مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دژبي دسوچه توب (Purism)دوه اړخه


( هم درڅخه مرم،هم درپسي مرم )
سوچه ژبه هغه ژبه ده چي دنوروژبواغېزې ورباندي سوي نه وي ، دخيل کلمات ونه لري اودچاخبره له خپله ځانه پوره وي . هيڅ ژبه دخلقت له مخي بشپړه نه وي . پرژبوباندي اغېزې هرومروپېښېدونکي دي اوپيښي سوي دي . دااغېزې له ګاونډيوژبو، قومونو، اولسونو او مدنيتونوسره دټولنيزي اواقتصادي راکړي ورکړي اوراشه درشي له لاري ياپراولسونوباندي دنورواولسونوله خوادپوځي عملياتو او فتوحاتوله لاري کيږي اوسوي دي . مغلوب اولسونه دغالبو فاتحانو ژبنۍ اغېزې پرځان مني اومنلي يې دي . په نړۍ کي دهغه اولس ژبه سوچه پاتيږي چي له ځانه پرته له بل هيڅ قوم ، هيڅ ژبي ، هيڅ دين او هيڅ مدنيت سره اړيکي ونه لري . داسي قوم پخپله مېنه کي محدود او ايسارپاته سوی وي اوپه اصطلاح بدوي قوم وي .
ژبنی سوچه توب (Linguistic purism ) په يوه ژبه کي له هرراز بدلون سره مخالفت يادځينوهغوبدلونونواواغېزوله منځه وړل دي ، چي په پخواکي په ژبه کي راغلي وي . پيوريزم ځان ته بېلابېل ډولونه لري . ريفورميست پيوريزم دژبي له پخواني حالت سره خپلي اړيکي شلول غواړي . ددغه رازپيوريزم ښه مثال هغه ژبنی ريفورم دئ چي دترکيې دانقلابي مشر اودمعاصري ترکيې دموسس کمال اتاتورک په وخت کي په تورکي ژبه کي راغئ اوله دې ژبي څخه يې هغه فارسي او عربي لغتونه وايستل چي دعثماني تورکانو په وخت کي يې ژبه اخيستې وه . دپيوريزم بل ډول ته وطنپال پيوريزم (patriotic purism) وايي چي په ژبه کي دبهرنيولغاتوکمول يايومخ ليري کول غواړي .
دغه رازپيوريزم په نړۍ کي عام دئ . دنونسمي اوشلمي پېړۍ انګرېزي ليکوالودانګرېزۍ ژبي ددغه رازسوچه توب له پاره ډېري هڅي کړي وې . په فرانسوي ، جرمني اويوناني ژبوکي هم ددغه رازميلان نخښي پياوړي وې خوجرمني ژبه ونه توانېدله چي دانګرېزي ژبي دلغاتو د سيلاومخه ونيسي . انقلابي پيوريزم دليکنۍ ژبي دانکشاف په لومړي سرکي راڅرګندېږي . دژبودمعياري کولوپرمهال باندي دغه رازپيوريزم ډېرزور(momentum) اخلي خووروسته بياله خپله زوره لوېږي (١)

(١) ويکيپيډياانسايکلوپيډيا ـــ دانټرنيټ په حواله .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery