مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوی اختر او مقدس مقامونه

محترمو وروڼو ! د لوۍ أختر په مبارکه ورځ کي دوه ستر او عظيم الشانه عبادتونه تر سره کيږي :

اول د اختر لمونځ .
دوهم أضحية او قرباني کول .
د أختر د لمانځه د حکم په اړه د څلورو امامانو په منځ کښي څه ناڅه اختلاف موجود دئ :
د إمام أعظم (رضي الله عنه ) په نزد بنا پر صحيح او � مفتی به � قول واجب دئ .
اول په دې دليل چي د اسلام پيغمبر د أختر پر لمانځه باندي داسي مواظبت او دوام کړئ دئ چي په ټول عمر يې يو ځل هم نه دئ پري ايښئ .
دوهم په دې دليل چي دغه لمونځ بې جماعته نسي کيدلائ ، نو که چيري واجب نه وائ نو بې جماعته به هم کيدلائ سوائ .
او شافعية او مالکية ودې خبري ته تللي دي چي د أختر لمونځ سنت مؤکد دئ او واجب ندئ .
دليل د دوۍ حديث د أعرابي دئ چي مشهور او صحيح حديث دئ .
او د إمام أحمد بن حنبل په نزد د أختر لمونځ فرض کفايي دئ .

د أختر د لمانځه نيت او د کولو طريقه په دې ډول ده :
نيت مي کړئ دئ د زړه له إخلاصه ، لمونځ کوم دوه رکاته د لوۍ أختر ، سره له شپږو زائدو تکبيرو مخ مي دئ و طرف ته د کعبې شريفي ، إقتدا مي ده په دې حاضر امام پسي ـــ الله أکبر .
وروسته له دې امام �سبحانک اللهم ... � تر پايه وايي ته بې هم ووايې ، بيا درې زائد تکبيرونه ويل کيږي او د هر تکبير له ويلو سره لاسونه و غوږو ته وړل کيږي ، په اولو دوو تکبيرو کي چي لاسونه له غوږو څخه راکښته کړې نو ايله بې نيسې او له دريم تکبير څخه وروسته به لاسونه تر نامه لاندي ونيسې لکه په نورو لمنځو کښي ، بيا دغه رکعت په هغه ډول کيږي لکه څنګه چي نور لمنځونه کيږي ، ودوهم رکات ته چي امام راپورته سي نو اول قرآئت ويل کيږي او وروسته بيا درې تکبيرونه ويل کيږي له هر تکبير سره لاسونه و غوږو ته وړل کيږي خو دلته به له هر تکبير څخه وروسته چي لاسونه له غوږو راکښته کړې نو ايله بې نيسې ، بيا امام څلرم تکبير د رکوع لپاره وايي او لاسونه و غوږو ته نه پورته کوي ته به هم دغه ډول کوې ، بيا چي کله امام سلام وګرځوي نو خطبه وايي ته به و خطبې ته په ډيره عاجزي او په حضور د زړه سره مطمئن او ارام غوږ نيسې ، بيا له خطبې وروسته چي دُعا کيږي نو خيال به ساتې چي دزړه په حضور او په ډير لوۍ احتياج او عجز سره په دعا کښي ګډون ورسره وکړې .
پوه سه ! چي دلمانځه په نيت کښي د تکبيرو ذکر ضروري نه دئ ، او نيت په خوله سره ويل هم ضروري نه دئ بلکي که يوازي په زړه کي وويل سي هم کفايت کوي .

قرباني او أضحية :
محترمو وروڼو ! دوهم ستر عبادت په دغه ورځ کښي قرباني کول دي د قربانۍ په حکم کښي هم امامانو څه ناڅه اختلاف کړئ دئ ، د شافعيانو او حنابله وو په نزد چي دا د امام مالک په نزد هم ارجَح قول دئ ، او له امام ابويوسف څخه هم يو روايت په دغه ډول راغلئ دئ دادئ چي أضحيه او قرباني سنت مؤکده ده ، او دا قول د ابوبکر ، عمر ، بلال او أبومسعودبدري هم دئ .

او د إمام أعظم (رضي الله عنه ) په نزد أضحيه واجب ده ، او دا د امام محمد او امام زفر قول هم دئ ، او له ابويوسف او امام مالک څخه هم يو روايت په دغه شکل راغلئ دئ ، او دا د ربيعة ، ليث بن سعد ، اوزاعي او سفيان ثوري مذهب هم دئ .
(کذا في الموسوعة الفقهية ) .

د قربـــــانۍ ثواب او فـــــضيلــــت :
( ۱ ) : په � زادالمقوين � کښي ذکر دي چي په حديث شريف کي راغلي دي چي کوم سړئ چي قدرت د قربانۍ کولو لري او قرباني ونه کړي نو دده سرائ وده ته داسي ښيرا کوي چي الله تعالی دي تا داسي له هر خير څخه محروم وګرځوي لکه څرنګه چي دي زه له قربانۍ څخه محروم کړم .

( ۲ ) : له حضرت علي (رض) څخه روايت دئ چي نبي ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي هر څوک چي له خپل کور څخه و رانيولو د أضحيې ته ووزي نو د هر قدم اخستلو په بدل کښي و ده ته لس نيکۍ ورکړې کيږي او لس ګناوي ورڅخه محوه کيږي او لس درجې الله پاک ورکوي ، بيا چي کله د أضحيې د رانيولو په باره کښي خبره کوي نو دغه خبره دده استغفار بلله کيږي ، او هغه وخت چي د أضحيې روپۍ د أضحيې و مالک ته ورکړي نو هره روپۍ يې په اوه لکه روپو حسابيږي ، بيا چي کله دغه قرباني دَی پر مځکه باندي د ذبحه کولو لپاره غوزاره کړي نو تر اوومي مځکي پوري چي هر شئ دئ هغه دده لپاره بخښنه غواړي ، او کله چي بيا دغه قرباني حلاله کړي او وينه يې توۍ کړي نو له هر څاڅکي څخه د ويني ددغي قربانۍ لس پرشتې الله پاک پيدا کوي چي د قيامت تر ورځي پوري دده لپاره د مغفرت دُعا کوي ، بيا چي کله د قربانۍ غوښه تقسيم کړي نو د هري ګولې په بدل کښي الله پاک دونه ثواب ورکوي لکه يو مرييي چي له اولاد څخه د اسماعيل (ع) يو څوک ازاد کړي .

( ۳ ) : نبي ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي کله تاسي د قربانۍ د حلالولو اراده وکړۍ نو د خپل کور ټول اوسيدونکي سره راټول کړۍ چي د قربانۍ و حلالولو ته حاضر سي ؛ ځکه الله پاک بخښنه کوي و اهل بيت ته د قرباني کونکي او و هغه چا ته چي حاضر سي ودغه قربانۍ ته او و هغه چا ته چي ودريږي پر دغه قربانۍ باندي .

( ۴ ) : د اسلام پيغمبر و حضرت فاطمې (رض) ته وفرمايل چي ولاړه سه او د خپلي قربانۍ پر سر باندي حاضره سه ؛ ځکه اول څاڅکئ د ويني چي له حلق څخه د پسه د قربانۍ را جلا سي نو ټول ګناهونه الله پاک تاته درعفوه کوي ، او په شمار د هر تار د وريښتانو د قربانۍ يوه نيکي الله پاک د قرباني کونکي په عملنامه کښي ليکي ، او د قيامت په ورځ د قربانۍ غوښه ، پوست او وينه د قرباني کونکي د نيکو أعمالو په تله کي ورلويږي ( انتهی مختصرًا ) .

( ۵ ) : د اسلام پيغمبر فرمايلي دي چي هغه څوک چي د قربانۍ قدرت نلري نو څلور رکاته لمونځ دي وکړي او په هر رکعت کښي دي يو واري الحمد لله او پنځلس واره � إنا أعطيناک الکوثر � ووايي نو د قربانۍ ثواب به الله ( جل جلاله ) ورکړي .
( کذا في صــلوة مسعودي و الغنية ) .
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery