مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دمتروکواوارکاييکو...


دمتروکواوارکاييکو
لغتونوپه ژوندي کولوکي دعلامه رشاد(رح) هڅي
دپښتوژبي اوبلي هري ژبي لغوي زېرمه دڅلوروچينوله لاري شتمنه کېدلای سي . يوه يې دمتروکواوارکاييکولغتونو بيرته ژوندي کول او بابول ( دودول) دي . نوري درې يې له لهجوڅخه رااخيستنه ، له نوروژبوڅخه پورونه او دنويولغتونوجوړونه ده . متروک لغتونه يووخت په ژبه کي مروج لغتونه وو اوپه ورځنيومحاوروکي کارېدل . دې پوښتني ته چي ولي دزمانې په تېرېدلوسره دالغتونه له استعماله لوېدلي دي ، ژبپوهان جواب ويلای سي . زه يې نه صلاحيت لرم اونه لايسنس . خودومره پوهېږم چي ځيني لغتونه دخپل ژوندپه اوږدوکي له عمومي ژبي څخه لهجوته رامحدودسي اوبياپه ټاکلې جغرافيايي ساحه کي دکورنيوترچوکاټه پوري دګوښه کېدلو پروسه تعقيب کړي اوورپسې له استعماله ولوېږي چي دانوزماپه فکرديوه لغت ( ويي ) مړينه بايدوبولو. دارکاييکواومتروکولغتونوبياژوندي کول يوه ژبنۍ دنده ده چي ځيني پوهان يې په مينه اومسئوليت سره پالي . علامه رشاد(رح) يوله دغو پوهانوڅخه و، چي دزړولغتونوراژوندي کول او بيرته رواجول يې د پښتوژبي دغناله پاره ګټورکارباله اوپه ټينګه يې پاله .
ارواښاداستادګل پاچاالفت پخپله هغه تقريظ ډوله يادونه کي ، چي د پښتوټولني درئيس په توګه يې دعلامه رشادمرحوم د( لودي پښتانه ) دکتاب په سرکي راغلې ده اوپه هغې کي يې دعلامه استادله خوادزړو لغتونودکارولوپه برخه کي ، سربېره پردې چي داکاريې دافادې د ګرانولوسبب ګڼلی دئ ، بياهم داسي کښلي دي : ٌ ... ښاغلی رشادپه پښتوليکلوکښی دغسی لغاتوته زيات مايل دی اودپخوانوپه شان ځينې زاړه لغات په زاړه ډول استعمالوی ، داکاردځينو مړو يا نيم ژواندولغاتودژوندی کولودپاره ښه دی اوده پکښی همدغه ګټه ليدلې ده . زه داکتاب يودرونداثرګڼم اوخپل ملګری ته ددغه برياليتوب تبريک وايم . ٌ ( ١)
علامه استاد مرحوم چي دمتروکولغتونودژوندي کولوتلاښ کا وه ، حق يې درلود .ځکه که دالغتونه په ورځنيوخبرواترواوليکنوکي کارنه سي اوله استعماله ولوېږي نووروسته مري . زمادخپل ژوند تجربې راښوولې ده يوزيات شمېرلغتونه ، چي ماڅوکاله وړاندي په ليکنوکي لوستل ، اوس يې ان دخپلوښاروالو اولهجه والوپه ليکنو کي لږ وينم اوبېرېږم چي که دابهېر همداسي روان وي ، يووخت به د دغو لغتو دپاتاله پاره لاسونه پورته سي .
زمادمشاهدې له مخي موږ په تېرو دوو درولسيزوکي ( بډای ) او (موړ) لغات په ( شتمن) باندي تري تم کړل ، (يرغل) موپه (بريد) له منځه يووړ ، (ايلچي) موپه (استازي) ورک کړ ، (جنګ) موپه (جګړه) وواهه ، (وطن) موپه (هيواد)نېستي کړ، (غولی) موپه(انګړ) پايمال کړ ، (تاداو) موپه(بنسټ) له بېخه وکيښ ، (ربړه) موپه (ستونزه) پسي واخيستله ، (ليکه) موپه (کرښه) پاکه کړه ، (کوچنيواله ) په (وړکتوب) ووژله ، (جنګيالی) موپه (جګړه مار) ښخ کړ ، ( اخته) (بوخت) او(مشغول) مو په (لګيا) اليش کړل ، (تلاښ) موپه (هڅه) نفی کړ، (کږنه) موپه (غندنه) محوه کړه ، (نجلۍ) موپه (جنۍ) ترپښولاندي کړه ،( کرار) مو په ( ورو) وخوړ، (په) مود(پر) په فتوامسخه کړ اولالګيايو دمسخه کولو او محوه کولودابهېرپسي پالو اوپه ځان نه پوهېږو چي دخپلي ژبي لغوي زېرمه مو د چونګښو د هغه منګوټي په شان ګرزولې ده چي (( يوه وراچوو ، دوې بيرته ځني غورځي )) . دغه معادل لغتونه اوس نويو زلميوته داسي ښوول کېږي لکه داچي يوازني اومعياري لغتونه وي اودا نورغيرمعياري ،بې خونده او پردي لغتونه . ددغو معادلو لغتونو پررنګ وخوند زه هيڅ اعتراض نه لرم خواندېښنه مي ددانورو لغتود مړيني په باب زياته ده .
دلغتونومرګ وژونديوه طبيعي پېښه ګڼلای سو خوکه وساتل سي اوله مرګه وژغورل سي دژبي غناورزياتوي ، دمطالبودافادې وسايل غښتلي کوي اوپراخوي يې او دکلام رنګيني ورډېروي . کاظم خان شيداکه ( رنګين الفاظ) د (شعردپيکر) له پاره ( رخت وزېور) بللي دي ، زماپه خيال د( نثر ) دناوي ښکلا هم ورزياتولای سي اوددغه راز ښکلادجلووتماشه هغه وخت کولای سو ، چي دژبي دکره کولواخلاص دهغې دسوچه کولواومحدودولوپه لېونتوب راڅخه اليش نه سي . ماته چي يووخت پخپل وطن کي دژوندکولو نېکمرغي ميسره وه نومي دڅه مودې له پاره دپښتوترجمې په يوه څانګه کي کارکاوه . هورې موپارسي مطالب اوخبرونه په پښتواړول . دژباړي په جريان کي که به د( اظهارنمود، ابرازکرد ، وانمودکرد، خاطرنشان ساخت ، افزود ، خاطرنشان نمود ، خاطرنشان کرد ، اضافه نمود ، اضافه کرد ) له رنګارنګو عبارتوسره مخامخ کېدلو، يوازي اويوازي موپه ( څرګنده کړه ) يا کله کله ( زياته کړه) ترجمه کاوه . که به مايابل چا دهـغه پرځای ( وښوول ، وښودل ، وويل ، ښکاره کړل) عبارت راووړ ، دنه معياريتوب په ګناه محکومېدی اوپه اصطلاح تصحيح کېدی به .ماته به له خپلي ژبي څخه دلغتونوپردغه رازايستلوباندي هم غوسه راتله اوهم به خواشينی کېدلم . غوسه به په دې راتله چي دمعياريت له علمي مفهوم سره ولي لوبي کېږي اوخپه به په دې وم چي زموږژبه خوله لويه سره دومره خواره لاهم نه وه . داخواري يې اوس ور په پېڅه کوو . د ډبروپه عصرکي موږدانګرېزي ژبي سټون د انواعوله پاره ( ډبره ، تيږه ، سخره ، کرکنډه ، کاڼی ، شګه ، ګوسه ، غرګی ... ) درلودل . اوس د معياريت په هڅه يوازي ( تيږه يا ډبره ) کاروو ، دانور ټول له استعماله ورو ورولوېږي . ګويا په بدويت کي موديوه مفهوم له پاره اووه اته واريانته درلودل خونن په يوويشتمه پېړۍ کي دمتنوعو رنګارنګو لغتونوپه پوجي کولونوکان باسو .
علامه استادمرحوم له دخيلولغتونوسره دومره زياته دښمني نه درلوده . متروک لغتونه يې زياتره په شعرکي کارول اوپه نثر کي يې ددخيلولغتونوپرکارولوصرفه نه کوله . کوم هدف چي استاد مرحوم په څېړنوکي پاله ،لنډه تنګه ژبه ددغه هدف درسولو ترعهدې نسوای وتلای . زه پخپله په سرسره له دغه رازستونزي سره مخامخ سوی يم . مادپښتنوقومونوداتنيکي جوړښت په باب يوه څېړنه کړې وه . دهغې په باب په يوه کتاب کي يادونه هم سوې وه . ماغوښتل چي پخپله يوه بله ليکنه کي خپل استدلال ته دپياوړتياله پاره ددغه کتاب حواله ورکړم خومشکل مي داو چي په کتاب کي دکارول سوي ژبي له اسيته نه پوهېدلم چي زماڅېړنه پکښې تاييدسوې ده که ردسوې ! علامه استادخپله څېړنه په هغه رازژبه کښله چي استفاده ورڅخه عامه کېدلای سوای . خوشعريې بيا دمتروکولغاتودژوندي کولوله پاره وسيله ګرزولې وه . دوی به زماپه فکرداحقيقت په پام کي نيولی و چي دلغتونوپه بابا و انا( نيا) پسي څراغ وپلته رااخيستل دژبي د متخصصينو مشغولا بايدوي . يولغت چي په يوه ژبه کي کي پېړۍ پېړۍ تېري کړي وي ، بايددخپلي ژبي مال يې وبلل سي اودافادې په عمليه کي يې په کارولوباندي څوک ونه شرمېږي .
ماته چي کله دحميدد( نيرنګ عشق) مطالعه ميسره سي ، ډېرخوند پر اخلم اودشعري ښايست و رنګينۍ له خاطره خويې دپښتوژبي او پښتنوله پاره ستروياړبولم . د ښاغلي استادصميم داخبره دزړه له کومي منم چي وايي نيرنګ عشق ٌ زموږمنلي شاعر عبدالحميدمومند په ډېره خوږه اوروانه پښتو مثنوي په خورالوړادبي قوت ژباړلې ده ٌ (٢) خو پر څنګ سمدلاسه داخبره ذهن ته راسي چي آيادغه وياړبه د رنګارنګو دخيلو لغتونوله کارولوپرته زموپښتنوپه نصيب سوی وای ؟ اوپه يوه محدوده ومحصوره ژبه به دغه رازشهکار نړيوالوته د وړاندي کېدو جوګه سوی وای . زه خووايم هيڅکله نه .
استادمرحوم به تل ترنويوجوړونو دزړولغتونوژوندي کولوته ترجيح ورکوله . دی دنويوجوړونوپه اړتياپوه و اوداکاريې دننۍ نړۍ دعلمي پرمختګونواوورسرسم يې دنويوساينسي اوسياسي اصطلاحاتو د منځ ته راتلودبهېردچټکتيا له خاطره يوژبنی ضرورت ګاڼه اوپه دې لارکي يې اخيستل سوي ګامونه په کلکه څارل . زماپه ياددي يووخت يې په تيلفوني خبروکي راته د(چارواکي) نوې جوړه سوې کلمه خورا ډېره وستايله . خوپخپله يې دلغت جوړونوپه برخه کي عملي برخه نه اخيستله . مسلمه خبره ده چي په دې برخه کي يې تربل هرچاهم علمي صلاحيت درلوداوهم کفايت . نوداکاريې ولي نه کاوه؟ ځکه يې نه کاوه چي استادمرحوم دژبنۍ زېرمي دبډايولوله پاره پخپل علمي وادبي فعاليت کي ځانته اولويتونه Preiorities ايښي وو اوپه هغوکي له لهجوڅخه د لغتونواخيستل اوبابول اودمتروکولغاتودوهم وار رواجول ددوی د مثمرکارپه سرکي راغلي وو .
زماپه فکرعلامه استاد(رح) دابل حقيقت هم په پام کي نيولی و ، چي دنړۍ دژبودپرمختياپړاوونه دهري ژبي پخپل ځانګړي علمي وادبي وتاريخي دريځ پوري تړلي دي . ځيني ژبي دپرمختياپه داسي يوه پړاوکي وي چي دليکدوديووالي اوتجانس ته يې ترهرڅه وړاندي بايدچاره وسنجول سي خوځيني بياتردې پړاوقرنونه وړاندي تيري سوي دي . زه خووايم که يوڅوک دخپلي ژبي دليکدودپرتوحيدباندي کارته اړتيااحساس کړي ، ځان اوخپله ژبه بايدورته سپکه ونه ايسي .
موږزياتره وختونه ددغه رازحقارت ښکارسوي يو اوپه نتيجه کي موادبي وژبنيوغټبازيوته لاس اچولی دئ . دنړۍ له ډېروپرمختلليو اوبډايوژبوسره مودسيالۍ اوبرابرۍ غيرواقعبينانه ادعاوي سرکړي دي . په داسي حال کي چي دژبوپرمختيااوسمبالتيا دهغې دويونکوله پرمختګ اوسمبالښت سره سيده اړه لري . دپښتوژبي دبشپړتيا او کره تياله پاره دنوروژبوله تجربوڅخه ګټه اخيستل يومعقول اوپرځای عمل دئ خوهره تجربه بايددخپلي ژبي دواقعي حالت په پام کي نيولوسره تطبيق سي . داسي کالی په واغوستل سي ، چي پرتن يې برابروي . داقانون دټولني دژوندانه په ټولواړخونوکي جاري و طاري دئ . که يوملت پخپله خاوره کي اورګاډی ونه لري اوواکمنان يې له نورودولتوسره دسيالۍ په انګېزه داټومي پروګرام دتطبيق په سوچ کي سي ، زماپه فکربه يې هم ځان خطاايستلي وي هم نور. خپله ژبه هرچاته هم خوږه وي هم اصيله . دچاخبره ( کارګه وايي زماسپينککيه زويه ، جږګی وايي زماپستکيه زويه ) . په دې لړکي دپښتوانکشاف و انحطاط ، خوږوالی وتريخوالی،زيږوالی ونرموالی ، پرمختګ و شاته تګ ، بډايي ونېستي پخپله په پښتنواړه لري په بل هيچااړه نه لري . دهغې دغنااوبډايۍ له پاره که څوک دپښتودخپل واقعي حالت له په پام کي نيولوپرته دنړۍ دنوروډېروپرمختلليو ژبودانکشاف پړاوونه د سوټي په زورپرخپله ژبه باندي تطبيقوي ، نتيجه به يې هغه راز وي لکه زموږسوسياليسټانواوسويټيسټانوچي دافغاني ټولني د وړاندي بېولوله پاره دپخواني شوروي اتحاد نسخې ټکي په ټکي عملي کول غوښتل اوپه نتيجه کي يې هيوادله اوسنيو سياسي و ټولنيزو مصيبتونوسره مخامخ کړ . دلغت جوړوني خبره بايددژبي ماهرانوته پرېښوول سي خوپه ژبه کي په مروجو دخيلوياغيردخيلو اخښلو بخښلولغاتوباندي بايدپه دې خندنۍ پلمه لاس ونه وهل سي چي ګويا ، داکارايرانيان هم کوي ، المانيان يې هم ، .... ، ځکه يې موږ هم بايدوکړو ! دهرچا اوهري ژبي اولويتونه توپيرسره لري اوداهغه خبره وه چي علامه استاد(رح)هروخت پرې ټينګارکاوه . په ( افغان ولس ) نومې مجله کي ددوی له خولې څخه پررانقل سويو خبروباندي زه هم شهادت ورکوم چي ويلي يې دي ٌ ... دنوولغاتوضرورت زه هغه وخت احساسوم چي موږټولي لهجې راټولي کړي وي اوددې څخه نورمايوس يوچي په لهجوکي نورڅه نه دي پاته اويافرضاً ادب موټول داسي ذکرکړی وي ، بيان کړی مووي ، چاپ کړی مووي ، دخلکوپه لاس مو ورکړی وي ، چی هيڅ نه وي پاته ، نواوس موږوضعي ته ضرورت لرو . نوترهغه وخته چي موداکارنه وي کړی ، دنوي وضعی له پاره قدم اخيستل تقريباً دژبي پردغه برخه باندي چي داپه لهجوکي ساتل سوې ده ، يوظلم دئ . ٌ (٣) زه به دومره پرزيات کړم چي له ( نوي وضعي ) څخه داستاد(رح) مراد دمروجولغتونوله پاره وضعه کول دي . نوي ساينسي وفني وعلمي اصطلاحات له دې حکمه څخه مستثنا دي .
زموږدمنلي استادپوهانددوکتورزيارصاحب دخولې خبره ده چي وايي ٌ ... دلري اوبري پښتونخوايوه سيمه اوخېل اوزی رانه پاتې نه دی چي څه له پاسه دوه سوه کتابچې مي پرې (٤)ډکې کړې دي . د پښتووييپانګې دويمه برخه ( زړه پانګه ياارکاييزمونه ) څېړاند دوست اواستادصميم خپاره کړي اونوې پانګه يانيولوجيزمونه هم ماپه يولس زريزسيندګي کې له چاپه راکښلي .... ٌ (٥) . خو د خواشينۍ خبره داده چي دغه ستره زړه پانګه همداسي ﻻس نه وهلې په کتاب کي بندي پاته ده اوڅوک يې دژوندي کولواورواجولوهڅه خو پرېږده ، د کارولوتوصيه لاهم نه کوي . زموږډېر زورپر نيولوجيزمونو دئ اوبس همدامودژبي دکره کېدني تاداوګرزولی دئ . علامه رشاد(رح) زړې پانګي ته ډېره پاملرنه کوله په تېره بياپه شعرکي . او داپاملرنه يې يوازي دخپلي لهجې پانګي ته نه وه بلکي دپښتوټولي لهجې يې په پام کي وې . طبيعي ده چي په دې لړکي يې دخپلي لهجې زاړه لغتونه ډېرکارولي دي . مايووخت په يوشعر کي ( دوړدوړکه ) استعمال کړې وه . علامه استادسمدلاسه دعبدالقادرخان خټک دا بيت راته ووايه، چي په هغه کي شاعرد( بړبوکۍ) ويی دکندهارۍ لهجې ( دوړدوړکي ) له پاره راوړی دئ :
که سفله څښتن دجاه شي په داڅه شو؟
په معنی بړبوکۍ پــــــــورته کړخسړی
اوورپسې يې ددغي کلمې په باب مشرح تفصيل ورکړ اوزياته يې کړه : دعبدالقادرخان خټک په کندهارچاپ دېوان کي داکلمه ( بړبوګۍ) ثبت سوې ده . په پخوانيوخطي نسخوکي ګاف هم دکاف په شکل ليکل کېدلی او دبړبوګۍ په ثبت وضبط کي دغي قاعدې اغېزه کړې ده . ماته يې دبړبوکۍ داستعمالولوتوصيه هم وکړه .
بل وخت يې د( تړمي ) او ( کوشير) کلمې راته تشريح کړې اوويې فرمايل : داکلمې زموږاوستاسي په کندهارۍ لهجه کي نه کارېږي ، زده يې که اوپه ليکنه کي يې استعمالوه .
زمايقين دئ چي دژبوداطلس دبرابرولو په باب دساحوي ريسرچ په ترڅ کي به دسيمه ييزولغتونولويه برخه ،چي په ټاکلې جغرافيوي محدوده کي ايسارپاته دي ، ثبت سوي وي . په دې کي به ډېرداسي لغات هم وي ، چي نن يې معادل نيولوجيزمونه کارېږي . کاشکي ددغولغاتودخپرېدوله پاره هم هڅي سوي وای اويوازي په کتابچوکي يې په ثبت بسنه نه وای سوې .
په دې ترڅ کي مي يوه بله ديادوني ضمني خبره هم پرزړه باندي راغله اوهغه دژبوداطلس دبرابرولوپه برخه کي ديونسکواوافغاني ټيم دکار او فعاليت په باب ده . موږته داخبره معلومه ده چي په دغه افغاني ټيم کي يوفعال اوهڅاندغړی پوهانددوکتورزيارواودده پرڅنګ دټيم نوروغړو ارواښادالهام ، ډاکټرعبدالرازق پالوال ، استادحبيب الله پښتون زوی جاج ، استادپوهندوی نوراحمدشاکر اواستاد بايزيد اڅک هم شامل وو اوپه مينه وجديت سره يې خپلي څېړني مخ ته بېولې . ددې ټيم له غړوڅخه له نېکه مرغه دوکتورزيار ، ډاکټرپالوال ، استادبايزيداڅک،استادپښتون زوی ژوندي دي .استاد پوهندوی شاکرپه کاناډاکي اوسي ،په فزيکي لحاظ ژوندی دئ خوله بده مرغه داسي ناروغي په پوري ده چي درغېدلواميديې لږدئ (٦) . موږله دغو ښاغلوڅخه ټينګه هيله لروچي دخپلوکلونوکلونوزيار اوکړاوپه باب راتلونکي ځوان نسل ته معلومات ورکړي . زموږهيواد دحوادثو اوتوپانونو مېنه ده . خدای مه کړه ددوی ارزښتمن زياردتوپانوڅپې له ځانه سره يونه سي اوتري تم يې نه کړې اويا سبايې بل څوک دځان مال ونه ګڼي .
دعلامه استادرشاد(رح) دليکني اوتدريس په ژبه دده هرشاګرد او لوستونکی پوهېدی اوپوهېږي . دده شعر دزړواومتروکولغاتونوسره سره هرچاته خوږ اودپوهېدلووړو اودئ . دده په زرګونوشاګردانوکي څوک يوتن لاهم نسي موندلای چي ودي وايي : زه داستادپه تشريح اولوست نه پوهېدلم . دده دافادې ستاينه دهرچاپرخوله وه . داولي ؟ داځکه چي دده ژبه له پښتانه قامه څخه پردۍ نه وه . له بده مرغه نن پښتانه دهغي ژبي په پوهېدلوکي مشکلات اوستونزي لري ، چي د (کره) په نامه ورښوول کېږي .
علامه استادرشاددي پاک خدای وبخښي اوددوی کاردي تل د پښتنوزلميودلاري مشال وي (٧) .
محمدمعصوم هوتک
اوکويل ـــ کاناډا
٢ نومبر ٢٠٠٥ ع

(١) رشاد ـــ عبدالشکور ــ لودي پښتانه ـــ (ب) مخ ، پښتوټولنه ــ ١٣٣٦ ش
(٢) دعبدالحميدمومندکليات ـــ (پينځه) مخ ـــ دانش خپرندويه ټولنه ـــ ١٣٨٣ ل .
(٣) افغان ولس مجله ـــ شپږم کال ـــ لومړۍ ګڼه ـــ ٤٢ مخ . دلمبې مجلې د١٣٨٣ ل کال د٤ ـــ ٥ ګڼې په حواله .
(٤) داشمېره په ( استادزيارــ دپښتني فرهنګ يوځلاندستوری) نومي اثر ، ١٤٩ مخ کي ( ١٠٤ ) بلل سوی دئ .
(٥) افغان ولس مجله ـــ شپږم کال لومړۍ ګڼه ــ ٩٩ مخ
(٦) پوهندوی نوراحمدشاکر ددې مقالې ترليکلوڅه دپاسه يوکال وروسته د٢٠٠٦ع کال دجنورۍ په ١٢مه دپنجشنبې په ورځ په ټورنټوکي مړاودافغانانوپه هديره کي ښخ سو .
(٧) داليکنه په کندهارکي دعلامه رشاد(رح) دلومړي تلين په مراسموکي ګران سعيدلودين ولوستله اوپه کندهارمجله څلرم کال ، پنځمه اوشپږمه ګڼه ( لېندۍ ، کب ـــ ١٣٨٤ ل )کي چاپ سوې ده . ددغه تلين په مراسموکي ما (هوتک) له بده مرغه ګډون ونسوکړلای .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery