مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې کیږی او د هغو د حراموالی دلایل په قران او سنت کې

۱۸- جنسی ضرر :
زمونږ په ټولنه کې یو بل ظلم پرښځو باندې دا کیږي چې بعضې سړی دخپلو ښځو سره دحیض ( میاشتنی مرض) او یا نفاس (دوینی جریان وروسته دولادت نه ) په حالت کې او یا په دبر (مخرج) کې کوروالې کوی نو دغه اعمال حرام او ناروا او دشریعت او فطرت او صحت څخه خلاف کارونه او لویې ګناوی دی .
الله تعالی فرمایي : (( ويسالونک عن المحيض قل هو اذی فاعتزلوا النسا‎‎ء فی المحيض ولاتقربوهن حتی يطهرن فاذا تطهرن فاتوهن من حيث امرکم الله ان الله يحب التوابين ويحب المتطهرين ))
(سورة البقرة آيت ۲۲۲)
ژباړه : او دوې پوښتنه کوی لتانه ای محمده دحیض په باره کې ته ووایه ای پیغمبره چې یوه پلیتی ده نو تاسو په څنګ شی دخپلو ښځونه په حالت دحیض کې او مه نږدی کیږي دوې ته ( په کوروالی) سره تر دی چې پاکی شی دحیض نه نو هغه وخت چې دوې ښی پاکی شی نو تاسو راتګ وکړی دوې ته په کور والی سره دهغه ځاې نه چې حکم کړی وی الله تعالی تاسې ته(مخکینی لاره ) بیشکه چې الله تعالی مینه کوی دډیرو توبه کوونکو سره او مینه کوی دځان پاک ساتونکو سره .
پټه دې نه وې چې د ښځې دولادت نه وروسته دهغی سره دوینی ترجریانه پوری کوروالې رواندی او چې کله يې وینه وچه شی بیا ورسره کوروالې روا دی که دولادت نه يې دوه ورځې وروسته هم وینه وچه شی کوروالې ورسره روادی .
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( اتق الدبر والحيضة ))
‍ (( ترمذی مشکا‎‎‎ة ص( ۲۷۶)
ژباړه : دخپلې ښځې سره په دبر (مخرج ) کې او دحیض په حالت کې دکوروالی نه ځان وساته .
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( من أتی حايضا او امرأة فی دبرها او کاهنا فصدقه بما يقول فقد کفر بما انزل علی محمد صلی الله عليه و سلم ))
(( ترمذی ص(۳۵) ج(۱) ابن ماجه ص(۴۷) مشکا‎‎‎ة ص( ۵۶)
ژباړه : چاچه په حیض اویادبر (مخرج ) کې دخپلې ښځې سره کوروالې وکړلو او یا نجومی ته لاړ شياو دهغه په خبرو يې باور وکړلو نو دغه کس په هغه دین چې محمد صلی الله علیه و سلم باندې نازل شویدی کافر شویدی .
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( ملعون من أتی امرأة فی دبرها )) (( سنن ابی داود ص(۲۹۴) مشکا‎‎‎ةص(۲۷۶))
ژباړه : هغه کس ملعون دی چې دخپلې ښځې سره په دبر(مخرج) کې کوروالې کوی.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( ان الذين ياتی امراته فی دبرها لاينظر الله اليه ))
(( رواه البغوی فی شرح السنه مشکا‎‎‎ةص(۲۷۶) ترمذی (۲۲۰)))
ژباړه : الله تعالی هغه کس ته درحمت په نظر نه ګوری چې دخپلې ښځې سره په دبر(مخرج)کی کوروالې وکړی .
۱۹- د جماع (کوروالی ) پريښودل :

زمونږ په ټولنه یو بل ظلم چې پر ښځو باندې دا کیږي چې بعضې سړی خپلې ښځې داوږدې مودې لپاره دکوروالی دحق څخه محروموی او بعضې دخپلو ښځو سره داسې بی کیفیته کوروالې کوی چې ښځه پکې تکلیف ګالی خو هیڅ خوند ترینه نه اخلی اونه يې جنسی رغبت پکې پوره کیږي .
نو دغه قسم اعمال په شریعت کې ناروا او پرښځه باندې ظلم دی بلکه ښځه پرخپل خاوند باندې دکوروالی حق لری او خاوند يې باید دهغی دجنسی رغبت احترام او دهغی حق په صحی طریقې سره اداء کړی .
الله تعالی فرمایي : (( فاتوهن من حيث امرکم الله ))
( سورة البقرة ایت ۲۲۲)
ژباړه : تاسو کوروالې وکړی دخپلو ښځوسره دهغی لاری نه چې الله تاسې ته امر کړی دی ( یعنې مخکینی لاره)
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( ان لزوجک عليک حقا ))
((بخاری صفحه ۷۸۳ جلد ۲))
ژباړه: ستا ښځه پر تا با ندی د کوروالې حق لری
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( ائت حرثک انی شئت ))
((ابو داود صفحه ۲۹۱))
ژباړه: د خپلې ښځې سره کوروالې وکړه په څه طریقه چې دی خوښه وشی
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( و لک فی جماع زوجتک اجر)
(( رواه احمد الفتح الربانی صفحه ۲۳۳ جلد ۱۶))
ژباړه: تاته د خپلې ښځې سره په کوروالې کې اجر ( ثواب) درکول کیږی.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( اذا جامع احدکم اهله فليصدقها فاذا قضی حاجته قبل ان تقضی حاجتها فلا يعجلها حتی تقضی حاجتها))
(( رواه ابو یعلی فی مسنده فقه السنه صفحه ۳۲۶ جلد ۲))
ژباړه: د خپلې ښځې سره صادقانه ( رښتینی) کوروالې وکړی او چې کله مو خپل حاجت پوره کړلو ( انزال مو وکړو او خوند مو واخیست) مخکې ددینه چې ښځه خپل حاجت پوره کړی ( انزال وکړی او خوند واخی ) نو کوروالې تر هغې مه ختموی تر څو چې ښځه هم خپل حاجت پوره کړی ( انزال وکړی او خوند واخلی)
نو د ښځې جنسی رغبت پوره کول پر خاوند باندې لازم دی او د هغې دغه رغبت باید په صحیح او پوره توګی او داسې طریقې سره پوره کړی چې هغه ورباندې خوشحاله اور اضی شي او دا ځکه چې د ښځې سره کوروالې نه کول او یا د هغې جنسی رغبت په صحیح طریقې سره نه پوره کول هغې ته جسمی او روحی تاوان رسوی او د هغې د ناراضی او خفګان او د میړه سره د بغض او د هغه نه د نفرت سبب کیږی.
نو خاوند ته پکار دی چې د خپلې ښځې دغه حق د عمر بن الخطاب رضی الله عنه د قضاوت مطابق په هرو څلورو شپو کې یو ځل اداء‌ کړی او که خاوند يې د ښځې ددغه حق د اداء کولو څخه انکار وکړی نو ښځه کولی شی چې پس له څلورو میاشتو قضاته ورشی او د خپل خاوند څخه د جدا کیدو غوښتنه وکړی.
۲۰- د کوروالې رازونه بل چاته ويل :

زمونږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو دادی چې بعضې سړی کله خپلو ښځو سره کوروالې وکړی نو بیا د کوروالې رازونه بل چاته وایی نو دغه کار د اسلام په مقدس دین کې ناروا دی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی دی : (( ان شر الناس منزلة عندالله يوم القيامة الرجل يفضی الی المراة و تفضی اليه ثم ينشر سرها )
(( صحیح مسلم صفحه ۴۹۴ جلد ۱ مشکوة صفحه ۲۷۶))
ژباړه: ډیر بد انسان د الله تعالی په نزد په ورځ د قیامت کې هغه سړی دی چې د خپلې ښځې سره کوروالې وکړی او بیا د هغې رازونه خپور کړی.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( انما ذلک مثل شيطانة لقيت شيطانا فی السکة فقضی منها حاجته والناس ينظرون اليه ))
(( ابو داود صفحه ۲۹۶))
ژباړه : مثال د هغه سړی او ښځې چې د کوروالې رازونه بل چاته وایی داسې دی لکه یوه شیطانه او شیطان چې په کوڅه کې سره مخامخ شی او شیطان د هغې نه خپل حاجت پوره کړی او خلک ورته ګوری.
۲۱- د ښځو ترمينځ عدالت نکول:
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا کیږي چې کله بعضې سړی دوه یا درې یا څلور ښځې ولری نو د هغوې ترمینځ په نفقه او جامه او معامله او شپه تیرولو کې عدالت نه کوی.
نو د ښځو ترمینځ عدالت نه کول یو ظلم او ناروا عمل دي حتی که یو کس ویریده چې زه به د دوو ښځو ترمینځ عدالت نه شم کولاې نو هغه ته بله ښځه روا نه ده ځکه چې الله تعالی فرمایي : و ان خفتم الا تعدلوا فواحدة او ما ملکت ايمانکم ))
((سورة النساء ایت ۳))
ژباړه: او که تاسو ویریږی چې د ښځو ترمینځ به عدالت نه شی کولی نو په یوه ښځه باندې اکتفاء‌ وکړی.
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( من کانت له امراتان فمال الی احداهما جاء يوم القيامة واحد شقيه ساقط))
((ترمذی صفحه ۲۱۷ جلد ۱ ابو داود صفحه ۲۹۰ ، ابن ماجه صفحه ۱۴۱ مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۷۹))
ژباړه: څوک چې دوه ښځې ولری او یوی ته په بلی باندې په ( نفقه او جامه او معامله او شپه تیرولو کې ) برتری ورکوی نو په ورځ د قیامت کې به ئې د بدن یو طرف يې غورځیدلی وی.
دلته باید دا خبره وشی چې که د سړی د یوی ښځې سره د زړه مینه زیاته وی او د بلی سره کمه نو په دی باندې څه ګناه نشته ځکه چې د زړه محبت او میلان د انسان د واک څخه بهر وی خو دا په دی شرط چې په نفقه او جامه او معامله او شپه تیرولو کې عدالت وشی الله تعالی فرمایي : (( و لن تستطيعوا ان تعدلوا بين النسا‎‎ء ولو حرصتم )
((سورة النسا‎ء ایت ۱۲۹))
ژباړه: تاسې نشی کولی چې د زړه په محبت کې د ښځو ترمینځ عدالت وکړی اګر که زیات کوشش او حرص هم وکړی.
نو سړی باندې لازم دی چې د خپلو ښځو سره د شپې تیرولو لپاره نوبت جوړ کړی او د هری یوی چې نوبت راغی نو د هغې سره به شپه تیروی که کوروالې کوی او که نه خو شپه به ورسره تیروی.
۲۲- د نيکو کارونو څخه د ښځو منع کول:
یو بل ظلم چې زمونږه په ټولنه کې پرښځو باندې کیږي دادی چې بعضې سړی خپلې ښځې دنیکو کارونو څخه منع کوی لکه مونځ کول روژه نیول تلاوت کول وغیره نو دغه کار داسلام دمقدس دین دتعلیماتو څخه خلاف دی ځکه چې الله تعالی فرمایي : (( وتعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونو اعلی الاثم والعدوان ))
(( سورة المائده ایت ۲))
ژباړه : تاسې یو بل سره دنیکی او پرهیزګاری په کارونو کې مرسته وکړی او دګناه او تیری په کارونو کې یو دبل مرسته مه کوی .
نو سړی حق نه لری چې خپله ښځه دفرضى عبادت څخه منع کړی او که داکار وکړی نو بیا ښځې ته رواندی چې دمیړه اطاعت وکړی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( لا طاعة لمخلوق فی معصية الخالق ))
(( روا أحمد فی مسنده والحاکم فی مستدرکه مشکا‎‎‎ة ص۳۱۹))
ژباړه : دهیڅ مخلوق اطاعت رواندی په هغه څه کې چې دخالق نافرمانی کیږي
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( انما الطاعة فی المعروف ))
((بخاری مسلم ـ مشکا‎‎‎ةص ۳۱۹))
ژباړه : دمشر اطاعت يوازې په نیکو کارونو کې کیدای شی . یعنې په غیر شرعي شیانو کې دچا اطاعت رواندی .
دا خبره باید دلته وشی چې ښځه نشی کولاې چې دخاوند داجازې نه بغیر نفلی روژه ونیسی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي :
(( لاتصوم امرأة الا باذن زوجها ))
(( ابو داود این ماجه مشکا‎‎‎ة ص (۲۸۲))
ژباړه : هیڅ یوه ښځه نشی کولی چې دخاوند د اجازې نه بغیر نفلی روژه ونیسی .
۲۳ـ دښځې دعفت څخه دفاع نکول او پرهغې غيرت نکول :
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پرښځو باندې دادی چې بعضې بی احساسه سړی دخپلو ښځو عفت ددنیا دمال د لاسته راوړلو یوه وسیله ګرځوې او خپلې ښځې دفحش په کارونو باندې مجبوروی نو دغه عمل یو لویه بی غیرتی او یوه لویه ګناه او لوی ظلم دی پرښځو باندې او جهنم ته دداخلیدو یو لوی سبب دی .
او بعضې سړی داسې دی چې خپلې ښځې یالور ګانې وغیره دفحش په کارونونه مجبوروی خوکه څوک دهغوی دښځو یا لورګانو په عفت باندې تعرض وکړی نو هغه دخپلې ښځې او لورګانو دعفت څخه دفاع نه کوی او سترګې ورباندې پټوی چې دایوه لویه دووثی او بی غیرتی او لویه ګناه ده ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایل : ((ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنه مد من الخمر والعاق لوالديه والديوث الذی يقر فی اهله الخبث ))
(( أحمد �نسایی � مشکا‎‎‎ة ص(۳۱۸))
ژباړه : په درې قسمه خلکو باندې الله تعالی جنت حرام کړی دی هغه څوک چې همیشه شراب څکی او هغه څوک چې مور او پلار ته ضرر رسوی او هغه دیوث سړی چې دخپلې ښځې او لورګانو په ناروا علاقاتو باندې سترګې پټوی او غیرت نکوی
بلکه داسلام مقدس دین د ښځې عزت او عفت ته دومره زیات اهمیت ورکړی دی چې نارینه وته يې امرکړی دی چې دخپلو ښځو دعفت څخه دفاع وکړی او که پدی لارکی څوک ووژل شی نو هغه شهید دی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( من قتل دون أهله فهو شهيد ))
((ابوداود �ترمذی � نسایی � مشکا‎‎‎ة ص(۳۰۶))
ژباړه : څوک چې دخپلې ښځې د عفت څخه په دفاع کې ووژلى شی نو هغه شهید دی .
۲۴- دخپلوانو له زيارت څخه د ښځې منع کول :
یو بل ظلم پرښځو باندې دادی چې بعضې سړی دمعمولی خبرو په وجه خپلې ښځې دخپلوانو دکورونو څخه منع کوی نو دغه کار دشریعت خلاف دی ځکه چې داسلام مقدس دین په نیکی او صله رحمی باندې امر کوی ځکه چې الله تعالی فرمایي : (( واعبدوالله ولاتشرکوا به شيأ وبالوالدين احسانا وبذی القربی ))
((سورة النسا‎‎ء ایت ۳۶))
ژباړه : دالله عبادت کوی او هغه سره هیڅ یو شی مه شریکوی او دمور او پلار او خپلوانو سره احسان او نیکی وکړی .
او په بل ایت کې داسې فرمایي ((فأت ذا القربی حقه ))
(( سورة الروم ایت ۳۸))
ژباړه : خپلوانو ته دهغوی حق ورکړه یعنې دهغوی سره احسان وکړه .
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( لا يدخل الجنة قاطع ))
(( متفق علیه مشکا‎‎‎ة ص۴۱۹))
ژباړه هغه کس جنت ته نشی داخلیدای چې دخپلوانو نه يې ځان شکولی وی .
اوپه بل حدیث کې داسې فرمایی:( من احب ان يبسط له فی رزقه وينسأله فی أثره فليصل رحمه)
((بخاری مسلم مشکا‎‎‎ة۴۱۹)).
ژباړه : څوک چې داخوښوی چې رزق يې ورته پراخه کړی شی او عمر يې اوږد او برکتی شی نو دخپلوانو سره دی صلی رحمی او احسان وکړی .
نو دخپلوانو سره صلی رحمی او احسان فرض دی او داجر او ثواب دلاسته راوړلو یوه لویه وسیله ده او ددې برعکس له خپلوانو څخه ځان شکول او دهغوی نه لرې والی حرام او لویه ګناه ده نوځکه نارینه باید خپل زنانه د خپلوانو دزیارت څخه منع نه کړی خو پدی شرط چې دخاوند او د اولادونو حقوق پیمال نشی او د ښځې عفت ته پکښی ضرر ونه رسیږی .
۲۶- پرښځو سلام نه اچول :
زموږ په ټولنه کې دښځو سره یو بل بدسلوک دا کیږي چې نارینه خپل کور ته دننوتو پرمهال پرښځه باندې سلام نه اچوی بلکه دغه کار دوی بد او بی غیرتی ګڼی .
لیکن داسلام مقدس دین امر کوی چې کله تاسو خپلو کورونو ته ننوځی نو پر خپلې کورنی باندې سلام واچوی .
الله تعالی فرمایي : (( فاذا دخلتم بيوتا فسلموا علی انفسکم تحية من عند الله مبارکة طيبة))
((سورة النور ایت ۶۱ ))
ژباړه : چې کله تاسو خپلو کورونو ته ننوځی نو پرخپلې کورنی باندې سلام واچوی ځکه چې دا د الله تعالی له طرفه یوه برکتی او خوشحالونکی پیشکش او دعا دی .
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( اذا دخلت علی اهلک فسلم يکون برکة عليک وعلی اهل بيتک ))
((ترمذی مشکا‎‎‎ة ص (۳۹۹))
ژباړه : چې کله خپل کور ته ننو ځی نو پخپلې کورنی باندې سلام واچوه ځکه چې دغه سلام ستا لپاره او ستا دکورنی لپاره دبرکت سبب کیږي .
او په بل حدیث کې جلیل القدر صحابی جریر رضی الله تعالی عنه داسې روایت کوی چې : أن النبی صلی الله عليه و سلم مر علی نسوة فسلم عليهن ))
(( رواه أحمد فی مسند مشکا‎‎‎ة ص( ۳۹۹))
ژباړه : نبی علیه الصلاة والسلام دښځو پر یوه ډله تیریده نو پر هغوې يې سلام واچاوه
نو پرخپله ښځه یا نورو محارمو باندې سلام اچول یو نیک عمل او ددوستی او داجر او ثواب دلاسته راوړلو او دبرکت یوه وسیله ده .
همدارنګې سلام أچول دیو مسلمان حق دی پر بل مسلمان باندې ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : للمومن علی المومن ست خصال : ويسلم عليه اذا لقيه
(( نسایی مشکا‎‎‎ة ص(۳۹۷) )
ژباړه : د مؤمن پر مؤمن باندې شبږ حقوقه دی او یو پکې دادی چې د ملاقات په وخت کې پر هغه باندې سلام واچوی.
۲۶- د بدن او جامې ښکلا او نظافت ته د نارينه و نه پاملرنه:
زمونږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دادی چې زیاتره سړى د خپل بدن او جامې په ښکلا او نظافت باندې اهتمام نه کوی او په دی طریقې سره خپلو ښځو ته تکلیف او ضرر رسوی چې په نتیجه کې د ښځې او خاوند ترمینځ بغض او نفرت پیدا کیږي او د دوستۍ او محبت او اطمینان فضا په کور کې له مینځه ځی او په آخر کې د طلاق سبب ګرځی.
نو ددې لپاره چې د ښځې او د خاوند ترمینځ مینه او دوستی دایم وی نو اسلام د بدن او جامې په ښکلا او پاکی باندې زیات ا هتمام کړیدی او نارینه او زنانه دواړو ته ئې د زینت او پاکی امر کړیدی.
اوس زه غواړم دلته د بعضو نارینه و هغه غلط عادتونه ذکر کړم چې د پاکی سره تعلق لری او هغه دوې نه مراعاتوی او په دی طریقې سره هغه پر ښځو باندې ظلم ګڼل کیږي چې دغه عادتونه په لاندې ډول دی:
۱- زیاتره نارینه په مسواک او د خولی په نظافت باندې اهتمام نه کوی چې ددې په نتیجه کې د هغوې د خولونه ضرر رسونکی بدبویی وځی چې دغه بد بویی د ښځې او د خاوند ترمینځ د بغض او نفرت سبب ګرځی ځکه خو رسول الله صلی الله علیه و سلم د مسواک په استعمال باندې زیات تاکید کړیدی او د هغه استعمال ته يې خپل امت زیات تشویق او ترغیب کړیدی. لکه چې فرمایي : (لولا ان ان اشق علی امتی لامرتهم بالسواک عند کل صلاة)
(( بخاری مسلم ابوداود ترمذی ، مشکا‎‎‎ة صفحه ۴۴-۴۵))
ژباړه: که زما په امت باندې تکلیف او مشقت نه راتلی نو ما به دوې ته د هر لمانځه لپاره د مسواک امر کړی وای یعنې مسواک وهل به می پر دوې باندې فرض کړی وای د هر لمانځه لپاره.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( السواک مطهرة للفم مرضاه الرب))
(( احمد، نسایی،دارمی، مشکوة ۴۴))
ژباړه: مسواک وهل د خولی پاکوونکی او د رب خوشحالونکی دی .
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( اربع من سنن المرسلين الختان و التعطر والسواک والنکاح))
((ترمذی،مشکا‎‎‎ة ۴۵))
ژباړه: څلور شیان د پیغمبرانو د طریقو څخه دی سنت ګری(ختنه)، او خوشبویی استعمالول او مسواک وهل او نکاح کول
او جلیل القدر تابعی شریح بن هانی فرمایي چې : (( سالت عايشة بای شی کان يبدا رسول الله صلی الله عليه و سلم اذا دخل بيته ؟ فقالت بالسواک))
((صحیح مسلم ، مشکا‎‎‎ة ۴۴))
ژباړه: ما د عایشې رضی الله عنها څخه پوښتنه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم کله کور ته راته نو په څه باندې ئې اول شروع کوله نو هغې وفرمایل چې په مسواک وهلو به يې اول شروع کول.
نو مسواک وهل د خولی او د غاښونو پاکوونکی او ساتونکی او د الله تعالی خوشحالونکی دی او همدارنګه د ښځې او د خاوند ترمینځ د مینې او دوستی د زیاتوالی یوه وسیله ده نو ځکه باید د خولی په پاکوالی باندې زیات اهتمام وشی.
۲- بعضې نارینه د اوږدې مودې لپاره خپل ځان نه وینځې چې په نتیجه کې د هغوې د بدن څخه ښځې ته ضرر رسوونکی بد بویی ځی او د دواړو ترمینځ د بغض او نفرت د پیدا کیدو سبب ګرځی ځکه خو رسول الله صلی الله علیه و سلم امر کړیدی چې هر یو کس دی په هفته کې یو ځل ولامبی هغه داسې فرمايی : ( حق علی کل مسلم ان يغتسل فی کل سبعة ايام يوما يغسل فيه راسه و جسده )
((بخاری ، مسلم ، مشکوة ۵۵))
ژباړه: لازم دی پر هر مسلمان باندې چې په اوو ورځو کې یو ورځ غسل وکړی او خپل سر او بدن ووینځی.
نو مسواک وهل او په هره هفته کې یو ځل د بدن وینځل لکه چې نارینه و ته ضرور دی ښځو ته هم ضرور دی .
۳- بعضې نارینه د نامه نه لاندې ویښتان او د تخرګونو ویښتان او د ګوتو نوکان د اوږدې مودې لپاره نه لری کوی چې دا ټول په بدن کې د خیرو او جراثیمو جمع کیدو سبب کیږی.
همدارنګه بعضې سړی خپل بریتان د اوږدې مودې لپاره نه لنډوی نو دغه ټول کارونه د ښځې د خفګان او د نفرت سبب کیږي ځکه خو اسلام امر کړیدی چې هر څلویښت ورځې پس باید د نامه نه لاندې ویښتان او د تخرګونو ویښتان او د ګوتو نوکان لری او بریتان لنډ شی لکه چې جلیل القدر صحابی انس بن مالک رضی الله عنه فرمایي : (( وقت لنا فی قص الشارب و تقليم الاظافر و نتف الابط و حلق ا لعانة ان لا نترک اکثر من اربعين ليلة))
((صحیح مسلم ، مشکا‎‎‎ة ۳۸۰))
ژباړه: د بریتانو د لنډولو او د نوکانو د لری کولو او د تخرګونو او د نامه نه لا ندی د ویښتانو د لری کولو لپاره مونږ ته ( د رسول الله صلی الله علیه و سلم له طرفه) څلویښت ورځې ټاکل شوی وه یعنې چې پس له څلویښتو ورځو به هغه خامخا لری کوی.
او په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمایي : (( الفطرة خمس الختان والاستحداد وقص الشارب و تقليم الاظافر و نتف الابط))
((بخاری ، مسلم ، مشکا‎‎‎ة ۳۸۰))
ژباړه: پنځه شیان د فطرت مطابق دی سنت ګری او د نامه نه لاندې د ویښتانو لرې کول او د بریتانو لنډول او د نوکانو پریکول او د تخرګونو د ویښتانو ایستل او لرې کول.
دلته دا خبره باید وویل شی چې بعضې خویندی په دی ګمان چې دا به یو زینت وی خپل نوکان ډیرې اوږدې پریږدی او هغه نه پریکوی نو دغه عمل یو ناروا او د فطرت او انسانیت او شریعت خلاف کار دی باید ددغه کار څخه ځان وساتل شی.
همدارنګې د رنګ ناخون استعمال روا دی خو د اوداسه او غسل په وخت کې دی هغه مکمل لری کړی شی او که لری نکړی شی نو اودس او غسل يې نه کیږي نو د نامه نه لاندې او د تخرګونو د ویښتانو لری کول او د نوکانو پریکول په نارینه او زنانه دواړو باندې لازم دی
۴- بعضې نارینه داسې دی چې په هفتو هفتو کې د خپل سر او د ګیری ویښتان نه ګمنځوې او نه د خپلې جامې او بوټانو په ښایست او نظافت باندې اهتمام کوی نو دغسی اعمال د ښځې او د خاوند ترمینځ علاقات خرابوی او د هغوې ترمینځ د بغض او نفرت سبب کیږی. بلکې د اسلام مقدس دین د ښایست او پاکی دین دی او ښایست او پاکی ته يې خلک تشویق کړی نو ځکه يې د ویښتانو په ښایست او ساتنی باندې امر کړیدی .
رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمایي : ((من کان له شعر فليکرمه ))
((ابو داود ، مشکاة صفحه ۳۸۲))
ژباړه: څوک چې ویښتان ولری نو د هغې عزت دی وکړی.
یعنې هر وخت دی هغه پاک ګمنځ او غوړ او اصلاح کړی او د هغه دی سمه ساتنه وکړی ځکه خو انس رضی الله عنه داسې روایت کوی : (( کان رسول الله صلی الله عليه و سلم يکثر دهن راسه و تسريح لحيته))
((رواه البغوی فی شرح السنة ، مشکا‎‎‎ة صفحه ۳۸۱))
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم به د خپل سر ویښتان ډیر غوړاوه او خپله ګیره به يې ډیر ګمنځاوه.
او جلیل القدر تابعی عطاء‌ بن یسار داسې روایت کوی : (( کان رسول الله صلی الله عليه و سلم فی المسجد فدخل رجل ثائر الراس واللحيه فاشار اليه رسول الله صلی الله عليه و سلم بيده کانه يامره باصلاح شعره ولحيته ففعل ثم رجع فقال رسول الله صلی الله عليه و سلم اليس هذا خيرا من ان ياتی احدکم و هو ثائر الراس کانه شيطان))
((رواه مالک فی الموطا، مشکا‎‎‎ة صفحه ۳۸۴))
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم په مسجد کې و چې یو سړی راننوت چې د سر ویښتان او ګیره يې بی نظمه او ببر و نو رسول الله صلی الله علیه و سلم هغه ته په لاس باندې اشاره وکړه چې د سر ویښتان او ګیره دی اصلاح کړه نو دغه سړی لاړ او د سر ویښتان او ګیره يې اصلاح کړه او بیرته د رسول الله صلی الله علیه و سلم مجلس ته راغی نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې ایا دا ښه نه دی ددې نه چې یو کس مسجد ته په داسې حال کې راشی چې ګیره او د سر ویښتان يې داسې ببر وی چې د یو شیطان په څیر ښکاری.
پاتې دې نه وى چې زنانه هم باید د خپلو ویښتانو په ساتنه او ښایست کې زیات کوشش وکړی ځکه چې دا حکم یوازی نارینه و ته نه دی بلکې زنانه و ته هم شامل دی .
۵- بعضې سړی داسې وی چې د هغوې خوله ډیره بد بویه وی او یا ګنده بغل ولری او یا شاقه کارونه کوی او د هغه په نتیجه کې د هغوې نه خوله وځی چې دغه خوله بیا بدبویی کوی خو سره ددې بدبویی نه دوې خوشبویی نه استعمالوی او په دی خبره هیڅ اهتمام نکوی او په دی طریقې سره خپلې ښځې ته ضرر رسوی چې په نتیجه کې د ښځې او د خاوند ترمینځ علاقات خرابیږی او د دوې ترمینځ بغض او نفرت پیدا کیږي او دد وی ژوند خرابیږی ځکه خو رسول الله صلی الله علیه و سلم به ډیره زیاته خوشبویی استعمالولو او خشبویی يې زیات خوښ و او خوشبویی او نظافت او ښایست ته يې خلک زیات تشویق کړیدی لکه چې فرمایي : (( اربع من سنن المرسلين الختان و التعطر والسواک والنکاح))
(( ترمذی، مشکا‎‎‎ة صفحه ۴۵))
ژباړه: څلور شیان د پیغمرانو د طریقو څخه دی سنت ګری او خوشبویی استعمالول او مسواک وهل او نکاح کول
او په بل حدیث کسی داسې فرمایي (( حبب الی الطيب والنسا‎‎ء وجعلت قرة عينی فی الصلاة ))
(( احمد، نسایی، مشکا‎‎‎ة ۴۴۹))
ژباړه: ماته خوشبویی او نیکانی ښځې محبوب کړی شوی دی او سترګې می په لمانځه باندې یخیږی.
نو زنانه او نارینه دواړو ته پکار دی چې د عطر او خوشبویی په استعمال باندې اهتمام وکړی تر څو د دوې ترمینځ د لا زیات محبت او دوستی سبب شی. البته زنانه و ته روا نه دى چې خوشبوئې استعمال كړى او بيا بهر وورځي ځكه چې ددې څخه فتنه راولاړيږى.
همدارنګه نارینه او زنانه دواړو ته پکار دی چې د ځان او د جامو په نظافت او ښایست باندې هم اهتمام وکړی او دا ځکه چې الله تعالی ښایسته او پاک ذات دی او ښایست او پاکی د هغه خوښ دی لکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( ان الله نظيف يحب النظافة))
(( ترمذی ، مشکا‎‎‎ة ۳۸۵))
ژباړه: الله تعالی پاک ذات دی او پاکی خوښوی.
او په بل حدیث کې فرمایي : ان الله جميل يحب الجمال ))
((صحیح مسلم ، مشکا‎‎‎ة ۴۳۳))
ژباړه : الله تعالی ښايسته ذات دی او ښایست خوښوی.
او جلیل القدر صحابی عبدالله بن عباس رضی الله عنهما فرمایي : ((ان لاحب ان ا تزين لامرتی کما احب ان تتزين لی ))
((ابن ابی حاتم، ابن جریر الطبری تفسیر قرطبی صفحه ۱۱۸ جلد ۳))
ژباړه:زما دا خوښ دی چې د خپلې ښځې لپاره ځان ښایسته کړم لکه چې زما دا خوښ دی چې زما ښځه دی ماته ځان ښایسته کړی .
او د اسلام دریم خلیفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه فرمایي : (( انهن ليحببن ان تتزينوالهن کما تحبون ان يتزين لکم )
(( منهاج العشرة الزوجیة صفحه ۷۶))
ژباړه: ښځې خوشحالیږی چې تاسو د هغوې لپاره ځانونه ښایسته کړی لکه چې تاسو خوشحالیږی چې هغوې دی تاسو لپاره ځانونه ښایسته کړی .
او په یو روایت کې داسې ویل شویدی چې (( اغسلوثيابکم و خذو من شعورکم واستاکوا و تزينوا و تنظفوا فان بين اسراييل لم يکونوا يفعلون ذلک فزنت نساؤهم ))
(( منهاج العشرة الزوجیه صفحه ۷۷))
ژباړه: خپلې جامې پاکی وساتی او ویښتان مو جوړ او برابر ساتی او مسواک استعمالوی او ځانونه ښایسته او پاک ساتی او دا ځکه چې بنی اسراییلو به دغه کارونه نه کول نو د هغوې ښځې په زنا کې واقع شوی .
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍۶- بعضې نارینه د سګرت یا نسوار یا چرس یا پوډر په استعمال باندې ځانونه اخته کړیدی چې ددې په وجه د دوې صحت خراب شی او د خولو څخه بدبویی هم وځی او په نتیجه کې د خپلو ښځو سره يې علاقات خراب شی او د دوستی او محبت فضا له مینځه لاړ شی نو ځکه په نارینه و باندې لازم دی چې ددغه شیانو د استعمال څخه ځانونه وساتی او دا ځکه چې دغه شيان سره ددې نه چې په شریعت کې حرام دی نو بدن او صحت او مال ته تاوان رسوی.
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( لا ضرر و لا ضرار ))
(( رواه احمد والبیهقی عن ابن عباس))
ژباړه: مه ځان ته ضرر رسوی او مه بل چاته.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : ( ان الله کره لکم ثلاثا قيل و قال و کثرة السؤال و اضاعة المال)
((متفق علیه ، مشکا‎‎‎ة صفحه ۴۱۹ ، الادب المفرد صفحه ۲۰ جلد ۱))
ژباړه: الله تعالی درې شیان بد ګڼی او تاسې ترې منعه کوی بی فایدی او بی سنده خبرې او ډیرې بی فایدی پوښتنې او د مال ضایع کول.
او ام سلمة رضی الله عنها روایت کوی چې (( نهی رسول الله صلی الله عليه و سلم عن کل مسکر و مفتر ))
(( ابو داود، مشکا‎‎‎ة صفحه ۳۱۸))
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم د هر نشه کوونکی او سستونکی شی څه منع کړیدی . نو څرنګه چې نسوار او چرس او هیرویین نشه کوونکی او سستی راوړونکی شیان دی نو د هغې استعمال په نارینه او زنانه باندې حرام دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery