مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بندي

جرالډ كيريش
"تل خونه هلته ده!" د محبس مشر په داسي حال كي چي يو لور ته يې اشاره كول وويل:" لاندي د وركښته كېدو پر مهال لږ پام كوئ ځكه چي ځينې ډيري زېم وهلي دي، تاسو خبر ياست چي دغه سيمه رود ته ډېره نژدې ده ځكه يې نو ځينې ډېري بوس شوي دي او پر ډبرينو ځينو باندي د لندبل له امله خپل سري بوټي را شنه شوي دي، كه څه هم هغه تاسو ته چنداني زيان نه در رسوي خو ښايي جامې مو در چټلي كړي، هو رښتيا! اوس دغه تل خونه تشه ده، اورېدلي مي دي چي په "كلوري" كي يې پر روغتيايي اوصلو برابر محبس جوړ كړى دى، خو زما په فكر محبس بايد محبس وي نه هوټل، محبس ته سم خلك نه ځي، بد خلك ځي، د دې لپاره محبس بايد محبس وي، ته څه په كي وايې؟"
"دا ځاى اته سوه كاله پخوانى دى، خو اوس هم د اولي ورځي غوندي دى، بده به نه وي كه ووايم چي دغه محبس په دولسمه پېړۍ كي جوړ شوى دى، له دې ورستيو لسو كلونو پرته نور له هغه راهيسي كار ورڅخه اخستل شوى دى، لمړى تل خونه وينئ؟ كه مخامخ شكنجه خانې ته ورځئ؟ تل خونه وينئ ؟ ښه، لاكن هلته ستاسو د ليدو وړ څه نه شته" د محبس مشر چي يو زوړ سړى و، يو ستر اوسپنيز وره ته اوږه ور كړه او ور يې پرانيست، بيا په داسي حال كي چي په لړزېدلو لاسونو كي يې ډېوه نيولې وه موږ ته لار را ښوول.
تل خونه يو هيبت ناك ځاى و، لس مربع فټه غولى يې و، اته فټه يې هسكوالى و، ښوى مځكه يې وه او ساه په كي بندېده، دومره سړه وه چي د انسان زړه په كي تنګېدى، زموږ يو ملګري ناره كړه "دا ډېوه خو يو وار دلته راوړئ، دلته پر دېوال څه نقاشي ښكاري"
"بلې هو" د محبس مشر وويل:
"پر څلورو واړو دېوالونو نقاشي شته، دا وګورئ دلته رڼا ښه پرېوزي"
موږ ټول جنوبي دېوال ته نژدې ور ټول شوو، پر دېوال د ډېوې ژړه رڼا پرېوته، يو چا پر ډبرينو دېوالو باندي ډېره ښكلې انځورګري كړې وه، د عيسى د ژوند او د هغه د زندۍ كولو انځورونه ښكارېدل، انځورګر د پوره هنر مظاهره كړې وه، د عيسى پر څېره باندي نا پايه سپېڅلتيا ښكارېده، د محبس مشر وويل:
ښه په غور يې وګورئ دغه انځورونه پخواني نه دي، كوم چا چي دغه انڅورونه جوړ كړي دي هغه مړ... زما يې نېټه سمه ياد نه ده، تقريبا لس كاله پخوانۍ خبره ده زما د هغه نوم ياد نه دى، فكر كوم چي نوم يې "جون" و، كه كوم بل څه و، زه په دې هم نه پوهېږم چي هغه يې دلته د څه لپاره راوستلى و، ګومان كوم چي جرم يې سياسي و"
"هغه ته يې د ټول عمر نظر بندي او يوازيتوب سزا ټاكلې وه، هغه زلمى و او له يوې درنې كورنۍ څخه و، په هغه شپو كي زه نوى د محبس مشر ټاكل شو ى وم چي هغه يې دلته راوست، كوم سپاهي چي هغه دلته راوست، هغه ماته وويل چي ښاغلې ارتهره ! دا سړى د توري تل خوني لپاره دى، دا كوټه موږ توره تل خونه بولو، سپاهي وويل چي دا بندي بايد له بهر سره هيڅ تماس و نه لري، دى بوزئ بندي يې كړئ"
ما ورته وويل ډاډه اوسه ! له دې ورسته به دى له دباندي نړۍ څخه مطلق بې خبره پاته شي"
"زه وياړم چي ما خپله دنده په پوره ايمانداري سره تر سره كړه، درنو مېلمنو! ما هغه په تل خونه كي بند كړ، هغه هيڅ ونه ويل، هيڅ شور يې ونه كړ ځكه هغه له يوې درنې كورنۍ څخه و، زه چي په لمړي ځل هغه ته د ډوډۍ ور وړلو لپاره ورغلم نو هغه ماته داسي وكتل لكه زه چي د يوې مرداري ويالې چنجى وم، ما په زړه كي وويل، ښاغلې ! ته ماته ډېر په حقارت سره ګورې، خير ژر وي كه ورسته ته به زما په قدر پوه شې"
"پوره يوه مياشت وروسته، يوه ورځ هغه له ما څخه وپوښتل چي نن كومه ورځ ده؟ ماته امر شوى و چي هغه بايد له نړۍ سره هيڅ ډول تماس و نه لري، مانا داچي له بندي سره بايد خبري هم ونه شي، ما هغه ته هيڅ ونه ويل، پټه خوله دباندي راووتم، دويمه ورځ بيا هغه له څخه وپوښتل، مهرباني به دي وي كه راته ووايې چي نن كومه ورځ ده؟ ايا زما د بند يو كال تېر شوى؟ زه و نه توانېدم چي خپله خندا پټه كړم، يو كال؟ تر اوسه خو پنځه اونۍ نه دي تېري شوي"
د دويمي مياشتي وروستيو شپو ته د هغه حال خراب شو، له هغه سره د يوې جملې خبري كولو په بدل كي هغه هر څه راكولو ته چمتو و، خو زه يو ساده ريس وم، نه مي حرس درلود او نه يې لرم"
د هغه حال نور پسې خراب شو، هغه به پر ځنګنو ولوېد او په ژړغوني ږغ به يې وويل: پر ما رحم وكړه، له ما سره وږغېږه، ما به سر ورته وښوراوه او ورڅخه تېر به شوم، سړى بايد خپله دنده په امانداري تر سره كړي، ما به ډېر كله اورېدل چي هغه به په لوړ ږغ خندل او يا به يې په ړزېدلي ږغ چيغي وهلې، تاسو ته به زه ډېر ظالم ښكارم، ښايي همداسي وي خو زه د خپل امر پابنده وم، ماته امر شوى و چي زه له هغه سره هيڅ خبره و نه كړم ځكه نو ما له هغه سره خبري نه وكړې"
"درې مياشتي ورسته هغه ماته لوى، لوى وړانديزونه راكړل، هغه ويل انسان خو به يې؟ پر ما رحم وكړه، پښو ته دي درلوېږم، له ما سره خبري وكړه، زه به تاته هر څه دركړم، ما هيڅ جرم نه دى كړى، زه لوړه كوم چي ما هيڅ ګنا نه ده كړې، زه تاته په زرګونو پيسې دركولاى شم، د يوه توري په بدل كي به زر، زر پونډه دركړم، د هغه ځكېروى خوت خو زه رشوت خور نه يم او بل زما په زهن كي دا خبره هم وه چي بندي به دومره پيسې له كومه كړي ؟ ما هغه ته د "نه " په دود سر وښوراوه، هغه ډيري بغاري ووهلې اخير چي ښه ستړى هلاك شو نو چوپ شو"
"ماته ويل شوي و چي كه چيري هغه د ځان وژني هڅه كول نو مخه يې مه نيسئ، يو چاقو، پنجه، قاچوغه، غاب او يو ګلاس د هغه په اختيار كي وو "
"يوه ورځ هغه له ما څخه يو نوى چاقو وغوښت، ما د هغه زوړ چاقو وكوت، د چاقو لاستى مات شوى و، زما په فكر كي را وګرځېدل چي كيداى شي هغه ځان ته د تېښتي لار جوړوي ځكه نو د چاقو لاستى مات شوى دى، ماته خندا راغله ځكه د تل خوني دېوالونه د فولادو غوندي كلك دي، پنځه ميتره پنډ دي او په پوښښ كي يې اوسپنه كار شوې ده"
"ما له مركز څخه امر وغوښت، ځكه ما دا اختيار نه درلود چي هغه ته نوى چاقو وركړم، كله چي اجازه راكړل شوه نو بيا ما هغه ته نوى چاقو وركړ"
ډيري ورځي تېري شوې يوه ورځ ما د ډېوې په رڼا كي دننه وروكتل، هغه هڅه كول چي پر دېوال باندي يوه څېره انځگور كړي، په څېره كي د ژوند اثار ښكارېدل، هغه د ځان د بوختيا يوه ښه لار پيدا كړي وه"
هره اونۍ به هغه له ما څخه دا پوښتل چي ايا زما د راتلو لس كاله شوي دي ؟ ايا زما د راتلو شل كاله شوي دي؟ ايا زما وېښتان سپين شوي دي ؟ خو د وخت په تېرېدو سره د هغه دا عادت هم پاى ته ورسېد، هغه پر انځورونو انځورونه جوړول، تاسو يې وينئ هغه پر يوه څېره باندي بله څېره توږل، تر ټولو د حيرانۍ خبره دا ده چي هغه دغه ټول انځورونه په تياره كي جوړول، ځكه هغه ته د رڼا وركولو اجازه هم نه وه.
"بندي به هر وخت په نقاشيو اخته و، خورا ډېر چاقوګان يي خرابول، ځكه نو موږ هم د لرګي چاقوګان ور شروع كړل، د هغه د كار لپاره مو زاړه مېخونه او پېچونه هم وركول، په دېرشو كلونو كي هغه د تل خوني ټول دېوالونه ډك كړل" د محبس مشر چوپ شو.
موږ خپل چار چاپېره توږلي ډبري ليدلې، موږ داسي محسوسوله لكه د وخت رفتار چي تم شوى و، موږ يوې عجيبي وېري اخيستي و، تل خونه د قبر غوندي تياره وه او موږ ته خپل ځانونه داسي ښكارېده لكه مړي چي وو، ډېر بد يخ و، موږ بالاپوښونه اغوستي وو بيا هم رېږدېدلو، ما ويل " اف، دېرش كلونه !"
"درو دېرش كلونه" د محبس ريس وويل: "اوس را ياد شول، هغه درودېرش كلونه بندي وو، هغه چي څه وخت دلته راغلى نو زما د لور لمړۍ كليزه وه، په درودېرش كلونو كي هغه څلور سره دېوالونه له انځورونو څخه ډك كړل او پو هېږئ چي بيا څه وشول؟ دولت د هغه سزا ور كمه كړه او د هغه د ايله كېدو امر يې وكړ، تاسو ته به پر دې خامخا خندا درشي ځكه زه چي هغه ته ورغلم او پر هغه مي د خوشي كېدو زېرى وكړ نو هغه زه پر ځنګون په يو شي ووهلم او ويې ويل: ځه ورك شه، پنځه دقيقې مي پر ارامه نه پرېږدې؟ موږ هغه په زور له تل خوني څخه راوويست او له محبس څخه دباندي مو ايله كړ، خو ښاغلې! چي څنګه موږ هغه دباندي ايله كړ نو هغه ساه وركړه، زه پوره باور لرم چي پر هغه باندي دغه خلاصه او تازه هوا سمه ونه لګېده، ازادي هوا له هغه څخه ژوند واخيست ځكه هغه د بندي هوا عادي شوى و"
"نو زما درنو مېلمنو! اوس تاسو د شكنجه خانې ليدلو ته چمتو ياست، كه نه؟".

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery