مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بې ټاټوبي

ناډين ګورډيمر/جنوبي افريقا
په هغه شپه چي زموږ مور بازار ته لاړه، نو بيا رانه غله، نه پوهيږم چي په هغې څه وشو، يوه ورځ زموږ پلار هم همداسي تللى و، بيا هيڅكله رانه غلى، لاكن هغه جګړې ته تللي و، كه څه هم موږ هم د جګړې په سيمه كي وو، خو خير موږ كوچنيان وو، موږ دخپل نيكه او انا غوندي وو، چي لاسونه يي له وسلې خالي وو، زما پلار له هغه چاسره جنګېدى چي حكومت داړه ماران بلل، هغوى هر ځگاى لوټ او تالان ګډ كړى وو، موږ ټولو له هغوئ څخه د ځان ژغورلو لپاره له ويري دا رنګه منډي وهلې، لكه چرګان چي د سپيو له ويري منډي وهي، موږ نه پوهيدلو چي چيري لاړشو، زموږ مور بازار ته ددې لپاره تللې وه، چي غوړي راوړي ، ځكه كوم چا ورته ويلي و، چي په بازاركي غوړي وركوي، موږ لدې خبري ډير خوښ وو، ځكه موږ له ډيري مودې راهسي د غوړو څكه نه وه كړې، ښايي هغې ته به يي غوړي وركړي و، ددې لپاره به كوم چا په تياره كي وژلې وه، او غوړي به يي ترې اخيستي و، او يا ښايي له داړه مارانو سره مخ شوې وي، كه كله تاسو له داړه مارانو سره مخ شئ ، نو هغوئ به تاسو هم ووژني، هغوئ دوه ځله زموږكلي ته راغلل، موږ منډه كړه په لوخو كي پټ شوو، بيا چي كله هغوئ لاړل نو موږ له لوخو نه را ووتو او خپلو كورونو ته راغلو، چي وموكتل نو د كور هرڅه يې وړي وو.
خو په دريم ځل هغوئ ته هيڅ په لاس نه ورغله ، نه غوړي او نه هم د خورك كوم بل شى، هغوئ زموږ دكور تيرانو او لرګو ته اور اچولى و، چي له امله يې زموږ د كور چت پر مځكه رالوېدلى و، زموږ مور د اورسپني ټوټې راوړي وې، چي په هغه موږ د خپل كورڅه برخه پوښلې وه، په هغه شپه موږ تر هغه چت لاندي د خپلي مور د بيرته راتلو په تمه ناست وو.
موږ د كار لپاره لا هم له وېري دباندي نشواى وتلاى، ځكه داړه ماران په رښتيا بيا راغلي وو، زموږ كور ته خو لا خير نه وو راغلي، پدې چي بې چته كور هغوئ ته له انسانانو او شيا نو تش ښكاره شوى و، كه نه نو نور يي ټول كلي ته بې پتي او سپكاوى اړولى و،سره لدې چي موږ د خلكو چيغي، شور او ږوږ اورېدى،خو بيا هم د مور له ويلو پرته له تښتي وېرېدولو، زه په خپلو خويندو او وړونوكي ميا نځوۍ وم، زما كوچنى ورور زماله سينې سره داسي نښتى و، لكه د بيزو بچى چي د خپلي مورله نس سره نښتى وي هغه خپل داړه لاسونه زماله غاړي څخه تاوكړي وو، او پښې يې زما تر ملا راګرځولي وې، زما مشر ورورچي دكور له سوځيدلو لرګيو څخه يې يو لوى ډانګ په لاس كي و، د دې لپاره ټوله شپه ولاړ و، چي كه داړه ماران راشي، نو دى به خپل ځان ورڅخه وژغورلاى شي.
موږ ټوله ورڅ مور ته په تمه تېركړه، زه نه پوهيږم چي نن كومه ورځ ده داچي په كلي كي نه كوم ښوونځى پاته و، اونه هم كومه كليسا ځكه نو نه څرګنديده چي كله جمعه او كله شنبه ده.
د لمرلويدو مهال و، چي زموږ انا اونيكه راغلل، كوم چا خبركړي وو، چي موږ كوچنيان په كوركي يوازي يو، مور مو بيرته نه راغله، زه هركله تر نيكه مخكي د انا يادونه كوم، دا ترتيب همداسي دى، انا مو چاغه شلنډه او دنګه ونه لري، هغه تراوسه ډېره زړه شوې نه ده خو نيكه مو بې اندازې كوچنى دى،څوك نه پو هيږي چي هغه د خپل لوى او ارت پتلون په كوم كونج كي دى، بې له دې چي وپو هيږي چي ته څه وايې، بې ځايه مسكى شي، ويښتان يې داسي ښكاري لكه د صابن له ځګه چي ډك وي، انا موږ ټول ياني زه، زما كوچني ورور، مشر ورور او نيكه خپل كور ته بوتلو موږ زما د كوچني ورورپرته چي زما د انا پرشا ويده و، بيا هم وېرېدلو له ټولوسره دا وېره وه، چي هسي نه په لاركي له داړه مارانو سره مخ شو.
ډيري شپې مو د انا په كوركي د مور په تمه تېري كړې، تقريبا يوه مياشت موږ وږي پاته وو، خو زموږ مور بيا هم رانه غله، موږ په تمه و، چي هغه راشي او موږ له دې ځايه بوزي،له اناسره مو نور نه زموږ او نه هم دځان او نيكه د خورك لپاره څه پاته وو، يوې ښځي چي په تيوكي يې شيدې لرلې، خپلي لږي شيدې زما كوچني ورورته وركړې،ځكه هغې هم په كوركي زموږ رنګه اوربشنه خوړل، انا موږڅو ځله له ځان سره د ځنګلي سبو په موندلو پسې بوتلو، خو داچي د كلي هر كس د همدې په لټه كي و ځكه نو د سبو يوه پاڼه هم هيڅ ځاى پاته نه وه.
نيكه مو له نورو ځوانانوسره د مورپه لټه پسې ووت،خو پيدايې نه كړه، انا مو د نورو شځگو په ګډون له نهيلۍ څخه ساندي پيل كړې، زه هم په ساندو كي ورګډه شوم، يوځلي ځينوخلګو لږي پلۍ او نورشان د خورك لپاره راوړي و، خو دوې ورځي وروسته بيرته هغه لوږه وه، نيكه مو پخوا درې پسونه، يوه غوا او د تركاريو پټى درلود، د پسونو او غوا خو ډيري ورځي كيدې چي داړه مارانو ورڅخه وړي وو، ځكه هغه خو هسي هم د هغوى وو، او څنګه چي د كر وخت راغلى نو له نيكه سره مو تخم نه و.
وروسته دوى دواړو وپتيېله بلكي انا مو وپتيېله چي نور بايد له دې ځايه لاړشو، نيكه چي مو هرڅومره چيغي سوري ووهلي، او دلته هلته كښته پورته شو، خو انا موهيڅ پروا ونه كړه، موږكوچنيان ډېر خوښ وو ځكه موږ له داسي ځايه تللو چي هلته مو نه مور وه اونه هم ډوډۍ ، زموږ زړه وو چي داسي ځاى ته لاړشو، چي ډوډۍ وي او داړه ماران نه وي، موږ له دې تصوره لا من، من غوښه اخيسته چي چيري ليري داسي ځاى هم شته .
انا مو د خپلو ځانګړو جامو چي كليسا ته به يي اغوندلي، په بدل كي وچ جوار واخستل، هغه يې و ايشول او په يو زوړ ټوكر كي يې وتړل، كله چي موږ له هغه ځايه روانېدو نو هغه جوار له موږ سره وو، انا مو فكركاوه چي په لاركي به د رود اوبه پيداشي، خو رود په مخه نه راغلى، او موږ دومره ټينګ تږي شوو، چي بېرته را ګرځېدو ته اړ شوو، كله چي بيرته را وګگرځيدو، نو بيرته د خپلي انا كورته نه لاړو، بلكي په يو بل كلي كي تم شوو، ځكه په هغه كلي كي د اوبو برمه وه.
انا مو هغه كڅوړه پرانيسته چي ټوكران او جوار يې پكي اچولي وو، بيا هغې خپل بوټونه خرڅ كړل، اوپه پيسو يې د اوبولپاره يوه لويه ډبه واخيسته، ما پوښتنه ورڅخه وكړه: "ګوګو! ته به په لوڅو پښوكليسا ته څنګه ځې؟
هغې په ځواب كي يواځي دومره وويل: "سفرلوى دى، موږ ډېر شيان له ځان سره نشو وړلاى"
په هغه كلي كي موږ له نورو خلكو سره هم وليدل چي د بارېدو په حال كي وو، موږ هم له هغوئ سره ملګري شوو، ځكه هغويئ زموږ په پرتله له لاري سره ډېر بلد ښكاريدل، منزل ته د رسېدو لپاره موږ اړ وو چي له "ګروګرپارك" څخه تېرشو، د ګروګرپارك په اړه موږ له اوله خبر وو چي په هغه كي په بشپړ ډول دځناورو واكمني ده، هاتيان، زمريان، ګيدړي، سمسارې، لنډه داچي هر رنګه ځناور پكې وو، په ځانګړي ډول بيا له جګړې وړاندي، د نكه مو ياد دي ځكه موږ هغه مهال پيدا شوي نه وو، اوس خو داړه مارانو ټول هاتيان وژلي وو، او غاښونه يې پلورلي وو، زموږ جنګيا ليو او داړه مارانو هوسۍ هم ټولي خوړلي وې، زموږ په كلي كي يو سړى په دواړو پښو شل و، د هغه پښې د رود يوې سمسارې ورڅخه خوړلي وې، خو پردې ټولو خبرو سربېره زموږ ټاټوبى د انسانانو ټاټوبى و، نه ده ځناورو، موږ د كروګرپارك په اړه په ډېرڅه خبروو، ولي چي زموږ د كلي ځيني خلك به د خوارۍ لپاره دا رنګه ځايونوته دكا رونو لپاره راتلل چيري چي به سپين پوستو د ځناور د سيل لپاره پړاو اچولى و.
موږبيا تګ پيل كړ، زموږ په كاروان كي ځنيې ښځي وې، او ځينې زما رنګه نجوني، كله چي به ښځي د دمي لپاره كښېنا ستې، نو كوچنيان به د هغوى ور په شا كېدل، يوه سړي موږ ټول د كروګرپارك په لور ور سم كړو "ايا پارك راورسېد؟ ايا پارك راورسيد؟" ما په وار، وار له انا څخه پوښتنه كول، انامي ځواب نه راكاوه،بيا هغه سړي راته وويل ،چي نه تر اوسه نه دى رارسېدلى، هغه دا هم وويل چي د دې لپاره چي موږ د پارك د اغزن سيم په څنګ كي تېرشوو، موږ اړ يو چي ډېره اوږده لار پرې كړو، هغه د اغزن سيم په اړه داهم وويل چي هغه ته مازي څوك لاس وروړي، نو وژني يې، بلكل همداسي كبابيږي لكه په ښارونوكي چي د برېښنا غځيدلو مزو ته څوك لاس ور وړي، ما په عامه روغتون كي د اوسپني پر ډبه جوړشوى د ككرۍ هغه انځور ليدلى و، چي نه يې سترګي لرلې، نه څرمن او نه هم وېښتان، وروسته بيا هغه روغتون هم په ماين والوزول شو.
له ښه مزل وروسته، نه پوهېږم چي څومره وخت به تېرشوى و، چي ما بيا وپوښتل ايا پارك را ورسېد؟ پوه شوم چي هو پارك را رسېدلى دى ، او موږ له يوه سا عته په كروګر پارك كي تګ كوو، لاكن دا خو هم په ليدو هغه رنګه لوخي ښكارېدې، لكه موږچي ټوله ورځ تګ پكي كړى و، دلته زموږ هيڅ ځناور نه ترسترګو كېدى، بس يوازي هغه رنګه بيزوګاني او مرغۍ وې لكه زموږ دكور شاوخوا چي وې، موږ يو كشف وليد، چي ويې نه نشو كولاى په منډه له موږ څخه ځان وباسي زما مشر ورور او نورو هلكانو كشف هغه سړي ته د دې لپاره ور وړ چي د وژلو وروسته يې پو خ كړي او ويې خوري خو هغه سړي كشف بيرته ايله كړ ځگكه هغه ويل موږ دلته اور نشو بلولاى، تر څو چي موږ په كروګر پارك كي دننه يو، موږ نشوكولاى چي اور بل كړو، هغه ځكه چي د لوګي څخه زموږ درك لګيده ،پوليس او پېره داران راتلل ، او موږ يې بېرته خپلو سيمو ته لېږلو، هغه سړي وويل موږ بايد د ځناور په سيمه كي د ځناورو رنګه لاړ شو، ياني له سړك او د سپين پوستو خلكو له كيږديو څخه ليري، ليري.
ما يو ږغ واورېد، زه باور لرم،چي تر ټولو لومړى ما هغه ږغ واورېد، داسي ښكارېدل لكه څانګي چي ما تيږي او يا لكه كوم څوك چي را روان وي او په پښو باندي وچ واښه كوټي، زما له خولې يوه چيغه ووته، ځكه ما فكر كا وه چي پوليس او پېره داران دي، موږ يې ليدلي يو، د دوى په اړه موږ ته هغه سړي ويلي و، چي بايد بيدار ورڅخه واوسو خو هغه يو هاتي و، د هغه پسې بل هاتي او د هغه پسې بيا نور ډېر هاتيان... لكه د شنه كوړم په منځ كي چي لوې، لوې توري ټپلي يوې خوا بلي خوا ته ګرځي هغوئ په خپلو شونډكونو كي د "موپين" وني سري، سرې پاڼي ننويستلې، د هاتيو بچي له خپلو ميندو سره نښتي روان و،لږ لويو د هاتي بچيو په خپلو كي دا رنګه حملې وهلې، لكه زما مشر ورور چي له خپلو ملګرو سره وهلې توپير يوازي دومره چي دوئ د لاسونو پر ځاى په شونډكونو زور واهه، ماته يې دومره خوند راكاوه، چي وېره مي بيخي له ياده ووته، هغه سړي ويل تر څو چي هاتيان تېر شوي نه وي، موږبايد چوپ پاته شوو، او سپڼ هم ونه وهو، هاتيان ورو، او په خوند، خوندتېرېدل، هغوئ دومره چاغ شلنډ وو،چي د چا له وېري د منډي اړتيا ورته نه وه.
هوسيو زموږ له وېري دلته هلته منډي وهلې، هغو په هوا كي دومره لوړ، لوړ ټوپونه وهل، چا چي ويل الوزي، ځنګلي سركوزي زموږ د ښكالو په اورېدو پر ځاى نېغ ودرېدل، او بيا داسي څپه، څپه په ځغاسته شوه، لكه زموږ په كلي كي چي يوه هلك هغه بايسكل چلاوه،چي پلار يې ورته اخيستىو، موږ د ځناورو پسې د هغوئ د اوبو څښلو تر ځايه ورتلو، او د هغوئ له تلو وروسته به مو اوبه څښلې، موږ هيڅكله د اوبو له كمي سره مخ نشوو، خو ځناورو به هر مهال څه نا څه خوړل، چي ليدل به مو نو كله به يې واښه، كله به يې د ونو ريښې يا خورونه خوړل ،خو له موږ سره د خورك لپاره هيڅ نه و، جوار هم تمام شوي وو، كه مو د خورك لپاره څه لرل، نو هغه يوازي همدا كوچني، كوچني او له مگېږيو ډك انځر وو، چي د هغو ونو پر څانګو راځوړند وو، چي د رود پر غاړه ولاړي وې،لنډه داچي موږ له ځناورو سره سيالي نشواى كولاى.
د ورځي چي به ګرمي ډېره وه، نو زمريان ليدل كېدل چي ويده به وو، د هغوئ رنګ وښو ته ډېر ورته و، لمړى موږ ونه ليدل خو هغه سړي وليدل، او موږ يې له هغه ځايه ډېرليري چپ خوا ته بيرته بوتلو، چيري چي زمريان ويده وو، زما هم ډېر زړه كېدى چي د زمريانو غوندي ويده شم، زما مشر له يوې نه بلي ورځي ته ډنګرېدى، خو "بهارى" لا هغه رنګه و، كله چي به زما انا د هغه د را په شا كولو لپاره ماته وكتل، نو ما به هڅه كول چي د هغې خوا ته ونه ګورم، زما مشر ورور له خبرو هم لوېدلى و، كله چي به موږ د دمې لپاره پړاو اچاوه او غځېدلو به نو دىبه موبېرته په ډېر زور را ويښاوه، لكه هغه چي هم زموږ دنيكه غوندي هيڅ نه اورېدل، يوځل ما وليدل چي د اناپر مخ مچان بوڼيږي، او هغه يې نه الوزوي زه ډېره ووېرېدم، او د خورما د وني په يوې څانګي مي هغه والوزول.
موږ د شپې او ورځي تګ كا وه، اوس نو موږ د سپين پو ستو تر كيږديو رسېدلي وو، هلته اور بل و، او ډوډۍ پخېده، موږ ته د لوګي او غوښي بوى راتلى، موږ ليدل چي "كاږه" د غوښي د بوى پسې منډي وهي، د هغوىملاوي دا رنګه رابوكي وې، لكه هغوى چي په كومه خبره شرمېنده وي، كله چي به كوم كوږ شاته راكتل،نو د هغه سترګي به داسي ښكارېدې، لكه زموږ سترګي چي له شپې يو بل ته د كتو پر مهال ښكاري، باد له ځان سره د هغو خلكو ږغ راوړه چي زموږ په ژبه ږغېدل، او اغزن سيم ته څېرمه يې پړاو اچولى و، هلته د كيمپونو كاركونكي اوسېدل، د شپې يوې ښځي غوښتل چي د مرستي لپاره هغوئ ته ورشي، هغې ويل دوئ موږ ته له "چټل دان" څخه هم د خورك لپاره څه راكولى شي، كله چي هغې ساندي پيل كړي، نو انا مي اړه شوه، چي هغه راوګرځوي او خوله يې وربنده كړي، ولي چي هغه سړي مخكي لا راته ويلي و،چي په كروګرپارك كي موږ بايد له خپلو كاركونكو څخه ليري واوسو، ځكه كه هغوئ زموږ مرسته كړي واى، نو خامخا به له خپلي دندي ګوښه شوي واى، كه چيري هغوئ موږ ليدلي واى، نو د هغوئ لپاره همدا ډېره وه،چي هغوئ داسي ښوولې واى چي موږ هلته نه يو او هغوى يوازي ځناور ليدلي.
كله نا كله چي به موږ په شپه كي د ويدېدو لپاره څه تم كېدو، نو له يو بل سره به جوخت څملاستو، نه پوهېږم چي هغه كومه شپه وه، موږ ټوله شپه مزل گ وكړ، په هغه شپه موږ د زمريانو ږغ بيخي له نژدې واورېد، دا رنګه ږغ نه لكه زمريان چي له ليري غوړمبيږي، بلكي داسي لكه يو شى چي ساه باسي، بلكل همدا رنګه لكه موږ چي له منډي وروسته له خولې ساه باسو، خو دا د سا ايستلو ږغ بېل غوندي و، ولي چي هغوئ په منډه نه وو بلكي همدلته نژدې د كوم چاپه تمه وو، موږ وخوځېدو، او يو بل ته لا پسې جوخت شو، څوك چي په څنډه كي وو، هغوئ به هڅه كول، چي منځ ته ځان ننباسي، زه له يوې ښځي سره نښتې ولاړه وم، د هغې له بدن څخه بدبوى پورته كېدى، هغه وېرېدله خو زه له خوښۍ نه له هغې سگره جوخته شوم، ما له خدايه(ج) غوښتل چي زمرى له هغو خلكو څخه چي په څنډه كي ولاړ وو، يو پورته كړي او لاړشي ماسترګي پټي كړې، د دې لپاره چي هغه "ونه" ونه وينم له كومي څخه چي زمري زموږ منځ ته راټوپ كولاى شواى، بلكل منځ ته چي زه ولاړه وم.
هغه سړى جګ پورته شو، او يوه وچه څانګه يې په زور، زور له وني سره ووهله، موږ ته يې وويل چي "سپڼ" و نه باسو، خو خپله يې چيغي پيل كړې هغه پر زمريانو دا رنګه چيغي وهلې، لكه زموږ په كلي كي چي كوم چغال خوله په هوا نيولې وي، او چغي وهي، زمريان لاړل او موږ يې له ليري غوړمبى واورېد.
***
موږ ستړي شوي وو، ډېر زيات ستړي شوي وو،كله چي به په لاركي له كوم رود څخه پوري وتلو، نو زما مشر ورور او يو بل كس به زما نيكه پورته كاوه، او له يوې نه به يې بلي ډبري ته ليږداوه، زما انا ډېره ځواكمنه وه، خو له پښو يې بيا هم ويني تلې، موږ دومره ستړي شوي وو، چي نور د كوم پېټگي د وړلو توان را پكي نه و، د كوچني وروو پرته نور د هرڅه وړل راته ګران و، ځكه مو نو ټول شيان تر يوې " ترخې" لاندي پرېښودل، انا مو ويل "چي موږ خپله تر هغه ځايه ورسيږو، همدا ډېره ده".
موږ له ډيري لوږي ځينې داسي ځنګلي بوټي وخوړل چي زموږ د كلي په شاوخوا كي نه و، په نتيجه كي يې زموږ ټولو خيټي خرابي شوي دستونه راولوېدل، پدي مهال موږله هغو وښو څخه تېرېدلوچي د "هاتي" وښو په نامه يادېدل او د هاتي غوندي لوړ وو، زموږ خېټو درد پيل كړ، داچي نيكه مو د كوچني ورور غوندي د ټولو په مخكي حاجت نشواى پوره كولى نو د حاجت پوره كولو لپاره په وښو ننوت" روان اوسئٍ ،روان اوسئ" هغه سړي پرلپسې همدا ويل، خو موږ هغه ته وويل چي نيكه ته مو تم شي، ټول خلك هغه ته په تمه شول، خو هغه نه راتلى او نه راغلى،غرمه مهال و، زموږ غوږونه د "مچيوو" بزهار نيولي وو، ځكه مو د وښو سركى نشو اورېدگلى، چي له هغه څخه مو درك لګولى واى چي نيكه مو بېرته را روان دى، د وښو د جګوالي له امله موږ هغه ليدلى هم نشواى، ځكه واښه ډېرجګ وو، او هغه ډېرټيټ، خوبيا هم موږ باور درلود،چي هغه به په خپل ارت پتلون او څيري كميس كي همدلته چيري وي، انا د تار د نشتوالي له امله د هغه كميس ګنډلى نشو، موږ پوهېدلو چي هغه به ډېرليري نه وي تللى، ځكه هغه كاواكه و، او ورو تلى .
موږ د وړو، وړو ټوليو په بڼه د هغه په لټه ووتو، ځكه موږ ويل، هسي نه چي موږ هم د يو بل له سترګو پنا شو، واښه زموږ سترګو او پزو ته رابادېد، موږ هغه ته ورو، ورو چغي ور وهلې خو داسي ښكارېدل چي د هغه په غوږنو كي د اورېدولپاره كوم ځاى پاته و، هغه هم د مچيو بزهار ورډك كړى و، موږ د هغه په موندلو پسې ستړي ستومانه شوو، خو پيدا مو نه كړ، موږ ټوله شپه په همدي لويو وښوكي پاتي شوو، ما خوب ليدى چي نيكه مو يوځاى د يو كيندلي ډب څنګ ته پروت دى، ډب هم ده پخپله كيندلى وي، لكه هوسۍ چي يې د خپلو بچيانو د پټولو لپاره كيندي، خو ما چي سترګي پرانيستې بيا هم د هغه هيڅ درك نه و، موږ بيا د هغه لټون پيل كړ، موږ په وښو كي په وار، وار تېر راتېگر شوو او لاري مو جوړي كړې، سړيه كه يې موږ پيدا نه كړو نو هغه خو به موږ په اسانۍ سره پيدا كړي، موږ ټوله ورځ هغه ته وكتل، چي لمر به سر ته راغلى نو هر لور ته به چوپتيا خورېده، كه څه هم څوك به د ځناورو غوندي سيوري ته پراته وو، خوبيا هم د لمر وړانګي په سر ننوتلې، زه ستونې ستخ پرته وم او هغو كږمښكو لغړغاړو بدرنګو مرغيو ته مي كتل،چي زموږشاوخوا الوتې، موږ مخكي هم هغه مهال دوئ ليدلي وې، چي دمردارو شوو ځناورو هډونه يې چيچل، په هغه هډونوكي زموږ دخورك لپاره هيڅ نه و پاتي، هغوئ لوړ په هوا كي ګردي، ګردي راګرځېدلې، خو كله به بيا لاندي او بېرته پورته لاړلې، ما هغوى ليدلې چي غاړه به يې كله يوه او كله بل لور ته اړولې، را اړولې او پرلپسي يې په هوا كي چكرونه وهل، ما خپلي انا ته وكتل، د هغې زما كوچنى ورور په غېږ كي و او د مرغيو سيل يې كاوه.
ماښگام مهال و، چي هغه سړى زما انا ته راغلى او ورته ويې ويل چي پاته خلګ نور بايد لاړ شي، ځكه هغه ويل كه د دوئ كوچنيانو ته د خورك لپاره څه ور ونه رسيږي، نو هغوئ به ډېر ژر ومري، انا هيڅ ونه ويل.
سړي وويل" زه به تر تلو وړاندي تاسو ته لږ اوبه راوړم"
انا زما خوا ته زما د مشر ورور او په غېږ كي ورسره كوچني خوا ته وكتل، موږ هغه نور خلك ليدل چي د تلولپاره پورته كېدل، زما هيڅ باور نه راتلى چي دا له خلكو ډك د وښو ميدان به تش پاته كيږي، او موږ به پدې ځاى ياني كروګرپارك كي يوازي پا تيږو او وروسته به څناورو يا پوليسو ته زموږ پته لګيږي، زماله سترګو اوښكي بهېدې او پرلپسې مي پر لاسونو څڅېدې، خو انا مي هيڅ پروا نه راكوله، بيا هغه ناڅاپه پورته شوه او خپلي پښې يې دا رنګه وغوړولې لكه څوك چي يې د لرګيو د پورته كولو په مهال غوړوي، هغې په يوه جټكه سره زما ورور په شا كړ او په يو ټوكر يې پر ځان وتاړه، د هغې جامې څيري شوي وې، او هغه لوى،لوى تيونه يې ترې راوتلي ووچي زما د كوچني ورور لپاره هيڅ پكي نه و، انا ويل" درځئ" موږ له لوړو، وښو څخه وړاندي تېر شوو، هغه ځاى مو شاته پرېښود، او بيرته له هغه سړي او نورو خلكو سره يوځاى روان شوو.
***
يوه لويه كيږدۍ پر مځكه ولاړه وه، تر يوې ښوونځۍ او كليسا هم لويه، موږ چي تر اوږده مزل وروسته دلته را ورسېدو، نو ما فكر نه كاوه چي دا دي هغه ځاى وي، دا رنګه ځايونه ما هغه مهال هم ليدلي وو، چي كله موږخپلي مور بازار ته بېولي وو، هغې اورېدلي وو، چي زموږ جنګيالي هلته راغلي دي، هغې غوښتل چي له جنګياليو څخه زما د پلار درك څرګندكړي، په هغه كيږدۍ كي خلكو دعاوي غوښتې او سندري يې ويلې، دا كيږدۍ هم هغه رنګه شنه او سپينه ده، خو په دې كي داسي څوك نشته چي دوعا وي وغواړي او سندري ووايي، موږ دلته له هغو كډوالو سره اوسو، چي زموږ له ټاټوبي راغلي دي، د ډاكټر نرسه وايي موږ له كوچنيانو پرته ټول ټال دوه سوه كسان يو، ځيني نوي كوچنيان هم شته چي له كروګرپارك څخه د راتېرېدو په مهال ږيږېدلي وو، د ورځي سره له دې چي لمر ځليږي بيا هم په كيږدۍ كي تياره وي، او داسي ښكاري لكه ټول كلى چي همدلته مېشت شوى وي، دننه د كورونو پر ځاى هري كورنۍ له خپل استوګنځي څخه بورۍ او بكسونه بلكي څه چي په لاس ورغلي، ترې راچاپېر كړي دي د دې لپاره چي وښيي، دا د هغوئ كور دى، او نور بايد ور نشي، حال داچي دلته نه ورونه شته، نه كړكۍ او پوښښونه، او هر دنګ سړى كولى شي، چي تم شي، او د كور دننه سر ورښكاره كړي، ځينو خلكو ډبري كوټلي دي رنګ يې ترې جوړكړى دى او پر ګونيو يې انځورونه كښلي.
په اصل كي پوښښت شته خو لوړ، ډېر لوړ دكيږدۍ "سايه وان" يادوم چي بيخي د اسمان غوندي ښكاري، لكه موږ چي په يو لوى غره كي اوسو، د كيږدۍ له سوړو څخه چي كوم ګرد دننه راځي، هغه بيخي د لارو غوندي ښكاري، دغه لاري دومره پلني دي چي سړى فكركوي چي هغه به پرې ختلى شي، كه څه هم د كېږدۍ چت دباران اوبه ګرڅولي خو اوبه له كښته څخه په بهېدو سره دننه راځي، او د كېږدۍ په كوڅو كي ډم درېږي، دا كوڅې دومره تنګي دي چي په يو وخت يوازي يو سړى پكي تېرېداىشي، كله چي زما د كوچني ورور غوندي كوچنيان په خټو كي لوبي كوي، نو سړى اړ وي چي د هغوئ له سر څخه ټوپ كړي او تېرشي.
زما كوچنى ورور لوبي نه كوي، انا هغه هره دوشنبه چي ډاكټر راشي، ډاكټر ته ورښكاره كوي، هغه واى، د ده په سر كي څه ستونزه شته، او لامل يي هم ښايي همدا وي چي له كوم ځايه چي موږ راغلي وو، هلته پوره خواړه نه ترلاسه كېدل،او يا ښايي لدې امله و چي هلته جګړه وه او زموږ پلار نه و او يا هم كېداى شي له دې وجي و چي له كروګرپارك څخه د راتېريدو په مهال هغه وږى پاته شوى و، هغه ته يوازي همدا خوند وركاوه چي ټوله ورځ يا د اناپه غېږكي ناست واى، اويا يې هغې ته څنګ وهلى واى، هغه موږ ته وچ، وچ ګوري، څه ويل غواړي خو ږغېدلى نشى، كله چي يې زه تخنوم، نو هغه يوازى راته مسكى شي، ډاكټر هغه ته يو ډول پوړۍ وركړي چي په اوبو كي له خشتولو وروسته د هغه لپاره خواړه ترې جوړيږي، ښايي يوه ورځ هغه جوړشي،
په لمړي سر كي چي موږ دلته راغلو نو زه او زما مشر ورور هم همدارنګه وو، زما سم ياد نه دي خوكيږدۍ ته څېرمه اوسېدونكو كليوالو موږ ډاكټر ته بېولي وو، په كېږدۍ كي له اوسېدو مخكي په كار ده چي څوك هلته ورشي، او خپل نومونه وليكي چي د كروګرپارك له لاري له هغه ځايه راكډوال شوي دي، موږ پر وښوكښېناستو ټول شيان سگرچپه ښكارېدل، يوه نرسه د خپلو لنډو پرېكړو وېښتانو او جګو بوټونو له امله ډېره ښه ښكارېده، هغې موږ ته يو ډول ځانګړي پوړۍ راوړې او راته ويې ويل چي په اوبو كي يې واچوئ او ورو يې وڅښئ، ما كڅوړه په غاښونو پرې كړه او پوړۍ مي په خوله كړه، هغه مي پر خوله پوري ونښته، بيا مي پر شونډانو او ګوتو نښتي پوډر وڅټل، ځينو نورو كوچنيانو چي له موږ سره راغلي وو، خواګرځى وكړ، ما هم په خپله خېټه كي حركت حس كړ، او داسي راته ښكاره شول، چي پوډر دكوم مار غوندي بدن ته راننوځي، لږ وروسته مي سلګۍ پيل شوې او بدحال مي شو، يوې بلي نرسي موږ ته وويل چي د ډاكټر په دالېزكي په قطار ودرېږو خو په موږ كي د درېدو توان نه و، او دلته هلته پر يو بل لوېدلي ناست وو، نرسانو يو، يو پورته كاوه او په لاسونو كي يې پېچكارۍ كاوه، په نورو پېچكاريو كي يې زموږ وينه واخسته او په كوچنيو، كوچنو ښيښوكي يې واچول، دا هر څه د ناروغيو د مخنيوي لپاره كېدل خو زه په هيڅ نه پوهېدم، هر وار چي به مي سترګي سره ورتلې نو داسي به راته ښكارېده چي اوس هم په لوړو وښو كي روانه يم ، هاتيان به مي هم تر سترګو كېدل، زه به نه پوهېدم چي موږخپل منزل ته رارسېدلې يو.
انا اوس هم غښتلې وه، ولاړېدلې شوه، هغې ليك لوست كولاى شو، ځكه يې نو زموږ پر ځاى هم لاسليكونه وكړل، انا دكېږۍ دېوال ته څېرمه ځاى ونيو، همدا د كېږدۍ تر ټولوغوره ځاى هم و، هسي خو د باران اوبه دلته هم راځي، خو كله چي هوا ښه وي، نو موږ د كيږدۍ پرده پورته كولى شو، لمر راته مخامخ وي، د "لنده بل" بوى ژر وركيږي، انا له يوې ښځي سره پېژندل، هغې وروښوول چي د ويدېدو لپاره د پوزيو جوړولو ښه واښه له كومه تر لاسه كيږي، بيا انا موږ ته پوزي راجوړ كړل.
په مياشت كي يو وار د خوراكي شيانو ډكي لارۍ كيمپ ته راځي، اناله خپل لاسليك كړي كارټ سره ورځي او د كارټ د ټاپه كولو وروسته د جوارو يوه بورۍ راوړي، بورۍ تركيږدۍ پوري د راوړلو لپاره يوه اربيزي لاسي ګاډۍ شته، زما مشر ورور د جوارو بورۍ په همدې ګاډۍكي راوړي اوكله چي تشي ګاډۍ بېرته بيايي نو هغه او نور هلكان له يو بل سره د ځغاستي سيالۍ پرې كوي، كله، كله به له ښه مرغه هغه ته داسي څوك ورپيدا كيدى، چي له كلي څخه به يې د "بير" بوتلونه راوړل، هغه چي به بوتلونه راورسول نوڅه پيسې به لاس ته ورتلې، كنه هسې خو د دې اجازه نه وه،ګاډۍ بايدسيده نرسانو ته رسول شوې واى، زما وروربه په دې پيسو شربت اخيستل او كله چي به ما ورته وويل نو لږ به يې ماته هم راكول.
په مياشت كي يوه بله ورڅ و كيمپ ته له كليسا څخه جامې هم راځي له انا سره يو بل كارټ هم شته، چي د هغه له ټاپه كولو وروسته موږ له هغه ځايه د خپلي خوښي جامې اخستلاىشو، له ماسره دوې جوړې جامې، دوه پتلونه او يوجاكټ شته، ځكه نو اوس ښوونځي ته هم تللې شم.
كليوالو موږ ته په ښوونځي كي د درس ويلو اجازه راكړې ده، زه په دې ډېره هېښه شوم چي هغوئ هم همدا زموږ ژبه وايي، انا وايي چي ښايي همدا وجه ده،چي هغوئ موږ پخپله سيمه كي اوسېدو ته پرېښودو، پخوا ياني زموږ د پلرونو او نيكونو په زمانه كي داسي اغزن سيمونه، نه وو چي د لاس له وروړلو څخه دي يې څوك مړ شوى واى او نه هم زموږ او د دوئ ترمنځ كوم كروګرپارك و، موږ ټول يو وو، له دې ځايه زموږ تر كلي پوري يوازي يو باچا و.
***
اوس نو زموږ په كيږدۍ كي د اوسېدو ډيري ورځي شوي دي، زه يوولس كلنه شوې يم، او كوچنى ورورمي د دريو كالو په شاوخوا كي دى، خوبيا هم هغه ډېركوچنى دى او يوازي سر يې ډېر غټ دى، هغه تر اوسه سم نه دى جوړشوى،ځينو خلكو دكيږدۍ شاوخوا شاړه مځكه اړولې ده، جوار او ګوبى يې پكي كرلى دى زړو خلكو لښتي يو ځاى كړي دي او تر خپلو ګلانو يې راتاو كړي دي،هيڅوك اجازه نه لري، چي ښار ته لاړشي او خواري وكاږي خو ځينو ښځو په همدې كلي كي كار پيدا كړى دى او څه سودا كولاىشي، انا مو اوس هم ځواكمنه ده، هغې هم داسي ځاى كار پيدا كړى دى چيري چي خلك كورونه جوړوي، دلته په كلي كي خلك له خښتو او سمېټو څخه ډېر ښكلي كورونه جوړوي، زموږ رنګه له خټو او ډبرو يې نه جوړوي، انا خلكو ته له خښتو او ډبرو ډكي ټوكرۍ پر سر باندي وروړي، اوس له هغې سره دومره پيسې وي چي چاى، بوره شيدې اوصابن پرې واخلي، په مغازه كي يې هغې ته يوه كليزه هم وركړې ده، انا هغه زموږ سر ته د كيږدۍ پر دېوال ټكوهلې ده.
زه په درسونوكي ډېره ښه يم، انا د غورځول شوو علانو پاڼي راټولي كړي دي او زموږكتابونه يې پرې را پوښلي دي، هغه هره غرمه تر دې وړاندي چي تياره شي، ما او زما مشر ورور كښېنوي او د ښوونځي كورنۍكار راباندي كوي، ځكه په كيږدۍ كي يوازي دومره ځاى شته چي په مټي زموږ د څنګ پر څنګ ويدېدو بس شي، لكه له كروګرپارك څخه د تېرېدو په مهال چي ويدېدلو،شمعي هم ډيري ګراني دي.
انا مو تر اوسه پدې نه ده توانېدلې چي بوټونه رانيسي په پښو يې كړي او كليسا ته لاړه شي خو هغې ما او زما مشر ورورته د ښوونځي لپاره تور بوټونه او رنګ را رانيولىدى، هر سهار د را ويښېدو په مهال د كوچنيانو چيغي او بغاري وي او پرهغه نلكه چي له كيږدۍ څخه دباندي ده، د خلكو ټگېلې ټمبې وي، ځينو كوچنيانو بيا د ماښام پاته شوى سوړسك په خوند، خوند خوري، زه او زما مشر ورورچي بوټونه رنګ كړو،نو انا مو پر كټ كښېنوي، پښې مو راسمي كړي او زموږ بوټونو ته په غور وګوري چي سم مو رنګ كړي دي كه خراب، په كېږدۍ كي بل هيڅ كوچنى د ښوونځي كريميچ بوټونه نه لري، موږچي خپلو بوټونو ته ګورو نو داسي راته ښكاري لكه موږچي پخپل كوركي يو چي نه جګړه شته او نه هم كوم بل چيري تللي يو.
ځنيي سپين پوستي خلك راغلي وو چگي په كيږدۍ كي د اوسېدونكو كډوالو عكسونه واخلي، هغوى ويل موږ فلم جوړوو، كه څه هم ما هيڅكله فلم نه دى ليدلى، خو بيا هم په دې اړه معلومات لرم، يوه سپين پو ستې ښځه زموږځاى ته را ننوته او له انا څخه مو يې پوښتني وكړې، يوسړىچى په هغه ژبه پوهيدى د هغې پوښتني زموږ په ژبه تكرارولې.
"تاسو له كله دلته دا رنګه اوسئ؟"
"څه شي؟ "دلته" انا وويل: "په دې كيږدۍكي؟ له دوو كلونو او يوې مياشتي راهيسي"
"د راتلونكي په اړه څه نظرلرئ؟"
"هيڅ نه، بس موږ همدلته يو"
"خو ستا اولادونه؟"
"زه غواړم چي دوئ زده كړه وكړي او ښه دنده او پيسې پيدا كړي"
" ايا امېد واره يې چي بېرته به خپل ټاټوبي ته لاړ شئ؟"
" نه زه بېرته نه ځم"
" لاكن چي جګړه ختمه شي نو تاسو به د دې اجازه ونه لرئ چي دلته پاته شئ نو ايا ته به بيا هم ونه غواړې چي بېرته خپل كور ته لاړه شې؟"
داسي راته څرګنده شوه، چي انامي نور نه غواړي چي څه ووايي، ان تر دې چي د سپين پوستي ښځي پوښتني يې لابې ځوابه پرېښودې، سپين پوستې ښځه مسكۍ شوه او زموږ لور ته يي مخ راواړوه، انا چي له هغې مخ وګرځاوه نو يې وويل" نور مو هيڅ كور، مور نشته هورې"
انا دا ولي وويل؟ آخير ولي؟ زه خو بيرته ځم، زه به له همدې كروګر پارك څخه تېره شم او بيرته به لاړه شم، د جګړې وروسته چي داړه ماران ورك شي نو ښايي مور مو هلته زموږ په تمه وي،كيداى شي نيكه مو هم بېرته لار پيداكړې وي، هغه چي موږ شاته پرېښوولى و، ښايي هغه له كروګرپارك څخه ورو، ورو تېرشوى وي او بېرته خپل كور ته رسېدلى وي، هغوئ ټول به په كور كي وي او زه به يې په ياد لرم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery