مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مونږ ـــ موږ ـــ موږه



دليکني معيارلارويان داسي فکرکوي چي ليکنه په فيصله باندي سميږي . که دکاغذ پرمخ څه وليکل سول نوګويا معيارهم تطبيق سو . پوهاندزيارصاحب وايي ٌ �. موږپه ننګرهارکي داستونزه درلوده چي موږ، مونږاو�. موږدومره وکړه چي ليکدودموورسم کړ. اوس ننګرهاري ليکوال ، شاعر، څېړونکي ( ن) غورځولی دئ . ٌ (١)
خودهمدې مجلې په ١٧مخ کي داستاديوه ارواښادشاګرد، چي استاد يې دروزني خبره لاهم کوي ، په يوه شعرکي مونږ،موږ ، موږه درې واړه
استعمال کړی دئ .
ٌ موږه دې وينوماڼو !
خوموږدې وينوبېړۍ
زمونږميلې ، پرهديروټولېدل ٌ
زه له دغه استعمال سره هيڅ رازمشکل نه لرم . دشاعرشعر مې خوښ دئ اودپښتوشعرپه وياړونوکې شمېرم . نه کوم اعتراض پرلرم اونه په زړه کي کومه خيره . نه له نوموړي لهجې سره دښمني لرم اونه بې احترامي . له يادوني څخه مي مراددادئ چي يوازي مودکاغذپرمخ په فيصلوځان خوشاله کړی دئ . ژبني ، ټولنيز ، اوسياسي اصلاحات که په فرمانوباندي منځ ته راتللای نوبه زموږهيواداوس دنړۍ په ډېرو پرمختللو هيوادوکي شمېرل کېدلای .
تردې يادونووروسته نوبايدپوښتنه وسي چي : آيادمعياريت هڅه بري ته رسېدلې ده ؟

(١) ښکلامجله ٤کال ٣ګڼه ٥٠مخ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery