ د مور خبري د هغه په غوږونو كي انګازه شوې،"زويه! تر داسي ژوند خو مرګ ښه دى، كه زهر وي چي له دې غمونو خلاصه شم" بيا هغه پر دا بل لټ واوښت.
باران نور هم تېز شو، پړكېدلې ډېوه مړه شوه، خو د هغه سترګي لا ځلېدلې، له ښايسته ډېرو چورتونو وروسته يې آخيري د ټولو غمونو علاج پيدا كړ، د هغه سترګي يو دم د مور خواته واوښتې، مور يې له درده په ځگګېروي وه، د هغه له سترګو اوښكي توى شوې، لكه ويل چي يې، "مورجاني! له تا پرته په دې نړۍ كي نور زما څوك شته؟" چي كله سهار شو، نو هغه سملاسي له ښاره ليري هغه لور ته لاړ، چي زهرجن بوټي شنه وو، د دې بوټو د شيدو دوه درې څاڅكي د انسان د مرګ لپاره بس و، د دې زهرجن بوټي په ليدو به ځناورو لا له هغه ليري منډي وهلې، هغه له خپل جېبه ښيښه را وايسته او بوټي ته يې لاس ور اوږد كړ، هغه د خپلي مور څېره ليدله چي موسكۍ يې د هغه لور ته كتل، هغه تكان وخوړ او ښيښه يې له لاسه ولوېده، كله چي يې ښيښه بېرته را پورته كوله، نو له ځان سره يې بوڼكى شو: " اوه زه دا څه كوم؟!" د مور كمزورې غمځپلې او له ګونجو ډكه څېره يې يو ځل بيا تر سترګو تېره شوه،"زويه تر داسي ژوند خو مرګ ښه دى" او بيا يې د ډاكټرانو دا خبره په غوږنو گي را غبرګه شوه، "د دې ناروغۍ هيڅ علاج نه شته" هغه په پټو سترګو او لړزېدلو لاسونو ښيښه تر بوټي لاندي كړه، ښيښه ډكه شوه، د يوه ويران ژوند غوندي له غمونو ډكه، هغه به لا په انګړ كي پښه نه وه ايښې چي د مور ځګېروى يې بيا تر غوږ شو، د هغې له ټوخي ټول انګړ وير په سر اخيستى و، د زوى په ليدو د هغې په څېره كي وينه و ځغلېده:
"زويه!"
بيا لږ چوپ شوه:
"نن خو به دي دوا راوړې وي؟" هغه دېوال غوندي چوپ ولاړ و.
بيا هغه مور ته نژدې ورغى، په غاړه كي ور ولوېد او په ژړا شو:
"هو، هو! نن مي دوا راوړې..." سلګيو يې ږغ لاندي كړ، ساه يي لنډه، لنډه شوه، ښيښه يې ورو را وايسته، لاسونه يې ولړزېدل سترګو يې تور وخوړ، سر يې پرې وګرځېد، د زهرو څو څاڅكي يې په پياله كي واچول، اوبه يې ورسره ګډي كړې او مور ته يې وركړل، مور يې په يوه ساه ټول وڅښل او پر څېره يې موسكا خپره شوه:
"زويه! ته زما څومره خيال ساتې، زويه! ته پرښته يې پرښته!"
هغه خپل سر د مور په غېږ كي كښېښود، مور يې ورو، ورو په وېښتانو كي ګوتي ورتېرولې، داسي لكه په ګوتو چي يې سر ور ږمنځاوه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery