مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نڅا او اتڼ د اسلام له نظره



عمر تېرېږي، د وخت كاروان هېڅ لاروي ته انتظار نه كوي، كه څوك وغواړي او كه ونه غواړي وخت تېرېږي، كه څوك خفه وي او كه خوشحال د عمر د مرغلين تار مزي يې لنډېږي. عمر كم دى، ژوند لنډ دى، دا جهان كاروان سراى دى، هېڅوك په كې تل نه پاتې كېږي. څوك نن او څوك سبا، د ژوند د كاروان يون ډېر ګړندى دى، منزل ته رسېدل حتمي دى. ژوند ډېر لنډ او تنګ دى. د لمريز نظام په دې اوږده او ساره كې د عمر له پلوه انسان ته ډېره كمه ونډه وركړل شوې ده. د انسان عمر ډېر كم دى. دسيارو او ځينو نورو موجوداتو په پرتله چې زرګونه څه چې آن ميليونونه كاله عمر لري د انسان شپېته اويا كاله عمر ډېر كم دى لږ څه چې آن د پرتلې او حساب وړ نه دى.
نو انسان ته چې الله جل جلاله اشرف المخلوقات ويلي او د ټولو مخلوقاتو بادار او سردار يې پيدا كړى دى، د ژوند دا څو شېبې تېرول څنګه په كار دي؟ په خوښۍ، په خندا، ورين تندي او كه په غم، خفګان، اندېښنو، چورتونو او وسوسو. او ايا دا لنډكى ژوند دومره ظرفيت او ګنجاېش لري، چې هم په كې خوښۍ او خنداګانې وكړو او هم په كې وير او ژړاګانې. هم په كې مزې او چړچې وكړو او هم په كې تشويش او اندېښنې، هم په كې ناز او نخرې وكړو، هم په كې سوداګانې او وسوسې، هم په فطرت كې له پنځول شويو ښكلاګانو او خوندونو څخه لذت واخلو او هم د طبيعت له منظرو او كرشمو سره په دښمنۍ ماړه شو؟ هم له انسان او انسانيت سره مينه وكړو او هم له خپل همنوعه (هم ډوله) سره دښمني او كركه؟ نه نه هېڅكله هم نه. دا ژوند خو د خندا، خوښۍ، خوند او لذت لپاره هم ډېر كم دى. خفګان، غم، كركه او دښمني خو لا پرېږده. هغه شاعر څه ښه او څومره پاخه ويلي دي:
((دا ژونـــد خـــو زموږ كم د محبت لپاره هم دى
حېران يم چې نفرت ته وزګارېږي خلك څنګه؟))
ژوند تېرېږي، ستا خوښه چې په خندا او خوښۍ يې تېروې او كه په غم او ژړا، دا وخت تېرېږي، په هر حال تېرېږي.
((اى شمع! تيرے عمر طبيعى هين ايك رات
هنس كـــر ګزار يـــــــــا رو كـــــــر ګزار دے.))
يا:
((مړه به شې شمعې يوه شپه به ستا رڼا وي
خندا كه په ژړا وي دا ژوند به دې تېرېږي.))
نو كله چې ژوند لږ دى، عمر مو كم دى، كاروان مو حتمي منزل، (مرګ) ته رسېدونكى دى، نو ولې د خپل ژوند د قيمتي وخت تېرولو لپاره د خپګان، ژړا، غم او اندېښنو پرځاى خوښي، خنداګانې، مستي، لذت، تفريح خوند او مزې ونه ټاكو.
د هند نامتو عالم او د اردو ژبې ستر ليكوال او روڼ اندى مفكر علامه مولانا ابوالكلام ازادرح ليكي، كه چېرې د خوښ اوسېدلو هنر زده كړې، نو باور وكړه چې د ژوند تر ټولو لوى كار دې زده كړ." دى ليكي چې:"د يو فلسفي، يو زاهد، يو سادو له ګونځ (تريو) تندي څخه موږ هغه څه نه شو يادولى چې د فطرت انځورګر يې په خپل باريك قلم او موشګافانه انداز د لمر په ګرد او پړقېدونكي تندي، د سپوږمۍ په خندېدونكي مخ، د ستورو په سترګك، د ونو په نڅا، د الوتونكيو په نغمو، د روانو اوبو په سندريز غږ، د ګلانو په رنګينه ادا كې راښيي او د خپل فن او هنر كرشمې په كې ځلوي."(1)
رښتيا خبره دا ده، چې ژوند د خوښۍ او تازه ګۍ، خندا او خوشحالۍ، سرور او پراخۍ، خوند او لذت نوم دى او كه څوك ژوند د ژوند په مفهوم او د ژوند له غوښتنې سره سم تېرول غواړي، نو په كار ده چې همدا ډول يې تېر كړي.
اسلام هم د فطرت دين دى، اسلام هم له بشر څخه غواړي چې ژوند د ژوند په مانا او د ژوند له غوښتنې سره سم د ژوند په څېر تېر كړي. اسلام ټولو انسانانو ته په كلكه خبر وركړ، چې اسلام وچ كلك، مټكور او جامد دين نه، بلكې تازه، خوځنده، خوښوونكى، خوند بخښونكى، اراموونكى او هوسا كوونكى دين دى. اسلام بشر ته روح پالونكى، زړه لمانځونكى، د خندا او خوشحالۍ پېغام وركوونكى دين دى. اسلام هېڅكله هم د چا خوښۍ او خنداګانې نه تروړي او نه چا ته غمونه او اندېښنې ډالۍ كوي. نه پرې جامد، بې مانا، وچ او نه چلېدونكى پېغام تحميلوي. اسلام د خوښۍ، سوكالۍ په ټولنه كې په ورين تندي د اوسېدلو درس وركوي، نور خو لا پرېږده آن چې الله جل جلاله خپل پېغام، خپل دين او خپل كلام هم بنده ګانو ته د يو نعمت په ډول وړاندې كوي، د يوې خوږې ډالۍ، يوې قدرمنې تحفې په توګه يې ورپېژني او ورته وايي چې په ډېرې خوښۍ سره يې ومنه: (ياايهاالناس قد جاءتكم...) يعنې: "اى انسانانو تاسو ته ستاسو د رب لخوا د نصيحت او لارښوونې يوه ډالۍ درلېږل شوې ده او د زړونو (د نننيو ناروغيو) لپاره شفا ده، او لارښوونه او د ټولو مومنانو لپاره رحمت ده. (2)
بيا مؤمنانو ته فرمايي، چې د الله جل جلاله ددې نعمت او ډالۍ قدر وكړئ او پرې خوښي ښكاره كړئ. "وبذالك فليفرحوا..." يعنې :((او په دې سره خوښ شئ)) (3).
يانې نور ژوند خو مو په خوښۍ تېر كړئ آن زما عبادت او زما كلام هم د يو نعمت په توګه ومنئ او له خوښۍ څخه ډك چلند ورسره وكړئ.
ستر معاصر عالم عطاءالله پالوي ليكي:"الله جل جلاله غم، خپګان، وير او اندېښنې له انساني ټولنې څخه لرې غواړي. ټول ژوند، د ژوند هره پديده (ښكارندويه) ورته د خوښۍ زېږوونكې معرفي كوي او نه غواړي چې ټول عمر خفه شي، نو همدا لامل دى چې مرګ يې هم ورته يو نعمت او يوه ګټوره ډالۍ وروپېژندله او په سورت رحمن كې فرمايي، چې مرګ هم يو الهي نعمت او پېرزوينه ده: "كل من عليها فان" يعنې: "ټول هغه څه چې پردې ځمكه دي فاني كېدونكي دي... نو په كوم نعمت د خپل رب د نعمتونو تاسو دروغ وايئ".(4)
مسلمانانو ته امر کوي چې په دنيا کې موځانته داخرت لپاره توښه برابره کړئ او په هغه څه( نعمتونو او شتمنيو ) چې الله جل جلاله درکړي دالله رضا ولټوئ خو په دنيا کې هم خپله برخه مه هېروئ: (( وبتغ في ما آتاک الله الدارالاخرة ولا تنس نصيبک من الدنيا))
يعنې :او په هغه څه کې چې الله ج درکړي داخرت کور ولټوه او په دنيا کې هم خپله برخه مه هېروه))
په همدې ډول يې په دې كايناتو كې انسانانو ته د غور، فكر او تدبر امر كړى دى، ترڅو دا كاينات په خپلو سترګو وګوري، چې څومره خوښ او موسك پيدا شوي دي. ښكاره خبره ده، چې اسلام وچ مذهب نه، بلكې تازه دين دى او خلكو ته د خوښۍ او خوشحالۍ درس وركوي او له تريو تندي ، ګونځ مخ او غم او غوسې څخه ېي ژغوري، نو دا كله ممكنه ده چې انسانانو ته ووايي چې په دې موسكه، خوښه او سوكاله نړۍ كې داسې خفه، غمجن او غوسه واوسئ، چې ګواكې همدا اوس مو خپل پلار په قبر ننويستى دى او ترې راغلي يئ".(5)
رسول الله (ص.) فرمايي، چې په ورين تندي له يو مسلمان سره مخ كېدل صدقه ده. اسلام د خوښۍ او موسكا پېغام لري اسلام وايي، چې هر مسلمان بايد د خپل ژوند لپاره د موسكا پانګه ولري، دا يې د ژوند فلسفه او لارښود ګرځولى دى. اسلام وايي، چې تاسې هم خوښ او خوشحاله واوسئ او ټولنه هم په تاسې حق لري، چې خوښه ،موسېدونكې او خوشحاله يې وساتئ. دا يوه طبعي اړتيا، يوه اخلاقي ذمه واري او ژمنه ده، دا وګړنيز حق نه بلكې، د ټولنې حق دى. دلته زموږ خبره يواځې زموږ خبره نه ده، بلكې په نورو هم اغيز كوي. دلته زموږ هر چلند يواځې تر موږ محدود نه پاتې كېږي، بلكې نورو ته هم سرايت كوي. كه موږ هر څومره ځان خوښ كړو، خو چې شاوخوا مو سپېره مخونه، خفه زړونه او دردېدلي احساسات وي، نو زموږ خوښي راڅخه الوځي.
اسلام ورين تندى، خوشحاله او خوښ انسان خوښوي او زموږ پر ټولنې د حاكم نظر پرخلاف، چې تر يو تندى، خفګان، د غم اظهار، سپېره، خېرن مخ، پيوندې جامې، خشن او زيږ چلند، دنيا او د دنيا له شتمنۍ سره پرېكون (مقاطعه) د تقدس، روحانيت او علم لپاره لازم او اړين او د مسلمانۍ او پيرۍ ښه نښه بولي. دا ډول ژوندون غندي او برائت ترې اعلانوي. اسلام وايي، چې ټول انسانان او په ځانګړي ډول مذهبي پاټكي چې صورت او سيرت (بڼه او كړنه) يې د اسلام څرګندوى او ترجمان بلل كېږي. بايد ډېر نشېط، خوښ، خوشحاله ،موسك او مست وي دا چې ځينې د اسلام له روح څخه ناخبره علما نن سبا كوم اكتونه كوي، تريو تندى، قهرجن چلند، تل خپه او غمجنه څېره خلكو ته وړاندې كوي. دا د اسلام له احكامو او ادابو څخه ښكاره سرغړاوى دى.
ښه نو كله چې اسلام امر كوي، چې زړونه مو ژوندي، روحونه مو تازه او بدنونه مو خوښ او خوشحاله وساتئ، نو موسيقي او نڅا هم چې د زړه د خوښ او ژوندي ساتلو او د روح د تازه ګۍ او د بدن د نشاطت ستره ذريعه او لامل دى او انسان ورته په فطري او غير اختياري ډول ميلان لري. په اسلام كې څه ځاى لري؟ اسلام موسيقۍ او نڅا ته په كومه سترګه ګوري؟
رښتيا خبره دا ده، چې د موسيقۍ او نڅا په هكله فقهاء او ديني علماء د نظر اختلاف او بېل بېل اند لري. ځينې يې مطلق روا، ځينې يې ناروا بولي او ځينې ورته حدود ټاكي، د اسلامي نړۍ ستر مفكر علامه غزالي، امام سعيد ابن حزم، موسيقي او نڅا روا څه چې آن مستحب بولي. د ډاكټر علامه يوسف قرضاوي په څېر سلګونه اوسمهالي علما هم د غزالي او ابن حزم په پله روان دي او عطاء الله پالوي هم په دې اړه ډېره څېړنه كړې ده، چې زموږ د ليكنې ډېره برخه هم د جيد عالم او محقق عطاء الله پالوي له كتاب "قرآن اور فنون لطيفه" څخه رااخيستل شوې ده.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery