مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

کانديد اکاډميسين محمد ابراهيم عطايي

د ګورګاني هند او صفوي ايران ترمنځ د افغانستان د موجوديت په ساتلو کې د دوه لويو افغاني قبيلوي اتحاديو نقش

توخي يا توخيان د پښتنو يوه لويه قبيله ده، چې د پنځلسمې، شپاړسمې، اولسمې او اتلسمې پېړۍ په دورانونو کې يې کله له نورو قبيلو سره د موتلفى قبيلې په توګه او کله مستقله خاني درلوده.
دا قبيله چې د غلجيو کانفدريسي (اتحاديې) ته منسوبه ده د سليمان د غرونو له واديګانو څخه تر مهاجرت وروسته د کندهار په حوزه کې چې په هغه وخت کې لا د ارغستان پر ورشو ګانو اوسېدله د ابدالي قبايلو سره يوځاى وه، خو کله چې دغه غلجي او ابدالي پوونده قبايل د ارغنداب په حوزه کې استوګن کېدل او د دوى ترمنځ به کله کله شخړې راوچتېدلې، ولې په جرګو او مرکو به يې خپل منځي متنازع فيها مسايل حلول.
کله چې د کندهار د دوو لويو امپراطوريو، لويديځ ته د صفويانو او ختيځ ته د هندي ګورګانيانو د دولتونو ترمنځ د تجارتي او ستراتيژيکي اهميت له پلوه حساس موقعيت ورپه برخه کېدى، نو ددغو قبايلو ترمنځ هم قبيلوي شخړو د سياسي تمايلاتو په وجه ژوروالى مونده.
دغه منطقوي حساسيت په خاصه توګه د ظهيرالدين محمد بابر له هغه لومړني يرغل سره را اوچت شو، چې په ١٥٠٧ کې د بابر او شيباني خان اوزبک ترمنځ پر کندهار شخړه وشوه او د يوه دوو کالو په دوران کې د سيمې يو و بل ته دا انتقال بالاخره د بابريانو د تسلط په دايره کې پاته شو.
هغه مهال چې بابر هند ته ولاړ او له هغه ځايه يې د افغانستان اداره په لاس کې ونيوله، نو د کندهار د ابداليانو او غلجيانو خانانو په داخلي سطح کې ازادي درلوده، کله چې بابر مړ شو او همايون قدرت واخيست او هغه هم په لنډه موده کې د سوري شېرشاه له خوا وشړل شو او همايون هم ايران ته پنا يو وړه، نو د شېرشاه د کورنۍ په وخت کې کندهار د يوه مسلط سياسي پلوه په يوه خلا کې واقع و ځکه سوريانو په هند کې درانه مصروفيتونه درلودل او دلته لا د قبايلو په کانفدريسيو کې دومره توان نه و موجود شوى، چې ځانته مستقل دولت تاسيس کړي، نو ځکه د باندې له خوا لومړى ايران او بيا چې کله بېرته د ګورګاني جلال الدين اکبر د راپورته کېدو سره د هندي بابري دولت ستنې ټينګې شولې نو د ايران او ګورګاني هند ترمنځ پر کندهار کشمکش پيل شو.
يوازې په ١٦ او ١٧ ميلادي پېړيو کې (١٣) ځله کندهار د صفوي ايران او ګورګاني هند ترمنځ کله د يوه لاس او کله د بل لاس ته ولوېد او په دا هر ځل کې چې د لويو نظامي سوقياتو په ترڅ کې يرغلونه سرته رسېدل د ځان سره يې بې شمېره تباهي، تلفات او د سميې خرابي منځته راوړله. ددغو لويو تاريخي انتقالاتو په ترڅ کې چې ددې ځاى قبايل په مادي او معنوي سطح کې تهديدل، نو د مسلطو يرغلګرو سياستونو له خوا ځينې تفتينونه هم د قبايلو ترمنځ عملي کېدل، څو دوى له يوه مستحکم اتحاد څخه لرې وساتي او بالاخره د اورنګ زېب په خوله هغه حقيقت بيان شو چې ويل يې موږ بايد د دغو قبايلو ترمنځ هډ له هډ سره په ټکر راولو څو دواړه هډه مات شي.
د همدغسې توطيو په جريان کې د غلجي او ابدالي قبايلو ترمنځ د کندهار پر سيمه ييز وېش جګړې راپورته شوې، د کندهار مرزباني (سرحد داري) (( چې دا هم يو محکوم مابانه لقب و چې دايران له خوا به پښتنو خانانو ته ورکول کېده)) کله يوه ته کله بل ته حواله کېده بالاخره دجرياناتو په ترڅ کې دوى لويې قبيلوي کانفدريسي (اتحاديې) منځته راغلې چې د يوې مشري په ابداليانو کې سدوزو ته ورپه برخه شوه چې د کندهار ښار صفايي مرکز و او مخ پر لويديځ يې تر فراه پورې تسلط درلود او د بلي مشري په غلجو کې توخو ته وسپارل شوه چې د زابل څخه تر کابل پورې يې د حکمفرمايۍ ساحه وه.
په ١٥٥٣ ميلادي کې چې ګورګاني همايون کندهار ته راغى، نو د کندهار حکمراني يې بهادرخان سيستاني ته وسپارله، خو دا کار د هغه قبيلوي نورم څخه مخالف و چې په دغه سيمه کې د دوو لويو سرداري قبيلو سدوزو او توخو ترمنځ موجود و، نو ځکه کلاتي شا محمدخان توخي د همايون ترتګ وروسته پر کندهار حمله وکړه او بهادرخان سيستانى يې وشاړه او په خپله حکمران شو.
د همايون تر مرګ وروسته ايران کندهار ته پاملرنه وکړه او له دغه وخته نو د صفوي ايران او ګورګاني هند ترمنځ د کندهار پر سر شخړې پيل شوې او سم له دغه جريان سره د دغو دوو لويو قبيلو ترمنځ هم زړه بداوى پيدا شو. د دواړو خواوو خانان چې دراک شخصيتونه وو، د مسالې د حل لپاره يې کوښښ کاوه خو متجاوز بېګانه مسلط قدرتونه سخت فعال وو چې د دوى ترمنځ د اختلاف لمن پراخه کړي.
بالاخره د صفوي ايران او ګورګاني هند ترمنځ د کومې مقاولې پر مخ نه، بلکې په يوه فرضي کرښه کې د سياسي نفوذ ساحه داسې وټاکل شوه چې د اوسني (مقر) له حد څخه مخ پر لويديځ د صفوي ايران او تر مقر راپورته مخ پر شمال او ختيځ سيمې د ګورګاني دولت د نفوذ په ساحه کې شاملې شي. د ايران شاهانو چې هر څه زور ولګاوه په مستقله توګه يې ونه کولاى شول، چې خپل حکمران يا نايب دغو سيمو ته راولېږي، نو په خپله د سيمو خانانو ته يې د (مرز بانانو) په نامه اداره سپارله او هغوى به يې د ايران په دولت کې شريک بلل. خو ددې سيمو خانانو او خلکو په کُلي توګه ځانونه د ايران تابع نه بلل، د ګورګاني دولت سره به يې هم روابط پالل، لکه چې په ١٦٤٠ کې د سدوزو حکمرانانو ملک مغدود خان او کامران خان چې د ايران له خوا د کندهار د حکمرانانو په صفت پېژندل کېدل او د ايران او ګورګاني هند ترمنځ سخت اختلاف هم و، دغه دوه مشران د شاجهان دربار ته ورغلل او هلته يې ډېر عزت وشو همدارنګه د توخو مشر سلطان ملخى خو پرله پسې د ډهلي په دربار کې عزتمند موقف درلود او د سلطان لقب هم هغه دربار ورکړى و، هند ته تګ راتګ کاوه. په دې کې شک نه شته چې دغسې روابط به پر ايران ښه نه تمامېدل، خو پښتنو سردارانو خپله ازادي ساتله او د وخت د قدرتونو د فشار پروا يې هم نه کوله.
که څه هم ابدالي او غلجي قبايل د پرديو قدرتونو يعنې صفوي ايران او ګورګاني هند د تسلط پر وړاندې په مقاومت کې د يوې متحدې جبهې غړي وو، خو کله کله سيمه ييزې شخړې ددغو قبيلو ترمنځ راپورته کېدې او ددغسې شخړو څخه به متجاوزو قوتونو ګټه اخيستله.
نو ددغسې معضلو د حل لپاره د ابداليانو او غلجيانو ترمنځ يوه ډېره لويه او دوستانه جرګه وشوه، چې د ابداليانو د طرف مشري ملک خضرخان مشرو زوى خدايداد سلطان مشهور په (خودکي) چې د شېرخان ( د احمدشاه بابا د نيکه ګانو څخه و) ور ور کوله او د غلجو د طرف مشري سلطان ملخي توخي ته سپارل شوې وه. په دې جرګه کې فيصله وشوه چې د جلدک د ګرماو په سيمه کې دې (پل سنګى) چې د کندهار د ښار د ختيځ په پنځوس ميلۍ کې واقع و داسې سرحد وساتل شي چې ددغې سيمې لويديځ ته ابداليان او ختيځ ته غلجيانو د نفوذ ساحه جوړه شي. همدارنګه په کندهار کې چې هم غلجيانو قومونو استوګنه درلوده، د ابداليانو سره دې د ورورۍ په حساب ګډ ژوند وکړي.
دا ددې دو قبيلوي مشرانو درايت و، چې په يوه سخته حساسه مرحله کې يې د قبيلوي قتلونو د مخ نيوي په طرف کې قدم مخته واخيست ولې دا پر ايران سخته تمامه شوه او له دې وروسته د ايران په ديپلوماسۍ کې دا خبره شامله شوه چې په مستقيمه توګه د کندهار اداره خپلو درباري اداره چيانو ته وسپاري. دغه کار پر ابداليانو سخت تمام شو او د غلجيانو سره په تفاهم کې د خدايداد سلطان شېرخان (د احمد شاه بابا نيکه) د صفوي حکمران سره وموښت او د کوږک په تنګي کې يې د صفويانو لښکر نيست او نابود کړ.
په دغه وخت کې په خپله د ابداليانو د تربرو ترمنځ هم شخړې روانې وې، چې زياتره يې ملتان يا هرات ته مهاجر شول او ايران د خپل نفوذ د قايمولو په خاطر چې کله ګرګين د کندهار حکمران کړ، نو هغه په ١٧٠٣ميلادي کې د ابداليانو مشر دولت خان او د هغه زوى نظرمحمدخان ووژل او د هغه کشر زوى زمان خان ( د احمدشاه بابا پلار) يې يرغمل ايران ته بوت.
تر پل سنګي پورته غلجي اقوام او په کندهار کې اوسېدونکي غلجيان د خپلو ابدالي عزيزانو سره د صفوي ايران په دې جفا کارانه رويه سخت خواشيني وو.
د توخو مشر سلطان ملخي چې سيمه ييز موقعيت يې د صفوي ايران او ګورګاني هند ترمنځ يو سخت برزخ تشکيل کړى و په قبيلوي سطح کې ده هم تکاليف درلودل.
په زابل کې د توخو په اړخ کې هوتک هم لويه قبيله وه او د توخو د سردارۍ سره يې رقابت کاوه، سلطان ملخى چې د وضع حساسيت ته متوجه و، نو د يو سياسي مصلحت پر بنا يې د هوتکو و خان ښالم خان ته چې د ميرويس خان (نيکه) پلار و خپله لور (نازو) ور واده کړه. دا سياسي پيوند د ډېرو ښو نتيجو حامل و. سلطان ملخى چې د يوې خوا له ابدالي قبايلو سره د دوستانه تفاهم په وجه ددغو دوو لويو کانفدرسيو (اتحاديو) اتحاد منځته راوړى و، نو په خپله کانفدريسى ( د غلجو) په اتحاديه کې يې هوتک هم د ځان ملګري کړل او نور غلجي قبايل لکه سلېمانخېل، اندړ، ناصر، ترکي او داسې نور يې هم يوه مرکز ته راټول کړل.
د ايران صفوي دولت چې د دغسې اتحاد څخه سخت تشويش درلود، نو د غلجو سره يې هم د جنګ بنا وکړه چې په يوه سخت جنګ کې چې د دواړو خواو څخه تلفات زيات وو يو هم مشهور قهرمان جبار خان سليمانخېل و، په شهادت ورسېد او مړى يې د کابل په جنوب ختيځ خوا کې په يو ځاى کې خاورو ته وسپارل شو، چې نن د خاک جبار په نامه يادېږي ( او نن د کابل په اداري تشکيل کې په دغه نامه يوه علاقه داري ده) سلطان ملخى ( دنازو پلار او د ميرويس خان مورنى نيکه) د ١٦٨٨ ميلادي کال په حدودو کې په يوه قبيلوي جګړه کې چې د دروازګۍ په سيمه کې پېښه شوې وه ووژل شو. دده تر مرګ وروسته يې زوى حاجي عادل مشر شو او دا هم په يوه قبيلوي جګړه کې مړ شو، تر ده وروسته يې زامن او لمسيان خانان وو، خو زيات نفوذ يې نه درلود او قدرت د هوتکو قبيلې ته انتقال شو.
ښالم خان هوتک د ميرويس خان پلار چې د نازو په نسبت د توخو زوم ګڼل کېده د توخو اعتماد يې هم ملګرى و او يو دراک مشر و، پر ده هم قوم راټول شو او دده زوى ميرويس خان چې د توخو سرداره قبيله يې ماما خېل وه مخصوصاً دده د مور نازو په تدبير هغوى دده ملاتړ وو، دا رسالت پر غاړه واخيست چې د صفوي ايران نفوذ ته خاتمه ورکړي.
ميرويس د خاص تدبير په لحاظ په ښار صفا کې د يوه پوپلزي خان ( چې سدوزى يې يوه پښه ده) لور وغوښته. ده دا کار ځکه وکړ چې د يوې خوا ښار صفا د ابداليانو ( چې پوپلزي او د هغوى پښه سدوزي ورته منسوب دي) مرکز دى د خپل فعاليت مرکز وګرزوي، له بلې خوا په دغه خپلوۍ چې د ابداليانو ښځه يې غوښتې وه ځان د هغوى زوم کړى څو په دوه قوته چې د يوې خوا د توخو سرداران يې ماماګان وي او له بلې خوا ابداليان يې خسر خېل شي، په دې توګه ځان ته دا زمينه برابره کړې چې د دوى په اعتماد يوه لوى ماموريت ته تيار شي. همداسې وشوه، ځکه د ښار صفا ابداليان چې د ګورګين له خوا مشر دولت خان او د هغه زوى نظرمحمد خان وژل شوي وو سخت عصبي و او داسې يو څوک يې غوښت چې د دوى انتقام واخلي او ددغه ستر کار لپاره نو ميرويس خان ډېر مناسب شخصيت و.
ميرويس خان چې په ډېرو مواردو کې يې د باتدبيره مور (نازو) مصلحت ورسره ملګرى و د يوه منظم پروګرام له مخې په کار پيل وکړ، څو دا و چې په کندهار کې د صفوي دولت تسلط ته سقوط ورکړ. ګرګين يې وواژه او هېواد يې مستقل کړ. ميرويس خان د صفوي قدرت تر ختمېدو وروسته ځان باچا ونه باله او هغه لقب چې قبيلو د مشر په عنوان ورکړى و هغه يې وساته، ځکه دى پوهېده چې قبيلې لا تر دغه وخته د کانفدريسي په مرحله کې وې او په کانفدريسي کې د باچايي عنصر نه يوازې پيوند نه اخيست، بلکې د قبيلو د اتحاد شيرازه يې هم ور ړنګوله.
ده کوښښ وکړ چې دوه لويې کانفدريسي (غلجي او ابدالي) په يوه اتحاد کې راولي او نو د يو دراک شخصيت په توګه يې د مشرۍ موقف وساته.
دده (ميرويس خان) د مشرۍ عمر ډېر لنډ و، که څه هم ده په کندهار کې ددغو دوو لويو کانفدريسيو ترمنځ د اتحاد مزي قوي کړل خو د ابداليانو کانفدريسي چې په هرات کې وه د هغې سره د تفاهم په حال کې و چې له دې دنيا يې سترګې پټې کړې، ولې اخلاقو يې سره له دې چې په قبيلوي سطح کې يې ځينې اختلافات درلودل، خو د بېګانه قدرت پر وړاندې يې خپل اتحاد ته وفاداري ساتله، لکه چې کله نادر افشار پر هرات فشار راوړ، نو د کندهار څخه د غلجو او ابداليانو کومکونه هغوى ته ور ولېږل شول، څو د نادر افشار پر وړاندې مقاومت وکړي.
دغه پروسه تر هغه وخته جاري وه څو احمدشاه بابا د لوى افغانستان امپراطوري تاسيس کړه او هغه پخوانۍ وضع د يو نوي او لوى تدبير له مخې و يوه نوي مسير ته ورولوېده چې دا د جلا بحث موضوع ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery