مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ډېوه

هربجن سنګ ساګر/پاكستان
خدايزده هغه دكومي زمانې بوډۍ وه، داسي ښكارېده چي دايې لمړى ځل و چي ښار ته راغلې وه ښار ته د راتلو په وخت هغې له ځان سره د ورځني اړتيا پر شيانو سربېره ځينې نور شيان هم راوړي وو
لكه دځان د تكيه كولو لپاره لكړه، د لمر او باران لپاره سايه وان، د څيرو اوزړو جامو دګنډولو لپاره ستن اوتار، او په تياره كي د رڼا لپاره يوه ډېوه او څراغ، دسايه وان، ستن او تار په اړتيا هر څوك پوهيږي خو په ښاركي ډېوې يا څراغ ته څه اړتيا شته؟ هره شپه چارچاپېره د برېښنا سېلاب غوړېدلى وي .
بوډۍ چي د ښارسترګي برېښونكې رڼا وليده نوخپله ډېوه او څراغ يې بېخي هېر كړل او هغه د كوټې په يو كونج كي يادګار پاته شول، څراغ خو ګردسره د غڼي په ځاله كي پټ شو.
خو يوه ورځ چي ناڅاپه د ټول ښار برېښنا لاړه او داسي محسوسه شوه لكه ټول ښار چي د يوه تور څادر په منځ كي لوېدلى وي نو بوډۍ وارخطا نشوه ځكه هغه له تيارو سره بلده وه، د هغې ټول عمر په تياره كي تېر شوى و، دا چي برېښنا لاړه او تياره شوه نو ځه پروا؟ هغې خپله د تيارې چاره لرله، هغه ژر پورته شوه خاورينه ډېوه يې بله كړه او كوټه يې په رڼاكړه .
د ډېوې رڼا د غڼي پر ځاله ولوېده، په ځاله كي د پټ څراغ ښيښه داسي ښكاره شوه لكه پر هغه ګروپ چي يې خندل چي پر چت راځوړند و، بوډۍ ولاړه شوه څراغ يې راواخيست د هغه ښيښه يې پاكه كړه، بل يې كړ او په كوڅه كي يې كښېښود چي لارويان له ستونزي سره مخ نشي او هغوئ په دې توره تياره كوڅه كي دړندو غوندي لار وركه نه كړي، بوډۍ چي څراغ دباندي په كوڅه كي كښېښود نو لكه يو لوى فرض چي يې پوره كړ، په بې غمه زړه كوټې ته لاړه .
له كوڅې څخه د تيارې وېره وركه شوه، لږ ورسته يو لاروى په كوڅه كي تېرېدى هغه چي په كوڅه كي بل څراغ وليد نو هېښ پاته شو .
اهو... دا څراغ ! لكه چي له كوم چا څخه هېر شوى دى لاكن په دې تياره كي څراغ څنګه د چا هېرېداى شي؟ د هر چا ډېوې ته اړتيا ده .
ځه هر څه چي دي، دغه ډېوه بايد زه اوس له ځان سره درڼا لپاره يوسم ...
لاروي بېخاره څراغ پورته كړ او هغه په رڼا كي د يوه وېره ونكي تور سوري غوندي ورك شو او لار يو ځل بيا په توره تياره كي ډوبه شوه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery