مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په ټولو چارو او شيانو كې اصل روا والى دى


علما ، فقها او ديني مشايخ وايي، چې د ژوند په ټولو چارو كې اصل روا والى دى يعنې هرڅه په طبيعي ډول روا دي. هره چاره روا ده، هر شى په بنسټيز ډول روا او حلال دي. د هر شي او هر كار كولو اجازه شته ده او كوم شى او يا كومه چاره، چې الله جل جلاله په بنده ګانو حرامه كړې ده او دوى ته يې مناسبه نه وي ګڼلې، نو هغه يې بيا له دې عامې قاعدې څخه د واضح او روښانه فرمان په واسطه استثنى كړي او وېستې دي او مسلمانان يې خبر كړي دي، چې دا او دا كار چې تاسو او ټولنې ته اوس يا په راتلونكي كې تاوان لري، مه كوئ. څرنګه چې دنيوي چارې لكونو آن ميليونونو ته رسېږي او قرآن او حديث داسې نه کوي چې هرې چارې ته په ځانګړي ډول ګوته ونيسي او د روا او ناروا په اړه ېي پرېكړه وكړي، ځكه قرآن او يا په ټوليز ډول شارح اشارې كوي او تفصيل يې علماوو ته پرېښى دى، نو په عمومي ډول يې داسې فرمان صادر كړ، چې په اصل كې هر شى روا دى، هر څه كوئ او كه زه ( الله جل جلاله) څه مناسب نه وينم، نو پر هغه مو خبروم او د حرمت په اړه يې خپله پرېكړه دراوروم او د څه شي په اړه چې زه چپ يم او په ښكاره ډول مې حرام كړى نه وي او يا مې د روا والي او ناروا والي په اړه ډاګيزه فيصله نه وي دراورولې، نو هغه چارې تاسو ته روا دي، ځكه چې زه هېروونكى نه يم، هېرول زما عادت نه دى، زه په خپله خوښه او اراده داسې كوم: "و ما كان ربك نسياً". يعنې "ستا رب هېروونكى نه دى." (مريم 64)
حضرت رسول اكرمصلى الله عليه وسلم دې مطلب ته داسې اشاره كړې ده:"هغه څه چې الله جل جلاله په خپل كتاب كې روا كړي دي روا دي او هغه څه يې چې حرام كړي دي، حرام دي او د هغه څه په اړه يې چې سكوت كړى دى، الله جل جلاله له هغه څخه تېرېږي، نو له همدې كبله يې د الله جل جلاله لخوا څخه روا والى په رسميت ومنئ، ځكه چې الله جل جلاله هېڅ هم نه هېروي "و ما كان ربك نسياً".
همدا راز فرمايي:" الله جل جلاله په تاسو څه فرايض ايښي دي، هغه مه ضايع كوئ او څه حدود يې ټاكلي دي، له هغو تېرى مه كوئ او پرته له دې، چې هېر يې كړي، د ځينو شيانو په اړه يې د شفقت او رحمت له مخې سكوت كړى دى، نو تاسو يې هم په اړه سكوت وكړئ او پلټنه پكې مه كوئ".
_ الله جل جلاله فرمايي:"هوالذى خلق لكم ما فى الارض جميعاً" يعني "الله جل جلاله هغه ذات دى، چې د ځمكې پر سر يې هرڅه تاسو ته پيدا كړي دي." (بقره29) " و قد فصل لكم ما حرم عليكم الاما اضطررتم اليه" "يعنې "او له شك پرته چې الله جل جلاله تاسو ته هغه څه، چې حرام كړي يې دي، روښانه كړي دي مګر هغه څه چې تاسې پرې اړ باسل شئ". (الانعام 119)

همدا لامل دى، چې علماء وايي: هېڅ تحريم د منلو وړ نه دى، مګر د ښكاره نص له مخې. علامه قرضاوي وايي:"د قران د ډاګيزه نص او يا د رسول اكرمصلى الله عليه وسلم د صريح حديث او يا د ثابتې او يقيني اجماع له پرېكړې پرته هېڅ تحريم د منلو وړ نه دى. دى وايي كه نص او يا اجماع وجود ونلري يا دا چې صريح نص (آيات او يا حديث) وي، خو صحيح نه وي يا صحيح نص وي، خو د موضوع په اړه صريح نه وي، نو دا د يوې چارې په حراموالي دلالت نه شي كولى او په روا والي يې اغېز كوي او حكم د عفوې په عمومي داېره كې د روا په بڼه پاتې كېږي.
همدې دلاېلو ته په كتنې سره د فقهې د اصولو علماوو دا قاعده هم راوېستې ده، چې :"الاصل فى الاشياء الاباحة" يعنې "په شيانو كې اصل رواوالى دى.".
نو اوس چې څوك موسيقي حرامه ګڼي اړ دي، چې صريح نصوص ولري. قطعي دلاېل وړاندې كړي. په دلاېلو كې يې وضاحت، روښانتيا او پوره څرګندتيا وي، داسې نه چې د ايت يا حديث غرض يو څه وي او دوى يې په تاُ ويل، تحريف او تحويل سره په موسيقۍ رااړوي. لكه چې وروسته به ېي د دوى له خوا د لهو او لغو په معنى كې ووينو. بيا به د بحث پايلې وڅېړو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery