مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دويم څپركى   ( پر افغانستان د نادر افشار لښكركښۍ )

د خـراسـان د پـاڅونونو ځپـل او د هرات خـلاصـون:
كه څه هم د نادر له خوا د مشهد خلاصون، شازاده طهماسب د نادر تر اغېز لاندې راوست، خو په بدل كې يـې د نادر پرضد د هغه د وزيرانو دښمني راوپاروله او هغوى به له لږ فرصت څخه هم د شازاده د ذهن پارولو لپاره كار اخيسته، اخر يـې شازاده اړ كړ چې خپلو حاكمانو ته د استرآباد په ګورګانو، مازندرانو او نورو سيمو كې لارښوونه وكړي چې د نادر پرضد د هغوى مرستندوى شي، ان ځينې تاريخ كښونكي كاږي چې د نادر پرضد يـې د محمود كياني مرسته هم جلب كړه.
ملك محمود سيستاني (لومړنى سيمه ييز واكمن) چې كله په (1722م) كال كې وليدل چې خلكو په هرات او كندهار كې پاڅون كړى او له صفوي دولت څخه يـې خپله خپلواكي ترلاسه كړې، همداراز شاه محمود هوتك هم د ايران تر زړه پورې پرمخ تللى دى، نو هغه هم د صفوي دولت پرضد اوچت شو او د اوسني خراسان ولايتونه يـې د صفويانو له شتون څخه پاك كړل او په خراسان او سيستان كې يې خپل خپلواك حكومت اعلان كړ. خو په خراسان كې تر پنځه كلن دولت وروسته د نادر له پاڅون سره مخامخ شو، ځكه نادر يو وخت د ملك محمود له لاسه يوه څپېړه خوړلې وه او له دندې شړل شوى و، د شازاده طهماسب په نوم يـې پر مشهد بريد كړى و، تر مشهد دباندې يـې تر سختو خونړيو جګړو وروسته له نادر څخه ماتې وخوړه او تسليم شو، نادر د طهماسب ميرزا په شفاعت هغه د مشهد روضې يو ګوښه نشين كړ او د هغه ټول كارونه يـې ترڅارنې لاندې ونيول.
پر همدې مهال د كُردان په خبوشان كې د نادر پرضد اوچت شول، خو نادر هغه وځپل، شازاده اړ شو چې له نادر سره په نرمۍ چلند وكړي او په هغه پسې مشهد ته روان شي. نادر د 1139 هـ (1727م د مارچ 21مه) په نوروز كې مشهد ته د طهماسب ميرزا د راتلو تود هركلى وكړ او امر يـې وكړ چې ددې خوښۍ له كبله دې يوه اوونۍ په ښار كې مجلسونه او جشنونه جوړ شي، د طهماسب ميرزا د هركلي مراسم پايته نه وو رسېدلي، چې كردانو بيا د پاڅونونو بيرغونه اوچت كړل، چې د مرو تاتاران او تركمنان هم ورسره يو شول او يو لوى ځواك يـې جوړ كړ. د نادر ورور ابراهيم خان يـې په خبوشان كې محاصره كړ.
دغه پاڅون د نادر له خوا غلى كړاى شو، خو نادر چې كله مشهد ته راستون شو، د خبوشان د پاڅون اور بيا بل شو. ځينې تاريخ كښونكي په دې اند دي چې دغه پاڅون د طهماسب ميرزا په هڅونه ترسره شو او د ساعدلو كردان هم د "كوكرلو" له پاڅون كوونكو سره يو شول. خو نادر ډېر ژر ددې پاڅون مخنيوى وكړ او د نيشاپور پر لوري روان شو. پر همدې مهال د مرو تاتاريانو هم د ملك محمود كياني په هڅونه په ښورښ لاس پورې كړ، خو نادر ډېر ژر ددې پاڅون اور مړ كړ او مشهد ته راستون شو، څـگرنـګگه چې د مرو د تاتاريانو په هڅونه كې د ملك محمودكياني پر لاس درلودو پوهېدلى و، نو هغه يـې له وروڼـو: ملك محمدعلي او وراره ملك اسحق سره يوځاى د 1727م كال د فبرورۍ په 27 مه يا د مارچ پر لسمه ووژل.(1)
ميرزا مهدي خان ليكي: محمدخان چوله د همايون (نادر) په امر "ملك محمود" د محمدبېګ مينباشي چوله د وينې په قصاص چې د ملك محمود د ظلمونو له مړو شويو كسانو څخه و، ملك اسحق يـې ياسا ته ورساه او ملك محمد علي يـې چې د ملك محمود كوچنى ورور و، نيشاپور ته بهرام عليخان بيات ته ولېږه، هغه هم د خپل ورور فتح عليخان د وينې په بدل كې دا انتقام واخيست.(2)
لنډه دا چې څـگرنـګگه به په يوه سيمه كې يو پاڅون غلى كېده، بل ځاى به يو بل پاڅون پيدا كېده. ( د مشهد ښار د جنوب په درې سوه پنځوس كيلومترۍ) قاين ښار كې د ملك محمود سيستاني تر وژنې وروسته خلكو پر پاڅونونو لاس پورې كړ او د نادر كسان يـې له ښاره وايستل. حسين سلطاني چې د ملك محمود له خپلوانو او له سيستاني مشرانو څخه و، د ملك محمود د ورور "ملك كلبعلي" او د ملك محمود وراره ملك لطف علي په ملاتړ يې ددې پاڅون مشري پرغاړه درلوده. نادر د دې پاڅون د ځپلو لپاره د خپل پوځ يوه برخه ورولېږله، خو هغې هېڅ هم ونه كړاى شو. نادر اړ شو چې له طهماسب ميرزا سره مل د 1139 هـ كال د ذي الحجې په 17 مه ( د 1727 م كال د اګست په پنځمه) له اتو سوو پوځيانو سره له مشهده د قاين پر لوري روان شي. د قاين د پاڅون مشران تر څه مقاومت وروسته غلي شول، حسين سلطان تسليم شو، خو ملك كلبعلي او ملك لطف علي نادر ته تسليم نه شول. دوى دواړه وتښتېدل او په اصفهان كې له شاه اشرف هوتك سره يو شول.(3)
ويل كېږي چې د ملك محمود سيستاني زوى فتح عليخان او وراره لطف علي كياني اووه كاله د سيستان په خواجه نومي غره كې د نادر د ځواكونو پرضد مقاومت وكړ.(4)
نادر چې ليدل يـې شاه اشرف د ايران په شمال كې له تركيې او روسيې سره پر جګړو بوخت دى او هم د كندهار او هرات خپلواك حكومتونه سره ليرې او بېل ژوند كوي او په هغو كې پخوانۍ دښمني هم شته، نو د افغان حكومتونو له دې كورنيو اختلافونو څخه يـې ګټه واخيسته او د شاه طهماسب په ملتيا يـې پر هرات بريد وكړ. په لومړي ګام كې يـې سنګان او بهدادين كلاوې چې اوسېدونكي يـې د هرات د ابداليانو له څانګې وو، محاصره كړې. د سنګان اوسېدونكو سخت مقاومت پيل كړ. نادر ددې مقاومت له كبله دومره په غوسه شو چې د سنګان كلا تر نيولو وروسته يـې امر وكړ چې ټول اوسېدونكي يـې بايد له تېغه تېر شي. د بهدادين ( د سنګان د جنوب لويديز په اوولس ميلۍ كې) افغانانو ځانونه له نادر سره جګړې ته چمتو كړل او له هرات څخه يـې مرسته وغوښته، چې په نتيجه كې اوو � اتو زرو ابداليانو مرستې ته ورودانګل او سنګان ته نژدې ( د افغانستان � ايران پولو د لويديځ په څلوېښت ميلۍ كې) كتار شول او په هغو جګړو كې چې د دواړو غاړو ترمنځ وشوې، ابداليانو د نادر ځواك ته سخت ګوزار وركړ، چې نادر شاتګ ته اړ او مشهد ته ستون شو.(5)
د 1141هـ په شوال ( د 1729 م كال د مې په درېگيمه) نادر د لښكركښگـۍ وسايلو تر برابرولو وروسته د طهماسب په ملتيا د هرات د نيولو په هوډ وخوځېد. كله چې ابدالي افغانان له دې بريد څخه خبر شول، نو د اختلافاتو پر ليرې كولو بوخت شول.
هغه مشران چې پر دې مهال يـې د هرات د واك نيولو هڅه كوله دا دي: د عبدالله خان ابدالي زوى الله يار خان او د محمدزمان خان مشر زوى او د احمدخان ورور ذوالفقار خان. الله يار خان د ابدالي ځواكونو عمده مشرۍ او هراتي حكومت ته ټاكل شوى و، رقيب يـې ذوالفقارخان فراهي حكومت ته ټاكل شوى و. د هرات ځواكونه د الله يارخان په مشرۍ له هراته د شمال غربي خوا د كافركلا پرلوري روان شول.
دواړه ځواكونه كافركلا ته نژدې سره مخامخ شول، همدلته وو چې ابداليانو لس كاله مخكې د محمدزمانخان په مشرۍ ايرانيانو ته د صفي قليخان په مشرۍ ماتې وركړې وه.
جګړه پيل شوه او ابداليانو په خپل يو بريد كې د ايران نظام پلي (پياده) ځواكونه سره وپاشل، خو د نادرشاه سپاره نظام پر افغانانو سخت بريد وكړ، چې يو ابدالى مشر هم په كې ووژل شو.
په دې اخ و ډب كې حاجي مشكين خان ابدالي ځان نادر ته نژدې كړ او پــه نېزه يـې پـر نـادر ګوزار وكړ، چې د نادر ښي (راسته) پښه يـې
ورټپي كړه.(6)
بله ورځ ابداليانو هريرود ته شاتـګ وكړ او د نادر ځواكونه ورپسې شول، تر كوسويه دباندې (يا كهسان سيمه كې چې د هرات د شمال غرب په شپېته ميلۍ كې پرته ده) يوه تونده جګړه ونښته، دا ځل هم برى د نادر د ځواكونو په برخه شو. ابدالي ځگواكونه يو ځل بيا جګړې ته چمتو شول او د هريرود د شمال په شپږ ميلۍ كې په "رباط پريان" نومي كلي كې يوه بله وېروونكې جګړه پيل شوه، چې تر غرمې پورې وغزېده او له دواړو غاړو ډېر كسان ووژل شول. ابداليان په پاى كې د ښار خوا ته شاتـګ وكړ او تر 48 ساعتونو وروسته چې د باد توپان روان و، بله جګړه ونه شوه.
ټاكل شوې وه، چې د الله يار خان لورى به له نادر سره روغه وكړي، خو نادر ټينګار كاوه چې الله يار دې ځان تسليم كړي، پر همدې مهال خبر راورسېد چې ذوالفقار له خپل هوسا وسلوال پوځ سره د فراه له لارې د هرات مرستې ته راروان دى، نادر ددې خبر په اورېدو د خپل پوځ يوه برخه د ذوالفقار د مخنيوي لپاره په ښار كې وټاكله او خپله يـې له خپلو ډېرو ځواكونو سره د هرات د لويديځ په پنځه ويشت ميلۍ، شكېبان نومي سيمه كې مورچه ونيوله.(7)
د فراه ځواكونه د شپې له خوا د الله يار خان له ځواكونو سره يو شول او الله يارخان يوځل بيا ځان جګړې ته چمتو كړ، كله چې د جګړې اور تود شو، نو د ذوالفقار ځواكونو د نادر پر اردوځاى بريد وكړ او د نادر د ځواك ټول شته يـې د غنيمت په ډول ونيول. جګړه تر ماښامه وغزېده، له دواړو خواوو ځينې كسان ووژل شول، ځينې وړې مهالنۍ جګړې هم وشوې، خو د درېيو زرو تنو ايراني سرتېرو د وينو او ددوو مياشتو پلي مزله په بيه د نادر پر مخ د سولې ور پرانيستل شو او الله يارخان يوځل بيا د هغه ځاى پر حكومت پاتې شو.(8)

د ذوالفقار پاڅون او پر هرات د نادر دويمه لښگكركښي:
د هرات په دفاع كې د ذوالفقار ګډون د هرات د خلكو، په ځانګړې توګه د ابداليانو په نظر د هغه ملي اعتبار او حيثيت نور هم لوړ كړ، ان تر دې چې الله يارخان په ابدالي طايفه كې د ذوالفقار د زياتېدونكي اعتبار له كبله پر ځان هم ووېرېد او د 1143هـ 1730 م كال د دوبي يوه ورځ د ښكار په پلمه له هراته ووت، كله چې كافركلا ته نژدې شو، نو ذوالفقار ته يـې يو ليك وليكه چې: غواړم له تا څخه د خپل پلار د وينې بدله واخلم، دا دى زه مشهد ته ځم او نادر له دې خبرې خبروم چې ته يـې پرضد پاڅون كوې، زه به د يوه اردو په ملتيا پرتا بريد وكړم.(9)
پر دې مهال نادر په اذرباييجان كې پر جګړه بوخت و، د نادر ورور او د حكومت مرستيال ابراهيم خان په مشهد كې د الله يارخان ښه هركلى وكړ. كله چې د الله يارخان له خولې د نادر پرضد د ذوالفقارخان له پاڅون څخه خبر شو، نو د مشهد په ټينګولو او ساتلو يـې پيل وكړ.
ذوالفقارخان د 1143هـ كال د محرم مياشتې په لومړيو كې اته زره كسه پر مشهد ورخوشې كړل او د نادر ورور ابراهيم خان ته يـې تر مشهد دباندې په ټولو جګړو كې ماتې وركړه.(10)
ابراهيم خان يوه ورځ له "كوه سنګينه" پر جګړه لاس پورې كړ. افغاني لښكرو د ذوالفقار خان په مشرۍ په توندو بريدونو سره د هغه پوځ دړې وړې كړ، چې د دښمن د وسلوال پوځ قومندان باقرخان ټپي شو. افغاني لښكرو د دښمن پوځ وځغلاوه او خپله ورپسې شوې.
ډېرو ايراني پوځيانو د وېرې له كبله ځانونه څاه ګانو ته واچول او له منځه لاړل، يوازې ابراهيمخان وكړاى شول، ځان ښار ته ورسوي او د بريد كوونكو پرمخ دروازه وتړي(11) ذوالفقارخان ښار تر ټينګې محاصرې لاندې ونيو. محمدكاظم ليكي: د جګړې په وروستۍ ورځ د (1143هـ كال) د محرم په (13) مه د مشهد مشرانو او د نادر زوى رضاقلي ميرزا نادر ته يو ليك وليكه او ژر يـې آذرباييجان ته واستاوه او له نادر څخه يـې مرسته وغوښته.
د ذوالفقار ځواكونه څو شپې په پر له پسې ډول د مشهد كلا پر شا و خوا راوګرځېدل، چې د ننوتو يا هم بريد لار پيدا كړي، خو هېڅ يـې ترلاسه نه كړل. يوه ورځ يـې د كلا په شا و خوا كې څو تنه ونيول او له هغوى څخه يـې د معلوماتو غوښتنه وكړه، اخر څرګنده شوه چې خلك د نادر راتلو ته سترګې پر لار دي او لس ورځې كېـږي چې دا موضوع نادر ته رسول شوې ده. ذوالفقار خان دا موضوع د لښكر له مشرانو سره شريكه كړه، اخر پرېكړه وشوه چې بايد ډېر ژر هرات ته ستانه شي. په پاى كې ابدالي ځواكونه روان شول او ډېر ژر هرات ته ورسېدل او د نادر د عكس العمل په انتظار يـې د هرات د برجونو پر ځواكمنولو لاس پورې كړ. كله چې نادر د ذوالفقار له سركښۍ او پر مشهد د ابدالي ځواكونو له بريد څخه خبر شو، نو له خپلو نظامي مشرانو سره يـې پر مشورو پيل وكړ. په پاى كې تصميم ونيول شو، چې بايد ډېر ژر مشهد ته ستانه شي، نادر له خپلو ځواكونو سره مشهد ته ستون شو او ويل كېږي دا اووه مزلونه يې په يوه منزل كې ووهل.(12)
كله چې د اصفهان پولو ته ورسېدل، نو نادر ته د رضاقلي ميرزا بل زېرى هم ورسېد، چې د مشهد د محاصرې پرېښودل و، نادر يوڅه سوړ شو او څه موده يـې ارام وكړ او بيا بېرته خراسان ته روان شو. كله چې مشهد ته ورسېد، نو خپل ورور ابراهيم خان ته يـې ګواښ وكړ چې هركلي ته يـې رابهر نه شي، ګنې وبه وژل شي. ابراهيم خان هم ابيورد ته لاړ.
نادر مشهد ته راغى، هغه كسان يـې وځپل چې له ابداليانو سره يـې په جګړه كې له ځانه كمزوري ښودلې وه او هغو كسانو ته يـې ډاډ وركړ چې خپل پلرونه يا اولادونه يـې له لاسه وركړي وو.
نادر خپل يو شمېر پوځيان رخصت كړل، چې خپلو كورونو ته لاړ شي او هرڅومره چې كولاى شي خپل اسونه چاغ كړي، وروسته د ايرساري، تكه وو، تركمنو، يموتو او ساروقو قبيلو د پاڅون غلي كولو لپاره ابيورد او مرو ته روان شو.(13)
نادر، د تركمنو قبيلو تر غلي كولو وروسته امر وكړ چې پر هرات دې د لښكركښۍ لپاره خواړه او نور اړتيا وړ مواد تيار شي، ددغو موادو تر برابرېدو وروسته له 36زره كسيز پوځ سره د هرات پر لوري روان شو.(14)
كله چې د نادر پوځ خوافو ته ورسېد، نو نادر خپل لږ پوځ د محمدبېګ مروي په مشرۍ قاين ته ولېږه او د يزد او كرمان د حاكم ويردي خان افشار لپاره يـې يو ليك هم وليكه او كرمان ته يـې ولېږه، چې هغه له خپل پوځ سره مل په قاينات كې له محمدبېګ مروي سره يو شي او له هغه ځايه بيا د فراه خوا ته حركت وكړي. كله چې ذوالفقارخان خبر شو نادر له خپل لوى پوځ سره هرات ته رانژدې كېـږي. نو د ښار په شا و خوا كې استوګن ابداليان يـې ښار ته ولېږدول او د ښار تر ځواكمنولو وروسته د نادر د مقابلې لپاره چمتو شو. دواړې لښكرې په كوهسان (كوسويه) نومې سيمه كې سره مخامخ شوې، په هغو جګړو كې چې كوهسان ته نژدې په جوى نقره نومې سيمه كې سره ونښتې، د ذوالفقار پوځ ډېر تلفات وركړل، ځكه د محمدكاظم په وينا د ذوالفقار پوځ (د طلاق پر صيغې قسم ياد كړى و چې د ژوند تر وروستي حده به پر شا نه شي). په دې توګه ابدالي لښكرو چې له پيله يـې بريد پيل كړى و، د مړينې له وېرې پرته ځانونه د نادر شل قدميو ته چې د خپل پوځ په منځ كې و، ورسول. پر دې مهال د نادر د توپخانې غږ اوچت شو او په نيم ساعت كې يـې اووه اته زره افغانان په خاورو او وينو ولړل. محمدكاظم وايي: ( افغانانو له مړينې څخه وېره نه كوله، بلكې په جګړه كې لا تودېدل).(15)
د محمدكاظم په وينا: اخر ذوالفقار د شلو زرو تنو ټپيانو او مړو تلفاتو تر وركولو وروسته شاتـګ ته اړ او ښار ته راستون شو او خپلو پوځيانو ته يـې لارښوونه وكړه چې د ژوند تر پايه د ښار ساتنه وكړي، نادر هم له خپلو پوځيانو سره له جوى نقره سيمې څخه وخوځېد او د پل مالان پر لوري روان شو.
پل ماران ته لا نه و رسېدلى، چې د شاه حسين هوتك له اړخه ذوالفقار ته خبر ورسېد چې د كندهار دوولس زره كسيز پوځ د ابداليانو د مرستې لپاره هرات ته روان دى، تر دې زېري وروسته د عليمردان خان ابدالي له خوا چې د فراه حاكم و، بل خبر هم راغى چې له فراه څخه اته زره كسيز لښكر هم ښارته راننووزي. ابدالي پوځيانو او مشرانو په دې خوښۍ نغارې وډنګولې او يوې بلې خونړۍ جګړې ته چمتو شول.(16)
ارواښاد غبار ليكي چې دا وخت سيدال خان ناصر له كندهاره له درې زره كسيز سپاره او پياده پوځ سره د هرات مرستې ته راورسېد، دې مشهور سرتېري د شپې په تياره كې پر نادري لښكرو وېروونكى بريد وكړ، چې د هغه له كبله د ايران پوځ په وېره كې شو او ډېر تلفات يـې وركړل، نادر اړ شو چې د جګړې له ډګره د (تحت صفر) لوړې برخې ته پناه يوسي او هلته د وسلوالو كسانو يوه كړۍ جوړه كړي او پر دفاع پيل وكړي، د هرات او كندهار لښكرو دوه ورځې نور هم دښمن تر پر له پسې ګوزارونو لاندې ونيو، خو د سختې ژلۍ او باران اورېدو له كبله جګړه بنده شوه.
ذوالفقارخان په ښار كې دننه يوه جرګه جوړه كړه او له مشرانو څخه يـې ژمنه واخيسته، چې د ژوند تر وروستي حده به جګړه روانه ساتي، وروسته يـې يوه تونده او عمومي حمله پيل كړه، نادر ډېره هڅه وكړه چې د توپ او ټوپكو د ډزو تر باران لاندې ددې بريد مخنيوى وكړي، خو ويې نه شول كړاى، دېته اړ شو چې يوځل بيا شاتـګ وكړي.
افغانانو ډېر ژر (ساق سلمان) كلا د خپل دويم مركز په توګه وټاكله او له هغه ځايه يـې پر دښمن ګوزارونه كول او بېرته ستنېدل. نادر هم اړ شو چې يو غوڅ او عمومي بريد پيل كړي.
نو له توپخانې سره راوړاندې شو، چې يو كار ترسره كړي خو هيڅ هم ونه شول، د هرات لښكرو نوى بريد وكړ او له شمس آباد كلي څخه جګړه پيل شوه، خو د دښمن توپخانې د افغانانو درې زره تنه بريد كوونكي سره وپاشل، چې په رښتيا هم دا تلفات ډېر درانه وو، ځكه د افغانانو ډېر جنګيالي كسان په كې له منځه لاړل.(17)
دويمه جګړه تر ښار دباندې په پوزه كفترخان نومې سيمه كې وشوه، چې له دواړو غاړو ډېر كسان په كې ووژل شول، محمدكاظم ليكي: ( په دې ورځ هم سخته پوځي جګړه وشوه، چې له دواړو غاړو ډېر كسان ووژل شول، خو مخالفين (ابداليان) تر وړاندې نور هم اورني شول او مېړانه يـې وښوده، ته وا د كلا له برجونو څخه د خپلو ماشومانو او كورنيو له نندارې پر غيرت راغلي او ځان ته ارزښت نه وركوي. لكه لمر چې په حجاب كې پټ شي، دواړې خواوې له ماتې سره ستنې شوې).(18)
درېيمه جګړه هم د لومړنيو ورځو په شان په هماغه توندۍ سره پيل شوه، چې ذوالفقارخان د مجهزې توپخانې د نه لرلو له كبله د ښار پر لوري شاتـګ ته اړ شو، نادر خپلو پوځونو ته "مالان" پول د لښكرځاى په توګه وټاكه او لارښوونه يـې وكړه، چې د ښار شا وخوا سيمې دې تر "اوبه" او "شافلان" سيمو پورې وپلټي او لښكر ته دې خوراكي او نور اړتيا وړ مواد برابر كړي.
په دې وضعه كې يو لوى خان له درې زره كسيز پوځ سره هرات ته راننووت او د دوست پرځاى له دښمن سره يوځاى شو، دا سړى هماغه دلاورخان تايمني و، چې وړاندې يـې د نادر له لښكرو سره جګړې كړې وې او بيا د كندهار دربار ته تللى و او هلته يـې عزتمن ژوند درلود. دغه سړى له شاه حسين هوتك څخه خوابدى او د هغه د دولت د ماتولو په هڅه كې شو، څـگرنـګگه چې په خپله يـې ددې كار ځواك او توان نه درلود، نو نادرافشار يـې وټاكه. ويل كېـږي چې د لاورخان يوه ښايسته لور درلوده او شاه حسين غوښتل چې ورسره واده وكړي، خو دلاورخان ونه منله او خپله لور يـې بل چا ته وركړه، وروسته د شاه حسين د غچ له وېرې هرات ته وتښتېد او له خپل ځواك سره چې له غور څخه يـې برابر كړى و، له نادر سره يوځاى شو. له دښمن سره د دلاورخان يوځاى كېدو نادر ته نور ځواك هم وباښه.(19)
نادر، ښار محاصره كړ او د خپل پوځ ځينې برخې يـې د ښار د حاكمانو په توګه وټاكلې، چې يو كس هم له ښاره وتلو يا ننوتلو ته پرې نه ږدي.
څـگرنـګگه چې يـې د ښار په لويديځ كې د "نقره" د مورچل ساتلو ته لس زره تنه او لس زره تنه نور يـې د ختيزو مورچلونو ساتنې ته وټاكل او په خپله يـې اردوخان نومي كلي كې سنـګر ونيو، د نادر پوځونو به د خلكو مالونه او رمې چې څړ ته به يـې بېولې، لوټولې.
محمد كاظم ليكي: "كله چې به افغانانو خپلې رمې څړ ته اېستلې، نو وسلوال به د باز په شان له يمين او يسار څخه راتلل، اسونه، اوښان او پسونه به يـې لوټل، له بله پلوه به يـې ډېر (قزلباش) افغاني غازيان په ګوليو وژل او هره ورځ به د اخ و ډب بازار تود و".(20)
د 1731م كال يوه ورځ ذوالفقارخان تصميم ونيو چې يو غوڅ بريد وكړي، نو له خپلو لږو لښكرو سره له ښاره ووت او د نادر پر مورچل يـې بريد وكړ، نادر په سختۍ سره دفاع وكړه، پر دې مهال د ښار په شرقي برخه كې ټاكل شوې ډله د نادر مرستې ته راورسېده او دواړې خواوې سره ونښتې. څـگرنـګگه چې د ماتې خطر پيدا شو، نو افغانان راستانه شول او د تورو په واسطه يـې په دښمنانو كې ځان ته لاره خلاصه كړه، په دې توګه افغانان يوځل بيا په ښار كې محاصره شول او نادر د محاصرې كړۍ لا تنـګه او تونده كړه، خو افغانان بيا هم اړ وو چې هره ورځ له ښاره ووځي او د خوراكي او نورو اړتيا وړ موادو د ترلاسه كولو لپاره د تورې په واسطه د دښمنانو له منځه تېر او راستانه شي.
په همداسې يوه بريد كې افغاني ډلې "كرخ" ته د راستنېدو په لار كې د دښمن له پوځ سره مخامخې شوې او سخته جګړه ونښته، چې افغانانو ډېر درانه تلفات وركړل. په دې توګه د دواړو نامساوي ځواكونو ترمنځ څلور مياشتې جګړه روانه وه او د هرات خلك د غلې له قحطۍ سره مخامخ شول. په داسې حال كې چې دښمن تر ايرانه پورې د ارزاقو غزېدلې مواصلاتي لار په لاس كې درلوده او بېغمه جنـګېدل.
پر دې مهال سيدالخان ناصر له خپل پاتې پوځ سره د خوراكي او نورو اړتيا وړ موادو د ترلاسه كولو لپاره له ښاره ووت، خو بېرته يـې ونه كړاى شول ښار ته راستون شي. له دې كبله يـې د اسفزار، فراه او كندهار لاره ونيوله.
ذوالفقارخان چې پردې پېښو سربېره يـې د ابداليانو نه يووالى او د دښمن ګوزارونه ليدل، نو يوه جرګه يـې جوړه كړه او ويې ويل: د نادر په شان له يوه ځواكمن او واكمن دښمن سره سره زموږ نفاق د هرات د ماتې او سقوط سببېږي، نو تاسې چې ددې پېښې د مخنيوي لپاره څه اټكلوئ، زه به ستاسو پر پرېكړې قناعت وكړم. د الله يارخان پلويانو چې د جرګې اكثريت وو، وويل: موږ غوره دا ګڼو چې ته الله يارخان ته چې د نادر په پوځ كې دى، خپل حكومت وسپارې. ذوالفقارخان ځواب وركړ: زه د مشرانو له مشورې سرغړونه نه كوم او د هېواد خير ته د ځان تر خير ترجېح وركوم. وروسته د نادر پوځ ته يو پلاوى لاړ او د ښار د خلكو له خوا يـې پيغام وركړ چې ددې وينې تويېدنې نتيجه څه ده؟ كه تاسو هرات غواړئ، خپل دوست (الله يارخان) موږ ته راواستوئ چې د ښار واك وركړو.
نادر دا شرط په بيړه ومانه او الله يارخان يـې په دې شرط هرات ته ولېږه، چې دده اطاعت به كوي.
خو الله يارخان چې كله هرات ته ورسېد، د ذوالفقارخان او د ښار د خلكو هركلى يـې وليد، نو د ذوالفقار خوا يـې ټينګه كړه او د نادر له اطاعت څخه يـې سرغړونه وكړه او جګړې يـې روانې وساتلې.(21)


د فراه فتحه او د هرات برخليك:
پر همدې مهال ذوالفقارخان خبر شو چې نادر مخكې له مخكې د فراه د نيولو لپاره پوځ تيار كړى، نو ډېر ژر يـې عليمردان خان له درېيو زرو كسانو سره فراه ته ولېږه او لارښوونه يـې وكړه چې :" د قزلباشو په دفع كولو او د كلا په ساتنه كې هڅه وكړي، فراه ښار وساتي او كله چې يـې اړتيا ډېره شوه نو له حسين شاه څخه دې مرسته وغواړي. په مېړانه دې ګامونه اوچت كړي او په ګړني ډول يـې د كلا ساتنې په اړه احتياط او پوځي توب وروښود او نيمه شپه يـې له هغې خوا چې شا و خوا يـې له قزلباشو پوځيانو تشه وه، خپل ورور عليمردان خان(؟) له درېيوزرو كسانو سره د لوټونې لپاره د فراه دارالرفاه ته ولېږه".(22)
عليمردان ډېر ژر د امام ويردي بېګ او محمدبېګ مروي تر راتلو وړاندې ځان فراه ته ورساوه او د كلا د دېوالونو او برجونو په ټينـګولو او د ژورو كندو په كيندلو يـې پيل وكړ. د هغه ځاى لزګيه طايفې ته يـې ډېر انعامونه وركړل او د نادر پرضد يـې جګړې ته وهڅوله. ډېره موده نه وه اوښتې چې امام ويردي بېګ د اتو زرو پوځيانو، څو توپونو او نژدې پنځوسو زنبوركو اوښانو په ملتيا (تون) ته ورسېد، همدا راز د سيستان حاكم مصطفى خان او لطف عليخان كياني هم له خپلو څلورو زرو پوځيانو سره له نادر سره يو شول.(23) دواړه پوځونه له فراه څخه د كاه كلا ( يا لاش او جوين) له لارې روان شول.
دا ځواكونه د (1143) هـ كال د ذي الحجې مياشتې په 28 مه نېټه د ده نو په سيمه كې ( چې اوس په نو ده مشهوره ده) د فراه له مركزه د جنوب پر خوا څه له پاسه پنځه لس كيلومتره ليرې لاړل، له دې خوا د ذوالفقارخان ورور عليمردان خان ابدالي او احمدخان له خپلو ځواكونو سره چې (د محمد كاظم په وينا شلو زرو تنو ته رسېدل) په مقابله پيل وكړ.
په كاهدانك كې د دواړو غاړو ترمنځ سخته جګړه ونښته، چې په نتيجه كې د كرمان د ټوپكوالو مشر او محمدبېګ مروي ووژل شول.(24)
د جهانكشاى نادري نومي كتاب په (155) مخ كې د محمدبېګ مروي پرځاى محمدسلطان مروي ليكل شوى، چې سموالي ته نژدې دى. ځكه نن د اسفل غره په جنوب كې د سلطان مير (سلطان مروي) په نامه يو زيارت شته چې د هغه ځاى خلك ډېر ورته ارادتمن دي.
د اسفل غره (اشپل كوه) تر شا د دواړو ځواكونو ترمنځ جګړه روانه وه، د محمدكاظم په وينا :" افغان ډلو په هغو ورځو كې داسې جګړه وكړه، چې چا تراوسه داسې زړورتيا نه وه ليدلې".(25)
محمدكاظم ليكي چې امام ويردي بېګ تر دې جګړې وروسته امر وكړ چې نظامي مشران دې د ده د ملاقات لپاره په كشيك خونه كې سره راټول شي او د (كورنش) مراسمو له پرځاى كولو وروسته دې خپلو نظامي دندو ته دوام وركړي. نظامي مشران چې هريو د خپلې سيمې خان او فيوډال و، د امام ويردي په دې كار خوابدي شول، نادر ته يـې يو توطيه ييز ليك وليكه او هرات ته يـې ولېږه، چې ګواكې امام ويردي بېګ د پاڅون خيال لري، د هغه د بېغورۍ له كبله دوه نظامي مشران او نور ډېر سرتېري له فراهيانو سره په جګړه كې ووژل شول.
نادر ددې ليك په لوستلو خپل ورور ابراهيم خان ته چې په مشهد كې و امر وكړ چې فراه ته لاړ شي او د هغه ځاى د لښكركښۍ او تسخير واګې په لاس كې واخلي. ابراهيم خان فراه ته لاړ او امام ويردي بېګ يـې بندي كړ، وروسته د نادر ځواكونو د ابراهيم خان په مشرۍ پر مدافعينو بريد وكړ چې خونړۍ او وېروونكې جګړه ونښته. يوشمېر فراهيان ووژل شول او د يو زرو پنځه سوه تنو په شا و خوا كې يا ټپيانْ يا هم اسيران شول، عليمردان خان اړ شو چې د ښار له دننه د نادر له پوځ سره جګړه روانه وساتي او مرستې ته په تمه پاتې شي.(26)
د نادر لښكر هم وړاندې راغى او په "مزرعه ويس" سيمه كې چې له فراه سره يـې يو ميل واټن درلود : ( او د ميرزا مهدي خان په وينا په قمر(؟) كلي كې يې (چې په ظاهره به د "محمدكلا" په توري كې تېروتنه وي) هملته اردوځاى جوړ كړ، د دولت مرستيال ابراهيم خان سوچ كاوه چې جګړه او د فراه ښار فتحه به ډېر وخت ونيسي، نو د يوې كلا او برجونو په ودانولو يـې پيل وكړ.
فراهيانو چې وليدل چې دښمن كلا او برجونه ودانوي، نو له پوځي وسايلو او ځواك پرته يـې په ډله ييز ډول ورباندې بريد وكړ. خو د (يو زرو څلور سوو) تنو مړو په وركولو سره، بې له ګټې ښار ته راستانه شول او دېوالي جګړې يـې روانې وساتلې.
همداراز د فراه ځينې مشران د مرستې لپاره كندهار ته شاه حسين هوتك ته لاړل، په كندهار كې مغرضو فيوډالانو زاړه قبيله يي مخالفتونه راژوندي كړل، شاه حسين يـې له ذوالفقارخان او عليمردان سره په مرسته كې دوه زړى كړ. خو بيا هم شاه حسين هوتك ( په ظاهره دوه زره) كسيز پوځ د لعل محمدخان په مشرۍ د هرات او فراه خوا ته ولېږه، د شاه حسين هوتك نظامي فيوډالانو پوځ ته لارښوونه وكړه ( چې د لارې په اوږدو كې هرځاى تم شي، چې په ارامۍ او ځنډ سره لاره ووهي).(27)
په دې توګه د كندهار مرستندوى پوځ د ذوالفقارخان تر ګړندۍ غوښتنې وروسته تر اووه مياشتني مزله وروسته فراه ته ورسېد او دا هغه مهال و چې كار له كاره تېر شوى و، ځكه ذوالفقارخان او د هرات خلكو د خوراكي او نورو اړتياوړ موادو پركمښت سربېره ديارلس مياشتې په مېړانه له خپله ښاره دفاع وكړه.
اخر د اوږدمهالې محاصرې له كبله د ښار لوږې، نېستۍ او خواريو خلك ډېر وځورول او له بهره بله مرسته هم ورسره نه كېده، د ښار ځينو مشرانو د ذوالفقار له خبرتيا پرته نادر ته پيغام ولېږه، كه عبدالغني خان الكوزى بېرته ښار ته راشي او نادر د سولې شرايط ومني، نو ښار به د نادر پوځ ته پرانيستى وي، ذوالفقار خان هله له دې خبرې خبر شو چې عبدالغني خان او نور ملګري يـې ښار ته راننوتي وو او ټاكل شوې وه چې دواړه خواوې به لوظنامې ليكي او لاسليكوي به يـې هم.
او هغه هم له الله يار خان سره چې اووه مياشتې مخكې د نادر له پوځ څخه بېل شوى او ښار ته راغلى و او د نادر پرضد يـې جګړې كولې، نو د شپې له خپلې كورنۍ سره له ښاره ووت او كندهار ته لاړ.
خپل ورور عليمردان ته يـې خبر وركړ چې بايد له فراه څخه كندهار ته راشي، عليمردان هم په يوه شپه له ښاره ووت او كندهار ته لاړ، خو له بده مرغه چې ذوالفقار له خپلو وروڼـو سره د دښمنانو د بدويلو له كبله د شاه حسين زندان ته ولوېد او الله يارخان د ملتان خوا ته لاړ.(28)
سبا سهار چې كله ابراهيمخان د فراه د سردارانو او مشرانو له تېښتې خبر شو، نو د هغو پر څارنه يـې پيل وكړ، د ابراهيمخان پوځونو د تښگـتېدونكو خلكو زر كورنۍ چې له ښاره ډېرې ليرې هم نه وې، لوټ او بېرته ستنېدو ته اړې كړې.
د ابراهيم خان پوځونو بيا هم غوښتل چې تښتېدونكي وڅاري، خو د كندهار له مرستندوى ځواك سره مخامخ شول، سخته جګړه ونښته، ابراهيم خان ښار ته پر شاتـګ اړ شو. وروسته فراه ښار ته ننوتل او بيا په هرات كې نادر ته د ښار د فتحې خبر ورسېد.
نار فرمان وركړ چې فراه دې باقرخان لزګي فراهي ته وسپارل شي او ابراهيمخان دې له پوځ سره هرات ته راشي. ابراهيمخان هرات ته ورسېد، نادر د ملك محمود سيستاني د ځواك سپه سالار پيرمحمد ته هرات وسپاره، دې سړي له نادر سره د مشهد د دروازو په پرانيستنه كې مرسته كړې وه. نادر خپله مشهد ته ستون شو.(29)
نادر د خپل زړه د ډاډه كولو لپاره تصميم ونيو، چې له هرات او فراه څخه دې ټول ابدالي مشران ليرې كړل شي، نادر د عبدالغني خان الكوزي (د احمدشاه دراني ماما) او نورمحمد خان غلزي په ګډون خراسان، مشهد او دامغان ته شپږزره كسان تبعيد كړل، خو په دې ترڅ كې يـې د ابدالي قبيلې ځينې مشران لكه عبدالغني خان خپل پوځ ته جلب كړل.(30)
د كندهار د نيولو لپاره د نادر لښكركښي:
نادر تر تاجپوښۍ وروسته په 1736 م كال د ايران د بختياري قبيلې د ځپلو لپاره اوچت شو او هغه وخت چې د دې قبيلې د پاڅون كوونكو په ځپلو بوخت و، نو د اصفهان حاكم ته يـې امر وكړ، چې پر كندهار د لښكركښۍ لپاره له خلكو پيسې او نور اړتيا وړ مواد راټول كړي. كاركوونكي نه يوازې په اصفهان، بلكې په بگېلابېلو ښارونو كې د پيسو او نورو جګړه ييزو ځواكونو او توكو پر راټولونه بوخت شول، له همدې كبله د ايران خلك يوځل بيا له اقتصادي كمزورۍ سره مخامخ شول.
نادر تصميم ونيو چې د كرمان او سيستان له لارې د كندهار پر لوري لښكركښي وكړي، څـگرنـګگه چې د لارې ډېره برخه يـې دښته وه، نو امر يـې وكړ چې: لومړى دې د "لوت" دښتې بېلابېلو منزلځايونو ته خوراكي مواد او نور توكي ولېږدول شي او د لښكر د بارونو لېږدونې ته دې د كرمان له خلكو څاروي بېګار شي، د شاه كاركوونكو به په ښار كې كاروانونه هم پياده كول او د هغوى حيوانات به يـې په بېګار ورڅخه بېول. د خوارو كليوالو څاروي خو پر ځاى پرېږده.
د نادر كاركوونكو په كرمان كې د خوراكي او نورو موادو په راټولونه كې دومره زياتى وكړ، چې دا ايالت تر اتو كلونو له قحطۍ او لوږې سره لاس و ګرېگوان و.(31)
نادر د (1149) هـ كال د رجب مياشتې په (17) مه (د 1736م كال د نومبر په 21 مه) له اتيازرو تنو پوځيانو سره چې ډېر يـې سپاره 0وو، له اصفهان څخه د كندهار پرلوري حركت وكړ. سربېره پر دې د هرات بېګلربېګ پيرمحمد ته هم دنده وركړل شوې وه، چې له خپل څو زره كسيز پوځ سره د مكران او بلوچستان د مشرانو محبتخان او الياس خان تر ځپلو وروسته په كندهار كې د نادر له ځواكونو سره مل شي.
نادر كرمان ته تر رسېدو وروسته د ملك محمود سيستاني زوى فتح عليخان كياني ته يو ګواښوونكى پيغام ولېږه چې د سيستان پوځ دې د هغه ځاى په پولو كې د نادر له پوځ سره يو شي، بيا د (بم) له لارې د سيستان پر لوري روان شو.
نادر د (1149) هـ كال د شوال مياشتې په دويمه (1737م كال د فبرورۍ په درېيمه) له خپل پوځ سره سيستان ته راغى، د لارې د توښې او د پوځ د نورو بارونو د لېږدونې لپاره يـې د اوښانو تر برابرولو وروسته، تر شپاړلس ورځني مزله او له دلارام څخه تر تېرېدو وروسته د هماغې مياشتې په اتلسمه نېټه د هلمند راسته ساحل (ګرشك) ته ورسېد او تر لږې جګړې وروسته يـې دا ځاى له غلزي ځواكونو څخه ونيو.(32)
دلته نادر د خپل پوځ يوه برخه ددې سيمې د ځگمكوالو لوټونې ته او يوه برخه يـې د خلكو د مالونو پر راټولولو ماموره كړه او خپله له خپلو پاتې ځواكونو سره د كندهار د ارغنداو پر لوري روان شو او په كوه شاه مقصود ( د كندهار په خاكرېز سيمه كې چې د ښار د شمال- لويديځ په دېرش ميلۍ كې پرته ده) تم شو. همدلته وو چې سيدالخان ناصر او يونس خان هر يو له اتو زرو پوځيانو سره د شپې له خوا له ښاره ووتل او د نادر پر ځواكونو يـې ورودانګل. خو څـگرنـګگه چې د نادر د ځواك د ابدالۍ برخې مشر عبدالغني خان له دې بريد څخه خبر و، نو د كندهار د جنګياليو بريد يـې شنډ كړ او هغوى يـې له ډېرو تلفاتو سره شاتـګ ته اړ كړل.
سبا ته د نادر ځواكونه له ارغنداو څخه تېر شول او څو ورځې وروسته يـې په شېرسرخ (سره زمري بابا) كې: "د ښار د شمال - ختيځ په دوه - درې ميلۍ كې" اردوځاى جوړ كړ.(33)
د ښار خلكو د شاه حسين هوتك په امر د ښار دروازې د نادر پر مخ وتړلې او لس مياشتې يـې په كلكه دفاع وكړه، كله �كله به خلك د شپې له خوا د يرغلګرو د بريدونو له كبله ځورول كېدل، نادر چې وليدل له يوې خوا ځواكمن برجونه او غر د ښار ساتنه كوي، نو پوه شو چې نيول يـې دومره ژر نه شي كېدى. نو د ښار په شاو خوا كې يـې د خپلو اردوځايونو په پراختيا او ودانولو پيل وكړ او د ښار سيمه ييز خلك يـې بېګارۍ ته اړ كړل او د لويو دېوالونو، ځواكمنو برجونو، سرپوښلو بازارونو، جوماتونو، حمامونو او په هغه سيمه كې يې د بېلابېلو ادارو پر جوړولو پيل وكړ، چې د (نادر آباد) په نوم يې يو ښارګوټى جوړ كړ.(34)
نادرآباد د يوه ځواكمن دېوال بڼه درلوده، چې د كندهار پر شا و خوا راتاو شوى و او د دېوال تر هرو سلو ګامونو وروسته لوى � لوى برجونه جوړ شوي وو، چې د ښار پر خوا ډزې ترې وشي، نو ښار يـې په سخته اقتصادي محاصره، په ځانګړې توګه د خوراكي موادو په نشت كې ساتلى و او دا هغه چلند و چې نادر د بغداد د محاصرې پروخت ترسره كړى و.(35)
په پاى كې د شاه حسين د اړوندو كسانو د يوه تن (داد خان يا دادوخان) د خيانت له كبله د نادر ځواكونو ته ښار ته د ننوتو لار وښودل شوه، نادر هم د (1151) هـ كال د ذي الحجې مياشتې په دويمه (1738 م كال د مارچ، 23 مه) د جمعې په ورځ خپل يوه برخه ځواك( بختياري دا) پر ښار حملې ته ولېږه او د حملې وخت د جمعې لمانځه د ادا كولو مهال وټاكل شو.
په دې توګه په يوه خوځند بريد كې د ښار پر برجونو د خمپارو او توپ په ډزو سره تر لږې، خو خونړۍ جګړې وروسته د ښار دروازې د نادر د ځگـواكونو پرمخ پرانيستل شوې، كله چې شاه حسين له موضوع څخه خبر شو چې كار له كاره تېر شوى، نو وروستۍ هڅې يـې هم بې ګټې پاتې شوې له دې كبله نادر ته تسليم شو.(36)
د كندهار تر نيول كېدو وروسته خلك چې لس مياشتې يـې د نادر پرضد په ټينګه مقاومت كړى و، لوټ كړاى شول او د نېزو په زور نادر اباد ته وكوچول شول. وروسته نادر فرمان وركړ، چې ښار دې په بشپړ ډول وران كړل شي.(37)
د جهانكشاى نادري نومي كتاب د ليكوال په وينا: "نادر: ښار او د هغه استحكامات داسې وران كړل، چې تيږه پر تيږه پاتې نه شوه".(38)
خو (لكهارت) په دې اند دى: "څـگرنـګگه چې ښار ډېر ټينـګ دېوال درلود او د اوولسمې پېړۍ په نيمايي كې اورنګزېب وروسته يـې ورور داراشكوه د خپلې خزانې ډېره پانګه ددې دېوال په ټينګولو كې لګولې وه، خو د نادر دا فرمان ( يانې ټول ښار بايد له خاورو سره يو شوى واى) عملي نه شو او د ښار يوه برخه روغه پاتې شوه".(39)
د "دولت نادرشاه افشار" ليكوالان كاږي: د نادر له خوا د كندهار تر نيول كېدو وروسته هلته "دومره شته او پيسې ترلاسه شوې، چې په ډېرو ستونزو يـې وكړاى شول د يوې مياشتې په بهير كې يې تر ښار دباندې يوسي".(40)
نادر د كندهار تر نيولو وروسته، شاه حسين هوتك او د غلزي قبيلې ټول مشران خراسان ته تبعيد كړل او د هغوى پرځاى يـې په نيشاپور او د خراسان په نورو برخو كې مېشت ټول ابداليان كندهار ته ولېږدول اود هوتكو د شاهي كورنۍ د چارو واګې يـې هغوى ته وسپارلې.
عبدالغني خان الكوزى يې، چې د بغداد او تركيې په فتحه او د هرات او كندهار په نيولو كې يـې د ابدالي ځواكونو په مشرۍ د نادر پر ګټه توره وهلې وه، د كندهار حكومت ته وټاكه او نور ابدالي، الكوزي او عليزي مشران د بُست، ګرشك او زمينداور په حكومت او مشرۍ وټاكل شول.(41)
د ګنداسنـګ او محمدكاظم په وينا ذوالفقار خان چې له خپل ورور احمدخان (وروسته احمدشاه) سره د كندهار تر فتحې د شاه حسين هوتك په بند كې بندي و، د نادر په امر په ظاهره د مشر په توګه مازندران ته ولېږل شو او هلته د نادر په اشاره له شاه حسين سره مل زهر وركړل شول. خو د ذوالفقار خان ورور احمدخان د نادر په پوځ كې ګډ شو او ډېر ژر د د نادر د ځواك د ابدالۍ برخې د چهارهزار د نظامي افسر په توګه ومنل شو. سيدالخان ناصر د نادر په امر په سترګو ړوند كړاى شو، حاجي اسمعيل غلزى بېرته هرات حكومت ته راستون شو او څـگرنـګگه چې د ذوالفقار او احمدخان خور يـې مېرمن وه، نو د هرات لويديز لوري ته د نادر په اجازه له ايرانه راستنو شويو ابداليانو ته وسپارل شو.(42)
د كابل نيول:
كابل ته هم غمجنوونكى برخليك ورپېښ شو. نادر د كندهار تر نيولو دوه مياشتې وروسته د (1838)م كال د مې مياشتې په (21) مه نېټه له نادرآباد څخه د كابل پر لوري روان شو. د غزني قره باغ ته په ننوتو سره، د غزني قومي مشرانو، روحانيونو او قاضيانو هركلي ته ور ودانګل، خو د غزني حاكم كابل ته وتښتېد.(43)
ميرزا مهدي خان استرآبادي وايي:
نادر له غزني څخه كابل ته تر روانېدو مخكې د خپل پوځ يوه برخه د د ايكندي، جغتو، زنګي او د غزني د نورو هزاره مېشتو سيمو په لوټولو او نيولو ماموره كړه.
خو د هزاره خلكو په مطيع كولو كې د نادر د ځواكونو هڅې بې ګټې پاتې شوې، يوازې يـې وكړاى شول د هغوى يوشمېر ماشومان او مېرمنې په اسارت ونيسي او په نادر پسې يـې كابل ته راولي.(44)
محمدكاظم په دې اند دى چې: نادر خپل زوى نصرالله خان د غزني له قره باغ څخه د باميان او ضحاك كلا پر نيولو مامور كړ، خو هغه د مېشتو خلكو له سخت مقاومت سره مخامخ شو، شازاده نصرالله په باميان كې د هزاره وو د ايماق قبيلو له سختو خونړيو جګړو وروسته وكړاى شول ضحاك كلا ونيسي او يو شمېر هزاره مشران او قومي ريسان په چاريكار كې خپل پلار ته راولي.(45)
نادر د غزني تر نيولو وروسته د كابل پر خوا پر مخ لاړ او څه كم خپل دوه زره تنه پوځيان يـې مامور كړل چې تر ده وړاندې كابل ته ودانګي.
نادر د كابل كوټوال يانې شرزه خان ته يو پيغام ولېږه، چې په كې ويل شوي وو: د محمدشاه له هېواد سره كوم كار نه لري، خو د هغه ځاى د مېشتو افغانانو د له منځه وړلو نيت لري.
د كابل او پېښور صوبه دار ناصرخان له ډيلي څگـخه مرسته وغوښته، چې د نادر د مقابلې لپاره راودانګي، خو وړ ځواب يـې وانه ورېد، نو هغه هم په خيبر دره كې له خپل شل زره كسيز ځواك سره د نادر راتلو ته په تمه كښېناست.
شرزه خان او خلكو څو ورځې ښه په ټينګه د ښار دفاع وكړه، خو كله چې د نادر پوځونو د ښار دېوالونه ونړول اوپه زوره ښار ته ننوتل، نو په ښار كې له نېستمنو خلكو پرته نور څوك نه وو پاتې، ځكه مېشتو كسانو خپلې شتمنۍ رااخيستې وې او په كلا كې پټ شوي وو: "نېستمن او كموسه خلك چې پاتې وو، هماغه شېبه د نادر د پوځونو له خوا ووژل شول. د نادر پوځونو وروسته د ښار ټول كورونه چې له مرمرو ډبرو جوړ شوي وو وران كړل� د ودانيو دروازې، چتونه او نور لرګين څيزونه يـې وسوځول، يوازې يـې برجونه ځكه پرېښودل چې خپل توپونه په كې ودروي او پر كلا ډزې وكړي".(47)
ديملسون د نادر په لاس د كابل نيولو نېټه د (1738) م كال د جون مياشت اتمه نېټه ليكي.(48)
نادر له كابله د محمدشاه ګورګاني لپاره ډيلي ته د دوستۍ ټينګېدو لپاره يو پيغام ولېږه او خپله يـې د خوراكي او نورو اړتيا وړ موادو د برابرولو په موخه پر هندوستان يرغل وكړ، ځكه چې كابل نه شول كولاى د نادر د پوځ ټولې اړتياوې ورپوره كړي، نو نادر د خپل پوځ يوه برخه د كابل ودانو سيمو لكه تـګاو او نجراو سيمو ته ولېږله، چې پوځ او نورو حيواناتو ته په لنډه موده كې خوراكي توكي او واښه برابر كړي او خپله له خپلو ځينو پوځيانو سره د ګندمك له لارې د جلال اباد پر لوري روان شو. كله چې نادر واورېدل، په جلال اباد كې يـې د مړينې خبرې كېـږي، نو د هغه ځاى له خلكو سره يـې له توند چلند څخه كار واخيست او د يوه كس پرځاى يـې د سلو كسانو سرونه پرې كړل او له هغه ځايه بيا د خيبر درې خوا ته روان شو.(49)
نادر له جلال اباد څخه د وتو پر وخت د خپل پوځ څه له پاسه دوولس زره كسان وړاندې ولېگږل او امر يـې وكړ چې له عمده ځواك څخه دوه منزله فاصله واخلي.
پر هماغه مهال د كابل مشر ناصرخان، د پېښور او خيبر تر شلو زرو زيات افغانان په خيبر ګردنه كې ځاى پرځاى كړي وو، چې د ايراني پوځيانو د پرمختـګ مخنيوى وكړي.
څـگرنـګگه چې د نادر (قراولانو) د خيبر درې په ختيزه غاړه كې د دښمن د شتوالي ګزارش وركړ، نو نادر تصميم ونيو چې خپل دوديز جګړه ييز چل وكاروي، په دې توګه له يوې ستونزمنې لارې مخكې راغلل او له بله پلوه يـې ناڅاپه پر دښمن بريد وكړ.
نادر د يو ښه لارښود په موندلو سره د خپل ځواك لويه برخه په ديكاب نومې سيمه كې پرېښوده او خپله يې د دېرشو زرو سپرو په مشرۍ د (سه چوبه) له لارې چې ډېر اوچت غر دى، پر دښمن راودانګل، بله ورځ يـې دېرش فرسخه لار ووهله او د ناصرخان پر ځواكونو يـې بريد وكړ او دوى يـې په لنډه موده كې د پېښور او جمرود پرلوري تر شا كړل، ناصرخان او د مقابل لوري ځينې نور مشران يـې ونيول او تر درېيو ورځو وروسته د پاتې ځواكونو په راتلو سره د پېښور پر لوري روان شول.(51)
نادر د پېښور تر نيولو وروسته پر لاهور بريد وكړ او لاهور يـې له جګړې پرته ونيو. تر هغه وروسته د هند د ګورګاني دولت پلازمېنې (پايتخت) شاه جهان آباد ته متوجه شو، چې د نار ځواكونو تر لږو جګړو وروسته د هند وروستي ګورګاني واكمن محمدشاه تسليمېدو ته اړويست او نادر د 1151هـ كال د ذي الحجې په اتمه د جمعې په ورځ شاه جهان آباد (ډيلي) ته ننووت.(51)()
د كندوز او بلخ نيول:
هغه مهال چې نادر د كندهار پر محاصره بوخت و، نو شل زره كسيز پوځ يـې د زوى رضا قلي ميرزا په مشرۍ له خراسانه د بلخ د نيولو په موخه روان شو او په ماروچاق سيمه كې د هرات مرستندوى پوځ هم ورسره ملګرى شو او وروسته د اندخوى پر لوري وخوځېدل. كله چې دا پوځ د اندخوى په يو منزلۍ قراتپې ته ورسېد، نو رضا قلي ميرزا د اندخوى حاكم عليمردانخان ته يو ليك ولېږه، دا اشاره يـې هم ورته كړې وه چې تسليم شي او ښار د عزيزقليخان دادخواه ورور نياز قلي ته ( چې مخكې يـې له عليمردانخان ازبك سره د هغه ځاى پر حكومت اختلاف پيدا شوى و او اصفهان ته رضا قلي ميرزا ته تللى و). وسپاري، عليمردانخان له ځان سره سوچ وكړ كه له مقاومت پرته ورتسليم شي، نو حتماً به د كينه ګرو: نياز قلي دادخواه او عزيز قلي له خوا ووژل شي، نو تصميم يـې ونيو چې د ځان او د ښاري خلكو د دفاع لپاره اوچت شي. نو رضا قلي ميرزا ته يـې ځواب وركړ چې د ښار پرېښودو ته چمتو نه دى. د رضا قلي ميرزا پوځونو ډېر ژر ښار محاصره كړ، هلته عليمردانخان هم دېوالي (حصاري) جګړې پيل كړې، چې دا جګړې څلوېښت ورځې وغزېدې، اخر د سيمې ځينو فيوډالانو له عليمردانخان سره مخالفت پيل كړ او له دښمن سره يـې له مقاومت څخه لاسونه واخيستل، رضا قلي ميرزا د ښاريانو ترمنځ د اختلافونو په پوهېدو سره محاصره نوره هم تونده كړه، عليمردان چې وليدل د ښار خلك زړه نازړه شوي، نو له جګړې څخه يـې لاس واخيست او ښار يـې رضا قلي ميرزا ته وسپاره، رضا قلي ميرزا د اندخوى حكومت نيازقلي دادخواه ازبك ته وسپاره، عليمردان خان او د اندخوى ښار دوه نور مشران يـې چې له هغه سره يو لاس شوي وو، هرات ته واستول او هملته ووژل شول.(52) د نادر پوځونو وروسته شبرغان او آقچه هم ونيول او د بلخ پر لوري وخوځېدل.
د بلخ حاكم ابوالحسن د چنـګېزخان د كورنۍ له پاتوشونو، يو كمزورى او سست ارادې سړى و. د هغه ناظر قبچان د نادر له پوځ سره جګړې ته چمتو شو، له بلخ ښار څخه دوولس زره تنه د جګړې په موخه ووتل، چې بلخ ته نژدې يوه كوچنۍ خو خونړۍ جګړه ونښته، چې په پاى كې سيدخان قبچان له خپلو څو تنو پوځيانو سره د (شاديانو) خوا ته شاتـګ وكړ، ځينې پوځيان شاه مردان ته وتښتېدل او ځينې هم ښار ته راستانه شول او د نادر د پوځيانو پرمخ يـې دروازې وتړلې، رضاقلي ميرزا تر ښار دباندې چمن ته نژدې اردوځاى جوړ كړ. د نادر پوځونه به ډلې ډلې د ښار شا وخوا راتلل خلك به يـې لوټل او هغه شتمنۍ او مالونه به يـې خپلو اردوځايونو ته وړل. اخر د ښار ځينې سپين ږيري او روحانيون رضا قلي ميرزا ته ورغلل او د تسليمېدو چمتووالى يې وښود.
رضاقلي ميرزا هم ددې وضعې هركلى وكړ او خپل ځينې مشران يـې د لوټونو او غلاوو د مخنيوي لپاره ښار ته ولېږدول او ځاى پر ځاى كړل. ابوالحسن چې د ښار په بالاحصار كې پټ و، كله چې خبر شو د نادر ځواكونو د ښار ځينې برخې نيولي، قرآن په لاس او توره په غاړه له ارګ څخه ووت او رضاقلي ميرزا ته تسليم شو. رضاقلي همدغه سړى خپل پلار ته چې د كندهار پر محاصره بوخت و، ولېږه. نادر هغه ته اجازه وركړه چې د خداى  د كور زيارت ته لاړ شي او هلته ومري.
رضاقلي ميرزا د بلخ تر فتحې وروسته، خپل ځينې پوځيان د شاه قلي مروي په مشرۍ د سيدخان قبچان د څارنې او نيونې لپاره سانچارك ته ولېږل.
له بل لوري سيدخان ازبك خپل ځينې نور كسان د سنچارك شا و خوا ته واستول، هغوى يـې د نادر د پوځونو له لوټونو او د تباهۍ له ګواښ څخه خبر كړل او هيله يـې ورڅخه وكړه چې د نادر د پوځونو په له منځه وړلو كې ورسره مرسته وكړي. د سنچارك سيمې ازبكان د سيدخان ازبك په پلوي اوچت شول، په يوه جګړه كې چې په يوه دره كې د شاه قلي بېګ له ځواكونو سره وشوه، د دښمن پوځ ته يـې وژونكى ګوزار وركړ، چې ان په پيل كې د دښمن د اختلال سبب شو.
محمد كاظم ددې جګړې يو انځور داسې كاږي: "هغه دوې ډلې د دوو رودونو او يا دوو غرونو په شان يو پر بل راپرېوتلې، داسې جګړه ونښته چې وينې څښونكى بهرام ورته ګوته پر غاښ پاتې شو:
ژباړه:
دوو لښكرو زړونه مرګ ته كښېښگودل
د ږليو په شان غشي اورېدل
يو پر بل باندې بريدونه پيل شول
غرونو، دښتو په سرو وينو ولامبل
هوا ډكه شوه له تورو او له غشيو
واړه تږې شګې شوې پرې خړوبې
سره ويې وژل هره خوا ښه ډېر
چې له مړو ټولې لارې ډكې شوې.(53)


چې د يوه ازبك قومندان په وژل كېدوسره د سيدخان خلك وارخطا شول، چې په پايله كې له ماتې سره مخامخ شول. ځينې ټپيان، ځينې مړه شول او ځينې وتښتېدل، د نادر پوځونو د هغه ځاى مېشت ټول مالدار او څاروي لرونكي ازبكان له ځان سره په زوره بلخ ته بوتلل او دوى بېرته خپلو لومړنيو ځايونو ته راغلل، هغه بل پوځ چې د رضاقلي ميرزا له خوا د سيدخان قبچان په څارنې پسې روان شوى و، د سيدخان د ډلې د ځپلو لپاره د سانچارك پر لوري روان شو. سيدخان ازبك څه موده د هغې سيمې په غرونو كې پټ و، كله چې خبر شو د نادر خلك يـې له څارنې لاس نه اخلي، نو اړ شو چې كندوز ته د يو سفخان ازبك ورور هزاره خان ته لاړ شي او پناه ځنې واخلي.
د نادر پوځونه د سانچارك سيمې د خلكو تر تابع كولو او له هغو څخه د مالياتو او ډېرو نورو شتو تر اخيستو وروسته بېرته بلخ ته ستانه شول.
رضاقلي ميرزا د بلخ حكومت يوڅه نور هم ښه كړ او خپله له خپل پوځ سره د قارشي او آمو سواحلو خوا ته روان شو.(54)
وروسته تر دې چې رضاقلي ميرزا د آمو په سواحلو كې بېلابېل ښارونه او ښارګوټي ونيول، نو خبر وركړل شو چې د كندوز د حاكم يو سفخان ازبك ورور هزاره بېګ د سيدخان قبچاق په مرسته د نادر له پوځونو سره جګړې ته چمتو كېږي، رضاقلي د طهماسب خان جلاير په لارښوونه خپل پوځ د كندوز پر لوري روان كړ.
د نادر د پوځونو وژنو او لوټونو د سيدخان او د كندوز د حاكم يوسفخان په زړونو كې داسې وېره رامنځته كړې وه، چې كندوز ته د نادر د پوځونو تر راتـګ دمخه سيدخان بدخشان ته د هغه ځاى والي نباتخان ته وتښتېد، يو سفخان چې يو وېرندوكى سړى و، د نادر له پوځ سره تر مخامخېدو مخكې سكته وكړه.
كله چې رضاقلي ميرزا د كندوز څو فرسخۍ ته ورسېد. مشران، فيوډالان او روحانيون له ډاليو سره ورغلل او له هغه سره يـې خپل ملاتړ څرګند كړ، رضاقلي ميرزا له مقاومت پرته كندوز ته ننووت او د يو سفخان كلا يـې د خپل استوګنځي په توګه وټاكله.
محمدكاظم د رښتينو روايت كوونكو له خولې وايي چې يوسفخان ازبك يو عياش، بډاى او ښځې خوښوونكى سړى و، چې له هغې سيمې څخه يـې شپږ سوه ښځې او نجونې په زور خپلې كلا ته راوستلې وې او ساتلې يـې، هغه ښځو ته اېلول، سندرې غږول، نڅاوې، موسيقۍ، شعبده بازۍ او رسۍ بازۍ ورزده كړې وې، سربېره پر دې يـې ځينو خلكو ته زرګري، ميناتوري، انځورګري، نقاشي، بقالي، بزازي، سيمساري او نورې حرفې (كسبونه) چې د ټولو شمېر (33) كېده ورښودلې وې، چې ټولو به دده په ګټه كار كاوه. په كلا كې يـې دننه نورې بېلابېلې او پراخې ودانۍ
جوړې كړې وې. داسې بازار يـې هم ودان كړى و چې د بېلابېلو دكانونو كتارونه په كې وو او ځينو ښځو به په كې سودا او نورې سوداګريزې معاملې كولې� دى به په خپله د تنباكو پلورونكي په توګه بازار ته راته او په كليواله لهجه به يـې ويل: "اى تر سر مو وګرځم، تر نوم مو ځار شم، اى زما ترورې! زما تنباكو هم كله - كله څكوئ، پيسې هم راكړئ او ژر � ژر اهونه وكاږئ".
هغه به له ښځو سره همداسې خبرې كولې او خپل ډېر وخت به يـې د ښكلو څيزونو په رانيولو تېراوه، له ښځو سره به يـې ټوكې، شوخي او شخړې كولې او كله به يـې د سندرغاړو او سازنده وو پر خبرو ځان بوختاوه او په خوښۍ سره يـې ژوند كاوه.(55)
د يوسفخان تر مړينې وروسته رضاقلي ميرزا د كندوز حكومت هزاره بېګ ازبك ته وسپاره، هغه مېرمنې يـې چې يوسفخان خپلې كلا ته راوستلې وې ځينې د خپل پوځ مشرانو او مخكښانو ته وروبښلې او ځينې يـې رخصت كړې، چې خپلو اصلي استوګنځيو ته لاړې شي. وروسته رضاقلي ميرزا له خپلو پوځونو سره بدخشان ته روان شو، خو پر همدې مهال ورته د نادر فرمان ورسېد، چې بېرته بلخ ته ستون شي او د هغه ولايت مشرتابه ټينـګ كړي او د هغه دربار ته ورشي.
رضاقلي ميرزا هم د پلار په امر بلخ ته لاړ او بلخ حكومت يـې د عزيزقلي داد خواه ورور نياز خان ته وسپاره او خپله له طهماسب خان جلاير سره كابل ته روان شو او وروسته جلال اباد ته لاړ او له خپل پلار سره يـې وكتل او د نادر د وليعهد په توګه وټاكل شو، تر هغه وروسته ايران ته روان شو.(56)
تر (1740) م كال وروسته د نادر د استبدادي دولت پرضد د افغانانو پرله پسې پاڅونونه ترسره كېږي، چې دا دى د نېټو او اوډون له مخې به يـې ولولو:

د دويم څپركي سرچينې:

1. لكهارت: انقراض سلسلهْ صفويه، د ډاكټر اسمعيل دولتشاهي ژباړه، تهران، 1344 ل كال، 369 مخ. نادرشاه: د مشفق همداني ژباړه، 1330ل كال چاپ، 40 � 44 مخونه.
2. جهانكشاى نادري: 71- 72 مخونه. زندگاني نادرشاه: 46 � 47 مخونه.
3. زندگاني نادرشاه: 47 مخ. انقراض سلسلهْ صفويه: 374مخ. نادرشاه: 43 مخ.
4. سفرنامهْ سايكس: د حسين سعادت نوري ژباړه، دويم ټوك، 32 څپركى، 1336 ل كال، چاپ، تهران.
5. لكهـارت: انقراض سلسلهْ صفويه، د دولتشاهي ژباړه، 37مخ. زندگاني نادرشاه: 48مخ.
6. � 7. انقراض سلسلهْ صفويه، 374 � 376 مخونه. نادرشاه: 48- 58 مخونه.
8. هماغه اثر: هماغه مخ.
9. عالـم آراى نادري: لومړى ټوك، 234 مخ.
10. هماغه اثر: تر 235 مخ وروسته.
11. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، 344 مخ.
12. � 13. محمدكاظم: لومړى ټوك، 242- 247 مخونه.
14. محمد كاظم: لومړى ټوك، 260 مخ.
15. // // 270 مخ.
16. // // 272 � 276 مخونه.
17. غبار: افغانستان در مسيرتاريخ، 244 مخ.
18. � 19. محمدكاظم: لومړى ټوك، 277 مخ.
20. محمدكاظم: لومړى ټوك، 278- 279 مخونه.
21. محمدكاظم: لومړى ټوك، 280 مخ. جهانكشاى نادري: 154 مخ.
22. ميرزا مهدي خان استر آبادي: جهانكشاى نادري، 155 مخ.
23. محمدكاظم: عالـم اراى نادري، لومړى ټوك، 282- 284 مخونه.
24. ميرزا مهدي خان استرآبادي: جهانكشاى نادري، 155مخ.
25. محمدكاظم: لومړى ټوك، 293 مخ.
26. محمدكاظم: لومړى ټوك، 308 � 310 مخونه.
27. لكهارت: نادرشاه، 156 مخ.
28. ګنداسنـګ: درانى احمدشاه، د ا. ج. علومو اكاډمي، 1366ل كال، 18 مخ ( د تاريخ سلطاني، 118 مخ. ميرزا مهدي خان ، 179 � 182 مخونو په حواله).
29. هماغه اثر: 157 مخ. دولت نادرشاه افشار: 167 مخ.
29. � 30. ګنداسنـګ: درانى احمدشاه، د نصرالله سوبمن ژباړه، د ا. ج. علومو اكاډمي، 1366ل كال، 19 مخ.
31. د جهانكشاى نادري د ليكوال په وينا(287- 288- 297- 302- 304 مخونه) او د لكهارت په وينا:
د نادر ځواكونو چې د زمينداور د نيولو لپاره له ګرشك څخه ماموريت اخيستى و، هڅه كوله چې ډېر ژر د زمينداور كلا ونيسي او خلك اطاعت ته اړ كړي، خو د افغانانو له خوا له داسې مقاومت سره مخامخ شول چې د 1151هـ كال د ژمي تر پايه ونه توانېدل هغه سيمه په بشپړ ډول ونيسي، خو بُست او د هغه شا و خوا سيمې يـې يوازې د څو مياشتو لپاره ونيولې او هغه مالونه يـې كندهار ته ولېږدول، چې له خلكو څخه يـې اخيستي وو.( لكهارت: 161 مخ).
32. لكهارت: نادرشاه، 158- 159 مخونه.
33. دولت نادرشاهْ افشار: 167 مخ. ميرزامهدي خان: جهانكشاى نادري، 297- 309 مخونه. محمدكاظم: دويم ټوك، 86 مخ.
 محمدكاظم د كندهار كلا په ستاينه كې وايي:



چو زد شاه جم قدر گردون وقار
سرا پرده بر دامن قندهار
يكي باره بر قُلهْ كوه ديد
ز مردم جهاني پر انبوه ديد
يكي قلعه چون طاق نيلي حصار
بر وجش سراسر شده استوار
رواق فلك طاق دروازه اش
در افاق افتاده آوازه اش
لب خندق و خاكريزش به هم
نهايات ملك وجود و عدم
بدامان وى كآفت اڼيخته
فلك مشت خاكستري ريخته
ز رفعت بدان قلعهْ دلنواز
فلك زير دست او مه سرفراز
سركڼره ش بر فلك كرده راه
خراشيده زان روى خرشيد و ماه
درش بسته مانند قوس قزح
نمايان ز بالاش قوس و قدح
فلك سا لها گرد عالـم دويد
بنايى بداڼونه هرگز نديد
قلم گر كند وصف ان را رقم
قلم را كند بار دېر قلم
نكو قلعهْ كوه پر از سڼ بود
به كوهْ دماوند در جڼ بود
� سر خاكريزش بر افلاك بود
برش آسمان تودهْ خاك بود.

(محمد كاظم: دويم ټوك، 83 � 84 مخونه)
34. دولت نادرشاه افشار: 167- 168 مخونه.
35. لكهارت: هماغه اثر، 159- 162 مخونه.
36. هماغه اثر: 162 مخ.
37. دولت نادرشاه افشار:267 مخ.
38. هماغه اثر: 270 مخ. جهانكشاى نادري: تر 300 مخ وروسته.
39. لكهارت: نادرشاه، 164 مخ.
40. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ. د محمدكاظم له دويم ټوك، 176 مخ سره دې پرتله شي.
41. لكهارت: نادرشاه، 170 مخ.
42. ګنداسنـګ: درانى احمدشاه، د علومو اكاډمي چاپ، 1366ل كال، 24 مخ (د تاريخ حسين شاهي 9- 10 مخونه. تاريخ سلطاني: 121 مخ، صولت افغاني: 341 مخ، لكهارت: نادرشاه، 170 مخ، محمدكاظم: دويم ټوك، 178 مخ په حواله).
43. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ.
44. ميرزا مهدي خان: جهانكشاى نادري، 304 � 310 مخونه. محمدكاظم: دويم ټوك، 188 � 189 مخونه.
45. محمدكاظم: نامه عالـم آراى نادري، دويم ټوك، 202- 208 مخونه.
46. � 47. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ.
48. ميليسون: د افغانستان تاريخ، پښتو ژباړه، منشي احمدجان، پېښور چاپ، 1930 م كال، 248 مخ.
49. محمدشفيع تهراني: تاريخ نادرشاه، 34- 44 مخونه. لكهارت: 171مخ.
50. محمدكاظم: نامه عالـم آراى نادري، مسكو چاپ، 1966 م كال، درېيم ټوك، 220 مخ.
51. بيان واقع در احوال نادرشاه: عبدالكريم ابن خواجه عاقبت كشميري، د ډاكټر كي، بي نسيم په سمون، د پنجاب پوهنتون چاپ، لاهور، 1970م كال، 35 مخ.
52. محمدكاظم: دويم ټوك، 212- 213 مخونه.
53. � 54. هماغه اثر: 221- 224 مخونه.
55. هماغه اثر: 260 مخ.
56. هماغه اثر: 269 مخ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery