مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

موسيقي د اروايي ناروغيو درملنه


دا جوته خبره ده، چې موسيقي د بدن او روحي ستړتياوو، نااراميو، پرېشانيو او اضطراب درملنه ده. ستړى، ناارامه، پريشانه او خفه انسان خوښوي، فكري او جسمي ستړتيا يې له منځه ځي، موسيقي د انسان غم غلطوي، پرېشانه، خفه او ناارامه زړونو ته خوښي، سكون او اطمنان وركوي. څرنګه چې موسيقي يو نارمل يا عادي انسان ته خوند وركوي او څرنګه چې موسيقي د روحي يا اروايي ناروغيو علاج ده، همدا ډول روغتياپالو او ارواپوهانو له پېړيو پېړيو راهيسې جوته كړې ده، چې موسيقي د جسمي ناروغيو علاج هم ده او د ډېرو اروايي او جسمي ناروغيو درملنه هم په موسيقۍ سره كېدلى شي. علماوو له پرله پسې او ډېرو تجربو وروسته دا جوته كړې ده، څرنګه چې د جادو، سحر او شعبدي اوراد په انسان اغېز كوي، څرنګه چې لېزر او بنفشه يي وړانګې په بدن اغېز كوي، همدا ډول د موسيقۍ اغېزې هم د انسان پر بدن جوتې دي. كله چې يو انسان ډېر خفه، پرېشانه او نهيلى شي او موسيقي واوري او يا پخپله موسيقي وغږوي، له ځانه سره سندرې زمزمه كړي، نو خفګان او پرېشاني يې وركه شي او بدن يې له سره چارج شي. دا د نن او پرون دعوه نه ده. دا سلګونه كاله وړاندې تجربو ښودلې ده.
نامتو تاريخپوه جوزف بل په خپل تاليف (د عربانو تمدن) كې ليكلي، چې آن د اسلام په اوايلو كې چې عربانو كوم روغتونونه جوړ كړي دي، نو د ناروغانو د درد او شكايت د كنټرول لپاره يې په كې په موسيقۍ د درملنې واټ جوړ كړى دى او په موسيقۍ به يې د هغوى علاج كاوه.
د عربي نړۍ نوموتې ليكواله نجلا عزالدين هم په خپل تاليف "د عربو نړۍ" كې ليكي، چې عربو كې د (په موسيقۍ درملنه) اصطلاح بيخي عامه ده او عربو د (موسيقي علم العلاج) تر سرليك لاندې يوه ځانګړې څانګه پرانستې وه.
د مشن ګن پوهنتون څو نوموتو ډاكترانو د موسيقۍ د روغتيا بخښونكيو اغېزو په اړه خلكو ته يوه پېښه وړاندې كړه، چې په هغې كې ښودل شوي وو، چې د (واين) په نوم د موسيقۍ د يوې الې نغمه د سر درد سمدستي له منځه وړي او د سر د مغز د ارامۍ لپاره ډېره ګټوره ده. دوى وايي، چې (چنګ غږول) د رحم د لاندې برخې د دردونو د تسكين لپاره درمل ده.
د يو جرمني استوګن په وينه كې يوه نوې او ناپېژانده ناروغي پيدا شوه، چې ډاكټران يې له درملنې عاجز وو، خو يو ډاكټر ورته د تولې په واسطه څو نغمې وغږولې، چې دا ناروغ د همدې خوږو نغمو له اورېدلو وروسته جوړ شو.
پخوا چې د برومايد او كلوروفارم په څېر بېهوښوونكي درمل نه وو، نو ډېرو ډاكټرانو به د خېټې د عمليات په وخت كې د ناروغانو د بېهوښه كولو لپاره هغه ته موسيقي واوروله.
د اروايي ناروغيو د تر ټولو لوى روغتون (پلګرام اسټيټ) رئيس وايي، چې د اروايي ناروغيو په روغتون كې موسيقي ځانته ځانګړى ځاى او لوړ مقام لري. آن په 1947 كال كې اروايي ډاكترانو پرېكړه وكړه، چې هر اروايي روغتون ته به سندرغاړي ورلېږي. څو لسيزې پخوا ارواپوهانو په دې كار كاوه، چې د موسيقۍ كوم راګ او كوم تال د كومې ناروغۍ لپاره ډېر ګټور دى. علامه پالوي زياتوي، چې ښايي هغه ورځ لېرې نه وي، چې د ناروغيو د درملنې لپاره د مصنوعي درملو او داروګانو ځاى ټول موسيقي ونيسي.
په (هټن سټيټ روغتون) كې به د په سلو كې اته دېرشو ناروغانو درملنه په موسيقۍ سره كېدله او ورسره به ښه كېدل. له موسيقي سره رګونه خپل نارمل حالت ته راځي. كه كمزوري وي پياوړي كېږي.
يو روسى ډاكټر ليكي، چې ما په تجربو ثابته كړې ده، چې له موسيقۍ سره د سترګو د ليد ځواك په سلو كې پېنځه ويشت ډېرېږي. همدا راز له موسيقۍ سره د سترګو رګونه خوزېږي.
ډاكټران د غاښ د برمې كولو په وخت كې د برمې له زړه رېږدوونكي غږ څخه د ناروغ د ژغورلو لپاره له ډېرې مودې راهيسې موسيقي كاروي.
ارواپوهانو په زندان كې هم موسيقي ازمويلې ده او پايله يې دا ده، چې څو بې رحمه، بې عاطفې او د كاڼي زړه لرونكي سړي وژونكي بنديان سم شوي او د وحشت ژوند يې د تل لپاره پرېښى دى.
د برتانيې اوسېدونكي ډاكتر والټر والشي د (سندره او د سندرې اغېزې) تر سرليك لاندې خپلې مقالې كې ليكي، چې د ځيګر او بدهضمۍ په ګډون د ډېرو ناروغيو لپاره موسيقي ښه درملنه ده. نوموړى وايي چې د خوب، څښاك او خوراك په څېر موسيقي هم د ژوند اړتيا ده، چې كم تر كمه بايد په 24 ساعتونو كې نيم ساعت وركړل شي. دى وايي چې له موسيقۍ سره د وينې دوران او جريان چټك كېږي. له بدن څخه زهرجن او فضله مواد وباسي. د ډاكتر والټر پر وينا، ناروغيو ته له روغتونونو او بازار څخه كيمياوي او مصنوعي درمل پېرل غېر فطري خبره ده. ښه دا ده، چې د ناروغيو د درملنې فطري لارې عملي كړو، طبيعي وسيلې وكاروو چې په دوى كې آسانه او تر ټولو غوره لاره ناروغ ته د موسيقۍ اورول دي.
د ډهلي مشهوره رساله (دين او دنيا)، چې ټول مذهبي مشران يې لولي، ليكي" د سويډن په پلازمېنه استاكهولم كې يو حېرانوونكى روغتون پرانستل شوى دى، چې په خپل ډول كې بيخي يواځينى او هېښوونكى دى. ددې روغتون ځانګړنه دا ده، چې دلته د درملو پرځاى د ناروغ درملنه په موسيقۍ سره كېږي."
"په دې روغتون كې د هرې ناروغۍ لپاره بېله څانګه جوړه شوې، چې د هر ناروغ له ناروغۍ سره سمه نغمه ورته غږول كېږي او ناروغ ورسره ښه كېږي
د سويډن مشهور ډاكټر، چې په موسيقۍ سره د درملنې متخصص دى، وايي چې :"يواځې په خوراك او موسيقۍ يې ګڼ شمېر خطرناكه ناروغان رغولي دي."
يو بل ناروغ د حافظې له كمزورۍ څخه شكايت درلود، خو يو امريكايي ډاكټر يې د پيانو په واسطه درملنه وكړه او خلك ورته هغه وخت حيران شول، چې ويې ليدل څو ورځې د ډاكټر له خوا د پيانو له غږولو وروسته دى رك روغ شو او حافظه يې فعاله شوه.
د فوځ په تشكيل كې د موسيقۍ ګروپ ته ځاى وركول هم ددې لپاره دي، چې د هغوى احساسات راوپاروي او په جوش يې راولي. موسيقي نه يواځې په عادي خلكو اغېز كوي، بلكې د سكندر په څېر فاتحان يې هم له اغېز څخه خلاص ندي . وايي چې يو ځل د تموتيس په نوم يو هنرمند د سكندر په وړاندې يوه خوږه نغمه وغږوله. دې نغمې په سكندر دومره اغېز وكړ، چې په اصطلاح په بدن يې اور بل شو.
اوس په دې كې چاته شك نه دى پاتې، چې موسيقي په انسانانو، حيواناتو او نباتاتو اغېز كوي. اوس په دې هم كار شوى دى او دا هم څرګنده شوې ده، چې كوم ډول موسيقي د كوم ډول چاپېريال سره سمون خوري. كوميدي، موسيقي او تراژېدېكي موسيقي يا خوښوونكې موسېقي او غموونكي موسيقي سره پېژندل شوي او سره بېلې شوي دي. اوس هنرمندان پوهېږي، چې كوم ډول موسيقي سړى خندولى شي او كوم ډول يې سړى ژړولى شي، نو دا ټول په انساني فطرت د موسيقۍ اغېز ښيي.
پخوا به چې نشه كوونكي مواد نه وو او روغتياپالو به ناروغان په موسيقۍ مست اوبېهوښه كړل، نو غوږونه خو به يې بېهوښه او بوخت وو، خو سترګو به يې د عملياتو جريان ليده .كه څه هم ناروغ به د عمليات درد نه محسوساوه، خو د عمليات د جريان ليدلو به هرومرو د هغه په روحياتو اغېز كاوه، خو د تلويزيون، ډش انټينا او د خوځنده رنګينو تصويرونو د ښودلو د نورو وساېلو په راپېدا كولو سره دا ستونزه هم حل شوه. اوس د ناروغانو د غوږونو برسېره د هغوى سترګې هم بوختې وي، چې نه د عمليات درد محسوسوي او نه يې ويني. بېنوا ويب سايټ (www.benawa.com) دچارشنبې په ورځ د ١٣٨٤ لمريز کال د کب په ٢٤مه دموسيقئ داروايي اغېزې په اړه د سمندرحقمل يوه ژباړه پدې ډول رااخېستې ده
((ديوې نوې څېړني نتيجې دا خبره جوته کړېده چې موسيقي ته غوږ نيول لکه اراموونکي درمل د درد په تسل کې ډېره کارندويه ده.
له يوه تازه ګزارش( راپور) سره سم د کلاسکو کالدونين په پوهنتون کې کارپوهان او اروا پوهان پدې توانېدلي دي چې دا واقعيت ومومي چې د علاقې وړ موزيک ته غوږ نيول د چا د غم او غصې اندازه را ټيټوي او د مزاج له خرابۍ او درد څخه د انسان د زغم توان لوړ بيايي
د درد د زغملو پر کومو کسانو چې ازمايښتونه تر سره شويدي داخبره يې ښودلې ده چې موسيقي د انسانانو د کنټرول احساس لوړ وې او د درد په مقابل کې ډېره کارندويه ده.
څېړونکيو په دې څېړنه کې د موسيقۍ دډېرو ډولونو څخه يعنې له راګه را نيولې بيا تر کلاسيکې او کليوالې او عاميانه بدلو (سندرو) کار اخيستی دی.
ډاکټر "ريموند مك دونالد" د ارواپوهنې استاد په دې هکله ويلې دي چې دا څېړنه پر هغو ناروغانو تر سره شوې ده چې له جزئي جراحۍ وروسته يې په روغتون کې د نقاهت دوره تېروله او دا يې په ډاګه کړه چې د خپلې خوښې موسيقۍ ته غوږ نيول د غم او خفګان اندازه ډېره را ټيټوي.
هغه وايي : " موږ يو څو نور څېړنيز ازمايښتونه هم وکړل او له خلکو مو وغوښتل تر هغه چې کولاى شي خپل ﻻسونه دې په يخو اوبو کې وساتي. ماته دا معلومه شوه چې هغوی د موسيقي داورېدو په موقع کې ډېره زياته موده خپل لاسونه په يخو اوبو کې ساتلاى شي.
هغه پر دې خبرې ټينګار وکړ چې موسيقي درد کموي او په درد کې د ناروغانو د کنټرول احساس هم زياتوي.
" د سړو اوبو د ازمايښت په اوږدو کې، ګډون کوونکيو ته واک ورکړل شو چې په خپله خوښه دې موسيقۍ ته غوږ و نيسي ، يا دې ذ هني حسابونه وکړي او يا دې يوه وتلې تلوېزيوني خپرونه وګوري . خو دوى يواځې يو شی ټاکلى شي" .
مک دونالد زياته کړه چې په ټو لو مواردو کې هغه چا چې موسيقۍ ته غوږ نيولی و د سړو اوبو تر ټولو ډېرزغم يې لاره او په ځينو حالاتو کې يې ان تر نورو پنځه ځله زيات وخت په سړو اوبو کې لاس ساتلی وو.
دغه لاسته راوړنې د پنجشنبې په ورځ په منچسټر کې د انګلستان دارواپوهانو د انجمن لخوا وړاندې شوې))
نڅا او موسيقي د انساني جذبې د انتها هغه لاس ته راوړنه ده، چې په غېر شعوري ډول منځته راځي. كله كله په انسان جذبه دومره پياوړې شي، احساسات دومره ځواكمن شي، چې په الفاظو يې څرګندول ناشوني نه وي او يا يې په الفاظو په څرګندولو د انسان تسكين نه كېږي، نو همدا ده چې د بېلابېلو اټكلونو، تصوراتو، خوښيو او جذبو د ښكارولو لپاره بدن په حركت راشي او يا د الفاظو په ځاى د موسيقۍ د زړه تخنوونكيو نغمو غېږ ته پنا وروړل شي. هماغه د ټاګور خبره، چې :"كله الفاظ ختم شي، نو موسيقي پيل شي." ټاګور برهمن مذهبه و او د وشوبهارتي (نړېواله وروري) په ټولنه كې يې د موسيقۍ څانګه هم پرانستې وه، ځكه چې هر انسان له موسيقۍ سره مينه لري. ټاګور موسيقي روحاني شى بولي. هلته په مندرونو كې اوس هم زده كوونكي د اونۍ په لومړۍ ورځې له لمر ختلو مخكې راغونډېږي او د خپل خداى (ج) حمد او ثنا د موسيقۍ او نغمو په پردو كې نغاړي.
دا هم يو منل شوى حقيقت دى، چې د انسان ژبه له دې څخه ډېره عاجزه ده، چې څرنګه ښايي او څرنګه د اللهج د جلاليت او جماليت غوښتنه ده. په هماغه ډول د هغه لوى او سپېڅلي ذات عظمت او لويي وستايي. د انسان ژبه ډېره كمزورې ده، هغه هېڅكله هم لكه څرنګه چې په كار ده او څرنګه چې وړ ده اللهج ستاېلى نه شي. نه د انسان ژبه دومره متره لري نه يې قلم او نه يې انځورونه.
اللهج په خپله هم دې مطلب ته داسې اشاره كړې ده:"ولوان ما فى الارض من شجرة اقلام والبحر يمده سبعة ابحر مانفدت كلمت الله." يعنې "د ځمكې په كره كې چې څومره ونې دي كه دا قلمونه شي او دا سمندر چې دى كه له دې سره اوه سمندره نور هم يوځاى شي دا دوات (رنګ) شي نو هم د اللهج ټولې خبرې به ونه شي ليكلى."
له دې څخه ښكاري، چې د اللهج د الوهيت، جلال، كبر يا ذات او لويۍ د بيانولو لپاره يواځې ژبه او قلم بسيا نه ده، بلكې په دې اړه بايد د جذبو د تسكين او د اللهج په وړاندې د خپلې كمزورۍ او بېچاره ګۍ او د هغه ج د عظمت د ښودلو له نورو لارو چارو څخه هم ګټه واخستل شي چې يوه لار يې دموسيقۍ دپردو ژبه ده .
پالوي زياتوي، چې قرآن د اصولو كتاب دى. يواځې موضوع ته اشاره كوي، تفصيل نه وركوي. فروع نه څېړي. اللهج انسان ته اشاره كوي. لاره ورښيي، د لارې له رحمتونو او زحمتونو څخه يې خبروي. دا نو نور د انسان كار دى، چې له زحمتونو ځان وژغوري او رحمتونو ته لاره ومومي او لارښوونه يې هم د اشارې په ډول ده. د جنګ او جګړې لاره نه خپلوي، ددې قرآني اشارو يوه بېلګه د ادم عليه السلام د زامنو كيسه ده، چې قابيل يې خپل ورور هابيل وواژه، خو بيا نه پوهېده چې د هغه له مړه جسد سره څه وكړي، نو اللهج ورته اشاره وكړه، داسې يې ونه كړل چې ورته ووايي قبر وباسه داسې وكړه او هاغسې وكړه "فبعث الله غراباً يبحث فى الارض" يعنې "الله كارغه ولېږه، چې مځكه وكني" "ليريه كيف يواري سواة اخيه"
يعنې "چې وروښيي څرنګه د خپل ورور جسد پټ (خښ) كړي." (مائده 31)

همدا راز فرمايي:" ص. والقراّن ذى الذكر" يعنې "سوګند په ص او په قرآن پند وركوونكي".
بل ځاى همدې سورت كې فرمايي:"كتب انزلنه اليك مباركا ليدبروا" يعنې "دا يو مبارك كتاب دى
چې پر تا مو نازل كړى ددې لپاره، چې خلك په كې غور او فكر وكړي."(ص 29)
"ان هوالا ذكر للعلمين" "يعنې "څه دى دا مګر د ټولو مخلوقاتو لپاره د درس او پند كتاب" (ص 87)
دلته وينو، چې قرآن خلكو ته يواځې اشارې كوي او د پند او درس وركولو كتاب دى او همدا قرآن راته وايي، چې حضرت داؤد عليه السلام چې دالله جل جلاله رسول او استازى او له هرې لويې او كوچنۍ ګناه څخه پاك و، موسيقي غږوله. قرآن وايي، چې داؤد ع زغرې هم جوړولې او نغمې يې هم غږولې، نو كله چې مسلمانانو ته دا روا ده، چې د زغرو په جوړولو كې د حضرت داؤد عليه السلام تقليد وكړي، نو په موسيقۍ كې يې ولې تقليد روا نه دى؟.
قرآن درته په ډاګه نه وايي، چې موسيقي روا ده، بلكې په اشارو يي وايي. كله د داؤد عليه السلام كيسه كوي، كله په جنت كې د موسيقۍ يادونه كوي. دا خپله ښيي چې موسيقي پېغمبري سنت ده.
علامه شاه محمد جعفر ندوي پهلواروي، چې د پاكستان د جماعت اسلامي مهم غړى او د سليمانيه خانقاه سجاده نشين و، وايي چې جنت د يوې ټولنې لپاره د ښه ژوند بېلګه ده او جنت كې موسيقي شته دى، نو په دنيا كې ولې نه وي؟ كه جنت كې حورې او ښځې روا دي، نو دلته هم روا دي. كه دلته شهد، شيدې، غوښې او مېوې روا دي، نو هلته هم روا دي. كه دلته داسې شى چې چټيات، نشه، سردرد په كې نه وي روا دي، نو هلته هم روا دي. د جنت نعمتونه دلته هم روا دي، نو موسيقي چې هلته روا ده، دلته ولې روا نه ده.فاماالذين امنوا و عملوالصلحت فهم فى روضة يحبرون" يعنې "نو هغه كسان ، چې ايمان يې راوړى اونيک کارونه كوي، دوى به باغچو كې نغمې اوري." (روم 10)
"ادخلوا انتم و ازواجكم تحبرون" يعنې "ننوزئ تاسو او ستاسو جوړې جنت ته او تاسو ته به نغمې
دراورول كېږي." (زخرف 70)
ډېرو مفسرينو د (حبرة) معنې موسيقي اخيستې ده. همداسې معنى ترې امام مرتضى حسيني زبيدى په تاج العروس درېيم ټوك، 118 مخ كې اخيستې ده. همداراز امام زجاج امام راغب اصفهاني، ابن كثير، مجاهد، قتاده د مواهب الرحمن تفسير، زمخشري، وكيع... ترې همدا معنى اخيستې ده.
حضرت علي رضى الله عنه روايت كوي، چې رسول الله(ص() فرمايي، چې په جنت كې به داسې غونډې وي، چې حورې به په كې په لوړ اواز سندرې وايي.
نو لكه چې علامه شاه محمد جعفر ندوي پهلواروي وايي د جنت ژوند زموږ لپاره يو مثالي ژوند دى او بايد اقتدا ورپسې وكړو، تقليد يې وكړو، هلته چې موسيقي روا ده، نو دلته هم روا ده.
ډاكټر يوسف القرضاوي ليكي:" پخوا چې د موسيقۍ د حرمت په اړه ډېر تاكيد كېده يو لامل يې دا و، چې په داسې محفلونو كې به د پرديو ښځو او نارينه وو اختلاط عامه خبره وه او ډېره كمه به داسې پېښېدله، چې هلته دې نور ناوړه كارونه ونه شي، نو هلته له موسيقۍ پرته د پرديو ښځو او پرديو نارينه و اختلاط هغه هم په داسې حال كې، چې څه به سندرو او موسيقۍ او څه به شرابو مست كړي وو ليدل كېده، چې دا په خپله ګناه او ناروا كار و، نو ځكه په موسيقۍ هم د حرمت مهر لګېدلى و، خو اوس خلك كولى شي چې له اختلاط پرته آن د موسيقۍ له مجلس څخه هم ډېر لرې او د نارينه و او ښځو له اختلاط او د سندرغاړو مجلس ته له ورتللو پرته سندرې واوري، چې دا د روا والي خوا ته تمايل او په دې اړه د آسانۍ په معنى ده."
لكه علامه قرضاوي، چې وايي اوس په هر كور كې راډيو، ټېپ ريكارډر، تلويزيون... شته دى، خلك كولى شي چې موسيقي په خپل كور، سمه، غره... كې هم واوري او دېته اړتيا نه پېښېږي، چې ښځې او نارينه دې يوځاى سندرغاړو ته كېني او اراېش كړې ښځې دې له پرديو نارينه و سره اوږه په اوږه مستې مستې، نشه نشه سندرې او موسيقي واوري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery