ژبپوهانودانسانانودبېلابېلونژادونو، قومونواوملتونوژبي سره مقايسه کړي دي اوهغه يې
پرکورنيوباندي سره وېشلي دي . دژبودې رازمقايسې ته comparative methodوايي . ددې
مقايسې په نتيجه کي دوی ته څرګنده سوې ده چي په ځينوژبوکي لغتونه يوله بل سره ورته
ښکاري او له دې څخه داسي نتيجه راباسي چي داژبي په يوه واحده ژبنۍ کورنۍ پوري اړه
لري . دوی هڅه کوي چي ددې ژبنۍ کورنۍ مبداء ژبه پيداکړي . دغه مبداء ژبه زياتره
فرضي hypothetical ژبه وي ځکه دهغې دسته والي دثبوت له پاره پوره اندازه ليکلي
موادپه لاس کي نه وي (١) .
په ژبنيوکورنيوکي يوه دهندواروپاييIndo-European ژبوکورنۍ ده . دهندواروپايي
ژبومفهوم واردواره دووتنووروڼو جرمن ژبپوهانو ويليام ګريم اوجيکب ګريم نړۍ ته اعلان
کړ. په دې وروڼوکي جيکب ګريم ديوقانون پرکشف باندي بريالی سو، چي وروسته دګريم
دقانون په نامه مشهورسو(٢) .ګريم پخپل قانون کي وښودله چي انګليسي ، جرمني ،لاتيني
اوداروپاډېري نوري ژبي په يوه کورنۍ پوري اړه لري اودا کورنۍ وروسته دهندواروپايي
کورنۍ په نامه ياده سوه . پوهانو ته لا داخبره ښه پوره معلومه نه ده چي دهندو
اروپايي ژبو مبداء چيري ده (٣). پښتودهمدې کورنۍد آريانۍ څانګي په ختيځ ښاخ اړه لري
.