مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لومړى څپركى  (د نادرشاه افشار د فيوډالي دولت بڼه ) 

نـــادر د واك پـه جــوش كــې:
د اتلسمې پېړۍ څلورمې او پنځمې لسيزې د نادرشاه افشار د واكمنۍ له مهال سره برابرې دي، هغه دوران چې له فيوډالي وحشيانه ګټه اخيستنو، لوټونو او د خلكو له نېغ چپاو، مالياتي او ملي ستم، غوسه ناكو ځورونو او نورو ورانوونكو او وحشتناكو وژنو سره مل و.
آذرباييجان، ايران، ارمنستان، افغانستان، هند، منځنۍ اسيا او ګرجستان په خپل تاريخ كې تر تېمور وروسته داسې دوره په ياد نه لري.
نادر افشار چې د اتلسمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي د ټولنيزو، اقتصادي او سياسي عواملو زېږنده و، د همدې پېړۍ د دويمې ربعې له پيله د افغانانو او تركانو پرضد د ايراني خلكو په پاڅونونو كې په مستقيم او فعال ګډون سره خپل استعداد وځلاوه او په ايرانيانو كې يـې له ايران څخه د يرغلګرو په وتلو سره ملي نوم وموند.
له شك پرته، نادر د خپلو سياسي فعاليتونو له پيله حريصانه هدفونه درلودل، خو د پرديو يرغلګرو په ايستلو سره يـې په ايرانيانو كې اعتبار او نفوذ ډېر شو، همدا ټكى سبب شو چې په 1737م كال يـې په مغان دښته كې د اووه كسيزې فيوډالي شورا په تشكيل كې دتاج كښېگښودنې كومېډي ترسره كړه او تر هغه وروسته يـې د نادرشاه په توګه د ايران پر سلطنتي تخت تكيه ووهله.(1)
د نادرشاه حكومت نظامي فيوډالي استبداد يوه بېلګه وه، چې د پاچا حاكميت كومه پوله نه پېژنده، د شاه سلطنتي شورا چې له لوى وزير، قورچيباشي، قولرآقاباشي، اېشيك اقاسي باشي، تفنګچي باشي، دېوان بېګي او د ليكنو له وكيل څخه جوړېده، د صفوي شاهانو پر مهال يـې هم وجود درلود. نه يوازې يـې ډېر واك نه درلود، بلكې نادر د پاچايۍ په هماغه پيل كې ددې ټكي په څرګندولو سره چې (غواړي له كوم شريك پرته حكومت وكړي) دا شورا په عمل كې له منځه يووړه.(2)
نادر د هغو يرغليزو جګړو په نتيجه كې چې د اتلسمې پېړۍ په څلورمو او پنځمو لسيزو كې يـې ترسره كړې، ونه شول كړاى ارمنستان، ګرجستان، آذرباييجان او د خېوې او بخارا خان مېشتې سيمې، د منځنۍ اسيا، افغانستان، بلوچستان او د مغولي هندوستان ټول شمال غربي ولايتونه او خان مېشتې سيمې په خپل دولت كې ګډې كړي.
ددې هېوادونو ځينې برخې د نادرشاه د دولت په ايالتونو بدلې شوې وې، نورې پاتې هغه هم د (واسالي) هېوادونو په توګه اداره كېدلې.
د نادرشاه دولت د ناپايداره نظامي فيوډاليزم اتحاد و، چې په هغه كې اقتصادي ژوند، خلك او هېوادونه نه سره تړل، هېوادونه او خلك چې د تېر تاريخ او فرهنګ له مخې يي يو له بله توپير درلود. په زور، مړينې او غوسه ييزو چلندونو سره تړل شوي وو، د يوه فيوډالي دولت په اډانه كې د بېلابېلو هېوادونو مصنوعي پيوند: د پرديو د توند ستم، د بېرحمانه فيوډالي استثمار، مذهبي څارنو او خونړيو استبدادونو سبب شوى و.
همدغه عمده لاملونه وو چې په نيول شويو هېوادونو كې يـې د خپلواكۍ مبارزې وپارولې، دغو مبارزو د نوموړو هېوادونو پر توليدي ځواكونو ژور منفي اغېز وښانده او د هغوى فرهنګي او اقتصادي بهيرونه يـې ودرول.(3)
د نادر اقتصادي سياست او پرضد يې د خلكو راپارېدنې:
"نادر په داسې حال كې چې په خپل ټول ځواك يـې خپل حكومت ځواكمناوه، د سيمه ييزو نظامي مشرانو حقوق يې محدود كړل او سلطنتي او دولتي ځمكې يـې ( له فيوډالانو څخه د دولت له خوا د ورسپارل شويو ځمكو په اخيستنو) سره زياتې كړې، هغه د نظامي مشرانو او لوړ پوړو مامورينو د سياسي او اقتصادي موقعيت او نفوذ د كمزورولو او په مركز پورې يې د تړلو لپاره د "شيعي" روحانيت لوړ قشر متزلزل كړ، همداراز دغو يرغليزو جګړو به چې بزګران يـې تباه كول، د فيوډالانو پانګه په خپل وار كموله، د حاكمې طبقې ډېره برخه چې د نادر له سياسته ناخوښه وه. ( په كراره) د هغه پر مخالفې ډلې بدله شوه."(4)
خو خلك هماغسې دتېر په څېر بې حقوقه او د مالياتو وركوونكو په سيمو پورې تړلي وو او نه يـې شول كولاى چې په آزاد ډول خپل استوګنځي پرېږدي، دوى به غالباً د نادر په فرمان بېلابېلو سيمو ته كوچېدل.(5)
د نادر د حكومت اقتصادي بنسټ د نورو فيوډالي ټولنو په شان كوچني كرګري واحدونه او د كسبګرو لږ توليد و.
د بوروكراسۍ لويه دستګاه او څو لس زره كسيز ګوند چې د دولتي ځمكو د ډېرېدو او پر له پسې جګړو له كبله زيات شوى و، په خپل ټول دروندوالي سره د خلكو ، په ځانګړي ډول د بزګرانو پر اوږو فشار وارداوه او د هغوى لپاره ساتل كېده. د بزګرانو لپاره تر ټولو سخت كار د خوراكي موادو، وښو، جامو او جګړه ييزو وسيلو برابرول وو، دا ماليات به هرځل زياتېدل او كله كله به دا درانه ماليات د سپاهيانو له خوا ټاكل كېدل او اخيستل كېدل.
خلك، په ځانګړي ډول بزګران چې په پيل كې يـې له نادر سره د پرديو يرغلګرو پرضد مبارزه كې مرسته كړې وه او بيا يې د سلطنت پر تخت كښېناوه، هيله من وو چې له خپل هېواد څخه به يـې د پرديو په ايستلو سره په مالياتو كې كمى راشي او ژوند به يـې ښه شي، خو پر يرغلګرو د ايرانيانو په بري سره نادرشاه او صفوي طهماسب نه يوازې ماليات ټيټ نه كړل، بلكې برعكس يـې نااټكل شوي بېلابېل باج و خراج هم وضعه كړل او لښكرو ته يـې د خوړو برابرول هم ورزيات كړل.
په دې توګه كرګري اقتصاد زيانمن شو او پر نېستمنو بزګرانو بېرحمانه فشار راغى.
نادر پر كندهار د لښكركښۍ پر مهال په كرمان ولايت كې د مالياتو په راټولونه كې دومره زياتى وكړ، چې دا ايالت تر اتو كلونو پورې له قحطۍ سره لاس و ګرېوان و. يوازې لوږه ددې سيمو بدمرغي نه وه، بلكې د باروړونكو حيواناتو او څارويو د نشت له كبله د كرمان ولايت ښځې او نارينه اړ شول چې د نادر اتيازره كسيز لښكر ته له سيستان څخه غلې دانې ولېږدوي.(6)
د نادر يرغليز سياست د دولت له خوا د ناوړه ګټه اخيستنې، د بې حسابه مالياتو د اخيستنې او د بزګرانو د مالونو د لېږدونې او د كورونو د ورانۍ سبب شو او دا كار د نادري دولت د ظمونو پرضد د خلكو د بې ځنډو پاڅونونو لامل شو.
عام وګړي له خپلو استوګنځيو څخه وتښتېدل او له مالياتو وركولو څخه يـې ډډه وكړه، همدا راز د خپلواكۍ لپاره ملي پاڅونونه هم وشول. د اتلسمې پېړۍ په پنځمه لسيزه كې هغه هېوادونه چې په زوره د نادر په دولت پورې تړل شوي وو، له لوى پاڅون سره مخامخ شول، ان د اتلسمې پېړۍ د څلورمې لسيزې له پيله د فيوډالي ګټه اخيستنې پرضد په ډېرو سيمو كې د خلكو مبارزې څرګندې شوې.
ددې دورې له سرچينو څخه ښكاري، چې بزګران او كوچي خلك به چې د ملاماتوونكو او ورانوونكو مالياتو تر فشار لاندې كمزوري شوي وو، دخپلو استوګنځيو تر پرېښودلو وروسته د نورو سيمو له پاڅون كوونكو سره يو كېدل او يا به په غرونو كې پټېدل او لاروهونكې ډلې به يـې جوړولې.(7)
د "عالـم اراى نادري" نومي كتاب ليكوال كاږي: په 1150 هـ 1737-1738م كلونو كې مرو ايالت (د بنديانو د زړونو په شان) تش او غلى و. هلته نه كوم كور پاتې و، نه هم سړى.(8)
همدغه ليكوال په بل ځاى كې وايي: كله چې عليقلي خان د سيستان د پاڅون د ځپلو لپاره (1746-1747م) كال سيستان ته ننوځي، په حيرانۍ سره ويني چې: كلي او ښارونه له خلكو تش دي.
ځكه ډېرو خلكو د شاه د درنو مالياتو له كبله خواجه نومي غره او كليو ته پناه وړې وه.(9)
د نادري حكومت د مالياتي ستم پرضد يوه مبارزه له (دروغو مدعيانو) څخه د خلكو ملاتړ و، ددې دورې په سرچينو كې له (دروغو) مدعيانو څخه ميرزا زينل، اصلان ميرزا، صفي ميرزا او نور د اتلسمې پېړۍ په څلورمو او پنځمو لسيزو كې ياد شوي دي.(1)
په افغانانو، ازبكانو، تركمنانو، بلوڅانو، ګرجيانو او ارمنيانو كې ملي او استبدادضد لومړني پاڅونونه زيات شول. ځكه دا خلك په ډېر بد حالت كې وو. دوى د سيمه ييزو فيوډالانو له خوا استثمارېدل او د نادر د دولت له خوا ځورول كېدل او تر مذهبي څگـارنو لاندې راتلل.
د نادر پرضد د افغان فيوډال قشر لومړنى خپلواكۍ غوښتونكى پاڅون په هرات كې د ذوالفقارخان ابدالي په مشرۍ په 1730-1731م (1143هـ) كې ترسره شو.
وروسته د تركمنو، تكه وو، ساروقو، ايرسارو او نورو قبيلو له خوا په خراسان كې په 1734م كال او په همدې كال نور پاڅونونه هم ترسره شول.(11)
د مالياتي ستم له كبله د كرمان خوځښت په 1733 كال په يوه لوى پاڅون بدل شو، په همدې كال د همدې سيمې "لارو" خلك هم اوچت شول او ددې ايالت حاكم محمدخان يـې وواژه، په قزوين او ګېلان كې هم پاڅونونه وشول. پر وړو پاڅونونو سربېره په فارس او د فارس خليج په ساحلونو كې هم په 1733م كال يو لوى پاڅون پيل شو، چې مشري يـې د شيخ احمد مدني پر غاړه وه، چې شلو زرو سُني مذهبو عربانو يـې ملاتـړ كاوه.
په همدې كال د بلوچستان له فيوډالانو څخه يو تن محمدخان بلوڅ د خليج له پنځگـلسو زرو بلوڅو سره د (آو) قوم له ملاتړ څخه برخمن شو، دوى د خليج له خولې د هند تر پولو غزېدلي وو.(12)
د 1734م كال په پاى كې د ملي پاڅون د مشرانو: شيخ احمد او وروسته محمدخان بلوڅ په نيول كېدو سره دا پاڅون سره وپاشل شو.(13)
نادر، فيوډالي پاڅونونو ته دومره په اندېښنه كې و، چې كندهار ته يـې تر لښكركښۍ وړاندې په ايران كې خپل زوى رضاقلي ميرزا قايمقام ته لارښوونه وكړه چې :"يو بشپړ لښكر تيار كړي او له ځان سره يـې وساتي، داسې لښكر چې د يوې مياشتې په موده كې هر ښار ته حاضر شي".(14)
تر هغه مهاله چې نادر له يرغلګرو څخه د ايران د خپلواكۍ لپاره جنګېده، نو د ايران ملت يـې هم د زړه له كومې ملاتړ كاوه او هر ډول قربانۍ ته چمتو و، خو كله چې ايرانيانو له خپلو پولو يرغلګر ترشا كړل او خپله ټوله سيمه يـې خپله كړه او نادر يوازې د خپلې سيمې د پراختيا په هوس جنګېده، ښكاره خبره ده چې خلك دې ډول ناعادلانه جګړو ته چمتو نه وو، بلكې هيله يـې درلوده چې ډېر ژر يـې هېواد ته سوله راشي، چې وكړاى شي په ډاډه زړه خپلو اقتصادي او كرګري چارو ته دوام وركړي.
خو نادر چې كله د ايران پر سلطنتي تخت تكيه ووهله، سره له دې چې د هرات او تركيې له ابداليانو او هغو هوتكيانو سره چې پر ايران واكمن شوي وو جګړې روانې وې او ايران يـې ډېر نېستمن او وران كړى و، نادر ورځ په ورځ د سيمې د پراختيا په هوس د مالياتو پر څومره والي او د هغو پر اصولو سختۍ زياتې كړې.
د "نادرشاه" نومي كتاب ليكوال لكهارت د نادر له ستاينې سره سره د هغه د يرغليز سياست په اړه ليكي :"نادر د عامو خلكو ښه والي ته پاملرنه نه درلوده، يوازې يـې د خپلې امپراتورۍ پراختيا ته پام و او د هېواد خلكو ته يـې يوازې ددې لپاره پاملرنه كوله چې پيسې او نورې اړتياوې ترې لاسته راوړي، كله چې يـې د ايران پر سلطنت تكيه ووهله، د هرات له عثمانيانو، ابداليانو او هوتكيانو سره "پر ايران تر تسلط وروسته" اوږدو جګړو خلك ډېر نېستمن كړي وو.
سره له دې چې نادر د هندوستان له فتحې څخه له مليونونو تومانونو سره راستون شو او كولاى يـې شول ډېر كلونه د ايران خلك له مالياتو معاف كړي، خو هغه خپلې ډېرې پيسې بېځايه ولګولې ( البته تر مړينې وروسته) او د مالياتو وضعه يـې نوره هم تونده كړه، بزګران او كليوال خلك د مالياتو او نادر ته د جګړه ييز ځواك برابرولو له لاسه پر ملا مات شوي او په تنـګ شوي وو.
د حيرانۍ خبره ده: داسې تېزهوښه سړى څنګه پوه نه شو، په خپلو دغو كارونو هغه مرغه چې د سرو زرو هګۍ اچوي له منځه وړي؟"(15)
هو! دا مرغه چې (د سرو زرو هګۍ) يـې اچولې، هغه ملت و، چې پرته له دې چې د (شاه) له لاسه ارامه ساه واخلي، د سرونو او مال په قربانۍ سره يـې له نادرقلي څخه نادرشاه جوړ كړ.
د نادر د درنو مالياتو د فشار او پر له پسې جګړو له كبله تشلاسي بزګران اړ شول چې دده د سياست او واكمنۍ پرضد له هرې څنډې د نيوكې اوازونه اوچت كړي.
د نادر تالانګرې لښكركښۍ چې غوښتل يـې د فيوډالي طبقې د پانګې لږوالى، چې د بزګري توليدي واحدونو د پاشلتيا له كبله رامنځته شوى و، جبران كړي، چې دا دده د هېواد د اقتصادي پاشلتيا سبب شو.(16)
د نادر بريمنو جګړو چې ډېر لګښتونه ورباندې راتلل، د خواريكښو پراخ قشرونه خوارول. په زور سره د بېلابېلو خلكو اېلول او پر هغو حكومت كول، له خواريكښو سره زياتى، وحشتناك ترورونه، د خلكو د خپلواكۍ غوښتنې مبارزې: د ايران او ګاونډيو هېوادونو د توليدي ځواكونو د زوال سبب شوې.
نادر د اتلسمې پېړۍ د پنځمې لسيزې له پيله تر هغه مهاله چې ووژل شو(1747م كال د جون نهمه) په خپله ټوله سيمه كې يوه ورځ هم د خپل غوسه پاروونكي سياست پرضد د خلكو له پاڅونونو او مقابلو څخه وزګار نه شو، دې كار يـې پر اعصابو او اروايي وضعې ډېر فشار راوړ.
څـگرنـګگه چې د خپل سلطنت په پاى كې په توند فكري اختلال اخته شو، په دې توګه يـې خپل چلند نور هم توند كړ او د لوړرتبه مامورينو وژلو او بندي كولو ته يې زور وركړ.
ان د نادر نژدې خپلوان هم د ( ذاتي مينې) له كبله له پاڅون كوونكو سره يووالي ته چمتو شول، په سيستان كې به د نادر د وراره عليقلي خان اردوځاى ته خلك راتلل، د نادر د وحشت پاروونكو اقداماتو په اړه به يـې ورته خبرونه راوړل، كله چې عليقلي خبر شو د ورور ابراهيم خان مالونه يـې ضبط شوي او پر ده باندې هم سل زره تومانه ماليات وضعه شوي دي. نو تصميم يـې ونيو د سيستان له پاڅون كوونكو سره يو شي. د هغې وېرې او وحشت پرضد چې نادر هرځاى خپور كړى و، د ايران، بلوچستان، افغانستان، مرو، خبوشان او د نورو ځايونو خلكو پاڅون وكړ.
د لومړي څپركي سرچينې:
1. دولت نادرشاه افشار: د م. ر. ارونووا. ك. ز اشرافيان ليكنه د حميد مومني ژباړه، د تهران پوهنتون چاپ، 1352ل كال، 66 مخ. تاريخ نادرشاهي: محمدشريف تهراني وارد، د رضا شعباني په زيار، 1349ل كال، تهران، 67 مخ.
2. دولت نادرشاه افشار: 115 مخ.
3. همدغه اثر: 213 � 307 مخونه.
4. // : 303 مخ.
5. // : 166 � 167 مخونه.
6. لكهارت، نادرشاه: د مشفق همداني ژباړه، تهران چاپ، 1331ل كال، 156-159 مخونه.
7. دولت نادرشاه افشار: 165-167 مخونه.
8. محمد كاظم: نامه عالـم اراى نادري، لومړى ټوك، 1962م كال چاپ، مسكو، تر 68 مخ وروسته. دولت نادرشاه افشار:166 مخ.
9. محمد كاظم: همدا اثر، درېيم ټوك، 1966م كال، چاپ، مسكو 466مخ.
10. مهدي خان استرآبادي: جهانكشاى نادري، د عبدالله انوار په زيار، 1342ل كال چاپ، تهران، 21 � 25 مخونه. دولت نادرشاه افشار: 169 مخ.
11. دولت نادرشاه افشار: 170- 171 مخونه. محمدكاظم: لومړى ټوك، 232 � 241- 247 مخونه.
12. همدا اثر: 171 � 172 مخونه.
13. // : 172 � 177 مخونه. نادرنامه (تاريخ شاهنشاهي) 31-39 مخونه.
14. دولت نادرشاه افشار: 179 مخ.
15. لكهارت: نادرشاه، 237 مخ.
16. دولت نادرشاه افشار: 288مخ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery