مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تيندك

انتون چيخوف/روسيه
هغه له يوې ميانه كورنۍ څخه و، مياشتنى عايد يې سل "روبله" و، او نژدې همدومره يې كورنى خرڅ و، ژوند يې خوښ او ډاډه تېرېدى.
د ماښامنۍ تر خوړلو ورسته هغه ورځپاڼه راواخيسته، په څوكۍ كي كښېناست او پاڼي يې سرسري، سرسري واړولې، د هغه ښځي "ماشا" چي د ډوډۍ لوښي راټول كړل نو ناڅاپه يو څه ورياد شول:
" اوه، الونه! زما خو بيخي له ياده وتلي و"
"څه دي له ياده وتلي و؟"
الون د ښځي څېرې ته ځير شو:
"خير دى؟"
"ما د لاټرۍ يو ټكټ رانيولى و"
ماشا له يوې پيكه مسكا سره وويل:
"نن د هغې قرعه اندازي شوې، زما بيخي له ياده ووتل چي ورځپاڼه وګورم، ته د لاټرۍ نتيجه وګوره، كېداى شي له دې ځلي زما انعام راوتلى وي"
"ته بې ځايه هره مياشت پيسې بربادوې"
آلون ماڼېجن غوندي وويل:
"پخوا دي كله انعام راوتلى و چي اوس به راووځي"
"ته خو لمبر وګوره!"
ماشا خپه غوندي وويل:
"څه معلومه ده، كه له دې ځلي زما ټكټ په پچه كي وتلى وگ
"لمبر يې څه دى؟" الون مسكى شو.
"پرلپسې شمېره يې نهه، څلور، نهه، نهه او د ټكټ لمبر شپږويشت دى"
ماشا لوښي پورته كړل پخلنځي ته لاړه، آلون له لاټرۍ ماټرۍ سره نه دلچسپي لرله او نه يې هم پر دې كيسو باور درلود.
كله چي هغه د خپل مطلب خبرونه ټول وويل او نور داسي څه پاته نشول چي هغه يې وګوري نو يې د لاټرۍ د نتيجې پاڼه راواړوله، "پرلپسې شمېره نهه،څلور،نهه،نهه" د هغه چي پر انعامي لمبرانو څنګه سترګي ونښتې نو تكان يې وخوړ،"ايا ماشا همدا لمبر راښولى و؟" د الون زړه په دربي شو، يو ځل بيا يې انعامي لمبر په غور وكوت، د هغه سترګي له بې باورۍ څخه رډي، رډي راوختې، د دې لپاره چي خپل ځان يې ډاډه كړى وي پر ورځپاڼه ور ټيټ شو چي خپلي سترګي خو به يې نه تېر باسي؟
له لمبر سره څنګ ته د يو لك روبلو انعام ليكل شوى و، الون د دې لپاره چي د يو لك روبلو له شمېرې يې سترګي اړولي وي د خپل ځان د راپورته كولو هڅه وكړه خو بدن يې داسي وچ كلك ورته ښكاره شوه لكه ډبره شوى چي و او په هره شېبه كي چي يې د ماتېدو وېره وه، هغه اوږده سا واخيسته، سر يې راپورته كړ او يو دم بېرته پر ورځپاڼه ور كوږ شو، هغه ته داسي وايسېده لكه معېده چي يې وچه شوې وه او سږي يې دومره پړسېدلي وو چي كه يوه شېبه هم دغه زېرى له ماشا څخه پټ كړي نو هغه به درز وهي:
"ماشا!"
هغه له خوشالۍ څخه په لړزېدلي ږغ چيغه كړه:
"پرلپسې شمېره نهه،څلور، نهه، نهه په ورځپاڼه كي راغلې ده"
ماشا هورې نژدې ولاړه وه، سترخوان يې ټولاوه، د الون د دې نابلده ږغ په اورېدو يې تكان وخوړ، سترخوان يې له لاسه ايله شو او مځكه ټوله په چټله شوه، د هغې بڼه والوته او چي ځان يي كنترول كړ نو سترګي يې غټي، غټي راوختې او بې باوره الون ته ځير شوه، لكه الون چي له هغې سره ټوكي كولې:
"ايا ته جدي يې؟"
دا چي الون پرلپسې ورځپاڼي ته ځير و نو هغې يو ځل بيا تكان وخوړ او د الون غوندي پر هغې هم د خوشالۍ يوه داسي څپه راغله چي نژدې وه زاره يې چاودلې واى:
"الونه! ټوكي خو به نه كوې؟گ"
الون بې سېكه غوندي وويل:
"پرلپسې شمېره خو همدا ده..."
"او د ټكټ لمبر يې؟" د ماشا ږغ هم بدل شو.
"د ټكټ لمبر يې څه دى؟" هغې يوازي دومره وكولاى شول چي شونډان وښوروي، داسي معلومېدل لكه توري چي د شونډانو پر ځاىستوني ته ننوتلي وو، پر هغه باندي د هيجان څپه راغله د هغه سور مخ ماشا په دې باوري كړه چي هغه ټوكي نه كوي، هغې په چيغه وپوښتل:
"كوم انعام راوتلى دى؟ دويم، دريم كه...؟"
"د يو لك روبلو؟"
"كراره ږغېږه" الون پر خوله لاس كښېښود او هغه يې چوپ كړه.
"ته چيغي ولي وهې؟"
"اوه! الونه" ماشا الون ته په غوږ كي وويل، هغه په دې كي پاته راغله چي خپله خوښي قابو كړي، كله چي كوټې ته ولاړه نو په نڅا او ګډا يې ږغ پورته كړ:
"ما انعام ګټلى دى، د يو لك روبلو انعام مي راوتلى دى!"
"انعام يوازي ستا نه دى" داسي ښكارېدل چي د الون ږغ د ماشا احساساتو لاندي كړ، هغه ته غوسه ورغله خو د وخت د نزاكت له احساس سره يې ځان ژر بېرته قابو كړ او په داسي حال كي چي حواس يې الوتي وو، وويل:
"انعام زموږ په دواړو دى"
"موږ دوه ولي يو؟ يو، يو د يوه زړه دوه بدنه يو"
الون تر ډېره دغه هڅه كوله چي ماشا ته د خپلي ميني باور وركړي، بيا چي يې كله د ماشا پر څېره يوه شوخه مسكا وليده نو خړ يې وموسل.
"انعام بې له شكه چي زموږ دواړو دى" ماشا د الون پر اوږه خپل سر كښېښود او ويې ويل:
"موږ دوه نه يو، يو، يو"
"ماشا له دې ورسته به موږ يو نوى ژوند پيل كړو" الون د احساساتو سمندر له ځان سره ډېر ليري يووړ:
"موږ ريښتيا هم يو، يو او همېشه به همداسي يو، يو" د هغه لاس ورو، ورو خپله د ماشا له اوږې څخه څنګلي ته ښوى شو او بيا د هغه لاسونو او شونډانو د خپلي ښځي پر بدن باندي د يوالي يوه نوې ژمنه ثبت كړه.
ماشا سترګي وموږلې او په پټو سترګو يې د الون حق ومانه:
"زه ستا يم، زما هر څه ستا دي، يو لك روبله هم ستا دي"
"په پنځوسو زرو روبلو به موږ يو ښه كور واخلو" الون خپلي نااسوده غوښتني حس كړې.
"زه به يو شانداره كور واخلم او غواړم چي يو نوى موټر هم رانيسم، په لسو زرو روبلو به د نړۍ سيل وكړم او پاته پيسې به په بانك كي كښېږدو له هغه به يوه مياشنۍ مناسبه ګټه راته راځي"
ماشا په خوښي سره وويل:
"زه هم همداسي غواړم" بيا هغې په خيال كي د يو لك روبلو نوټونه وشمېرل، په هغو يې لوبي وكړي، او خپلي داسي كوچنۍ، كوچنۍ غوښتني يې تر سره كړې، چي هغه تر اوسه يوازي د پيسو د نشتوالي له امله محرومه ورڅخه پاته شوې وه.
"هو ريښتيا موږ يو ښه كور ته اړتيا لرو، او شتا دويمه غوښتنه هم زه تايدوم ځكه د ښه كور لپاره يو موټر هم ضروري دى، په لسو زرو روبلو به موږ د نړۍ سيل وكړو، زما خپله له ډېره وخته زړه و چي د "ټيولا" او "اورېل" تكي شنې سيمي ووينم، پاته پيسې به په بانك كي كښېږدو چي مياشتنى عايد ورڅخه پرې كړو"
له څو شيبو چوپتيا ورسته ماشا يو ځل بيا له ځان سره د خيالونو نړۍ ودانه كړه او ويې ويل:
"موږ به د ټولي نړۍ سيل وكړو، نياګر ته به لاړ شو، د روم سيل به وكړو، بس ټوله ژوند به عيشونه كوو، عيشونه"
الون په خيال كي د پاريس په سيل وتلى و، يوه نازنينه پېغله مخامخ ورته ناسته وه او په مسكا يې هغه ته جام وړاندي كاوه چي په دې كي هغه د خپلي ښځي ږغ واورېد او تكان يې وخوړ، داسي ورته ښكاره شوه لكه په اوبتل كي چي چاودنه وشوه او اوبتل مخ په ډوبېدو شو، هغه يو دم خپلي ښځي ته وكتل خو د ماشا شونډان نه ښورېدل، الون يو ځل بيا په خپلو خيالونو كي والوت، له دې ځلي د هغه د خيالونو بېړۍ په "ميامي" كي لنګر شوه، په ميامي كي تر يوې رنګيني چترۍ لاندي د نيمه بربنډو پېغلو د شباب له لمر څخه هغه د خپلو خوښيو درد ټكوراوه، هغه يو شتمن سړى و، هيڅ پرېشاني يې نه وه او ميامي ته يوازي د سيل لپاره راغلى و.
هغه قدم واهه او مخ ته يې له يوې پسې بله ښكلې كږه وږه تېرېده، ټولي د هغه د يوې اشارې په تمه وې خو الون څېره جدي نيولې وه او هره يوه يې ردوله، نن ورځ هغه ډېر محتاط و، هغه د خپل ذوق د رانيولو وس درلود، انسان چي د ساعتېري د رانيولو وس ولري نو ذوق به يې نخرې ولي نه كوي؟ د هغه ذوق هم خپل ناز كاوه خو بيا مخكي تر دې چي هغه له يوه په زړه پوري بدن څخه راتاو شي هغه د ماشا ږغ واورېد، ميامي يو ځل بيا د هغه د خوبونو جزيره وګرځېده او د ځوانۍ له اوره د سرو زرو غوندي ويلو شوو بدنونو ځاى يوې بې ډولي او بدرنګي ښځي ونيو، الون يو سربېرن نظر پر هغې ناموزوني ښځي واچاوه، هغې د يو لك روبلو په اړه يو څه ويل، د يو لك روبلو په يادونه كي يو عجيب جادو پروت و، ځكه يوه شېبه ورسته بيا الون د اټاليا د يوه ستر هوټل حمام ته ورسېد، يوې نيمه بربنډي پېغلي په خپلو قلمي ګوتو د هغه د بدن ستړيا ايستله، او هغه د مدهوشۍ په حال كي و، چي په دې كي يو دم يو زيږ خو اشنا ږغ د هغه ټولي هيلي د حمام له فرشه ووهلې، د هغو نازكو ګوتو ځاى چي د هغه بدن يې تخنوى يو زېږ لاس ونيو:
" زه هم له تا سره ځم" ماشا د هغه له جذباتو څخه ناخبره په خوبولي لهجه وويل:
"زه هم غواړم چي د نړۍ سيل وكړم او عيش و عيشرت وكړم"
"عيش؟!" د ماشا دا تورى پر الون داسي ولګېد لكه يو چا چي هغه له اسمان څخه پر يوه شګلنه مځكه راوغورځاوه.
"ماشا ته غواړې چي څنګه عيش وكړې؟ د عياشۍ په مانا ته پوهېږې؟ الون تر ژبي لاندي وويل او بيا يې په تعجب د ماشا د څېرې د لوستلو هڅه وكړه، د هغه عصاب خراب شول، هغه ته داسي محسوسه شوه چي د هغې سترګي هم هغه رنګه خوبونه ويني لكه د ده په سترګو كي چي نغښتي دي، دې خوبونو هغه ته نوى ژوند وربخښلى و، خو همدا خوبونه چي د ماشا سترګو ته ولېدل نو يوه ډارونكې بڼه يې خپله كړه، د الون وينه په جوش راغله، د هغه په سترګو كي د خيالي كردارونو جنس اوښتى و، د الون په خيالونو كي د ښكلو پېغلو ځاى هډورو ځوانانو نيولى و "ته غواړې چي څنګه عيش وكړې؟" د الون زړه و چي د زړه په زور سره چيغه كړي او خپله ښځه يوه كلكه څپېړه ووهي، بيا يې تر مرۍ ونيسي او پوښتنه ورڅخه وكړي چي "ووايه ته غواړې چي څنګه عيش وكړې؟"
د الون له زړه څخه يوه لويه چيغه پورته شوه خو تر شونډانو لا نه وه راغلې چي بېرته وركه شوه، دې وېري چي يو لك روبل به يې له لاسه ووځي د هغه غوسه ور سړه كړه او هغه يې خاموش كړ، ماشا اوس د هغه لپاره يوازي ښځه نه بلكي د يو لك روبلو چك هم و، او الون د يو لك روبلو له زور څخه ښه خبر و، ماشا ته په غوسه كېدل دا مانا درلوده چي هغه د يو لك روبلو څخه د همېشه لپاره ځان محروموه، او خپل خوبونه يې ټول په اوبو لاهو كول، هغه نه غوښتل چي خوبونه يې په اوبو لاهو شي، ځكه يې نو دا غوسه وزغمل.
له دې ځلي د هغه خوب تر "سينټ مارټن" پوري محدود پاته شوو هغه د يوې لوې ماڼۍ په تالاب كي لامبو وهل او په كټ، كټ يې خندل، د هغه دوو اولادونو يوه زوى او لور هم له هغه سره په لوړ اواز خندل، الون له دوو اولادونو سره مينه لرله مانا داچي هغه په ښار كي يو لوى كور هم پيدا كړى و او د دوو اولادونو ارمان يې هم پوره شوى، بيا چي كله له لامبو وهلو او ډېري خندا څخه ستړى شو او له تالاب څخه راووت نو يوه ښځه په داسي حال كي چي تودې چاى او برګر يې په لاس كي وو، هغه ته مسكۍ ولاړه وه، دا ماشا وه، الون تكان وخوړ، خو خوب يې دړي وړي نشو، په دويم وار هغه د يوه خوشحاله او مطمين سړي غوندي د سمندر پر غاړه قدم واهه، د هغه نوكرانو شاوخوا منډي ورسره وهلې، د الون زړه و چي څو شيبې قدم ووهي، بيا د خپل ګاونډي كور ته لاړ شي، هلته د تاش يا شطرنج يوه لوبه وكړي او يو څه بانډار وكړي خو بانډار يې لا نه و شروع كړى چي ماشا يو ځل بيا د هغه خوب دړي وړي كړ، هغې په لوړ ږغ هغه ته ويل:
"چيري ورك يې؟"
"هيچيري نه، هيچيري هم نه"
"تا زما د پوښتني ځواب ولي نه راكړ؟گ" ماشا يو څه ماڼېجن غوندي وويل:
"ښه، راته ووايه تر ټولو مخكي ته ما چيري بيايې؟ زه هم غواړم چي له تا سره فرانسه، اټاليا او هند ووينم" ماشا سترګي پټي كړې، الون هغې ته هيڅ ځواب ور نه كړ، هغه په دې اړه هيڅ ځواب نه درلود، هغه هيڅ هڅه نه كوله چي له خپلي ښځي سره په سيل ووزي، هغه كوچنى نه و، په دې ښه پوهېدى چي له خپلي ښځي سره تفريح نشي كېداى، دې خيال چي هغه به له خپلي ښځي سره يو ځاى په سيل وځي د هغه پر بدن يوه سړه څپه راوسته، هغه سترګي پټي كړې او هڅه يې وكړه چي دغه خيال له ذهن څخه وباسي خو هغه په دې كي پاته راغلى، بيا هغه د زړه په سترګو وليدل چي ماشا په هر سفر كي له هغه سره ملګرې ده، له هغه سره له شيانو ډك صندقونه او غوټي دي، هغه د نوكر غوندي د ماشا شيان را اخيستي دي او ماشا په وار، وار سره په دې يادونه سفر بد خونده كوي چي پر سر مي درد دى، الون د اورګاډي په هر سفر كي د يوه كوچني پالنه كوي، دويم كوچني د ماشا په غېږ كي بغاري جوړي كړي دي، اور ګاډى چي به هر ځاى تم شو نو ماشا به هغه ته ترماس په لاس وركړ چي له يو هوټل څخه د كوچني د شيدو جوړولو لپاره تودې اوبه راوړه، الون په هر تم ځاى كي د يو لالهانده پلار غوندي اېخوا دېگخوا منډي وهلې، كله به هغه د بسكټ پسې منډي وهلې كله به يې د ډوډۍ پسې، له هر سفر ورسته به يې د ماشا له طنزه ډكي خبري اورېدې چي تا له هغه ښځي سره خبري ولي وكړې؟ تا هغه نجلۍ ته دومره په ځير ولي كتل؟ له دې خيال سره د الون ټولي هيلي مړاوي شوې.
"ارمان چي د لاټرۍ ټكټ زما واى؟" الون سړه سا وايسته او خپلي ښځي ته ځير شوو ماشا هغه ته يوه بدرنګه او نابلده ښځه و ايسېده، " زه به له تا سره هيڅ كله سفر ونه كړم" الون له ځان سره وويل: "له تا سره يو ځاى به زه عياشي څنګه وكړم؟" د هغه زړه و چي خپلي ښځي ته ووايې چي عياشي همېشه يوازي كېداى شي او يوازي نارينه حق لري چي عياشي وكړي، په تفريح كي ښځه له ځان سره ملګرې كول دا مانا لري چي نارينه پر ځان د عياشۍ هر ور بند كړي.
ماشا هغه ته يو څه وويل خو هغه وانه ورېدل، په دې وخت كي هغه يوازي هغه خبري اورېدې چي هغه له ځان سره كولې او هغه خبري هم ورو، ورو بد خونده كېدې.
له دې ښځي سره د پاريس په شاهانه هوټل كي تم كېدل څه مانا لري، زه به د دې بې ډولي ښځي په واك كي يم، پر دې به هم هغه نيوكه كوي چي زه ولي دباندي وزم، زه به هر ځاى له دې سره يو ځاى يم له دې سره يو ځاى هيڅ د عيلشۍ ځاى ته نشم تلاى، په يو هوټل كي د ښځي تر مرييتوب خو دا ښه ده چي په همدې كور كي پاته شم، دلته زه د دې امير يم، په كور كي دا له ما څخه دا پوښتنه نشي كولاى چي زه چيري ځم يا چيري تللى وه، په دې كور كي چي هرڅومره ديغ يم، لږ تر لږه په عزت خو يم، دلته زما په زړه كي د اميد يو څرك شته چي يوه ورځ به لا د عياشۍ شېبې راشي او يوه ښكلې پېغله به زما په ژوند را ګډه شي چي زه ماشا هيڅ ورڅخه خبره نه كړم.
"څه چورت وهې؟گ" ماشا بيا هغه له چورتونو څخه را وايست:
"چيري ورك يې؟"
"هيچيري هم نه" د الون پر څېره يوه پيكه مسكا وغوړېده، هغه په ځير ماشا تر نظر تېره كړه، ماشا يو وخت ښكلې وه خو اوس د هغې په بدن كي د الون لپاره هغه جاذبيت نه و پاته چي الون خپل ځان پر خرڅ كړى واى او يوازي د يو لك روبلو لپاره تر خپلو غوښتنو تېر شوى واى.
دا ښځه به هيڅكله ما پرېنږدي چي زه يوازي "نيپلز" ته لاړ شم، دا خو ما تر "كيلن" پوري لا هم يوازي نه پرېږدي، سره له دې چي هغه نه غوښتل په زړه كي يې نفرت پيدا شو، هغه فكر كاوه چي ماشا څنګه يو لك روبله تر لاسه كړي نو بيخي به بل مخ شي، خپلي پيسې به قلف كړي او له ما څخه به تېر ټول كساتونه واخلي، د دې لپاره چي ما وځوروي له خپلو دوستانو سره به ښه پيل كړي، د ماشا د دوستانو په اړه چي هغه څنګه سوچ وكړ نو پر ذهن يې پرلپسې ګزارونه پيل شول، د ماشا له ورور، خور، اكا، خاله، عمه او ماما څخه د الون ډېر بد راتلل، هغوئ يې له خپله كوره منع كړي وو، الون له ځان سره فكر وكړ چي "د ماشا د يو لك روبلو د ګټلو خبر چي هغوئ واوري نو زما پر كور به يرغل راوړي" د ماشا له ځينو دوستانو څخه د الون دومره بد راتلل چي ّان د هغوئ مخ يې هم نه غوښتل چي ويې ويني، هغه د ماشا له مور څخه هم ډېر بېزاره و، هغه پوهېدى چي كه ماشا د يو لك روبلو څښتنه شي نو هغه خپل كور ته د هغې د دوستانو مخ نشي ډب كولاى.
اوف خدايه! الون داسي محسوسه كړه چي سر يې د چاودېدو په حال كي دى، هغه سر په دواړو لاسونو ونيو، سره له دې چي سترګي يې پټي وې هغه ليدل چي د ماشا دوستانو د هغه پر كور يرغل راوړى دى، هغوئ بې ځايه، بې ځايه خاندي، د هغه پر بې مانا خبرو ملنډي وهي، د هغه سپكاوى كوي، هغه له هغو كسانو سره ناست دى ډوډوۍ خوري چي نفرت يې ور څخه كېدى، دا يو ډېر بد حالت و، الون تر دې مرګ غوره باله چي د ماشا قريبانو ته سر ټيټى وي، د ماشا خپلوانو له هغه سره وړ چلند نه و كړى، دا يوازي ماشا وه چي د هغوئ صفتونه به يې كول، پر دې به د دوى دوو تر منځ اكثره سره شخړه وه او پاى به همېشه د الون په ګټه او د ماشا په تاوان تمامېدى.
تر يو لك روبلو راوتلو ورسته خو هيڅ امكان نه لري چي ماشا دي چوپه پاته شي، نه يوازي داچي هغه به پر ده جابيره شي بلكي دى به هم د خپلي خسرګنۍ ستايني ته اړ كړي او پر هغه به يو دايمي عذاب نازل شي، د خسرګنۍ د خپلوانو عذاب!، "نه، نه" الون ولړزېدى، "يوازي د يو لك روبلو لپاره زه خپل ژوند نه بربادوم" له دې پرېكړي څخه الون يو عجيبه سكون تر لاسه كړ، د هغه پر شونډانو يوه پيكه مسكا وغوړېده.
"ولي خاندې؟" د ماشا پر شونډانو هم مسكا وغوړېده.
"ستا پر معصوميت او سادګي خاندم" الون ماشا په غېږ كي ونيوه.
لږ ورسته الون په جدي لهجه وويل:
"ماشا بخښنه غواړم، ستا هيڅ انعام منام نه دى راوتلى، ما ټوكي درسره كولې، د هغه ټكټ لمبر چي انعام يې ګټلى شپږويشت نه شپږڅلوېښت دى" الون چي دا جمله ادا كړه نو لكه يو لوى پېټى چي يې له اوږو ليري كړ، هغه خپل ځان ډېر سپك او حوسا حس كړ.
د ماشا پر څېره نااميدي وغوړېده:
"ته داسي ټوكي ولي كوې؟" ماشا څو شيبې خپه شوه:
"كه پر ما له خوښۍ څخه د زړه دوره راغلې واى؟ او مړه شوې واى، نو؟"
"ها، ها... ها" الون د زړه له اخلاصه وخندل او بيا د خپلي خپه شوي ښځي په پخلاينه بوخت شو، ماشا ډېره ژر پخلا شوه او لږ وروسته په ژور خوب ويده شوه.
الون ته هم خوب ورتلى، نور د هغه پر ذهن كوم فكر نه و خپور، هغه چورت واهه چي د هغه معصومي ښځي له پنځلسو كلونو څخه هغه ته د مجازي خداى په سترګه كتلي، له هغه سره يې د اطاعت ژوند تېر كړى دى، د هغه پر ريښتيا او درواغو يې په پټو سترګو باور كړى، ماشا به هيڅكله دا فكر هم نه كوي چي نن الون د خپل ژوند تر ټولو لوى درواغ وويل، هغه ورځپاڼه ټوټې، ټوټې كړه او په چټل دان كي يې واچول.
د الون خيال ريښتيا وختى، سهار د ماشا نه لاټرۍ په ياد وه او نه يې هم انعام په فكر كي وروګرځېدى، هغې الون ته سهارنۍ وروړه او د هغه د رخصتولو لپاره په وره كي ودرېده، هغه تر هغو مسكۍ وه او خپل سړي ته يې لاس ښوراوه، تر څو هغه له سترګو پناه شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery