مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپيل خبرې


د "غوټۍ" په نوم د چپرهار ولسوالۍ د محصلينو په مهالنۍ خپرونه كې مې د (د نڅا او موسيقي د اسلام له نظره) تر سرليك لاندې يوه ليكنه ولوستله. ليكنه په حقيقت کې زما پر يوې مقالې چې د هيلې مجلې په پرله پسې 36 ګڼې يا د 1381 كال په شپږمه ګڼه كې د (نڅا او اتڼ، د اسلام له نظره) تر سرليك لاندې خپره شوې وه، د نقد په ډول ليكل شوې ده. په دې ليكنه كې زه اسلام ته په ناروا منسوب كولو، د حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم او صحابه كرامو شان ته په بې ادبۍ تورن شوى يم. ليكنه مې په بېدينۍ او افتراء ولاړه ښودل شوې ده. ليكوال ډېر احساساتي شوى دى. دده په آند زما د ليكنې د رد لپاره يې ايتونه او احاديث هم د دليل په توګه رانقل كړي دي. زه د ليكوال په احساساتي چلند خفه نه يم، ځكه چې يو خو هر څوك له خپلې سويې سره سم برخورد كوي، بل دا چې دا ورور كه په حقه دى او كه په ناحقه، هغه بېله خبره ده، خو ده ته ځان په حقه ښكاري او دده په آند له اسلام څخه ددفاع لپاره يي قلم رااخيستى دى، نو بايد چې د احساساتو درناوى يې وشي، نور هم وهڅول شي چې اسلام ته د خدمت لپاره هلې ځلې وكړي. دا دعا بيا پر موږ او نورو لوستونكو لازمه ده چې له الله جل جلاله څخه ده ته د حق د خدمت لپاره مرسته وغواړو. ده ته توفيق وغواړو چې د اسلام رښتونې بڼه وپېژنې، د اسلام له روح څخه ځان خبر كړي، د بصيرت سترګې يې وغړېږي، كور كرانه، غير شعوري، په پټو سترګو او كلېشوي تقليد پرېږدي. الله جل جلاله دې نوموړي او موږ ته استعداد، ذكاوت او توفيق راكړي، چې رېښتوني اسلام ته راوبولو. په رېښتوني معنا اسلام ته خدمت وكړو. له داسې فكر، جذبې، مبارزې او دعوت څخه دې الله جل جلاله موږ ټول وژغوري، چې د ګټې پرځاى مو دين ته تاوان وراړولى وي. پښتانه څه ښه وايي چې "له كم عقل دوست څخه هوښيار دښمن هم ښه دى" اسلام ته د هغه د ناپوهو او متعصبو دوستانو د خدمت پايلې دا دى اوس د سر په سترګو وينو. دا څه چې په افغانستان کې تېر شول آيا دا له اسلام سره مينه شوه كه دښمني؟ دا اسلام ته خدمت شو كه خيانت؟.
د شرق نابغه او فيلسوف علامه محمد اقبالرح همدې ډول ملايانو ته څومره ښه وېلي دي، چې:
"زما بر صوفى و ملا سلامى
كه پيغام خدا گفتند مارا
ليكن تاُ ويل شان در حيرت انداخت
خدا و جبرايل و مصطفى را."

زه خو وايم چې ښه شو چې د اسلام او ټولنې د خدمت لپاره يو بل قلم هم وخوځېد. موږ يې ستايو، هڅوو يې. د همدې لپاره په ليكوال څه نه ليكم.
"دروېش كــه خوله له ياره واخلي ورته ښه به وايو
موږ دى ستايلى چا چې كړى نېك عمل دى چرته."

څومره چې زما د تېرې مقالې په محتوياتو (منځپانګې) پورې اړه لري، نو زه دلته دا يادونه اړينه بولم چې هغه كومه سياسي تبصره، رومان، خيال او يا كومه بله هنري او تخليقي ليكنه نه ده، چې ما به له ځانه څه ليكلي وي. دا يوه تحقيقي او ديني مقاله ده او ټول محتويات مې يې له معتبرو او مستندو ديني كتابونو څخه رانقل كړي دي آن چې له هماغو كتابونو څخه هم اقتباس او نقل شوى دى، چې ښاغلي ليكوال په خپل مضمون كې ترې اخيستنه كړې ده، د هر چا وينا مې چې راخيستې نو په ډاګيزه مې يې ماخذ هم ښودلى دى. زه په ډاګه اعتراف كوم او دا منم چې زه ډېر كمزورى او د ډېرې ټيټې كچې ليكوال يم، زه نه په امام غزالي پسې رسېدلى شم او نه په بخاري او .... پسې، نه زه د فتوى وركولو لياقت او اهليت لرم او نه د حكم صادرولو وس، خو د علماوو، فقهاوو او مشايخو فتواګانې او احكام مې څه ناڅه لوستي دي. كه زه د اجتهاد وس او لياقت نه لرم، نو د مجتهدينو راوېستي احكام او فتواګانې خو مې مخ كې دي، نو زه بيا هم په ډاډ سره ليكم چې زما په تېره ليكنه كې هېڅ نظر زما شخصي نظر نه دى. هېڅ يوه فتوى زما فتوى نه ده، هېڅ فكر او نظر يواځې زما نظر نه دى، بلكې په دې فكر او نظر كې چې وروسته به يې تاسو هم ولولئ، د اسلامي امت ډېر نامتو، پېژندل شوي، متبحر علماء، امامان او فقها راسره ملګري دي او يا كه ووايم، چې زه له هغو سره ملګرى يم او په مقايسوي ډول مې د دواړو خواوو نظريات لوستي او د لايلو ته په كتنې او د دواړو خواو د حجت او استدلال په تللو سره يو پلو راته دروند او حق ته رسېدلى ښكاره شو او ما يې هم لمن نيولې ده، نو اوس چې د يو داسې نظر په څرګندولو چې هغه له ما څخه زر كاله يا شاوخوا يو نيم زر كاله وړاندې يو صحابي او يا تابعي هم څرګند كړى وي او آن دا چې ما د هغه نظر ټكى په ټكى رانقل كړى وي. ښاغلى ليکوال ماته د بې ادب، مفتري او بې دينه نسبت كوي، نوآيا دا په خپله هماغه صحابي او يا تابعي ته دا ډول نسبت كول نه دي؟ كه يوه مسئله زه له فقهي كتابونو څخه رااخلم او يا كم تر كمه د يو عالم نظر او يا د يو فقيه فتوى له عربئ او يا بلې ژبې پښتو ته رااړوم، تر دې چې زما نظر په كې هېڅ دخيل هم نه وي ماته دا ډول سپك الفاظ كارول كېږي، نو آيا دا د هماغه فقيه او عالم سپكاوى نه دى؟ اوس دې درانه لوستونكي قضاوت وكړي، چې بې ادبه، مفتري او بې دينه څوك دى؟ ما خو په تېره مقاله كې هم له هر نظر سره د هغه د خاوند نوم ليکلى او نقل قول مې ورته منسوب كړى او په دې مقاله كې هم بې سنده خبرې نه كوم.
د ښاغلي ليكوال غوسه په دې خبره ډېره راغلې ده، چې ما رانقل كړي وو:"رسول اكرم صلى الله عليه وسلم حضرت علي كرم الله وجهه ته وفرمايل، چې "ته له ما څخه يې او زه له تا څخه يم" حضرت علي رضي الله عنه ددې مباركې وينا په اورېدلو دومره خوشاله شو، چې څو ځله يې د عربانو له دود سره سم پښه په ځمكه ځمكه ووهله".
او يا هم رسول اكرم صلى الله عليه وسلم خپل لمسي حضرت امام حسينرضي الله عنه ته وفرمايل، چې په صورت او سيرت (بڼې او خوى) كې ته زما په څېر يې، نو هغه هم له ډېرې خوشالۍ څخه په خېزونو شو.
همداراز يې حضرت زيد بن حارث رضي الله عنه ته وفرمايل، :"ته زما خادم ورور يې، هغه هم له ډېرې خوشالۍ څخه د نڅا په څېر حرکات پيل کړل."
اوس كه فرض كړو، چې صحابه و يا تابعينو ته په دې رواياتو كې د نڅېدونكيو خطاب شوى دى، نو دا خو ما نقل قول كړى دى او دا خو په حقيقت كې د اسلام د ستر عالم اومنل شوي فقيه امام او علامه محمد غزالي وينا ده، چې د هغه په مشهور تصنيف كيمياى سعادت كې يې كتلى شئ او حضرت عطاء الله پالوي په خپل كتاب قرآن اور فنون لطيفه كې هم رانقل كړې ده ، نو اوس به په حضرت امام غزالي څه حكم وكړې؟ ما خو هلته هم د غزالي دا وينا په قوسونو (ليندكيو) كې رانقل كړې ده او حواله مې هم وركړې ده، نو ولې يې مهر پر ما ولګاوه؟.او د وينا خپل خاوند امام غزالي يې پرېښود او امام غزالي دا هم وايي، چې څوك نڅا ته حرامه وايي، هغه خطا شوى او تېروتى دى.
اوس به د ښاغلي ليکوال د رانقل كړيو دلاېلو جاج واخلو او له دې دلاېلو څخه به دده برداشت هم وارزوو بيا به هم قضاوت لوستونكيو ته پرېږدو.
خو تر هرڅه لومړى په حقوقي چاروکې دولسمشر دسلاکار وزير او دهېواد دنوموتي عالم ( دسترې محکمې اوسنى رئيس ) پوهاند عبدالسلام عظيمي او دسترې محکمې ددارالافتاء درئيس او جيد عالم مولوي محمدصديق مسلم او دهغه له ملګرو نوروهغو قاضيانو او مفتيانوڅخه مننه کوم چې له ډېرو بوختياوو برسېره يې داکتاب ولوست ، زه يې وهڅولم ، دکار نيمګړتياوې يې راپه ګوته کړې او ګټورې مشورې يې راکړې .
مخكې له دې چې دنيوکې کوونکي دلاېل وارزوو ښه دا ده ، د څېړنې پيل په يوې لنډې پيلېزې وكړو، د يوې مقدمې په ډول د موسيقۍ او نڅا په اړه د علماوو او فقهاوو ويناګانې او نظريات د لوستونكيو مخ ته كېږدو او له دې پيليزې څخه په برداشت اخيستلو يې د بحث منځته بوځو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery